اصلاح انلاين

له خپل ګران پيغمبر سره تړون تازه كړئ !
عبدالفتاح جواد

مسلمان دژوند په هره شيبه او لحظه كې مكلف دى چې د خپل ګران او محبوب پيغمبر صلى الله عليه وسلم ژوند او كړنلاره وګوري، ويې لولي او په خپل ورځني ژوند كې يې عملي كړي ځكه چې د قراّن كريم خبره ده چې ستاسې لپاره د رسول الله  صلى الله عليه وسلم په ژوند كې ښه او نيكه بيلګه ده.

د مسلمان د نيكو اعمالو د قبوليت لپاره هم دوه شرطونه په ګوته شوي دي چې يو يې اخلاص او للهيت دى او دوهم يې دا چې دغه عمل به درسول الله صلى الله  عليه وسلم په تګلاره او سنتو برابر وي او كه نه نو كه هرڅومره ستر عمل او ستره قرباني وي دالله(ج) په وړاندې هيڅ ارزښت نلري.

قراّن كريم په اّل عمران سورت كې په ( 31 ) اّيت كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم متابعت او پيروي د خپل ذات سره د مينې مظهر او بيلګه ګڼلې ده او فرمايي چې كه څوك له الله(ج) سره مينه لري نو د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په قدم دې قدم كيږدي.

مونږ ددې عصر او زمانې مسلمانان په داسې حساسو شرايطو كې قرار لرو چې له هرلوري دفتنو او فساد دامونه راته ايښودل شوي  داسلام دښمنان غواړي چې مونږ او زمونږ راتلونكي نسلونه د اسلام په اړه د شكونو او شبهاتو پيداكولو په وسيله بې دينه كړي او بل پلو ته مو د ارزښتونو او اخلاقو په وژلو سره په معنوي توګه ترور كړي.

نو ځكه خو تر بل هرمهال نه زيات دې ته اړتيا لرو چې دالله ( ج) په كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو منګولې ولګوو، په خپلو كورونو او جوماتونو كې د نبوي سيرت درسونه ولرو، دنبوي سپيڅلي ژوند په اړه خپلو بچيانو او اولادونو ته پوره او كره معلومات وركړو، دهغه سيرت په اصلي او حقيقي بڼه وړاندې كړو او ټول هغه خرافات او بې بنسټه روايات ترې وباسو كوم چې مغرضو دښمنانو او ناپوهه دوستانو ورننويستلي دي او ترټولو مهمه داده چې خپل ژوند دهغه له ژوند سره برابر كړو، دهغه د رسالت دنده پرمخ بوزو او د داعي امت په توګه ټول انسانيت ته دهغه پيغام ورسوو!.

د ملي اصلاح اونېزې څخه په مننې سره

مولود لمانځو خو هيڅ نه شرميږو!
ليکنه:سيد مزمل حسين

ژباړه: عبدالرزاق حبيبي

هغه وخت، چې دنيا په تورو تيارو کې ډوبه وه، ظلم او ستم خپل اخري پړاو ته رسېدلی وه، په دې وخت کې د الله تعالی رحمت په انسانانو وشو او د نړۍ اوسېدونکي يې په خپل يو ستر شخصيت او بنده ونازول، هغه چې انسانيت ته يې د بښنې لار وښوده او انسانان يې د انسانانو له غلامۍ څخه ازاد او د الله تعالی بنده ګۍ ته يې را ورګرځول.

پېړۍ، پېړۍ عمر تېر شو، مختلف دورونه راغلل، ډېر خلک د واک په ګدۍ کېناستل او راکښته شول، مګر د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکومت او حکومتدارۍ طريقه اوس هم د ټولو په سر کې قرار لري او يو هم د هغه په شان حکمراني ونه کړه، د هغه حکمراني او حکومتداري د ټولو لپاره د رڼا يو څرك دى، وجه يې دا وه، چې هغه الهي حکومت و او هرڅه په کې د الهي احکامو په اساس وه، هلته دوکه نه وه، هلته چل نه و.

مګر مونږ او تاسو اوس په یوه داسې زمانه کې ژوند کوو، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نوم نه ډېر خلک استفاده کوي او د هغه صلی الله عليه وسلم په نوم تجارت کوي، مګر په ټوله دنيا کې اوس هم د هغه صلی الله عليه وسلم نظام نه ليدل کېږي، که څوک د هغه د نظام د پلي کولو دعوه کوي نو هغه هم صرف د يو څو جزياتو پورې محدود دي، ټول نظام په سترګو هم نه ښکاري.

او د دې برعکس همدا مونږ يو، چې مونږ ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ياد د لمانځلو لپاره هم وخت نه لرو، بې شکه چې د کايناتو د پيدا کوونکي احسان دومره ستر دی چې که هره ورځ د هغه ياد ولمانځو هم کم دي، د رسول صلی الله عليه وسلم شخصيت دومره لوړ دی، چې د هغه صلی الله علیه وسلم احسان له انسانيت څخه پورته د کايناتو په هره ذره ذره باندې را چاپېر دی.

مګر د مولود لمانځلو همدا تصور زمونږ لپاره بس دی، چې مونږ د هغه صلی الله علیه وسلم له ژوند او طريقو نه ډېر لرې اوسېږو؟

پر دنيا د شيطان واک چلېږي او مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مولود لمانځو؟

هېڅکله هم نه! زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مولود لمانځلو خلاف نه يم، مګر مونږ ته هم په کار ده، چې د هغه صلی الله علیه وسلم سره د مينې دا بڼه هم لږ بدله کړو، احساساتي فکر هم د ثواب موندلو يو ډول دی، مګر سړی پرې حقيقت ته نه رسېږي.

پر مونږ څه شوي دي، چې پر سيرت النبي صلی الله عليه وسلم يو مضمون هم نه شو لیکلی؟

که لږ له ځان سره فکر وکړو، نو مواد موجود، الفاظ حاضر مګر جرئت چيرته دی؟ ځکه له ځان سره فکر کوو چې په دې موضوع خو پخوا لیکنې شوې او هماغه بس دي، مګر د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان شخصيت باندې شته ليکنې به کفايت وکړی؟

بله دا، چې هغه څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ژوند يو وړوکی مضمون نشي ليکلی نو هغه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ميلاد د پښېمانۍ څه اوښکې تويې کړي؟

په داسې حالت کې يواځې پر خپل ځان د غم اوښكې مه تويوه، بلکې د مولود شريف په نورو لمانځونکو مخلصو مسلمانانو پر حالت هم اوښکې تويې کړه.

د ربيع الاول په دولسم د مولود شريف لمانځل بد نه دي، کېدای شي خپله کومه ځانګړې فايده ولري، مګر په دې مولودونو د رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ستره فريضه او بار، چې مونږ او تاسو ته يې پرېښې ده، زمونږ له اوږو څخه نه کوزېږي.

که مونږ په رښتيا هم له هغه صلی الله عليه وسلم سره مينه لرو، نو بيا ولې خپل مسلمان وروڼه وژنو؟

که په رښتيا هم د هغه صلی الله عليه وسلم سره پيروان يو، نو بيا ولې امت له داسې ظلم او ستم سره مخ دی؟ مونږ د هغه صلی الله عليه وسلم په نوم خپل سر قربانوو، مګر بيا هم د هغه نوم اخستونکو سترګې له دې نړۍ څخه پټوو؟

که مونږ د هغه له نوم او ژوند سره مينه لرو، نو بيا ولې کفري نړۍ ټول اسلامي امت يرغمل کړی دی؟

که مونږ د هغه خبره منو نو بيا ولې په هر ځای کې دا د مسلمانانو وينې ولې بهېږي؟

مونږ، چې د هغه د مينې دعوه کوو، نو بيا ولې د ملګرو ملتونو په نوم په نړۍ د اغيارو حکمراني چلېږي؟ مونږ څنګه د هغه د مينې دعوه کوو، چې په هند کې بابري جومات، په فلسطين کې د اقصی پر جومات (هغه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په کې ټولو پېغمبرانو ته د جماعت امامت کړی دی) اوس وګورﺉ د چا واک چلېږي؟

مونږ دا هم منلې ده، چې دا د عربانو کورنۍ لانجله ده، او ګومان کوو، چې اسلام د عربانو ملکيت دی، اوس نړۍ او د نړۍ خلک بدلېږي، اوړي را اوړي، اوس نړۍ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيغام تږې ده، او مونږ د هغه د احکام او پيغام په دې چينه پوره واک لرو، مګر له دې چينې څخه نه خپله استفاده کوو او نه پرې نوره نړۍ خړوبوو!! که په خپله مو هم ترې استفاده کړې وی نو اوس به زمونږ په ټولنه کې د ظلم واک نه چلېده، د رشوت او فساد حکمراني به نه چلېده، سود به زمونږ په ټولنه غالب نه وی، او که مو دا پيغام نورو ته رسولی وی نو اوس به نړۍ د امن او امنيت يو زانګو وی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل ژوند کې تقريباً ۸۰ جنګونه کړي دي، او په دې ټولو جنګونو کې له دواړو طرفونو څخه زر کسان هم نه دي وژل شوي، مګر د بشر د حقوقو مدافعينو او د نړۍ د امن غوښتونکو هېوادونو يواځې په دوو نړيوالو جنګونو کې په کروړونو انسانان تلف او د تباهۍ کندې ته يې ټېل وهل، مګر بيا هم امنيت رانغی. د امنيت لپاره ملګري ملتونه تاسيس شول مګر ملګرو ملتونو، چې په خپل تاريخ کې کوم کړنې ترسره کړې هغه له هيچا څخه هم پټې نه دي، چې ښکاره مثالونه يې تاسو په بوسنيا، عراق، افغانستان، فلسطين او د نړۍ په نورو کفري سيمو کې وليدل او د دواړو پرتله هم سره وګورﺉ.

مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم مولود لمانځو، مګر کله مو هم د خپلو رسنيو يوه برخه هغه ته وقف کړې نه ده، چې له هغې څخه څرګنده شي، چې مونږ د هغه صلی الله عليه وسلم فرض پوره کړی او یا لږ تر لږه د هغه په لاره روان شوي يو؟؟‎

هغه صلی الله عليه وسلم ښځې ته په خپل ژوند کې يو ستر مقام ورکړ، په داسې حال، کې چې اوسنۍ نړۍ له يو څو ځایونو څخه پرته له ښځې څخه يواځې د اشتهار او اعلان لپاره استفاده کوي، هغه صلی الله عليه وسلم له لهو او لعب او بې ځایه کارونو څخه مونږ منع کړي يو، مګر زمونږ رسنۍ ددې برعکس همدې شيانو ته وده ورکوي.

د هغه صلی الله عليه وسلم عادت او اخلاق داسې وه، چې په متيازو کولو يې هم څوک له جومات څخه نه شړل، مګر زمونږ او ستاسو د جوماتونو ټيکه دارانو په جوماتونو کې تريو تندي نيولي او هرڅوک، چې جومات ته ننوځي نو داسې ورته ګوري، لکه دښمن يې چې وي، کېدی شي په دې خبره کې استثنات موجود وي، مګر زمونږ خبره په عمومي ډول ده.

نو اوس تاسو له ځان سره فکر وکړﺉ، چې ایا مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مولود د لمانځلو حق لرو، ایا مونږ د هغه احکام په ژوند کې عملي کړي دي؟ او يا په ژوند کې مو په عملي ډول له هغه سره څومره مينه ښودلې ده؟؟؟

دوره سيرت النبی در مکروریان ها
دفتر ساحوی جمعيت اصلاح افغانستان در مکروریان های کابل در نظر دارد که دوره ده روزه سيرت النبی صلی الله علیه وسلم را دایر نماید.

قرار است این دوره از ۱۴ دلو الی ۲۳  دلو سال ۱۳۹۰ هـ ش بعد  از نماز شام الی نماز خفتن تدویر شود.

ادرس: مسجد قلعه سلطان محمد، یکه توت، عقب مکروریان چهارم کابل.

اعلان فاتحه والده محترم داکتر صاحب گل احمد شریفی
به تأسف اطلاع یافتیم که والده محترم داکتر صاحب گل احمد شریفی عضو جمعیت اصلاح در ولایت هرات از دنیای فانی رحلت نموده است که جنازه شان یک روز قبل در ولایت هرات بخاک سپرده شده است.

انالله و انا الیه راجعون

فاتحه خوانی مرحومه امروز پنجشنبه مؤرخ 13/دلو/1390هـ ش در قریهء سروستان ولسوالی انجیل ولایت هرات از ساعت یک و نیم الی 3:30 بجه بعد از ظهر گرفته میشود، دوستان مطلع باشند.

هیئت رهبری و همه اعضای جمعیت اصلاح خود درین غم بزرگ شریک دانسته و به محترم شریفی صاحب و فامیل محترم شان  تسلیت و تعزیت عرض میدارد، الله متعال مرحومه را مغفرت نموده و به بازماندگانش اجر عظیم و صبر جمیل عطا فرماید

عظم الله اجرکم و غفر لمیتکم

شماره تماس شریفی صاحب: 0799141082

بهترین سخنان پبامبر (شریک ساز)
بشریت در جهالت می زیست هرجا و هرگاه وضعیت به صوب تیرگی و تیره بختی رو می برد، گستره تشتت فکری و عقیدتی، جسمی و فیزیکی، با گذشت زمان، پهناور تر می گردید، و داشت بشریت را به باتلاق ذلت و زبونی، شقاوت و بدبختی فرو می انداخت.

اینجابود که با درخشش خورشید نبوت واپسین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، تمام اوضاع دستخوش دگرگونی و تغییر قرار گرفت، راه و روزنه نجات فرا روی انسان و جوامع انسانی گشوده شد.

رفتار، کردارو گفتار رسول الله هرکدامین تأثیری بسزا در جهت بخشی، در باروری فکر و اندیشه، دستیابی راه هدایت، گریز از منکرات و زشتی ها، چگونگی زیستین در دنیا و جستن سعادت آخرت به جای گذاشت.

اینکه شما خواننده عزیز و عضو خانواده اصلاح آنلاین! تا هنوز به چه پیمانه سخنان ایشان را خوانده اید؟

با آن آشنایی دارید؟

کدام اقوال و سخنان ایشان شما را متاثر ساخته؟

تحولی را در وجود شما پدید آورده؟

شما را به تحرک و فعالیت دینی واداشته؟

امروز جایگاه این سخنان در ایجاد تغییر وتحول بهترچیست؟

می شود بهترین و تحول آورترین سخنان رسول الله را از این رهگذر با دیگران خوانندگان اصلاح انلاین شریک سازید.

چه بهترکه متن حدیث نگاشته شود، در صورت عدم حفظ متن حدیث، به نوشتن معنا و مفهوم آن بسنده شود و بهترخواهد بود که خود را خوب مطمئن سازیم که آنچه که به رسول الله نسبت میدهیم، واقعاً حدیث بوده و دارای مرجع قوی و معتمد است

بیایید در توسعه خوان نبوی صلی الله علیه وسلم و تعمیم سخنان دعوتی ایشان سهم گرفته سعادت دارین را دستیاب شویم.

یوازې د ربیع الاول ۱۲ مه نیټه ولې؟
سیرت النبی غونډه:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت او پیغام

د شیخ القرآن و الحدیث مولانا ګوهر الرحمن (رح) وینا

الحمدلله وحده والصلوة والسلام علی من لانبی بعده:

فاعوذ بالله من الشیطن الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

یا ایهاالنبی انا ارسلناک شاهدا و مبشرا ونذیرا ، و داعیا الی الله باذنه و سراجا منیرا، و بشر المؤ منین بان لهم من الله فضلا کبیرا، ولا تطع الکافرین والمنافقین و دع اذاهم و توکل علی الله و کفی بالله وکیلا.

اما بعد:

درنو او محترمو علماوواو مسلمانانو وروڼو!

ما ستاسې په وړاندې یو څو آیتونه تلاوت کړل، غواړم چې د هغو مطلب بیان کړم، همدغه د سیرت تقریر او وینا ده او همدغه د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم بنیادي او اساسي مسئله ده، ددې آیتونو ترجمه داده، الله (ج) فرمایي ( اې پیغمبره! بیشکه مونږ ته ( د توحید او اسلام ) ګواهي ورکوونکی او مومنانو ته زیری ورکوونکی او هغه کسانو ته چې ایمان یې ندی راوړی د عذاب نه ویروونکی او خبروونکی  لیږلی یې ، او ته دالله(ج) لورته، د الله(ج) دین ته اود الله(ج) عبادت ته د الله (ج) په حکم بلونکی یې، ( په خپله خوښه، د خپل ځاني غرض او هدف لپاره دا دعوت نه ورکوې بلکې تاته د الله(ج) له لوري نه حکم شوی دی) او ته لمر یې چې ټوله نړۍ روښانه کوې، او مؤمنانو ته زیری ورکړه چې یقینا دوی ته به غټ فضل ورکول کیږي او خبره مه منه او اطاعت مه کوه ، پیروي مه کوه، د کافرو او منافقانو، او هغه ظلمونه او تکلیفونه چې دوی یې تاته رسوي ، پریږده، معنا ده چې پروا یې مه لره، اوپه الله(ج) باندې توکل وکړه هغه پوره وکیل او کار جوړوونکی دی. نو هغه به دې له هغوی نه ژغوري.

نو وروڼو پدې آیتونو کې شان رسول هم بیان شوی دی او دعوت رسول هم، او د قرآن کریم په آیتونو کې چې د سیرت کومه وینا او خبره وي هغه بل ځای کې نه وي، پدې آیتونو کې لومړۍ خبره الله پاک دا بیان کړه چې اې پیغمبره ته مونږ پیغمبر کړی یې ، په خپله نه یې پیغمبر شوی او نه خو بل چا رالیږلی یې، دا خبره خو په ظاهره څه ساده غوندې ښکاري خو پدې کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر لوی شان بیان شوی دی، څنګه چې د الله پاک مثال نشته، نو د الله(ج) د رالیږلي پیغمبر او استاځي هم په مخلوق کې مثال نشته ، په انسانانو کې د لوی انسان استازی لوی ګڼلی شي او د یوه عادي انسان استازی د خلکو په نظر کې عادي ښکاري، د زورور او قوي حکومت سفیر زورور ګڼلی شي او د کمزوري حکومت سفیر ته هم خلک د کمزوري په سترګه ګوري

دا انساني نفسیات دي، او دا رسول د الله(ج) استازی دی، د الله پیغمبر دی، د الله نماینده دی، نو الله (ج) د ټولو نه لوی دی نو د هغه استازی او نماینده هم په ټول مخلوق کې لوی دی، نو دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم شان پدې ځای کې بیان شوی دی، څنګه چې الله(ج) د هرعیب نه پاک دی، نو د الله دا هر پیغمبر د هرې ګناه نه پاک دی، الله(ج) عادل پاچا دی، نو د الله(ج) رالیږلی استازی هم د عدل او د انصاف پیغام خپروونکی دی، الله پاک د تمام جهان رب دی، د تمام جهان پالونکی دی، د ټولو کایناتو تربیت او روزنه کوي، نو خپل استازی او پیغمبر یې هم د ټولو انسانانو د روزنې او تربیت لپاره رالیږلی دی، د هغوی روحاني تربیت او اخلاقي روزنې لپاره دغه عظیم پیغمبر را لیږلی دی، څنګه چې الله پاک نور دی ( الله نور السموات والارض) الله(ج) د ځمکې او آسمانونو رڼا ده، د آسمان او ځمکې نور دی، ددې معنا څه ده؟ نو څوک چې د صحابه وو په طریقه د قرآن تفسیر نه کوي، نو په تشویشونو کې اخته وي، چې دا مطلب دی او هغه مطلب دی، عبدالله بن عباس (رض) تفسیر کړی دی، له هغه نه غوره تفسیر بل څوک نشي کولی، او هغه دا چې ( الله هادی اهل السموت والارض) د ځمکې او آسمانونو خلکو ته هدایت د الله پاک دا پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم هم نور دی او رڼا ده،  بلکې سراج منیر دی، نو ددې څه معنا ده چې پیغمبر نور او رڼا ده؟ ځکه چې په  قرآن کې خو الله پاک په ډیرو آیتونو کې په وار وار ویلي دي چې پیغمبر بشر  دی، پیغمبر انسان دی او عظیم انسان، معصوم انسان او بې مثاله انسان دی، له  ګناه نه پاک انسان دی او له فرشتو نه یې مرتبه اوچته ده او کمه نده، خو بیا  هم انسان دی او د آدم علیه السلام اولاد دیکوونکی او لارښوونکی الله(ج) دی، د لمر رڼا لمر ته الله(ج) ورکړې ده، سپوږمۍ ته رڼا الله(ج) ورکړې ده، ستورو ته رڼا الله (ج) ورکړې ده، بریښنا، ډیوې او چراغ ته الله(ج) رڼا ورکړې ده، د انسان د سترګو رڼا الله(ج) پیدا کړې ده، د انسان په زړه کې د عقل او فهم رڼا الله(ج) پیدا کړې ده، هرډول محسوسه او معنوي رڼا  الله(ج) ورکړې ده، ایمان هم رڼا ده نو د ایمان رڼا هم مومن ته الله پاک ورکړې ده، علم هم رڼا ده ، جهل تیاره ده، هر عالم ته علم الله پاک ورکړی دی، نو الله(ج) رڼا ده، آسمان او ځمکې والا ته رڼا او هدایت ورکوونکی دی، او د الله پاک دا پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم هم نور دی او رڼا ده، بلکې سراج منیر دی، نو ددې څه معنا ده چې پیغمبر نور او رڼا ده؟ ځکه چې په قرآن کې خو الله پاک په ډیرو آیتونو کې په وار وار ویلي دي چې پیغمبر بشر دی، پیغمبر انسان دی او عظیم انسان، معصوم انسان او بې مثاله انسان دی، له ګناه نه پاک انسان دی او له فرشتو نه یې مرتبه اوچته ده او کمه نده، خو بیا هم انسان دی او د آدم علیه السلام اولاد دی، مګر په ځینو آیتونو کې قرآن کریم وایي چې محمد صلی الله علیه وسلم نور او سراج منیر دی، او الله پاک هم نور دی، امام المفسرین محمد بن جریر الطبري  (۳۱۰ ه ق کې وفات شوی دی ) د وفات کال مې ځکه وښود، چې تاسې ته حقیقت معلوم شي چې له متقدمینو مفسرینو څخه وو، دا د مفسرینو امام وو، او دده تفسیر په تفسیر ابن جریر مشهور دی او دا ام التفاسیر بلل شوی دی، د تفاسیرو مور ده، په هغه کې نوموړی تفسیر کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نور او رڼا ده، پدې معنا چې د توحید رڼا یې خپره کړې ده، د اسلام رڼا یې خپره کړې ده، د علم رڼا یې دنیا ته رسولې ده، علم رڼا ده او جهل تیاره ده، توحید رڼا ده او شرک تیاره ده، اسلام نور دی او کفر تیاره ده، او د اسلام ، توحید او علم رڼا چا خپره کړې ده؟ هغه د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله خپره شوې ده، مونږ ته هم د هغه په وسیله راورسیده، نو الله پاک دې زمونږ او تاسې ټولو خاتمه د اسلام په نور باندې کړي، نو پدې معنا باندې الله پاک هم نور دی او دهغه پیغمبر هم نور دی، او د رسول الله په زړه باندې چې کوم قرآن نازل شوی دی هغه هم نور دی، الله پاک فرمایي ( وانزلنا الیکم نورا مبینا) مونږ تاسې ته ښکاره رڼا رالیږلې ده، نو قرآن کریم ځکه نور دی چې علم دی، د علم کتاب دی، د مومن په زړه کې چې کوم ایمان دی هغه هم نور دی، ( مثل نوره کمشکوة) دغلته چې کوم نور راغلی دی نو لدې نه د ایمان نور مراد دی، نو د ایمان رڼا له قران نه حاصلیږي، او د قرآن رڼا د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په وسیله راغلې ده نو دا د محمد رسول الله لوی شان دی، قصیده برده کې شاعر وایي :

فهوالذی تم معناه و صورته……ثم اصطفاه حبیبا بارئ النسم

دا هغه عظیم پیغمبر دی چې دده سیرت هم کامل او پوره دی، او دده ظاهري صورت هم کامل او ښایسته دی، او ددې نه وروسته د پیغمبر لویه مرتبه داده چې الله پاک په ټولو کایناتو کې دغه مبارک د خپل حبیب جوړولو لپاره ټاکلی دی، دا د الله(ج) خاص حبیب دی، اوبیا وایي :

فمبلغ العلم فیه انه بشر…….و انه خیر خلق الله کلهم

د علماوو دعلم انتها داده، چې دا محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم بشر دی، لیکن دا په ټول مخلوق کې غوره بشر دی، د الله په ټول مخلوق کې بهترین انسان دی، دغه یې خلاصه ده، بیا وایي چې هسې نه خدایي ته یې ورسوې،

دع ما دعته النصاری فی نبیهم…. واحکم فیه بما شئت مدحا واحتکم

هغه خبره پریږده چې نصاراوو د خپل پیغمبر په باره کې کړې ده، چې د الله(ج) زوی دی، الله دی او په دریو خدایانو کې دریم دی، دا خبره پریږده، الله ته یې مه رسوه، نه کارساز دی، نه مشکل کشا دی، نه حاجت روا دی، نه مختار کل دی، نه په غیبود الله(ج) عظیم نبي او پیغمبر دی، علم یې د ټولو نه زیات دی، اما د الله(ج)  د علم په مقابل کې ددغه پیغمبر علم د یوه څاڅکي نه هم کم دی، خو د پیغمبر  په زړه کې د علم یو بحر او سمندر دی، خو د الله د علم په مقابل کې د یو  څاڅکي نه هم کم دی، بیا نو چې کوم صفت د خپل پیغمبر ستا خوښ وي هغه کوه، او  کوم نعت او صفت دې چې خوښ وي د بل نه هم اوره، د رسول الله صلی الله علیه  وسلم نعت ویل هم ثواب دی او نعت اوریدل یې هم ثواب دی، چې کوم دې خوښ وي  هغه وایه، خو خدای ته یې مه رسوه، پوهیږي، بلکې د الله(ج) عظیم نبي او پیغمبر دی، علم یې د ټولو نه زیات دی، اما د الله(ج) د علم په مقابل کې ددغه پیغمبر علم د یوه څاڅکي نه هم کم دی، خو د پیغمبر په زړه کې د علم یو بحر او سمندر دی، خو د الله د علم په مقابل کې د یو څاڅکي نه هم کم دی، بیا نو چې کوم صفت د خپل پیغمبر ستا خوښ وي هغه کوه، او کوم نعت او صفت دې چې خوښ وي د بل نه هم اوره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم نعت ویل هم ثواب دی او نعت اوریدل یې هم ثواب دی، چې کوم دې خوښ وي هغه وایه، خو خدای ته یې مه رسوه،

فاق النبیین فی خلق و خلق……..و لم یدنوه فی علم ولا کرم

فانه شمس فضل هم کواکبها…….یظهرن انوارها للناس فی الظلم

دا نو هم نعت دی او هم دعوت دی، قصیده برده وایي، د قصیده بردې ځینې اشعار داسې څه مشتبه دي خو خیر نور ډیر محب رسول وو، ده به په لومړي سر کې د پاچاهانو صفت کاوه، د پاچاهانو صفت چې کوي نو کله پکې ښه وي او کله پکې غلط هم وي، خو وروسته یې وویل، چې ما له الله پاک سره وعده وکړه چې لدې نه وروسته به د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پرته دبل مخلوق صفت نه کوم، که بل مخلوق د صفت وړ هم وي خو څه فرض خو ندی، نه به یې کوم ، خو ددې پیغمبر صفت به خامخا کوم، نو په دې هر شعر کې نعت او صفت هم دی او دعوت هم دی، نو وایي چې دا محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د ټولو پیغمبرانو نه په صورت او سیرت کې لوړ دی، د هغه مبارکه حلیه د ټولو نه ښکلې وه، او سیرت کې هم د ټولو نه اوچت دی که څه هم چې هر پیغمبر پاک اومعصوم دی،  او یو هم ده ته په علم او سخاوت کې ندی نزدې شوی ، ځکه چې دی خو د تولې دنیا پیغمبر وو او دده په وسیله نړۍ ته علم خپور شوی دی، او هغوی خو د خاصو خاصو قومونو پیغمبران وو، محمد صلی الله علیه وسلم د فضیلت لمر دی، او نور پیغمبران ستوري دي، دوی په تیارو کې خلکو ته خپلې رڼا ګانې څرګندې کړې دي، د کفر او شرک په تیارو کې یې رڼا خپره کړې ده.

نو اې پیغمبره! مونږ لیږلی یې ، په خپله پیغمبر شوی نه یې ، مونږ پیغمبر کړی یې، خو د څه لپاره مې لیږلی یې؟ یوازې صفت به کوو او که دعوت به هم بیانوو، نو الله(ج) ورته وایي چې ته شاهد یې،  ګواه یې، د څه ګواهي به ورکوې، د توحید ګواهي ، په خپله وینا او عمل به خلکو ته توحید بیانوې، دا د (شاهدا) معنا ده، او د قیامت په ورځ به په خپل امت باندې ګواهي ورکوې، چې ما دوی ته توحید او د اسلام پیغام رسولی وو، دنیا کې ګواهي دا ده چې توحید به په ژبه او عمل دواړو بیانوې، او په اخرت کې ګواهي دا ده چې دا ګواهي به ورکوې چې ما دا خلک په توحید باندې پوه کړي وو، هر پیغمبر به د قیامت په ورځ په خپل امت باندې ګواه وي نو خاتم النبیین به هم ګواه وي، نو ثابته شوه چې توحید پیغام رسول دی، توحید دعوت رسول دی، توحید څه ته وایي؟ توحید ډیره آسانه، لنډه او ساده مسئله ده ، په یوه جمله کې هم بیانیږي، او د توحید مسئله په ټول اسلام باندې خپره هم ده، په ساده الفاظو کې د توحید معنا دا ده چې د الله(ج) حق به مخلوق ته نه ورکوئ، او ددې توحید بنیاد پدې عقیده دی، دا عقیده تاسې ته معلومه ده ، خو تازه یې کړئ، دا سبق تازه کوو.

یوازې د ربیع الاول ۱۲ مه نیټه ولې؟

خو دا هم درته وایم چې ددې سبق د تازه کولو لپاره د ربیع الاول میاشت نه رسول الله صلی الله علیه وسلم خاص کړې ده او نه  صحابو ، ما نن یو صاحب سره خبره کوله ، چې زه ددې کتابونو د مطالعې ډیر شوقي یمه،له پیل نه ،  له هغه وخت  نه چې سبق مې شروع کړی دی،پخوا کتابونه هم کم وو اوس خو ډیر شوي دي ، زمونږ مدرسه کې هم د ضرورت سره سم کتابتون موجود دی، او دا زما شوق دی، د صحابو په دور کې، د تابعینو په دور کې، او په دور د تبع تابعینو کې، یعنې (قرون مشهود لها بالخیر) علماء پرې پوهیږي، عام خلک هم پرې پوهیږي، صحابه د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاګردانو ته ، تابعین د صحابه وو شاګردانو ته او اتباع تابعین د تابعینو شاګردانو ته وایي، او د دغو درې واړو نسلونو او پیړیو په باره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم شاهدي ورکړې ده چې دا خیرالقرون او غوره پیړۍ دي، ( خیر القرون قرني، ثم الذین یلونهم ، ثم الذین یلونهم ثم یفشوالکذب) پدې درې واړو نسلونو کې په ضعیف سند سره هم، چې هغه معتبر هم ندی، خو بیا هم داسې څه روایت زما مخې ته ددې دومره پراخه مطالعې سره سره ندی راغلی، چې چا دې د ربیع الاول میاشتې ته د کال په نورو میاشتو یوه ذره امتیازي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیدایښت د ربیع الاول په میاشت کې شوی دی،  خو پدې خبره کې اتفاق نشته چې هغه په ۱۲ نیټه پیدا شوی دی ، پدې اړه څه نور  نظرونه هم شته، خو پدې اتفاق دی چې میاشت د ربیع الاول وه، د دوشنبې ورځ  وه او د الله (ج) د وروستي پیغمبر، خاتم النبیین ، شفیع المذنبین، او د  الله(ج) نه وروسته په ټول مخلوقاتو کې بهترین ، پیدایښت په بشریت باندې د  الله پاک ترټولو ستر احسان دی او هغه د ربیع الاول میاشت کې شوی دی، لیکن  صحابه، تابعین او تبع تابعینو دې میاشت ته هیڅ امتیازي شان ندی ورکړیاو ځانګړی حیثیت ورکړی وي، نه یې دی ورکړی، پداسې حال کې چې دا خبره اتفاقي ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیدایښت د ربیع الاول په میاشت کې شوی دی، خو پدې خبره کې اتفاق نشته چې هغه په ۱۲ نیټه پیدا شوی دی ، پدې اړه څه نور نظرونه هم شته، خو پدې اتفاق دی چې میاشت د ربیع الاول وه، د دوشنبې ورځ وه او د الله (ج) د وروستي پیغمبر، خاتم النبیین ، شفیع المذنبین، او د الله(ج) نه وروسته په ټول مخلوقاتو کې بهترین ، پیدایښت په بشریت باندې د الله پاک ترټولو ستر احسان دی او هغه د ربیع الاول میاشت کې شوی دی، لیکن صحابه، تابعین او تبع تابعینو دې میاشت ته هیڅ امتیازي شان ندی ورکړی، بیا چې په کومه ورځ په غار حراء کې وحې راغلې وه، له پیدایښت نه څلویښت کاله وروسته، او جبراییل علیه السلام په لومړي ځل راغی اوویې ویل چې (اقرأ باسم ربک الذی خلق) قران لوله، نو د الله پاک په تولو نعمتونو کې لوی نعمت قرآن کریم دی، او د قرآن د نزول پیل د حراء په غار کې د رمضان په میاشت کې د لیلة القدر په شپه کې شوی وو، لیکن لیلة القدر د رمضان د میاشتې یوه شپه ده، نوهغې ته بهتري الله(ج) ورکړې ده او د هغې شب بیدارۍ کې ثوابونه دي، خو هغه د نزول قرآن په وجه ده، ددې عظیم نعمت شکرویستل په پیغمبرصلی الله علیه وسلم باندې ایمان راوړلو او د هغه د طریق مطابق ژوند تیرولو سره اداء کیدای شي، لدې نه ستره طریقه د شکر ادا کولو بله نشته، علماء دلته ناست دي، د شکر معنا کتابونو کړې ده، صوفیانو هم یوه معنا کړې ده هغه هم صحیحه ده، ( صرف العبد جمیع ما انعم الله علیه الی ما خلق لاجله) د الله(ج) ورکړی نعمت د الله پاک په عبادت کې استعمالولو ته د نعمت شکرپه ځای کول وایي، او د الله(ج) نعمتونه د الله(ج) په نافرمانۍ کې مصرفولو ته کفران نعمت وایي، نو د پیغمبر راتګ د الله(ج) لوی نعمت دی او شکر یې دادی چې د هغه اطاعت او د رب العلمین عبادت وشي، او د ربیع الاول په میاشت کې که څوک اتفاقا سیرت غونډه جوړوي، نو هروخت کې په کار ده، ربع الاول میاشت کې یې هم کوئ او په بله میاشت کې یې هم، خو دا میاشت پکې خاص شوې نده، زما شاګردانو ماته هغه ورخ تلیفون وکړ، چې مونږ د ربع الاول په ۱۲ مه نیټه په خپل جومات کې سیرت غونډه جوړوو، نو ما ورته په ځواب کې وویل، چې زه یې په ۱۲مه نه کوومه، دا ۱۲مه دې ولې یاده کړه، ته مانه پیژنې، ته له ماسره نه یې اوسیدلی، خو چې له خپل  ماحول سره بلد شي نو هغه خبرې هم ټولې هیرې کړي، مونږ ورته شپږ اوه کاله بخاري شریف او نور کتابونه تدریس کړي دي خو چې په یوغر او بل غر اخته شي، نو په ګډو وډو سر شي، نو هغه شاګرد مې چوپ شو، په خبره پوه شو، ما ورته ویل چې تازه لا نه یم پیژندلی، نو وارخطاشو چې هسې مې ۱۲مه یاده کړه، خیر دی مخکې یا وروسته به یې جوړه کړو، نو بیا یې په یوه بله ورځ هغه جوړه کړه، نو خبره مې تردې پورې کوله، چې د ربیع الاول د ۱۲مې نیټې لپاره مې څوک غواړي زه بیخي نه ورځم.

د ربیع الاول ۱۲ مې جشن چا پیل کړ؟

په شام سیمه کې پدې وروستیو پیړیو کې یو پاچا تیر شوی وو، هغه شرابي، فاسق ، فاجر وو د دنیا ټول ناروا کارونه یې کول، نو دا چا په ذهن کې ورته کینوله چې مولود شریف جوړوه نو خلک به دې بزرګي  ومني او د بزرګ په سترګه به درته ګوري، نو هغه به ۱۲ ربیع الاول لمانځله، یو ځای او بل ځای به یې ډیوې بلولې، او رنګ رنګ ګروپونه به یې روښانول، نو خلکو به ویل ، چې ډیر لوی بزرګ دی، لوی بزرګ دی، په داسې حال کې چې هغه ډیر لوی شرابي وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ( سیأتی زمان علی امتی لایبقی من الاسلام الا اسمه ولا یبقی من القرآن الا رسمه) زما په امت باندې به داسې زمانه راځي چې د اسلام به تش نوم او د قرآن به هسې رواج پاتې شي، په هرحال ما دا خبره ځکه وکړه چې دا هم باید بیان شي، خلک باید پرې پوه شي، معلمین یو، د اسلام اصلي فهم او پوهه خپروو، مولانا سید ابو الاعلی مودودي (رح) له رباني علماوو څخه وو، څه معصوم نه وو، عالمانو نه غلطۍ هم کیږي، خو رباني عالم وو، نور رباني علماء هم شته، یوازې هغه خو نه وو، نور هم ډیر دي، الله(ج) دې ټولو ته اجر ورکړي، خو زما په زړه کې له هغه سره محبت او مینه ژوندۍ ده ، کله کله فکر کوم چې هغه اوس هم زما امیر دی خو چې سوچ وکړم چې هغه خو وفات شوی دی نو مړی خو امیر کیدای نشي، خو په زړه کې مې ځای لري، نو د هغه دا ښه والی وو چې خبره یې رسوله، خالص قرآن او سنت به یې بیانول او خلک به یې په دین پوهول، شعوري مسلمانان به یې تیارول، د اسلامي نظام سپاهیان به یې روزل، نو الله (ج) دې په دغه لاره مونږه قایم او دایم ولري.

د نړۍ نظام ابدال پرمخ بیایي او که الله(ج)؟

علماء حضرات پوهیږي، زه هغه ابدال منم چې په حدیثو کې یې یادونه شوې ده، خو له هغو ابدالو نه رباني علماء مراد دي، یو عالم به لاړ شي بل به الله(ج) راپیدا کړي، بل به لاړ شي او نور به راپیدا کړي، خو دا ځینې خلک بیا له ابدالو نه غلطه معنا اخلي او ګومان کوي چې دنیا همدوی(ابدال) چلوي، مونږ دا عقیده لرو چې هرڅه الله(ج) کوي، قرآن کریم فرمایي( له مقالید السموات والارض) د آسمانونو او ځمکې کیلیانې د الله(ج) په لاس کې دي، بل ځا کې فرمایي( تبارک الذی بیده الملک وهو علی کل شیئ قدیر) برکت هغه الله(ج) ورکوي چې دهغه په لاس کې پاچاهي ده، او هغه په هرڅیز باندې قادر او توانا دی، بل ځا کې فرمایي( له ملک السموات والارض) پاچاهي د الله(ج) ده، واک له الله(ج) سره دی، چې وغواړي باران وروي، چې وغواړي باران بند کړي، کله چې وغواړي زامن ورکوي او کله وغواړي چاته لوڼه ورکوي، چاته دواړه ورکوي، چاته یو هم نه ورکوي، کله یې اراده وشي نو یو سړی د پاچاهي له تخت نه کوز کړي او بل یو هلته کینوي، په بله ورځ دغه دویم کوز کړي نو دریم پاچا کړي، دا نظام الله پاک چلوي، خو لدې نه کله دا مطلب وانخلئ، چې که الله(ج) یو څوک د پاچاهۍ په تخت کینولی وي نو دا به بزرګ او ولي وي، دا مطلب ندی، که الله(ج) په خپلو بندګانو رحم کوي نو نیکانو ته حکومت ورکړي او که عذاب ورکوي نو ظالمان واکمن کړي، فرعون ته هم الله(ج) حکومت ورکړی وو، خو هغه عذاب وو، یوسف علیه السلام ته هم الله پاک اتیا کاله حکومت په مصر کې ورکړی وو، خو هغه رحمت وو، خو مطلب مې دادی چې هرڅه الله(ج) کوي، ته به کوښښ کوې، اسباب به استعمالوې، هغه بیله موضوع او مسئله ده، خو توحید بیانوم، یوځل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې چا وویل چې( ماشاء الله و ماشاء محمد) هغه څه به کیږي چې الله پاک او محمد صلی الله علیه وسلم غواړي، نو هغه مبارک ورته غوسه شو، ورته ویې ویل( اجعلتنی لله ندا) آیا زه دې له خدای سره برابر کړم، داسې مه وایه، بلکې وایه چې ( ماشاء الله کان وما لم یشأ لم یکن) الله(ج) چې څه غواړي هغه به کیږي او چې هغه نه غواړي نو نه به کیږي..

رسول الله صلی الله علیه وسلم دا غوښتل چې تره یې ابو طالب مسلمان شي، خو چې الله(ج) نه غوښتل نو د هغه ایمان نصیب نشو، یوځل د یوه واده په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه کور ته تللی وو نو وړو نجونو سندرې ویلې نو سندرې خو په واده کې روا دي ښځو ته، دا خو وړې نجونه وې خو که لویې ښځې هم په واده کې دریا وهي نو خیر دی، خو نارینه یې ونه وهي، ماته چا وویل چې که په واده کې دریا وهل روا ده نو د دعوت لپاره ولې روا نده؟ ما ویل: ځکه چې د دعوت لپاره یې روا کړی ندی او د واده لپاره یې روا کړی دی نو نور به زه له تا سره څه سر خوږوم، دغه دې جواب دی، او په واده کې یې هم یوازې ښځو ته جواز ورکړی دی، ښځو ته هم د پردیو سړیو په وړاندې د دریا وهلو او سندرو اجازه نشته خو په یوه ګوټ او د پردو سړیو د نظر نه پناه ځای کې یې که وهي نو خیر دی، نو دغو نجونو د بدر شهیدان ستایل، نو د یوې جینۍ په ذهن کې دا خبره راغله چې د الله(ج) پیغمبر خو زمونږ د شهیدانو نه اوچت دی، نو هغې وویل:(وفینا رسول الله یعلم مافی غد) نن زمونږ په کور کې  د الله (ج) پیغمبر موجود دی او هغه پوهیږي چې سبا ته به څه کیږي، هغه جینۍ وړه او صفت یې مطلب وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې داسې مه وایه، په سبا باندې یوازې الله(ج) عالم دی، هغه مخکې دې چې د شهیدانو صفت کولو نو هغه نظم او شعر دې ښه وو، خو دغه شعر او نظم دې غلط دی، ځکه چې دا دعقیدې مسئله ده، دا د رسول الله دعوت دی، دا اساس دی، که یو څوک لمونځونه کوي، تهجد کوي، ښه اخلاق لري، خوږې خبرې کوي، لویې لویې قربانۍ ورکوي، غزاګانې کوي، خو چې عقیده یې خرابه وي نو الله(ج) ته هیڅ منظور او قبول ندي، الله(ج) فرمایي( لئن اشرکت لیحبطن عملک) که شرک دې وکړ، نو نیک عمل دې برباد شو، دغه سړی به په تمه وي چې ښه کارونه او نیکۍ یې کړې دي خو هغه به د شرک او خرابې عقیدې له امله بربادې شوې وي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم به څه ډول د توحید شاهدي ورکوي؟

نو ( شاهدا ) د توحید ګواهي به ورکوي، نو دا د توحید دعوت دی، ام المؤمنین عایشه صدیقه (رض) فرمایي، چې څوک دا وایي چې محمد صلی الله علیه وسلم پدې عالم دی چې سباته به څه کیږي، نو دی دروغ وایي، ولې دروغ وایي؟ ځکه چې الله(ج) فرمایي( قل لایعلم من فی السموات ومن فی الارض الغیب الا الله) ورته ووایه اې پیغمبره، نه پوهیږي په هر ډول غیبو باندې هغه څوک چې په آسمانونو کې دي ( ملایکې) او هغه څوک چې په ځمکو کې دي، که پیغمبران دي، که اولیاء دي، که بزرګان دي، بر دي او که ښکته دي مګر یو الله(ج) په غیبو باندې عالم دی، او که نه د ډیرو څیزونو علم الله (ج) د وحې په وسیله پیغمبرانو ته ورکړی دی، ( تلک من انباء الغیب نوحیها الیک) دا د غیبو خبرې دي چې تاته یې د وحې په وسیله ښيو او رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا مونږ ته ښودلې دي،

جنت او دوزخ مونږ لیدلی ندی خو مونږ پرې ایمان لرو، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته ویلي دي او هغه ته الله پاک ویلي دي، خو په هر غیبو او ټولو پټو څیزونو باندې عالم یوازې الله(ج) دی.

نو دا توحید بیانوم، سجده د الله(ج) حق دی، نصرانیانو به د پیغمبر قبر ته سجدې کولې،  مسلمانان حبشې ته تللي وو نو چې بیرته مدینې ته راغلل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل چې مونږ خلک ولیدل چې خپلو مشرانو ته یې سجدې کولې، نو ته زمونږ مشر یې ، اجازه راکړه چې مونږ هم تاته سجدې شروع کړو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې که له الله(ج) پرته بل چاته د تعظیم سجده روا وای نو ما به ښځې ته ویل چې خپل میړه ته سجدې کوه، خو روا ندی، او تاسې چې په حبشو کې لیدلي دي، نو دغه د الله(ج) په مخلوقاتو کې بد او ناوړه خلک دي، او دغه کار خو شرک دی،   او ام المؤمنین وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله وفات کیده، نو زما په غیږ کې وو او دا خبره یې وکړه ( لعن الله الیهود والنصاری اتخذوا قبور انبیائهم مساجد…) یهود او نصرانیان د الله(ج) په لعنت اخته دي، ځکه چې دوی د پیغمبرانو او بزرګانو قبرونو ته سجدې کوي، د تعظیم سجدې نو ځکه خو لعنتیان شول، اوس یې هم ډیر خلک کوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه دوعا وکړه، چې ( اللهم لاتجعل قبری وثنا یعبد ) اې الله(ج) زما د وفات نه وروسته زما له قبر نه بت مه جوړوه چې خلک یې عبادت کوي، نو څرګنده شوه چې که شکل یې د بت نه وي خو تعامل ورسره د بت وشي نو هغه هم بت ګرځي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته بت ویلي دي، ما خو ټول عمر خلک توحید ته بللي دي نو زما له وفات نه وروسته چې زما قبر ته سجدې شروع کړي، نو دا خو بیا د منلو نده نو زه ځکه سوال کوم چې زما له قبر نه بت جوړ نشي، او دا چې کله په قبر باندې جشن جوړ وي او ډیوې بلې وي نو د خلکو هم سجدې ته زړه وشي، چې ډیر ستر ولي الله هم وي خو چې په قبر یې جنډه نه ولاړه نه وي نو خلک ورته دوعا هم نه کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خو حکیم وو، د الله(ج) استازی وو، نو هغه دغه کار منع کړ.

د مسلم شریف حدیث شریف دی ( نهی رسول الله ان یجصص القبر و ان یبنی علیه ) رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړې ده چې قبر دې چونه شي او یا دې ورباندې وداني جوړه شي، که قبر خام وي نو د چا به ورته پام نه وي او چې قبر پوخ وي نو بیا د خلکو هم ورته تشویش شي چې خامخا دې کې څه خبره ده، پوښونه او پردې هم پرې اچوي.

د ترمذي شریف حدیث هم دی چې،( لعن رسول الله صلی الله علیه وسلم زوارات القبور والمتخذین علیها المساجد والسرج ) ( رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه خلکو باندې لعنت ویلی دی چې زیارتونو ته ځي، او په هغو خلکو چې په قبرونو ډیوې جوړوي) دا ولې؟ ډیوې ولې بلوي؟ ځکه چې که ډیوې بلیږي نو سجده به کوي، او چې نه بلیږي نو بیا سجدې ته د چا زړه نه کیږي، او که سجده نه کوي نو رکوع خو به خامخا ورته کوي، نو طواف خو به خامخا ترې نه کوي او یا د حجر …خو چې ډیوې نه وي او کنبده پرې نه وي نو چې د ولی الله قبر هم وي نو بیا  ورته د سجدې خطره نشته، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه لارې هم بندې  کړې چې نه ډیوې به هم په قبرونو نه بلوئ، نه به یې پخوئ، نه به چونه ورکوئ ،  نه به پوښونه ورکوئ، بس چې د الله(ج) په دربار کې څوک نیک خلک او اولیاء  دي نو جنت کې ګرځي،اسود په څیر به یې خامخا مچو کوي چې برکت یې را ورسیږي، خو چې ډیوې نه وي او کنبده پرې نه وي نو چې د ولی الله قبر هم وي نو بیا ورته د سجدې خطره نشته، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه لارې هم بندې کړې چې نه ډیوې به هم په قبرونو نه بلوئ، نه به یې پخوئ، نه به چونه ورکوئ ، نه به پوښونه ورکوئ، بس چې د الله(ج) په دربار کې څوک نیک خلک او اولیاء دي نو جنت کې ګرځي، د پیغمبرانو ، شهیدانو او ولیانو روحونه په جنت کې دي او مسند احمدبن حنبل کې راغلي دي چې د هرمومن روح هم په جنت کې دی، خو په درجو کې یې فرق وي، له خپل بدن سره یې تعلق او اړیکه شته هغه ځان ته یوه باریکه مسئله ده، خو ځای یې جنت دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو پیغمبرانو روحونه جنت کې دي او د هغوی بدنونه خو نه خاورې کیږي، هغوی به په خاورو کې محفوظ وي، خو روح به یې په جنت کې وي، او د عامو مومنانو که بدنونه خاورې هم شي خو روحونه به یې په جنت کې وي، نو مراد دادی چې دغه ته توحید او شاهدي ویلی شي.

اسلامي حکومت څه ته وایي؟

خو یو بل توحید هم شته، هغه دا چې څنګه چې د الله(ج) دا حق دی، چې سجده به هغه ته کوې، رکوع به هغه ته کوې،  نذر او منښته به د هغه په نوم ورکوې، غیبي مدد به له هغه نه غواړې، نو  دغه راز دا هم د الله(ج) حق دی چې نظام به هم د هغه منې، د بل چا نظام به نه منې، د الله(ج) قانون به منې او د بل چا به نه منې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته دا شهادت او ګواهي ورکړه، چې ریښتونی نظام اسلام دی ( ان الدین عند الله الاسلام ) د الله (ج) په نزد یوازې اسلام دین دی، او څوک چې بل دین غواړې نو نه به ترې منل کیږي او تباه او برباد به شي، نبی علیه السلام دغه آیت خلکو ته واوراوه ( انا انزلنا الیک کتابا بالحق لتحکم بین الناس بما اراک الله ولا تکن للخائنین خصیما) ژباړه (مونږ پرتا باندې قرآن کریم په حقه سره نازل کړی دی، ددې لپاره چې ته به د خلکو ترمینځ د قرآن د احکامو سره سم حکومت کوې او ته به د خاینانو پلوي او وکیل نه ګرځې)  نو پدې کې د زیاتې شرحې اړتیا څه ده؟ قرآن خو د حکومت لپاره راغلی دی نو څوک چې د قرآن مطابق حکومت کوي دغه توحید دی، او څوک چې د قرآن خلاف حکومت کوي دا شرک دی، اسلامي حکومت هغه ته وایي چې د قرآن او سنت نظام نافذ کړي، د قرآن او سنت واکمني عملا موجوده وي، یوازې اعتقادا نه، اعتقاد خو ضروري دی، خو اسلامي حکومت کې عملا  قرآن او سنت نافذ وي،  او چې د قرآن او سنت واکمني نه وي، نظام غیر اسلامي وي، اقتصادي سیستم په سود باندې روان وي، په قضاء او محاکمو کې وضعي قانون باندې فیصلې کیږي، پارلمان د غربي سیکولریزم په پارلماني اصولو او سیستم روان وي، رسنۍ او نشراتي وسایل د خیر او نیکۍ په ځای د بدۍ او بې حیایۍ په خپرولو لګیا وي، نو دا غیر اسلامي نظام دی، که څه هم چلوونکی یې مسلمان وي، په ګڼو اسلامي هیوادونو کې واکمنان مسلمانان دي خو نظامونه یې غیر اسلامي دي، ځکه چې د توحید په ځای یې په شرک باندې نظام روان کړی دی.

اتوم بم جوړول څه حکم لري؟

دا چې ځینو اسلامي هیوادونو اتومي بمونه جوړ کړل ، نو زه د یوه دیني ډلې او خوځښت د یوه کارکوونکي او غړي په توګه په دې باندې خوښ شوم خو دا هم باید ووایم چې اتوم بم انسانیت وژونکې وسله ده، او لومړنی جوړوونکی هیواد یې هم امریکا ده، امریکا دغه بشریت ختموونکې وسله ایجاد کړې ده، دا هغه وسله ده چې په کوم ځای وغورځول شي، نو ښځې هم مري او سړي هم ، پوځیان هم مري او په کور کې ناست ماشومان هم، تردې چې په هغه ځمکه تر ډیره وخته کرنه او کښت هم نه کیږي، او د اسلام حکم دا دی، چې د کفارو له کومو پوځیانو سره جګړه ده، نو په هغو به حمله کوې مګر که چیرته په سهوه او خطا سره د هغوی په مینځ کې راګیر شي، نو پدې اساس اسلام کله هم د دغه ډول انسانیت وژونکې وسلې د جوړولو هڅونه نه کوي، او اسلام غواړي چې د ټولې نړۍ نه دغه بشریت بربادوونکې وسله ختمه او لرې کړل شي، ځکه چې پدې کې له مجرمانو سره بې ګناه او غیرمجرم خلک هم تباه کیږي، او دا د اسلام له لارښوونو سره منافي ده، خو دا چې طاغوتي قوتونو د انسانیت لپاره دغه وسله تیاره کړه، یهودانو، صلیبیانو او کمونستانو خو مخکې درلودله ، پدې وروستیو کې هندوانو هم تیاره کړه، نو اوس هر یو په بوره جرات سره په مسلمانانو سترګې را وباسي او  ګواښونه ورته کوي، خو چې ځینو اسلامي هیوادونو هم جوړه کړه او څه آزمیښتي چاودنې یې هم وکړې، نو په هغو هم ویره راغله، او په ډار کې پریوتل، نو قرآن کریم وایي چې( و اعدوا لهم ما استطعتم من قوة ) (کوم قوت چې ممکن وي، دښمنانو ته یې تیار کړئ)، ګټه یې څه ده؟  ( ترهبون به عدو الله و عدوکم )( د الله(ج)  او ستاسې دښمنان به پرې وویریږي) نو چې وسله جوړوې، د شریعت سره سمه به یې استعمالوې، اسلام خو د ړندو نظام ندی، په کلاشنکوف هم  چې ډزې کوې نو په هغه ځای کې به کوې، چې شریعت درته اجازه کړې وې، خو وسله به تیاره ساتې، چې دښمن درنه وویریږي، که دغه وسله یومخ له دنیا نه ختمه شي خو ډیره ښه ده خو چې نور یې نه ختموي او د مسلمانانو پر خلاف یې کاروي نو دوی یې هم ساتلی شي، دغې وسلې ته بیا اسلامي وسله او دفاعي اتوم بم ته چې مسلمانان یې د خپل ځان، هیواد او دین د ساتلو لپاره ساتي اسلامي بم ویلی شي، کله چې الله پاک وایي چې تاسې داسې قوت او سله چمتو کړئ، ستاسې او د الله(ج) دښمن پرې وویریږي نو په دغه موخه جوړه شوې وسله اوقوت اسلامي دی.

خو پدې خبره هم باید پوه شو چې امریکا او نور شیطاني قوتونه د اتوم بم نه دومره نه ویریږي، څومره چې د اسلامي شریعت نه ویره لري، نو په کومه ورځ چې په اسلامي هیوادونو کې دا اعلان وشي چې له نن نه وروسته به ټولې فیصلې د اسلامي شریعت پربنسټ کیږي نو تاسې به ووینئ، چې د الله(ج) د رحمت باران ووریږي، خو زمونږ واکمنانو ته دغه توفیق الله(ج) ندی ورکړی، زیاتره واکمنان کلمه وایي، اسلام هم مني خو تطبیقوي یې نه، چې دې ته دوه مخي او منافقت وایي، نو الله(ج) دې دوی ته توفیق ورکړي، چې تضاد او دوه مخي پریږدي او شریعت پلی کړي، او ملتونو ته هم لازم دي چې د اسلامي شریعت د تطبیق او دین د اقامې لپاره هڅو او کوښښونو ته دوام ورکړي.

ستا مسئولیت څه شی دی؟

زه دوه نورې خبرې هم کول غواړم:

یو دا چې حدیث شریف دی چې ( کلکم راع و کلکم مسئول عن رعیته ) ستاسې هر سړی مسئول دی او له هغه نه به د خپل رعیت په اړه پوښتنه کیږي، څوک چې د خپل ځان واکمن او مسئول دی نو هغه ته په کار دي چې شریعت په خپل ځان پلی کړي، که د کور مشر دی نو هغه به په خپله کورنۍ شریعت پلی کوي، که څوک د یوې ډلې او ګوند مشر دی نو هغه به د خپل ګوند دننه شریعت نافذوي، عدل او انصاف به تطبیقوي او د شریعت غوښتنې او تقاضاوې به پوره کوي، او څوک چې د ټول هیواد واکمن او حاکم شي نو بیا به په ټول هیواد کې شریعت نافذوي.

د دعوت جهاد نرمه ژبه غواړي!

بله دا چې په اسلامي ټولنو کې ـ چې هلته بهرني یرغلګر تیری نه وي کړی ـ د وسلې جهاد ناروا او د دعوت جهاد لازم او ضروري دی، بدې باندې هیڅ عالم هم فتوی نده ورکړې، نو چې د دعوت جهاد کوو، پدې باید په شو چې د دعوت ژبه جلا او د قتال ژبه جلا وي، د قتال ژبه دا وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیبر فتحې ته لاړ، نو تقریر ته نه ووتللی بلکې جنګ او غزا ته تللی وو، د وعظ نه بلکې د جنګ میدان وو، د تعلیم او دعوت نه بلکې د جنګ ډګر وو، په جنګ کې نرمې خبرې نه کیږي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله نعره تکبیر وویله ( الله اکبر، خربت خیبر، انا اذا نزلنا بساحة قوم فساء صباح المنذرین )  د جګړې میدان وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ، چې (وژنئ) اما د دعوت انداز بیا د محبت وي، شفقت وي، د یوچا د پوهولو انداز وي، د سړي په دماغ کې د کینولو وي، که سختي او تکلیف راځي نو داعي یې زغمي، کله چې د حق خبره وشي نو د یولوري نه د دعوت سره مخالفت وشي ، ناوړه اقدام وشي، نو داعي به یې زغمي ، خیر دی که سخت ګوزار وشي او داعي مړ شي نو شهید به شي، نو دغه انداز کې د توحید بیان واکمن ته هم په کار دی.

او د ( داعیا الی الله ) معنا دا ده چې د الله(ج) دین ته خلک رابولي، چې څوک یې مني هغه ته زیری ورکوې او چې څوک یې نه مني هغه د الله(ج) د عذاب نه ویروي، بیا الله پاک وایي چې مومنانو ته زیری ورکړه چې دوی ته به د الله(ج) له لوري نه غټ فضل وي او د کافرو او منافقانو خبره مه منه او د دوی د تکلیفونو پروا مه ساته، په الله(ج) باندې بروسه وکړه.

په پای کې د قرآن کریم د څو آیتونو ژباړه وړاندې کوم چې په هغو کې ستر پیغام پروت دی ( ن ـ والقلم وما یسطرون، ما انت بنعمة ربک بمجنون، وان لک لاجر غیر ممنون، و انک لعلی خلق عظیم، فستبصر ویبصرون، بایکم المفتون) کفارو به په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې ویل چې دی لیونی شوی دی نو الله(ج) وویل: ( زما دې په قلم باندې ـ هغه که د ملایکو وي او که د انسانانو ـ او په هغه خبرو چې دغه قلم یې لیکي، قسم وي چې ته د الله(ج) په نعمت، مهربانۍ او د هغه د پیغمبر کیدو په وجه لیونی شوی نه یې، ستا لپاره نه ختمیدونکی اجر دی، ته په لوړو خویونو باندې قایم یې او ژر ده چې ته به ووینې او دوی به هم وویني، چې لیونتوب په چا کې دی، لیونتوب د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخالفینو کې دی، او دی خو د الله پاک سپیڅلی پیغمبر دی.

خلق عظیم ( لوړ اخلاق ) څه ته وایي؟ دې الفاظو کې ستر معنویت پروت دی، ښه خوی کله نا کله په بې کاره خلکو کې هم څرګند شي، خو ده ته الله(ج) وایي چې ته په لوړو اخلاقو همیشه قایم او دایم یې، سعد بن هشام (رح ) وایي، چې ما د عایشې رضی الله عنها نه پوښتنه وکړه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوی څنګه وو؟ نو هغې وفرمایل: ( کان خلقه القرآن) د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوی قرآن وو.

نو بس قرآن کریم زده کړئ او په هغه عمل کوئ همدغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مولانا ګوهرالرحمن د تفهيم القرآن مدرسې مهتمم او د ګڼو ديني کتابونو ليکوال و.

حقوق انسانی درتمدن اسلامی
نوشته : دکتور راغب السرجانی

مترجم: محمد نذیر”فقیری”

یکی از فیلسوفان غرب بنام نتاشه دربخش از صحبت هایش گفته است : لازم است کسانیکه ضعیف وعاجزهستند باید ازجغرافیای جهان نابود شوند، این مبدا دوستی ما با جامعه انسانیت است وضروری است که درقسمت فناء مستضعفین همکاری خوب صورت گیرد.

ولی ازنظرفلسفه شریعت اسلامی هیچگاهی انسان  را ازلحاظ ارزش کرامت انسانی واخلاقی به نظرکم نگاه نکرده وآن عبارت از مجموعه ارزشهای انسانی است که بر حقوق نسل بشری مشتمل بوده. اینگونه ارزشها بدون قایل شدن فرق به رنگ، جنس، نژاد وزبان میباشد، وهکذا شامل ان محیطی میگردد که بان سروکار متداوم دارد، وهمچنان تمثیل کننده صیانت اسلام باداشتن این حقوق که توسط پادشاه یا حاکم شرعی  تطبیق میگردد ،البته  ضمانت اجراء و تنفیذ جزاء درشریعت اسلام علیه مرتکبین ان  توسط حاکم شرعی صورت میگیرد.

الف . دیدگاه اسلام درمورد انسان

اسلام انسان را به نظراحترام ،وقار و حفظ کرامت انسانی نگاه میکند ، چنانچه که خداوند ج  درقران کریم فرموده است{ ولقد کرمنا بنی ادم وحملنا هم فی البرولبحرورزقناهم من الطیبات وفضناهم علی کثیرممن خلقنا تفضیلا} سوره اسراء ایه 70.

تکریم بمعنای گرامیداشتن ومحترم شمردن انسان است ،وانسان ظاهرا دارای  عقل ،تفکر واختیاراتی  است که خداوند (ج) آنرا به انسان عطافرموده وبهمان وسیله لیاقت خلیفه بودن را کسب نموده است، وبه اساس همین تکریم وبرتری خداوند(ج)  انسان را ازبهترین انواع خوردنی باب  رزق داده است. ازنتایج تکریم وبرتری این است ، اگرنیروی عقل وتفکر دربشرنمی بود این برتری وفضیلت عاید حال او نمی شد، واین برتری موضوع ثوابی واخروی نیست، بلکه برتری از حیث استعداد فطری وتصرف درعالم بشری وتسخیرموجودات مادی و قدرت استفاده ازانهاست.

ازینروبینش وتفکر اسلامی برای حقوق انسان  خصوصیات وممیزات  ویژه را قایل شده ، ومهمترین حقوق ان در عرصه سیاسی، اقتصادی، اجتماعی وفکری را احتوای میکند. باید تذکرنمود این حقوق شامل حال همه افراد وخانواده بشریت میگردد ، برابر است مسلمان باشد ویاغیرمسلمان بدون هرگونه قائل شدن تبعیض و برتری به ارتباط رنگ ، جنس ویازبان . حقوق بنیادی اسلام هیچگاهی هدرنرفته وهیچ زمانی  قابل الغاء وتبدیل نمیباشد، زیرا این حقوق ازجمله حقوق فطری مرتبط به اموزش های پروردگارعالمیان است.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم در خطبه حجة الوداع  که بمثابه اخرین تقریرات اش دررابطه به حقوق انسانیت بشمار میرود چنین ارشاد فرموده است: به تحقیق  ریختاندن خون و خوردن مال غیربناحق درمیان شما بالای تان حرام است ، مانند حرمت امروزشما ، درهمین ماه ودرهمین سرزمین تا زمانیکه ملقی پروردگارتان میشوید. آنچنانیکه پیامبر بزرگواراسلام به این مجموعه ازحقوق تاکید فرموده است،این خطابه ازجمله خطابه حقوقی نبوی پیامبربزرگواراسلام بشمار میرود، که مهمترین عناصرکلیدی آن درمورد حرمت خون، اموال ، ناموس وحرمت غیره مسایل بود که با توجه به  اهمیت گسترده ان توسط  حضرت پیامبر(ص) بسیار تاکید شده است. هکذا حضرت پیامبر(ص) در یک جای دیگری فرموده است : درمجموع نفس انسانی به نزد پروردگار باعظمت وقابل احترام است ، وبزرگترین حقوق انسانی عبارت است  از حق حفظ حیات، وقتیکه ازپیامبر (ص) درموردگناه های کبیره پرسان شد، انحضرت (ص) درپاسخ گفت: ازجمله گناهای کبیره یکی شریک قایل شدن به خداوند(ج) است ودوم کشتن نفس . واژه نفس بصورت مطلق وعام ذکرشده ومنظور از نفس آن نفس انسانی را شامل میشود که بنا حق بدون کدام موجب شرعی وقانونی به قتل میرسد.

سپس پیامبر اکرم (ص) مقاصد شریعت را بخاطرحفظ نفس ،حیات انسانی وتحریم انجام عمل انتحار چنین بیان نموده است : کسیکه خودرا ازکوه پرتاب کند واوجان (نفس) خودرا خود به قتل برساند این شخص دراتش دوزخ انداخته میشود بعد ازداخل شدن دراتش دوزخ برای همیش درشعله ان آتش میسوزد، وکسیکه به اراده  خود مواد زهری( مسموم کننده) را تناول کند وخودرا به قتل برساند درحالیکه مواد مسموم کننده دردستش قراردارد وانرا میخورد و این شخص نیزجاویدان  درطعمه اتش دوزخ باقی میماند، وکسیکه نفس خودرا بواسط الات جارحه یا برنده(ازقبل اهن، چاقووغیره) به قتل میرساند درحالیکه این اله جارحه نیز بدستش قراردارد وانرا به اشکم خود میزند این شخص به اتش دوزخ داخل کرده میشود ودرانجا برای جاویدان باقی میماند .

بهمین اساس اسلام عزیز تمام ان اعمالیکه حق حیات  انسان را نقض ونفی میکند حرام گردانیده ، برابراست که این کار به هدف تخویف، توهین و ضرب وغیره مسایل هم مورد استفاده قرارگیرد، ازهشام بن حکیم رضی روایت است گفت: شنیدم که پیامبر (ص) میفرماید: هراینه خداوند(ج)  کسانی را دراخرت عذاب میدهد که انها دردنیا مردم را تعذیب نموده اند.

ب .مساوات میان  مردم

بعد ازتکریم انسان توسط پروردگارعالمیان،خداوند (ج) بصورت عام قواعد کلی واساسی رامبنی برحرمت ریختاندن خون انسان ،ناموس ،خوردن اموال بناحق وحق حیات بشری وضع نموده و زیادترتاکید برحقوق مساوی میان همه اقشاروطیف های مردم دراجتماع کرده است ، مثلا مساوات  بین فرد وجماعت ، بین جنسیت ها وملت ها، بین حاکم ومحکومین ، میان زمامداران امور ورعیت ، هیچگونه قیود واستثنائی قائل نشده،  بطورمثال فرق وبرتری میان شریعت عرب  وعجم  ، ومیان سیا وسفید ،میان حاکم ومحکوم وجود ندارد، بلکه معیاربرتری وفضیلت فقط درتقوی به نزدپروردگاراست، چنانچه که پیامبر (ص) فرموده است : ای مردم به تحقیق خدای شما واحد ویگانه است ، وپدران شما یکی است ، وهمگی شما فرزندان ادم هستید ، وادم زاده خاک است، وبهترین شما نزد پروردگار با تقوی ترین تان است، وهیچ فضیلت وبرتری عرب را برعجم نیست مگر به لباس تقوی.

اگربه کردار وسلوک حضرت محمد (ص) نگریسته شود بزودی خواهیم دریافت که حضرت محمد (ص) چگونه ممثل تامین مساوات بین مردم بوده است، ازحضرت ابی امامه رض روایت شده است حضرت ابوذربلال را به طعنه و تمسخرامیز صدا کرد وگفت: ای پسر سیا پوست، بعدازان حضرت بلال رض به نزد پیامبر (ص) امده وانحضرت را ازجریان انچه برایش گفته شده  بود مطلع ساخت ، سپس ابوذر به نزد پیامبر ص تشریف اورد ، درحالیکه احساس وتوجه به این موضوع نداشت ، حضرت محمد ص ازوی روی گرداند . حضرت ابوذر گفت: ای رسول خدا چه چیزباعث شده که تو ازمن روی میگردانی  هیچ موردی نیست مگر انچزیکه برای تو خبرداده شده ، حضرت محمد (ص) فرمود ” تو کسی هستی که بلال را به طعنه واستهزاء وبنام پسرسیا ندا کردی،  سپس پیامبر اکرم (ص) فرمود قسم به ان ذاتی که کتاب را برای  محمد نازل فرموده است وهرانچه که او بخواهدواراده ان باشد همان طورخواهد شد،هیچ کسی بالای همدیگر فضیلت وبرتری ندارد مگر به اعمال خوب وشایسته شان .

ج .عدالت دراسلام

به ارتباط حق مساوات یک حق دیگرنیز وجود دارد که ان عبارت است از حق عدالت ، وارزیباترین روایت درین مورد قول رسول الله (ص) اینگونه وارد است، حضرت اسامه بن زید هنگامیکه میخواست درمورد یک خانم که ازقبیله مخزومی مرتکب سرقت شده بود، ازپیامبر(ص) شفاعت جوید تا پیامبر (ص) ازتطبیق جزای حدود شرعی علیه ان زن صرفنظرکند، وپیامبر (ص) درپاسخ به اسامه بن زید گفت : قسم به ان ذاتیکه نفس محمد به ید وقدرت اوست ! اگرفاطمه دختر محمد مرتکب چنین عمل میشد دست انرا نیز قطع میکردم.

وحضرت رسول اکرم (ص) مصادره حقوق واموال فردی را بخاطر دفاع بشتر ازحقوق افراد  ونزدیگ شدن هرچه بیشتر برای عدالت اجتماعی منع فرموده وچنین بیان داشته است : به یقین درقلب صاحب حق چیزی وجود داردکه شنیدن ان حتمی وضروری پنداشته میشود ، این موضوع  را برای کسانی میگفت ، که متولی  اصدارحکم ومسند قضاوت میان مردم بودند، وقتیکه دونفر متخاصم یعنی مدعلی ومدعی علیه درنزد شما نشسته باشند قضاوت نکنید، تازمانیکه ازشخص دیگر مانند شخص اول به ارتباط موضوع  جریان را مکمل نشنیده باشی، زیرا وی نزدیگتراست برای اینکه بتواند حق را برای تو بیان کند، و بعد از استماع و دریافت دلیل  ازطرفین (مدعی ومدعی علیه) اقدام بقضاوت نماید.

د . حق کفایت دراسلام

حق کفایت دراسلام یگانه حقوقی است که ازنظرشریعت اسلام به ان امتیاز اختصاصی اعطا گردیده ، دردیگرنظام وضعی ومیثاق های حقوق انسان   به این  موضوع  هیچگاهی کدام توجه قابل ملاحظه صورت نگرفته ، حق کفایت ان حقی را گویند، که همه افراد اجتماع بتوانند درسایه نظام حکومت اسلامی باکفایت که ازجمله مقومات حیات بشری به حساب می اید زندگی ابرومندانه نمایند، وان گونه زندگی عزتمند را اختیار نمایند ،که سزاوار حال ایشان باشد.ومسئله کفایت هایکه درنظام های وضعی ازان صحبت شده با این موضوع اختلاف دارد ، وحق کفایت ازروی عمل انسانی فرد تحقق پذیراست.

هـ . حقوق شهروندی اسیران جنگ

به هدف اینکه حقوق انسانی به بلند ترین قمه وارزش ان برسد ،البته ان درصورتی متحقق میگردد که مسئله رعایت حقوق انسان متعلق به حقوق شهروندان واسیران جنگی درهنگام نبرد درمیدان جنگ جدی مدنظرگرفته شود. یکی از خصوصیات جنگ این است که دران حس انتقام جوی بالای افراد حاکم ومسلط علیه مغلوب شده گان وجوددارد، نه برخورد انسانی، عطوفت وترحم بشری. مگر اسلام عزیزدراصل قاده محکم اسلوب ورفتاری انسانی را بمنظور تحکیم وتحقق بخشیدن رحمت الهی بنا نهاده است ،مثل اینکه پیامبر (ص) درهنگام نبرد چگونه زیبا دستور داده است: که  دروقت جنگ نوزادان، زنان وپیرمردان را  قتل نکنید، به همین اساس این یک سلسله  اصول ، قواعد کلی وتتقنینی بود که اسلام انرا بمنظور حفظ حیات بشری، رعایت حقوق بشری و انسانی  واستقرار نظم اجتماعی وضع نموده که درواقع بمثابه روح تمدن اسلامی به حساب می اید.

د اوداسه طبي ګټې
ليکوال: ډاکټر محمد جمیل الحبال

ژباړن : هدایت الله همیم

الله تعالی پر خپلو بندګانو هغه څه فرض کړي، چې تر عهدې یې وتلی شي او ګټه یې پخپله همدغو بندګانو ته په دنیا او یا په آخرت کې رسېږي، الله تعالی پخپل سپېڅلي کتاب قرآن کریم کې په زغرده هوښیارو انسانانو ته خطاب کوي چې د شریعت ګټه پخپله انسان ته رسېږي او له زیانونو یې ژغوري.

اسلام له عقل سره په ټکر کې نه دی او نه هم خلکو ته په هغه څه خطاب کوي، چې له سالم عقل او منطق سره اړخ ونه لګوي. همدا ده چې د اسلامي تاریخ په هر پېر کې د شریعت ګټې د انسانانو د هوسا او ارامه ژوند له ګټو سره تړلې دي، ددې معنا دا کېدای شي چې اسلام یو داسې حقاني دین دی، چې هېڅ د شک او شبهې ځای پکې نشته.

دلته د ځینو عبادتونو یو څو ګټو ته اشاره کوو، چې ددغه دین حقانیت لا نور روښانه شي. الله تعالی فرمايي: (قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آَمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ)[النحل: 102)

ژباړه: ’’ووایه: سپېڅلي روح دغه (آیتونه) ستا د رب له پلوه په رښتیا سره نازل کړي دي، څو د مسلمانانو قدمونه ټینګ کړي او مسلمانانو ته لارښوونه او د (بري) زېری دی.’’

اودس او غسل (پاکوالی او نظافت):

که پاکوالی یا طهارت او نظافت د ځینو خلکو په نزد د ذوق او مزاج خبره ده او یا دا چې د انسان پر اقتصادي وضعیت پورې تړاو لري، په اسلام کې پاکوالی د یوه مشخص نظام تر سیوري لاندې اصول او ضوابط لري چې په پرله پسې توګه باید انسان ورته ژمن وي، همدا ده چې د فقهې په ټولو کتابونو کې لومړی له طهارت او پاکوالي بحث کېږي.

او په اسلام کې د غسل (حمام کولو) عوامل ۳۴ ته رسېږي، چې واجب او مستحب پکې شامل دي، همدا ده چې په قرآن کریم کې دویم نازل شوی سورت د نظافت امر کوي، الله تعالی فرمايي:

(وثيابك فطهر) [المدثر: 4].

ژباړه: ’’او جامې دې نو پاکې کړه.’’

بل ځای الله تعالی فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ)[البقرة: 222]

ژباړه: ’’بې شکه چې الله ښه توبه کوونکي خوښوي او هم هغه کسان چې ځانونه پاک ساتي، خوښوي.’’

بل ځای فرمايي:(…وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ)[الأنفال: 11]

ژباړه: ’’…او پرتاسې یې له اسمانه اوبه نازلې کړې چې په هغو سره تاسې پاک کړي او د شیطان پلیتي له تاسې لرې کړي او د دې لپاره چې ستاسې زړونه (د هیلو له رڼا) سره ونښلوي او په هغه سره (ستاسې) قدمونه ټینګ کړي.’’

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (الطهور شطر الإیمان). یعنې پاکوالی د ایمان یوه برخه ده.

د اوداسه او غسل ګټې په لاندې توګه لنډولی شو:

د ګڼو ساري ناروغیو وقایه

ډېرې ناروغۍ د لاسونو د ککړتیا له کبله له یوه انسان څخه وبل ته انتقالېږي، چې چټلې ناروغۍ یا Feco- Oral Route) ناروغۍ یې بولي، او په دې کې د ځیګر ویروسي التهاب، کولرا، پېچ او امیب او د کولمو التهاب شامل دی، چې دا ټولې خطرناکې ناروغۍ دي.

له دغو ناروغیو ګڼ کسان مري او ځان ترې ساتل هم د انسان په شخصي نظافت پورې اړه لري (په تېره بیا له خوړو مخکې او له سارا ګشت وروسته د لاسونو مینځل).

رسول الله فرمايي: (د خوړو برکت هله وي، چې ترې مخکې او وروسته انسان خپل لاسونه ومینځي).

د وینې د جریان تېزوالی:

په اوداسه او غسل کولو سره د وینې د ګرځېدو عمومي جریان تېزېږي او د اوداسه او غسل پرمهال د غړو په موښلو سره د انسان د بدن د غړو په اړه اعصابو ته ژر راپور ورکول کېږي. دا هم ثابته شوې چې د انسان د لاسونو په پاسنۍ او د پښو په کوزنۍ برخه کې د وینې د جریان لړۍ د نورو هغو غړو په پرتله ډېر کمزوری وي، چې زړه ته نژدې دي، ځکه چې دغه غړي له زړه څخه ډېر واټن لري، همدا ده چې د لاسونو او پښو موښل د وینې فعالیت او جریان تېزوي.

د تنفس له لارې د ساري ناروغیو  د انتقال مخنیوی:

ابو هریرة رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت کوي، چې هغه ویلي: (څوک چې اودس کوي، پوزه دې وسوڼوي) یعنې په پوزه دې اوبه تېرې کړي. بل ځای وايي: (که له تاسې یو څوک اودس کوي په پوزه دې اوبه تېرې کړي… او که له تاسې یو څوک له خوبه راويښ شي، مخکې له دې چې په لوښي کې لاس ووهي، لاس باید پرېمنځي؛ ځکه چې نه پوهېږي لاس یې چېرې و) .

له يو لړ طبي څېړنو وروسته جوته شوه چې پوزه د ګڼو جراثیمو ځاله ده، او د پوزې پاکوالی د ګڼو جراثیمو له زیان څخه انسان ژغوري.

دا هم ثابته شوې چې په ورځ کې پنځه ځلې د اوداسه پرمهال د پزې مینځل او پاکول د انسان د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري.

د مصر اسکندریه پوهنتون ډاکټرانو د هغو انسانانو چې اودسونه کوي او خپلې پوزې مینځي او پاکوي او لمنځونه کوي، او د هغو چې اودسونه نه کوي، ترمنځ یوه مقایسوي تجربه وکړه، د دواړو ډلو غړو د روغتیا له اړخه کومه ستونزه نه لرله، خو په پایله کې ډاکټرانو ومونده هغه کسان چې اودس کوي، او لمنځونه کوي، د هغوکسانو په پرتله چې لمنځونه نه کوي، خو ځان پاک ساتي، پوزې یې ډېرې پاکې، او له جراثیمو خالي وې.

خوله مینځل یا (مضمضه):

مضمضه په خوله کې اوبو اچولو او هرې خوا ته غړغړه کولو او بیا توف کولو ته وايي، چې دا په اوداسه کې یو رکن دی، ډاکټران وايي چې د خولې مینځل یا مضمضه د انسان خوله له التهاب او د ستوني له ناروغۍ ساتي، او اورۍ له اوبو نیولو یا چرک نیولو ژغوري، او غاښونه له رژېدو خوندي کوي، ځکه چې په غاښونو کې د خوړو پاتې شوني بندېږي.

تجربې ثابته کړې، ۹۰٪ کسان چې غاښونه یې له وخت وړاندې لوېږي یا خرابېږي، معمولاً خپلې خولې پاکې نه ساتي، ځکه چې د خولې منګ نیول او عفونت د ګڼو ناروغیو سبب کېږي، او د مسواک وهل د اسلام د دین دا عظمت څرګندوي چې یو  د خدای د رضا سبب ګرځي او بله دا چې خوله پاکوي (السواک مطهرة للفم مرضاة للربّ) . مسواک د خولې پاکوالی او د ربّ (الله) د راضي کولو وسیله ده.

ډاکټرانو دا هم ویلي چې په خوله اوبه تېرول او مضمضه کول د مخ د ځينو غړو د ودې سبب کېږي.

د پوستکي د سرطان وقایه:

د طب له پلوه، د لمر وړانګې د پوستکي د سرطان په رامنځته کېدو او هغو ځایونو ته یې په لېږدېدنه کې مرسته کوي، چې لا جلدي سرطان نه لري، د مکرر اوداسه ګټه په همدې کې ده چې د انسان پوستکی په پاکو اوبو مینځل کېږي او د لمر مضرې وړانګې (Ultraviolet light) پرې ناوړه اغېز نه کوي، همدا ده چې ددا ډول ناروغیو پروړاندې ژغورندویه وسله اودس کول دي، همدا ده چې په پوستکي کې ژور تور سرطان یا (Melanoma) د اسلامي هېوادونو په پرتله په لوېديځو ټولنو، امریکا او استرالیا کې ډېر دی.

له ککړتیا د جسم پاکول:

د اوداسه او غسل له ګټو دا هم ده چې د انسان له بدن ککړتیاوو پاکوي په تېره بیا هغه غړي چې ډېر خوځنده دي، لکه لاس او پښې او همدارنګه پوستکی، ځکه چې پوستکی د انسان د جسم د دفاع د لومړۍ کرښې په توګه کار کوي، د نړیوال روغتیايي سازمان څېړنو ښودلې چې په پاکو اوبو مینځل نژدې ۹۰٪ جراثیم له منځه وړي، او نورو پاکوونکو درملو یا مکروب وژونکو اضافه کولو ته پکې اړتیا نشته!!

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه وايي: (… له تاسې څخه د یوه د کور مخې ته چې د اوبو ویاله وي، او هره ورځ پکې پنځه ځلې ځان مینځي، نو خیری به یې پاتې شي؟ اصحابو وویل: هېڅ خیری به یې پاتې نه شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پنځه واړه لمنځونه هم داسې دي، چې الله تعالی یې په وسیله ګناهونه بښي.)

د ورځې پنځه ځلې لمونځ (او که امکان وي، هر لمانځه ته اودس کول) د انسان بدن له باندینیو ککړتیاوو پاک ساتي او همدارنګه د انسان نفس له داخلي ککړتیاوو (ګناهونو او خطاګانو) ساتي.

چگونه از روز ميلاد رسول الله صلى الله عليه وسلم استقبال کرد؟
نقيب الله حميد

روز 12 ربیع الاول، روز مهم است چون این روز، سرآغاز تحول بزرگ در جهان است، روز تولد رسول الله صلی الله علیه وسلم، روز درخشیدن خورشید نبوت واپسین.

اینکه این روز را چگونه به پذیرایی گیریم و در این روز چه باید کرد و چگونه محفلی را تدویر نمود؟

در این زمینه باید گفت که نباید برخورد ما در این روز تشریفاتی باشد، زیرا  با حرکت های نمادین

و تشریفاتی نمی توان  از این روز پیام گرفت، پیامی که تحول آفرین در حیات فردی، جمعی، اقتصادی و سیاسی ما باشد.

مهم این است که با استفاده از این فرصت، تلاش ورزیم که پیوند خود را با رسول الله صلی الله علیه وسلم بیشترنهادینه سازیم و آشنایی ما از ایشان زیاد تر گردد از رهگذر خوانش سیرت رسول الله، چون شناخت, پیشزمینه ی بیشترشدن محبت و اطاعت می باشد، هرگاه بیشتربخوانیم، آشنایی ما زیادتر می گردد، که ایشان چه شخصیتی بودند و در راه رساندن پیام الله متعال برای بشریت به چه پیمانه زحمات، آلام، مشکلات و دشواری ها را متحمل شدند و با پیشانی باز و حوصله مندی تمام، با مشکلات راه دعوت برخورد می کرد و هیچگاه این مشکلات ایشان را از ادامه راهش باز نداشت و می دانیم که ایشان چگونه با دشمنان خود برخورد کرد و با کاربرد کدام شیوه ها و رویکردها، دعوت خود را به جهانیان ابلاغ کرد؟

و این امر، پیوند محبت ما با رسول الله صلی الله علیه وسلم را محکم تر می سازد و گرایش ما را به احیای سنت و التزام به تعالیم ایشان زیادتر می گرداند.

این روز، بهترين فرصتی است برای تجدید تعهد مبنی بر احیای سنت و اطاعت از اوامرآنحضرت صلی الله علیه وسلم و تحکیم محبت با ایشان از رهگذر پیروی و متابعت از آن جناب عالی.

استقبال این روز با تدویرمحافل به گونه ی باشد که عاری شده از بدعت ها و خرافات، و بایستی، ترکیزبیشتربا استفاده از این محافل، برالتزام به سنت رسول الله و سنجش راه ها و چاره های احیاگری آن و مبارزه علیه توطیه ها و دسایسی شود که به غرض تشویه چهره ایشان و وارونه جلوه دادن زندگی شفاف و پاکیزه ایشان از سوی استعمار و معاندان اسلام راه انداخته شده است باشد.

ما شاهدیم که دولت ها و گروه های مختلف در این روز به برگزاری محافل تشریفاتی می پردازند که این مجالس بدون شک هیچ پیام سازنده برای ملت خود نمی داشته باشند.

بنابرین، مکلفیت ماست که در راستای پاسداری سنت رسول الله و گسترش پیام شان و ارایه تعریف درست از ایشان برای جهانیان تلاش ورزیم.

دوره ده روزه سیرت النبی در کارته سه کابل
دوره ده روزه سیرت النبی به تاریخ 15 دلو الی 25 دلو از طرف دفتر ساحوی چهاردهی جمعیت اصلاح آغاز می گردد.

وقت:4:15 الی 5:15 عصر

مکان:کارته سه، چهار راهی پل سرخ، مسجد جامع عمر جان صاحب زاده قندهاری