Home » کلتور او هنر » ژورناليزم »
څنګه وينا ته پوښښ ورکړو
ژباړه: فضل الرحمن مظهري
مسلکې ژورناليستانو ته کيداى شي د ويناوو، لکچرونو او يا نورو بحثونو پوښښ اسان وي، خو له دې سره سره چې دا کار اسان دى اما تاسو بايد د خلکو خبرو ته تر اخره ودريږئ او د هغوى ټولې خبرې له اوله تر اخره وليکئ.
په حقيقت کې ويناګانو ته پوښښ ورکول نويو خبريالانو ته سخت تماميږي، نو د دې لپاره چې په ښه توګه پوښښ ورکړئ لاندي ټکې بايد په پام کې ونيسئ.
مخکې له وينا څخه تيارى ونيسئ
څومره مو چې په وسه پوره وي د وينا په اړه معلومات را ټول کړئ. دا لومړني معلومات بايد دومره وي چې راتلونکي پوښتنې ځواب کړي، مثلا: د وينا موضوع څه ده؟ د ويناوال شاليد (پس منظر) څه دى؟ د وينا د رامنځ ته کېدو لامل څه دى؟ اورېدونکې يې څوک دي؟
شاليد له وخته مخکې وليکئ
کله چې تاسو مخکې له مخکې د وينا په اړه څه معلومات را ټول کړي وي، دا په دې معنى دى چې تاسو له وينا څخه مخکې هم څه نا څه خبر تيار کړى. دا په ځانګړې ډول هغه وخت ګټور تماميږي چې تاسو ته ټاکلى وخت درکړل شوى وي. د شاليد معلومات چې تاسو له وينا څخه مخکې را ټول کړي وي، معمولا د خبر په اخير کې په کار راځي چې په هغه کې د وينا وال شاليد او د وينا لامل او داسې نورو ته زياته اړتيا ليدل کيږي.
په زړه پورې يادښتونه واخلئ
څومره چې تاسو زيات يادښتونه ولرئ، هومره به تاسو د خبر ليکلو پر وخت باوري ياست. په همدې خاطر ستاسو لپاره ښه يادښتونه ځکه پکاريږي چې ستاسو سره د نقل قول په انتخابولو کې ستره مرسته کوي.
په زړه پوري نقل قول تر لاسه کړئ
خبريالان اکثره وخت د جالبو نقل قولونو خبري کوي، خو که ووايو چې جالب نقل قول څه معنى لري؟ نو دا پوښتنه بيا داسې معنى کولاى شو چې د وينا وال ښه او جالبه خبر لوستونکو ته په ښه او ساده طريقه سره وړاندي کول د جالب نقل قول معنى ورکوي. 
زماني اوډون پريږدئ
که وينا وال د خپلو خبرو په اخير کې تر ټولو په زړه پوري ټکي ته اشاره کوي يا په زړه پوري خبري کوي، نو له هغه کلماتو څخه د خبر ليډ جوړ کړئ. د دې برخلاف که وينا وال په تر ټولو ستړي کونکو ټکو سره خپله وينا پيل کړي، نو هغه يا د خپل خبر په اخير کې راوړئ يا يې سوچ له پامه وغورځوئ.
د اوريدونکو عکسل العمل وګورئ
هميشه کله چې د ويناوال خبري ختمې شي بهر له اوريدونکو سره په دې اړه خامخا خبرې وکړئ. ځکه دا کار کيداى شي اکثره وخت ستاسو د خبر تر ټولو په زړه پورې برخه جوړه کړي.
غيري معمولي صحنو ته ځېر شئ
وينا ګانې اکثره وخت مخکې له مخکې تياريږي خو غيري معمولي صحنې بيا په زړه پورې وي. د بېلګې په ډول، آيا ويناوال کومه جالبه يا پارونکې خبره کوي؟ آيا اوريدونکې د ويناوال د خبرو په مقابل کې سخت عکسل العمل ښيي؟ آيا د اوريدونکو او ويناوال تر منځ کوم استدلال را منځ ته کيږې؟ نو د همدې ډول غيري عادي او بې تمې صحنو لپاره تيار اوسئ، ځکه چې داسې پېښې د معمول خبرونه جوړوي.
د بيروبار اټکل ورکړئ
د وينا هر خبر بايد د ګډونوالو د تعداد په اړه يو اټکل ولري تر څو لوستونکي پرې پوه شي. تاسو د ګډونوالو دقيق تعداد ته اړتيا نه لرئ، خو که موږ وګورو چې ٥٠ کسانو داسې احساس کاوه او يا له ٥٠٠ کسانو څخه يو کس داسې نظر درلود، دا دواړه جملې ډېر توپير لري. همدارنګه هڅه وکړئ چې د ګډونوالو عمومي تصور خلکو ته ورکړئ. د بېلګې په ډول آيا ګډونوال محصلين دي؟ آيا ستر چارواکې دي؟ او که عادي تجاران دي؟
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.