ضروري صحي لار ښوونې

 

محمد عثمان افضلي- ايما

•    په ورځ کې دوه ځله قهوه مه څکئ.
•    ګولۍ له یخو اوبو سره یو ځای مه خورئ.
•    د ماښام له پنځو بجو وروسته دروند خوراک مه کوئ.
•    د خوراکي توکو په جمله کې د غوړو مصرف کم کړئ.
•    په سهار کې ډېرې او د شپې د مخې لږې اوبه څکئ.
•    د خوب ښه متوسط وخت (د موسمونو په نظر کې نيولو سره) د شپې له لسو بجو نه د سهار تر شپږو بجو پورې ده، پاتې دې نه وي چې د غرمې قیلوله خپل اهمیت لري خو عموما په رسمي وخت کې ممکنه نه وي.
•    کله چې د شپې له خوا دوا اخستل غواړئ نو د هغې اخستلو نه وروسته زر مه غزېږئ.
•    کله چې په موبایل غږېږئ، کوښښ وکړئ چې ګس غوږ استعمال کړئ.
•    کوښښ وکړئ چې د موبایل له چارجر څخه ځان لرې وساتئ.
•    د موبايل غوږي (ګوشي، که د برق لين لري یا نه لري) د زیات وخت لپاره مه استعمالوئ.
•    کله چې د موبایل چارج آخري خانې ته رسېدلی وي نو مه پرې غږېږئ ځکه دې وخت کې شعاع لېږدونه زر چنده د عادي حالت نه ډېره وي او زیان لري.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

14 تبصره ها

  1. عبدالجلیل (جانیخل) says:

    داصلاح انلین ټولو کارکونکو اولوستونکوته سلامونه اونیکی هیلی الله (ج) دی وکړی چی دصحت جامی موپه تن وی ګرانو غواړم چی ورځنی دوعاګانوته که ستاسوپه ویب پاڼه کی ځای ورکړی نو حوشحاله به شم
    وسلام دکابل نه عبدالجلیل (جانیخیل)

  2. Amin jan MOHAMMADI says:

    عثمان افضلی صاحب ډیره زیاته مننه واقیعآ چی ډیر په زړه پوری معلومات وا الله دی درته اجری عظیم درکړی

  3. Afzali says:

    فاروق خټک صاحب ته
    السلام علیکم
    لاندې لینک نه تاسو کولای شﺉ مربوطه ایمېل آدرسونه ومومﺉ او خپل معلومات د همغې پواسطه راولېږﺉ
    http://eslahonline.net/14

  4. Afzali says:

    السلام علیکم
    زه د الفت الله عدنان صیب سره موافق یم او مخکې مې هم لیکلي چې دا موضوعات ما له مختلفو ځایونو را ټول کړي وو او پرې قانع شوی وم ځکه خو مې تاسو ته هم وړاندې کړل او د بیا دپاره به انشاء الله هرې موضوع سره سند لیکم ّځکه د سند نه لیکل کیدای شي د اصلاح آنلاین اعتبار ته هم زیان ورسوي
    جزاکم الله خیرا

  5. Ulfatullah Adnan says:

    کامران جانه، ته لکه چې بيخي د ليکوالۍ په پوله هم نه يې تير شوی، او له دې تبصرې دې معلوميږي چې کامران نه، بلکې کام وران يې.
    ورورکه زما له دې ليکوال سره کومه شخصي دُښمني نه شته او نه يې پيژنم چې څوک به وي، الله دې ور ته اجر ورکړي، مګر زه خپله غوښتنه تکراروم او هغه دا چې که څوک څه ليکي، سند بايد خامخا وليکي، پوه شوې؟
    آآآآآآآآآآآپرين خدای دې لوی کړه

  6. کامران says:

    Ulfatullah Adnan,

    ماشاالله نوم دی الفت یغنی مینه دی او کوی کینه او غصه!!! هغه هم پر خپل هم مسلکی. په قران چه ډیر دی خفه کړو.

    مطلب می دا دی چه د خبرو او نیوکو ځانته اداب وی. او بیا ډاکتران خو نامخدا ډیر مینه ناک وی چه ته پکی څنګه غصه ناک یی!!!

    زه د ایما د ټولنی څو کسه ډاکتران پیژنم هغوی خو ډیر ښه خلک دی مشوره می دا ده چه تاسی هم ورسره ناسته پاسته شروع کړی په رښتیا په الفت شی. خفه نشی د زړګیه!

    مننه

    کامران نورزی

  7. محمد فاروق خټک ریاض سعودی عربستان says:

    محترمو السلام علیکم
    اصلاحانلاېن ډیر علمی او د نن وخت سره سم اسلامی ضروریات پوره کوی – الله دي د دي ټولو کارکونکو ته د خیر برخه په نصیب کړی
    زه څنګه کولي شم چه اټیج فاېل در او لیږم

  8. Afzali says:

    السلام علیکم
    وروره تا ته مې ویلي هم وو چې خفه نه شې خو خیر
    ما تاسو ته وویل چې هره موضوع یې بېل دلایل لري، کېدای شي هر یو یې له بېل بېل ځای نه اخستل شوی وي او تاسې ګورﺉ هم چې د بېلو بېلو موضوعاتو په هکله دي، چې ما په مختلفو وختونو کې د مطالعې جریان کې نوټ کړي او زه پرې قانع شوی یم، دلته مې ځکه ولیکل چې خیر مې نورو ته ورسېږي او د ځان د صحت لپاره پرې عمل وکړي. که تاسو پرې نه وﺉ خوښ اصلاح آنلاین ته ووايﺉ چې بېرته یې حذف کړي، او حیران دې ته یم چې یو داکتر ته په دې مسایلو قناعت ولې سخت دی؟؟
    تاسو به واقعا طب ډېر پخوا ویلی وي او زه نوی فارغ یم کېدای شي تاسو ډېر پوهېږﺉ، بخښنه غواړم…..
    که واقعا دا موضوعات تاسو ته له ګېدې لیکل شوي برېښي یا غلط وي نو تاسو یې صحیح ولیکﺉ

  9. Ulfatullah Adnan says:

    ورورکه دا زما حق دی چې زه سند وغواړم، اصلاح انلاين بايد له ځانه ويکيپيډيا جوړه نه کړي چې هر شاغلی پکې هر څه ليکي. هو زه د دې حق لرم چې تا وپوښتم، که خبره د طب وي، ما هغه وخت لوستی چې ته په وړکتون کې وې. او ما خو کومه بې ادبي د ستاسې عاليجناب په شان کې نه ده کړې، فقط دومره مې در ته ويلي چې سند وليکه، همدا اوس هم در ته وايم چې سند وليکه، او په وار وار در ته وايم چې سند وليکه. څه جاسوسي معلومات خو نه دي چې سرچينې ته به يې خدای مه کړه تاوان ورسيږي او ژوند به يې له ګواښ سره مخ شي، علم ده ورورکه، که سرچينه يې وليکې، باوري به هم ښکاره شي، او کيداي شي د زيات تفصيل له پاره ور ته ليوال لوستونکي مراجعه هم وکړي
    څوک چې سند نه ليکي هغه ليکوال يا له ګيډې ليکل کړي وي او يا په دې ډاريږي که سند مې وليکه هسې نه چې بيا به يې نور خلک له ما مخکې وګوري او د ليکنې به مې څه اغيز پاتې نه شي
    هغه چې سند نه ليکي هغه بخل کوي، او هغه هم د هغه څه بخل چې په مصرف زياتيږي، کميږي نه.
    او دې شجاع صيب چې کومه خبره کړې، نه پوهيږم هغه څنګه د ښه او بد تر مينځ توپير نه شي کولی؟
    ورورکه تا د ايميل خبره کړې ولې يې دلته نه ليکې؟ څه مشکل دی پکې؟

  10. شجاع says:

    با عرض حرمت
    افضلی صاحب بان دیگه تو هم پشت شه ورداشتی
    بعضی مردم عادت کرده اند که بجای تحسین توهین میکنند حتی اگر موضوع مفیدی هم باشد
    بیچاره ها از عادت شان مجبور استند یا هم معذور استند

  11. Afzali says:

    او پدې دې هم پوه وې چې د دې هرې جملې بېله فلسفه او دلیل موجود دی.
    هسې نه وي چې مجبوره شې یو ځل طب پوهنځۍ ووایې بیا په هر څه پوه شې…
    خفه نه شې

  12. Afzali says:

    السلام علیکم
    وروره دا خبره دې په با ادبه طريقه هم کولای شوه. مهرباني وکړه خپل ایمیل آدرس راولېږه چې سند یې درته ایمېل کړم
    واقعیت هم دا دی چې طب څه وړوکی علم نه دی چې هر څوک پرې تبصرې وکړي، صرف چا چې لوستي وي همغوی پرې پوهېږي.
    زما آدرس دا دی:afzali_mu@hotmail.com

  13. Ulfatullah Adnan says:

    الکه دا دې د کومې څيړنې پر بنسټ ليکلي؟ ګاډر مه وله يار
    د علم په نوم علمي شيان ليکه، طب خو څه لنډه کيسه نه ده چې څه په خولې در شي، پکې وايه يې، چټک سند راوښيه.

  14. طلال says:

    السلام علیکم
    ښکلی مالومات دی ، خو یو ځای کې مې لوستي وو چې د دې لپاره چې د ځینو ناروغیو وقایه وکړﺉ نو ښه ده چې ګرځنده تیلیفون سره غوږي استعمال کړﺉ.
    پدې اړه ستاسو رایه څه ده؟؟

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید