رو در رو با جمعيت اصلاح

 

خواننده گان محترم اصلاح آنلاين: جمعيت اصلاح با تاريخ، سابقه كار، فعالیتها ودستاوردهایش در پيشروى شما قراردارد. شما هر وقت خواسته باشید، ميتوانيد در مورد این ارگان اجتماعی وفعالیتهای آن، ازنشرات جمعیت اصلاح معلومات بدست آرید، ولي اين بار فرصت را مهيا ساختيم تا مستقيما در مورد ماهیت، فكر، اهداف، روش كار، ويژگى ها وسائرموضوعات مورد علاقه، مسقيما ازمسؤلین جمعیت اصلاح سوالات تانرا مطرح كنيد.
مهمان ما درين نشست زنده استاد نصير احمد نويدى، رييس شوراي مركزي جمعيت اصلاح مى باشد که به سوالات شما دررابطه به جمعیت اصلاح وانکشاف اجتماعی افغانستان پاسخ خواهد گفت.

وقت نشست: ساعت 10 صبح الی 12 ظهر

روز یکشنبه 3 اسد 1389 ش مطابق 25 جولای 2010 میلادی

خواهران و برادرانیکه دروقت تعین شده مصروف میباشند، میتوانند سؤالات شانرا قبلا درهمین صفحه طرح نمایند.

____________________________________________________________

برادران عزیز وخواهران ارجمند!
السلام علیکم ورحمة الله
حضورهمهء تان به این گفتگوی دوستانه را خوش آمدید عرض نموده وخیرمقدم میگویم. بدون شک نشست های مستقیم ورودررو میان اقشارمختلف جامعهء ما یک امر پسندیده بوده وضرورت وقت میباشد. درچنین نشستهایی انسان میتواند حرف دل خود را بدون مجامله طر ح نموده وازطرف مقابل خود معلومات دست اول بدست بیارد. بسیاری ازواقعیت ها درجامعهء ما درزیرغبارشکوک وشبهات وعدم تبیین درآنچه می شنویم وارونه ومقلوب نشان داده میشود. همین شناخت نادرست سبب قضاوتهای نادرست وبالاخره قضاوتهای نادرست سبب موقف گیری های نا درست دربرابرهمدیگرمیگردد. به امید اینکه نشست حاضرقدم نیکی باشد درراه شگوفایی فرهنگ گفتگو وتحمل درجامعهء ما، شروع میکنم به جواب سؤالات شما دوستان. قبل ازهمه به جواب سؤالاتی می پردازم که درروزهای قبل طرح گردیده است وبعد می پردازم به سؤالاتیکه امروز مطرح میگردند.
فبشرعبادالذین یستمعون القول فیتبعون أحسنه_ صدق الله العظیم
ناگفته نماند که درین گفتگو فقط به دوستانی جواب ارائه خواهد گردید که سؤال مشخصی را طرح نموده اند وبا تعلیقاتی که درتأئیید یا رد جمعیت اصلاح بشکل عام صحبت نموده اند، تماسی گرفته نخواهد شد.
امید است دوستان گرامی معذرت مارا بخاطرکمبود وقت بپذیرند.
____________________________________________

سوال

فريد فايض

السلام علیکم
د جمعيت اصلاح ټولو غړو او کارمندانو ته السلام علیکم ورحمة الله و برکاته.
په رښتيا هم چې جمعيت اصلاح د افغاني ټولنې په اصلاح کې ډېرې هڅې کړي چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولی.
مګر که د تېرو تنظيمونو او جمعيتونو تاريخ ته وګورو، نو هغوی يا مستقيم او يا غیر مستقيم له بلې خوا نه تمويلېدل او د هغوی د اهدافو لپاره يې کارونه کول، چې نتيجه يې هماغه شوه، چې نن يې مونږ او تاسو د خپل سر په سترګو ګورو.
پوښتنه مې دا ده، چې جمعيت اصلاح له کومې خوا نه تموېلېږي، د کومې بهرنۍ سرچينې، داخلي سرچينې او يا د کومې سياسي موخې لپاره د کوم بهرني هېواد نه او يا خو د خپلو افرادو لخوا نه.
ځيني خلک بیا وايي، چې جمعيت اصلاح د امريکايانو لخوا تموېليږي، خو زما په فکر دا خبره ځکه غلطه ده، چې که امريکايان د اسلام لپاره داسې پروژې پرمخ بوځي نو بیا خو له امريکايانو سره مونږ مشکل نه لرو، هر وخت دوی ته ښه راغلاست وايو.
بالآخره دا بايد ووايم، چې تر اوسه ما د جمعيت اصلاح په اړه ډېر څه اورېدلي دي، خو داسې څه مستند مې نه دي ليدلي، چې زه پرې خپل زړه قانع کړم، چې دا رښتيا دي، نو لطفاْ په دې اړه خپل معلومات راکړﺉ، چې دا خبره تر کومه حده صحیح او مالي منابع مو څوک دي.
اګر که په افغاني ټولنه کې دا خبره هم شته، چې د فساد خپروونکو څخه هېڅوک پوښتنه نه کوي، چې دا پيسې له کومې کوې، مګر که سم کار دې وکړ نو اوله پوښتنه همدا وي، چې پیسې له کومه کوې؟
ستاسو د ځواب په هيله
فريد فايض له شارجه دوبۍ څخه

سوال

حاجي انور سيدزاده

محترم رئیس شورای مرکزی جمعیت اصلاح
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
خدا را شکرګزار هستیم که درین عصر فتنه و فساد و تاریکی ها جمعیت اصلاح را بحیث مشعل به جامعه افغانی اهداء نمود.
سوال من اینست که یک تعداد مردم در خلال بحث ها و مناقشات شان همین را مطرح میکند که جمعیت برای برنامه های خود پول را از کجا میکند؟؟ و آیا شما از کدام جهت رسمی تمویل میشوید مثلیکه احزاب اسلامی و سیکولر از جهت های رسمی داخلی مانند دولت و خارجی مانند سفارت امریکا و انګلستان تمویل میشوند؟؟

ځواب

برادران محترم هریک فرید فایض ازدوبی وسید انورحاجی زاده
تشکرازسؤال تان
بدون شک قضیهء اقتصاد وامکانات مالی یکی ازمسائل مهم درپیشبرد فعالیتهای اجتماعی میباشد اما بهیچوجه مهمترین عامل درین راستا نمی باشد. به نظربنده شاخص های مهم برای ارزیابی یک حرکت اجتماعی قبل ازمال ومنابع مالی، شعارها وموقف گیری های یک جماعت، طرز تفکر ونوع انسانیست که درآغوش آن تربیه گردیده است. همچنان فعالیتها ودستاوردهای حرکت مهمترازمسائل مالی میباشد. با همهء اینها، به حکم اینکه ما درکشورعقب مانده ای چون افغانستان زندگی می نماییم، طرح چنین سؤالی درآغازاین گفتگو، امری کاملا متوقع میباشد.
مختصرا باید عرض نمایم که جمعیت اصلاح ازابتدای تأسیس خود در 1382 ش به این باوربوده است که جهاد مالی باید همزمان با جهاد دعوتی ونشروپخش دین، یکجا پیش برده شود. تربیت به اساس روحیهء انفاق فی سبیل الله جزء اولویات تربیتی جمعیت اصلاح بوده وهرعضو آن ماهانه بخشی ازعوائد خود را به دفترمرکزی یا دفاترساحوی جمعیت اصلاح تحویل میدهد که بحمد الله جل جلاله بخش قابل ملاحظه ای ازفعالیتهای ما ازهمین طریق اکمال میگردد. درفعالیتهایی که ایجاب مصارف بیشتررا می نماید، ازتجاربا احساس ومحسنین  واهل  خیر درولایات مختلف کمک گرفته میشود. علاوه برین، فائدهء حاصله ازفیس مکاتب، کورسها ودارالمعلمین های تابع جمعیت اصلاح مصدردیگرعائداتی مارا تشکیل میدهد. فروش تولیدات فکړي  وفرهنگی جمعیت اصلاح چون کتب، مجلات بروشرها وغیره نیزبخشی ازمشکلات مارا مرفوع می سازد.
جمعیت اصلاح متناسب با وسائل دست داشتهء خود کارمیکند وازراه اندازی پروژه های پرمصرف وبرنامه هاییکه توان راه اندازی آنهارا  ازلحاظ مالی ندارد، خود داری می نماید. اکثرکارها را اعضاء وهمکاران جمعیت اصلاح بروحیهء عبادت بشکل داوطلبانه به پیش می برند. واین ارزشی است که درجامعهء مصرفی افغانستان کمترمصداق می یابد وبه همین خاطرهم قبول آن برای بیشترمردم مشکل میباشد.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوال

فريد احمد (پوپل)

محترم داصلاح انلاين ټولو همکارانو ته د الله ج ددربار څخه اجر عظيم غواړم او کامياب واوسي داسلام دخدمت لپاره.
محترمه زما يوه پوښتنه داده چي داسلام لپاره دا مسلمانان ولي د يوه ټولي او يوي اجتماع په ډول خدمت نه کوي؟ که چيري همداسي په يوه نامه اوبل نامه حزبونه جوړيږي نو دا به دنفاق لپاره يوه وسيله نوي؟
او دالله ج په دربار کي به مسوءله وګڼل شو……
په درنښت

فرید احمد پوپل صیب

ځواب

ستاسو دسوال په اړه باید عرض وکړم  چې  دشریعت له نظره دهغو ډلو دجوړولو څه ممانعت نشته کومې  چې  د اسلامی دعوت د خپراوي، امربالمعروف او نهې عن المنکر په خاطرکارکوی او مسلمانان خپل تیربرم ته درسیدو لپاره هڅوی. پدې شرط  چې  نورو مسلمانانو او اسلامی ډلو ته هم د احترام په سترګه وګوری او ځان دنفاق او اختلاف څخه وساتی ځکه  چې  دا ټول دخیرکارونه د اجتماعی کوشش او نظم نه بغیرترسره کیدی نشی اوقاعده هم همداده  چې :” مالا یتم الواجب الا به فهو وا جب” هره هغه وسیله  چې  د هغی نه بغیریو واجبی شی ترسره کیدی نشی نو دهغې وسیلی وجود هم واجب دی.  چې  جمعیت اصلاح دلوی الله جل جلاله په فضل سره په همدی قطارکی ځای لری.
خوکه خدای نخواسته څوک پدی نیت  ډله  جوره کړي  چې  د الله تعالی نافرماني وکړي، اسلام تخریب کړي او یا مسلمانان نفاق او اختلاف ته تشویق کړي نو داسی ډلو جوړول ناروا دی ځکه  چې  الله تعالی فرمایی:
“و تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الإثم والعدوان” په نیکو او د تقوی په کارونو کی یود بل مرسته وکړﺉ او د گناه او تیري په کارونو کی یو دبل مرسته مه کوﺉ. دا د جمعیت اصلاح شعاردی او عملي پروگرامونه یې هم دهمدی شعارمصداق دی.
خودا چې  ټول مسلمانان دې په یوه ټولنه یا  ډله  کی سره راتول شي فکرکوم  چې  دډیرو دلائلو په وجه نه ممکنه ده او نه هم اړینه. په اسلامی کارکی د ټولنواوگوندونو تعدد کوم عیب ندی خوپدی شرط  چې  د اختلاف د آدابو رعایت وشی. پدې مانا  چې  ټولې هغه ډلې  چې  په رښتیا سره د اسلام په رڼا کې د ټولنې اصلاح غواړي، یود بل درناوی وکړي، په ښو کارونو کې یود بل سره مرسته وکړي  او یود بل پرخلاف فعالیت او خبری ونکړي . د ټولو موخه په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو پلي کول او اسلامي تغیر ته لاره هوارول وي. پدی اده  چې  هره  ډله  کوم کارکولی شی هغه دې په اخلاص سره سرته ورسوی او پریږدی  چې  نورکارونه نورې ډلی ترسره کړي . البته داخبره ددی مانا نه لری  چې  یوبل ته د نصیحت اومثبت تنقید لاره هم بنده کړي  شي. څکه  چې  سالم تنقید په خپله د لاښه کیدو یوه ښه وسیله ده.
زه په مسؤلیت سره داخبره کوم  چې  جمعیت اصلاح هیڅ یو اسلامي ډلې ته ددښمنۍ اورقابت په سترگه نه گوری. کوم کار  چې  مونویې کولای شو هغه په ‌ډیرتواضع سره سرته رسوو او ټولو هغو کسانو اوډلوته ددرناوی په سترگه گورو کوم  چې  د اسلامي ویښتابه په لارکی څه جهد اوکوشش کوی.

________________________________________________________

سوال

فريد الله سالار

السلام وعلیکم و رحمة الله و برکاته !
د جمعيت اصلاح ټولو غړو او کارمندانو ته او تولو لیدونکو ته!

محترما!
زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چی:زه په بانک کی وظیفه لرم چی ددی بانک په مرکزی برانچ کی سودی اکاونتونه شته مگر پدی برانچ کی چه زه پکی کار کوم سودی اکاونتونه نشته کوم معاش چی ماته راکوی ایا دا زما د پاره حلال دی(زه خو به په سود کی نه را ځم) او که دا زما د پاره اجوره ده؟
ستاسو د ځواب په هیله!

محترم فریدالله سالارصیب
ستاسوپوښتنه په هغه بانک کې دکارپه اړه  چې  مرکزیې سودي کارکوي خو برانچونه یی نه، د کره او تفصیلی ځواب د ورکولو په موخه د اصلاح آنلاین دفتوی ّانگی ته وسپارل شو. تاسی به ژر خپل دسوال ځواب په اصلاح آنلاین کی بیامومئ_ إن شاءالله تعالی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوال

خليل الرحمن حنيف

سلام علیکم
محترم استاد ته نیکې هیلې او خورا ښې پیرزوینې وړاندې کوم
لمړۍ زه یو وړاندیز لرم کیدای شي تاسې پرې غور وکړﺉ یا یې هم پرې ونه کړﺉ خو زه یې باید تاسې ته ووایم:
ستاسو له کړنو څخه را جوتیږي چې تاسې د اسلام لپاره کار کوﺉ، خو د افغاني ټولنې د یووالي او په سیاسي امورو کې د برخې اخیستنې په موخه ستاسو هیڅ کار هم نه ترسترګو کیږي، پوهیږم چې تاسې به څه ملاحظات لرۍ خو خبره داده چې کیدای شي ستاسې ملاحظات تر ډیره همداسې پاتې وي نو آیا دا به ښه نه وي چې د افغانستان د دغه روان کړکیچ په پای ته رسیدو کې برخه واخلۍ او په حکومتي چارو کې نیغ په نیغه برخه واخلۍ، اوس دادي پارلماني انتخابات روان دي او ستاسو له اړخه هیڅ کاندید هم نشته!!!…
ځو پوښتنې لرم
۱: ستاسو ډیر دوستان اوس ستاسو سره نشته او د دې سره سره په تاسې پسې تبلیغ هم کوي ستاسې کمي یادوي دا ولې…
۲: ستاسو د مالي منابعو په هکله ډیر خلک تشویش لري او دا خو کره ده چې زموږ په هیواد کې تشویشونه جنجالونه را ولاړوي که لږ رڼا پرې واچوﺉ.
۳: ستاسو عمومي پالیسي او تبلیغات تر ډیره اخواني رنګ لري، ښه به نه وي چې په خپله پالیسي کې تغیر راولۍ، څکه د یوې ډلې نوم اخیستنه ستونزې را ولاړولی شي، او بل دا چې زموږ هیواد له ډیرو ناخوالو سره لاس او ګریوان دی او ډیرې ډلې ټپلې په کار بوختې دې خو د یو بل سره په ټکر کې لکه دا تحریر شو، سلفیان، صوفیان، تبلیغیان، ملایان، طالبان، او داسې نور چې تقریبا ټول له اخواني فکر سره ټکر لري.. تاسې په کې څه وایۍ.
۴: ستاسو د مشرتابه او د بنسټیزې کړۍ په هکله خلک ناخبره دي، ستاسو څه تشکیلات دي، په کومو برخو کې ډیره ونډه لرۍ.
۵: حق او نا حق ویل سخت دي، خو که خپل نظر مو د افغانستان په هکله څرګند کړﺉ..

مننه

حنیف

ځواب

ګران ورورخلیل الرحمن حنیف صیب
ماشاء الله تاسی خوډیرجدی او تفصیلي سوالونه مطرح کړي  دي  چې  جمعیت اصلاح سره ستاسو د مینې ښکارندویي کوی. خود وخت د کم والی په نظر کی نیولو سره به زه کوښښ وکړم  چې  څه مختصرځوابونه وړاندې کړم. الله دې وکړي   چې  ستاسو دقناعت وړوګرځي.
د مالی سرچېنوپه اړه خو مخکې خبره شویده نو رابه شوستاسونوروپوښتنو ته.


په جمعیت اصلاح باندی تنقیدونه:
دا چې  زمونږ نه ځینې بېل شوي دوستان په مونزپسې خبرې کوي او زمونږکمی یادوي نو څه د تشویش وړخبره نده. ځکه هرهغه څوک  چې  پدې ټولنه کی څه جدی کارپه مخ بیایی نو خلک ضرورورپسی خبرې کوي خوحتمی نده  چې  دا خبرې دې درستې وي. اسلام مونږ ته په هرهغه څه کې  چې  دنورو په اړه اورو د تبیین او تحقیق امرکوي.
پردې برسېره، مونږهم د کمال دعوا نده کړې   چې  پدې خبرو خوابدي شو. مونږ یو انسانی ټولنه یو نه د ملائکوڅخه جوړه شوې  ډله   چې  هیڅ راز کمی دې ونه لرو. خو الحمد لله مونږد جمعیت اصلاح په دننه کې د تنقید اومحاسبی لپاره یوډیرښه نظام او پراخ ترتیبات لرو چې  په ډیرو نورو ډلو او ټولنو کې یې ساری نه لیدل کیږي. پدې خبره باندې هغه دوستان ډیرښه پوهیږي  چې  مونږ سره یی څه وخت تیرکړي  وي. ددې سیستم په اساس مونږ سره روان هریو ملګری کولی شي  چې  په هره سطحه  چې  وغواړي خپل تنقید او محاسبه مطرح کړي . داجتماعی مسؤلیتونو څخه تیښته اوتش انتقاد کول ډیره آسانه ده او هرڅوک یې کولای شي.خواجتماعي خدمت ته اوږه ایښودل، هغه هم دیوې اوږدی مودې لپاره واقعا  چې  یو دروند کاردی اود هرچا دوسې نده. الله تعالی څخه پدې اجتماعی خدمت باندی صبراو استقامت غواړو.
مونزهرراز تنقید ته  که دداخل څخه وی او که د بهرنه، هرکلی وایو او کوښښ کوو  چې  په غورسره یې واورو ځکه  چې  تنقید عموما د ملگرو په اصلاح اود کارونو دلاښه کولوپه لارکی مونږته ډیره موثره تمامه شویده.

آیا زمونږ نشرات اخواني رنګ لري؟
ستاسی ددریم سوال په اره  چې  ګواکی زمونږ تبلیغات اوپالیسي اخوانی رنگ لری نو نه پوهیږم  چې  ستاسې فهم د اخوانیت څخه څه شی دی؟ افغانستان کې د پخوا څخه دا رواج دی  چې  عموما هرهغه څوک یا  ډله   چې  نوې دنیا کی د اصیل اسلام د بیا پلي کېدوخبره کوی د اخوانی په نوم یادیږي.
د اخوان المسلمین نړیوال حرکت په تېره پېړۍ کې د عثماني اسلامی خلافت دسقوط څخه فقط 4 کاله وروسته تأسیس شو. ددې حرکت دمؤسس اما م حسن البناء او نورو سرلارو په لیکنو او ویناو کی نه یوازې د مسلمانانوتېربرم ته د راګرځیدو هیله او آرمان ښودل شوی دی بلکه دې برم ته د رسیدو لپاره پوره نقشه اودلاری نښی هم ښودل شویدي. نن ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کې  چې  څوک هم دسیاسي اسلام خبره راپورته کوي او یاهم دا شعارپورته کوی  چې  ” اسلام یوازینی حل دی” د اخوانی مفکرينو او لیکوالو د نظریاتو اواجتهاداتو څخه نشی مستغنی کیدی. په همدی خاطردا ټول د اخوانیانو په نامه یادیږي اوکیدی شی مونږهم پدې عمومی تصنیف کې راشو. خوپه حقیقی ډول، مونږد ټولو هغو لیکوالو او مفکرينود فکري  پانگی څخه استفاده د ځان حق بولو، کوم  چې:
•    اسلامی طرحه د ټولو وارداتي طرحولکه سوسیالیزم او لیبرالیزم او نېشنلزم په وړاندی د اسلامی ټولنو دنجات یوازینی لاربولی.
•    دهغو فهم دقران اوسنت او د اسلامی امت  د موثقو علماو د وضع شوي طلایي قواعدو په چوکاټ کې وي.
•     د موجوده غربي ظالمانه نظام او هراړخیز ښکیلاک سره دهراړخیزې او اوږدې مقاومت د طرحی طرفدار او اسلامی امت ته د یو ځانګړې هویت په ورکولو قايل وي.
•    داسلامي ډلو ترمینځ د فروعي اختلافاتودرا پورته کولوڅخه کرکه ولري اوخلک ددین په بنیادي مقاصدو باندې راټولول وغواري.
مونږ په پورتني صفاتو متصف د ټولو لیکوالو او مفکرينو آثار د اسلامي امت دقدروړ پانګه اود امت دیووالي لپاره یې اړین بولو او په خپله هم ددې معنوي سرمایې څخه په پراخه پیمانه ګټه پورته کوو.
خوددې سره سره هغو ورونو ته هم د پوره درناوی په سترگه گورو کوم  چې  دشمولي منهج نه هاخوا د تبلیغي منهج، سلفی منهج یا داسی نورو مناهجوله لارې په اخلاص سره دملت په خدمت کی بوختې دي.

دجمعیت اصلاح د قیادت په اړه:
د جمعیت اصلاح د قیادت په اړه باید عرض وکړم  چې  په هرهغه اجتماعی جریان کې  چې  تربیت اساس وي، د مشرانو څه کمی به نه وي. مونږ پدې باوریو  چې  د جمعیت اصلاح هرهغه غړی  چې  د سپاهی توب او جندیت په میدان کې نمونه او کامیاب وي، دمشرۍ او قیادت په میدان کې به هم کامیاب وي.
په جمعیت اصلاح کې د مشرانو څه کمی نشته ځکه چې زمونږ مشرتابه  ډله  ایزشکل لری او په نوبتي شکل وخت تربله بدلیږي را بدليږي  چې  په نتیجه کې کافی کسان د کاردمخ بیولو توان او تجربه لري.
خو دا چې  مونږ دلورو اهدافو لپاره په کارعقیده لرو نه په اشخاصو، نو خپلو مشرانو لپاره هیڅ راز تبلیغات هم نه کوو. زمونږ د ټولو نه سترشعارپه زمکه کی د الله تعالی دنوم اوچتول دي نوځکه خو همیشه وایو چې : الله اکبرو لله الحمد”
پریږدﺉ  چې  خلک زمونږ مشران، زمونرد اجتماعی کاراو مبارزې له لاری وپیژني.
د افغانستان په اره زمونږ نظرد مختلفورسنیوله لاری(د “اصلا ح غږرادیو”، د “ملی اصلاح” اونیزه، د “قافلی” ، “ژوند” او “معرفت” مجلو له لاری خپریږی. پدې مختصربحث کی به پدی اړه بحث کول لږستونزمن کاروي.
الله مو خوشحاله لره

_________________________________________________________

سوال

فرهاد

محترم ريیس صاحب!
من از چند سال به این طرف مطبوعات شما را میخوانم و میبینم، فعالیت های زنان در ضمن فعالیت های تان کم و یا ناچیز میباشد، سوال اینست که آیا شما نیز به این نظر هستید که زن باید تعلیم حاصل نکند؟ زن باید در چهاردیوالی محصور باشد؟ فرق شما با نظریات طالبان در مورد زنان چه میباشد؟؟
تشکر

جواب

برادرگرانقدرفرهاد
شما به موضوع حساسی اشاره نموده اید. قضیه کاردربخش زنان نه تنها برای جمعیت اصلاح بلکه برای هرجریان وحرکت دیگری درجامعهء شدیدا سنتی ما یکی از چلنجای اساسی به حساب می آید. تجارب وارداتی جریان کمونیستی درگذشته وتجربهء ناکام دیموکراسی مصلحتی امروزی وضع را حساسترساخته است. علاوه برین تجارب نا پخته وبرخوردهای سلیقوی مجاهدین وطالبان به اسم اسلام با این پدیده، کاردرمیان قشرزن درجامعه مارا مشکل تر ساخته است.
نظرما دررابطه به زن عموما همان نظرمتوازن وشمولی حرکت اسلامی درین رابطه میباشد. ما به این باوراستیم تا نصف پیکره جامعه صاحب شخصیت وهویت حقیقی خود نگردیده ورسالت اسلامی اشرا درک نه نماید، جامعهء ما به فلاح وکامگاری واقعی دست نخواهد یافت. به همین خاطرما عین توجهی را که به تربیت مردها به اساس ارزشهای دینی داریم، درمورد زنان نیزهمین توجه را داریم، هرچند این روند بخاطرسنتی بودن جامعه وبعلت فقدان امنیت عمومی، درمیدان عملی پیشرفت چندانی نداشته است. خواهران منسوب به جمعیت اصلاح، بدورازاختلاط با مردان، وبا استقلالیت فعالیتهای شانرا ازطریق مراکزومنابری که دراختیاردارند به پیش می برند وبه این ترتیب نقش خویشرا دربازسازی معنوی افغانستان دوشادوش برادران شان به انجام میرسانند. جمعیت اصلاح تا کنون چندین عنوان کتاب مرتبط با کارزنان را ازطریق انتشارات اصلاح افکاربه زبانهای دری وپشتو به چاپ رسانیده است که شما می توانید فهرست آنرا ازطریق مراجعه به مرکز فروش اصلاح افکار، کناربلاکهای شاداب ظفر درخوشحال خان مینه بدست آورید. توجه به کارزنان دربخش نشرات، نمایندگی ازدلچسپی عمیق ما به کارنسائی درمجموع میکند.
طی سالیان اخیر،کارخواهران جمعیت اصلاح علاوه برکابل درشهرهای هرات وجلال آباد نیزرشد قابل ملاحظه ای داشته است. خواهران رسالتمند ما درشهر باستانی هرات فعالتر ازدیگرمناطق بوده وازطریق انجمن اخلاق ومعرفت درخدمت جامعه قراردارند آنها درکنارسمینارها، رحلات ودروس مختلف، گاهنامه یی بنام ” بینه” را نیزبه نشرمی رسانند . اما درشهرجلال آباد مرکزتعلیمی امام ابویوسف ( رح)- دفترساحوی جمعیت اصلاح- مرکزفعالیتهای ایشانرا تشکیل میدهد. درپایتخت کشور- کابل- چندین مرکزازجمله دارالمعلیمن اصلاح واقع چهارراهی سرسبزی درخدمت خواهران ما قراردارد وإن شاء الله عنقریب نشریه ای بنام “شقائق” نیزتوسط ایشان جهت رهنمایی هم نوعان شان عرضه خواهد گردید.
ما نه تنها مخالف تعلیم وتربیهء زنان نمی باشیم بلکه مؤسسات تعلیمی متعددی را جهت تربیهءمعیاری زنان وکودکان میهن درولایات مختلف تأسیس نموده ایم که در رائس آن دارالمعلمین اصلاح قراردارد. علاوه برین مکاتب جمعیت اصلاح چون لیسهء آینده سازان درهرات، و مکاتب اصلاح درکابل، جلال آباد، قندهار، کندز وغیره با داشتن شعبات دخترانه باشرائط خوب درخدمت خانواده ها قراردارند.
جمعیت اصلاح کارزنان درجامعه را یک ضرورت انسانی وحاجت شرعی میداند. البته با مراعات این شرط که حضورزن درجامعه باید توأم با حجاب شرعی وبدور ازاختلاط با مردان بوده ووظیفهء اساسی ویرا که ساختارمحیط خانواده وتربیت اطفال میباشد، متضررنسازد. والبته بهترین مجالها برای کارخواهران درشرائط کنونی جامعهءما، تعلیم وتربیه، صحت وبخشهایی ازخدمات اجتماعی میباشد.
یکی ازمشکلات جدی دربرابرکارنسائی درجمعیت اصلاح کمبود منابع مالی نیزمیباشد. زیراکه کارزنان طبیعتا نسبت به کارمردان نیازمند امکانات بیشترمیباشد. این درحالیست که جمعیت اصلاح بیشتر برنامه های خویشرا ازطریق حق العضویتهای اعضاء وکمکهای مالی همکاران وهواخواهان خویش بشکل داوطلب به پیش می برد. به همین خاطر، قیادت جمعیت اصلاح کمکهای مخلصانه وبلا قید وشرط افغانان با احساس را درتمام عرصه های کاری جمعیت اصلاح وخصوصا درعرصه کارخواهران با پیشانی بازمی پذیرد.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوال

عبدالله نجرابي

محترم استاد!
شما چه ضرورت را احساس نمودید که در وجود ده ها حزب و تنظیم تحت عناوین اسلامی ، جمعیت اصلاح را ایجاد نمودید؟؟ و آیا کدام فرق بنیادی بین جمعیت اصلاح و احزاب دیکر اسلامی موجود در ساحه وجود دارد؟؟

جواب

برادرمحترم عبد الله نجرابی
تشکرازسؤال تان اما درقسمت جواب باید عرض کنم که:
اولا اینکه تعدد جریانات اسلامی درصورتیکه هرکدام به اساس منهج واضحی برای بیداری مردم واصلاح جامعه کارنمایند، عیبی نبوده بلکه یک پدیدهء مثبت می باشد.
جمعیت اصلاح به هیچ صورت درصدد رقابت با احزاب وگروه هایی نیست که تحت شعاراسلام قبلا درجامعه حضورداشته اند ویا بعدا عرض اندام می نمایند. به همین خاطرهم نمی خواهیم دربحث مقایسه با آنها داخل شویم. این قضاوت را می گذاریم به مردم افغانستان که درمورد ما وسا ئرجریانات اسلامی چی قضاوتی دارند.
بحث مهمترازتعدد جریانات اسلامی اینست که تا چه حدی عمل وگفتار (بقول شما احزاب وتنظیم های اسلامی) با هم مطابقت داشته وچی تصوری برای نجات جامعه از بد بختیهای موجود درروشنی اسلام دارند. و اینکه کدامیک ازایشان واقعا برای یک تغیربنیادی براساس منهج اسلامی درجامعه کارمی کند وکدامیک مصروف بازی قدرت بوده ودرصدد تقویه مواضع گروهی خود درجامعه میباشد.
ما، عمل حسابی ودستاوردهای حقیقی یک حرکت را بهترین محک شناخت واقعی ومؤثریت آن درجامعه میدانیم زیراکه قرآن عظیم الشأن میفرماید:
“وقل اعملوا فسیری الله عملکم ورسوله والمؤمنون، وستردون إلی عالم الغیب والشهادة فینبئکم بما کنتم تعملون.”
جمعیت اصلاح ، شعاراسلام واصلاح جامعه را  نه بخاطرتفنن وسرگرمی ونه هم برای بدست آوردن امتیازات سیاسی ومادی، بلکه بعنوان یک عبادت شریف اجتماعی به پیش می برد والحمد لله درین راستا دستاوردهای فراوانی هم دارد.برای حصول شناخت بهترازین دستاوردها وشناخت عرصه های آن، کافی است شما همین ویب سایت را مطالعه نمایید.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوال

طلال

السلام علیکم
د مالي منابعو سوال ډېرو خلکو سره مطرح دی او ځینې د ځان پوهونې او ځينې هم د مشکل زیاتولو په خاطر دا سوال مطرح کوي ښه به دا وي چې داسې ځواب ورکړﺉ چې بیا څوک هم دا سوال ونکړي

جواب

گران ورور طلال صیب
ستاسو دنیکو احساساتو څخه مننه چې هیله مو ښودلې ده د مالي مسائلو په اړه داسی قناعت بښونکي ځواب ورکړشي چې د ټولو دقناعت وړ وګرځي خودا کار د ځینو دلائلو په خاطرشونی نده. ځکه چې دمالی مسائلو قضیه یو دهغو حساسو قضایاو څخه ده چی ترڅو پورې یې سړی د نزدې نه ونه گوري نو ډاډ یې نشی ترلاسه کیدی. حتی یو دهغو څلورو سوالونو څخه چې هرانسان ورسره دقیامت په ورځ کې مخ دی همدا مالی قضیه ده.
په یو حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چی: “لا تَزُولُ قَدمَا عبْدٍ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ عُمْرِهِ فِيمَ أَفْنَاه، وَعَنْ عِلْمِهِ فِيم فَعَلَ فِيه، وعَنْ مالِهِ منْ أَيْنَ اكْتَسبه، وَفِيمَ أَنْفَقَه، وَعَن جِسْمِهِ فِيمَ أَبْلاهُ ” رواه الترمذي
پدې حدیث شریف کی دا 4 بنیادی سوالونه مطرح شویدی:
•        خپل عمردې په څه کې تېرکړي؟
•        په خپل علم دی څومره عمل کړی دی؟
•        مال دې له کوم ځای څخه لاس ته راوړی؟ او په څه دې لګولی؟
•        خپل جسمی صلاحیتونه دی په څه کی لګولي دي؟
نو پدی اساس نه یوازې ټولنې بلکه افراد هم په کلکه سره ددی سوال سره مخ دی چی مال څنگه گټی؟ او په کومولاروکی یی مصرفوی؟
دلوی الله جل جلاله په فضل سره جمعیت اصلاح د مالی منابعو په اره پوره استقلالیت لری ځکه چې خپل اعضاء، همکاران، محسنین او اهل خیر ورسره  په پوره اخلاص مرسته کوي. زمونږددې مالي استقلالیت لویه بیلگه د عامو خلکو لپاره، زمونزد مواقفواو پروگرامونو استقلالیت اودحق په ویلو کې پوره جرئت دی. ددې نه اخوا د سپیناوی  حق صرف د الله تعالی لپاره محفوظ دی اومونږ او تاسی هریو مکلف یو چی دنجات بخښونکی ځواب دورکولو په خاطرهمدا اوس نه عملی تیاری ولرو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوال

حامد تواب

ښاغلی استاد السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
خوښ شو چې پدې مهمه موضوع مو داسې یوه ناسته ونیوله
یوشمیر خلک چې ستاسې خطاب لولي ( کله چې تاسې جمعیت اصلاح یو هر اړخیز اسلامي خوځښت بولئ او د یوه دیني حرکت نوم ورکوئ) نو پوښتنه کوي چې ددې خبرې لپاره څه دلیل لرئ؟؟ آیا ستاسې کار واقعا هراړخیز دی؟؟ بل دا چې آیا د دیني حرکت لپاره څه ځانګړینې او خصوصیات شته چې هغو ته په توجه سره ستاسې سازمان یو دیني حرکت وي؟؟
مننه

جواب

محترم حامد تواب صیب

جمعیت اصلاح د اسلامی حرکت په هغه شامل مشروع باندی باورلري کوم چې په ټولنه کی ددین پربنیاد د ټولنې هراړخیزتغیر او اصلاح غواړي. دا منهج په فرد کې د تغیرڅخه شروع کیږي او بیا دکورنۍ او ټولنې اصلاح په لورحرکت کوي. ددې نه ها خوا بیا د حکومت اودسیستمونو داصلاح کولو وارراځي او بیا په آخره کی دخلافت احیاء یا د اسلامی امت د سیاسی تمثیل اود غیرمسلمو قوتونو په وړاندې دهغوی د اعراضو څخه د دفاع کولو مرحله ده. دی نه ها خوا نورمراحل هم شته چی اوس به خبری کول ورباندی د وخت څخه دمخه وي.
اسلامی حرکت د ټولنی د اصلاح، د فاسد او نا اهله قیادت په ځای د صالحی او مؤهل قیادت او په تولنه کې د فاسدو واقعیتونو په ځای صالح نظامونه راوستلو باندی باورلری اومونږ په همدې منهج باندې قناعت او باورلرو.

خو په عملی ډګرکې دا کارقدم په قدم پرمخ بیول کیږي او ضروری نده چی مونږ دې ټول هغه شیان چی ضروري دي په یو وار او همدا اوس، اوس په عمل کې هم پلی کړو. مونږ په مرحله وارکارباندی باورلرواو هغه څه چی اوس مو د وسه کیږي او شرائط یې اجازه راکوی اوس یی ترسره کوو او هغه څه چی مو د وسه نه وي پوره اویا اوس شرائط ورته نه وي برابره نو د مناسب وخت لپاره یی پریږدو.
د اسلامی تغیرپه سلسله کی دفرد تربیت د ټولو څخه درنه او سخته مرحله ده. مونږ الحمدلله دا مرحله ترډیره حده په بریالیتوب سره ترشا پریښی ده اواوس یې د لا مضبوولو په تکل کی یو. په ټولنه کی ددین د صحیح فهم د خپراوی او اسلامی تغییرته خلک برابرولو کارهمدا اوس روان دی چی ستری بیلګې یې زمونز دفهم قران عوامی درسونه، دسیرت اوتفسیر دورې، دمعارف اسلامی کورسونو او نورو دعوتي پروګرامونو په بڼه دوام لری.

مونږد خپلی وسې سره سم د اجتماعی اصلاح په غرض په لاندینو دریو بنیادی مجالاتو کی کارکوو:

•        دمطبوعاتو اورسنیو د لاری د خیرښیګڼې او اسلامی دعوت خپرول او دفساد او د فساد د مظاهرو پرضد ودرېدل.
•        دتعلیمی کارله لاری د آینده داسی نسل روزلو ته تابیا نیول چی د عصري علومونه علاوه په صحیح دینی فهم هم سمبال وی او آینده متوقع تغیر د هغو په مټو ترسره شی
•        په تولنه کی د خیرښیګڼې او خیریه کارونه سرته رسول ترڅو چی دخلکو د ژوند سویه لوړه او مادی حالت یی ښه شی. مونزد فقر، وروسته پاتې والی، جهل او مرض پرضد یو. او د هغسی یوې اسلامی ټولنی غوښتونکی یو چی د اهدافو په لحاظ د الله تعالی د خلافت نظام په زمکه باندی پلی کړي، قیادت یې خپلواکه اوصالح وي، په علمي لحاظ پورته مقام ولری، په اقتصادي لحاظ قوي او سوکاله وي او ټولو خلکوته په عادلانه شرائطو کې د پوره اطمینان سره د ژوند د تیرولو زمینه برابره کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوال

هېواد مل

ښاغلى نويدي صاحب
السلام عليكم
زما پوښتنه دا ده چې ستاسې شعار خو ډير ښه دى
د فرد اصلاح، د كورنۍ اصلاح د ټولنې اصلاح
د فرد په هكله تاسې حلقات او درسونه لرى خو ډير خلك ستاسې لدې لړۍ څخه خبر هم ندي
او د كورنۍ روزنه ، تاسې څه عملي برنامې پدې هكله لرى كه نه
او د ټولنې د اصلاح لپاره ستاسې معيارونه څه دي چې ورته رسيدل غواړى او كومې لارې چارې لرى
د ځواب په تمه
هيواد مل

ځواب

ښاغلی هیواد مل صیب

لکه څنګه چی مخکې عرض شو، دشمولی تربیې کارډیردروند کار دی اودا پروسه د تربیه شویو مربیینو په مټو سرته رسیږي. مونږ دخپلو مربیینو په تناسب کارکوو او ښکاره ده چی دا کاربه زمونږ نه کافی وخت اخلي ځکه چی وخت په خپله د علاج یوه برخه ده. دا پروسه به څه ناڅه سسته وی خو الحمدلله په سنجیده او اصولی ډول باندې روانه ده.
مونږدفرد د تربیی په اړه دیرکوشش کوو چی په هغو کسانو ډیرکاروکرو چی په خپله با استعداده او د ښو صلاحیتونو خاوندان وي. دا کسان دتکوین نه پس د نورو افرادو لپاره د تربیې یو مستقل محورشي. هم نورافراد جوړوي او هم خپله کورنۍ تربیه کوي. نود صالحو کورنیو د تشکیل او تربیې یوه لاره خو همدا تربیه شوي افراد دي.
د کورنیو دتربیې دوهم مجال زمونږ د خویندو د برخې کارونه او درسونه دي. هغوی د خپلو امکاناتو سره سم، واړه درسونه هم لري، آزاد درسونه هم لري او لوی ، لوی سمینارونه او کنفرانسونه هم جوړوي. زمونږ په اند دیوې سالمې کورنۍ د تشکیل لپاره ځيني مهم معیارونه دادي:
داچې غړي یې ( نارینه وي او که ښځینه) خپل د خلقت په مقصد باندی پوه وي اووپوهیږي چی الله تعالی دزمکې پرمخ خپل عبادت لپاره رالیږلي دي.
داچی مشر غړی یې ، دینی احکاموته پابند وي اوخپل کشران په همدی روحیی سره وروزي.

داچی حلاله روزی وګټي او دحراموڅخه داسی ځانونه وساتي لکه چی انسان د اورڅخه ځان ساتي
داچی غړي یې د ټولنې د با احساسه غړو په حیث، د اسلام او وطن لوړې ګټې وساتي، او په ټولنه کې د خپلې وسعی مطابق د اصلاح او خیر ښېګڼې او کارونه وکړی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوال

شکرالله حیران

محترم د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رییس ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

څه وخت وړاندې مو د مطبوعاتو له لارې ستاسې په اړه ولوستل چې
په انتخاباو کې کاندید نلرئ
او هغه تیر ځل مو هم بیکاټ کړی وو
آیا دا پدې معنا نده چې تاسې له سیاست سره هیڅ علاقه نلرئ؟
آیا دا ستاسې تلپاتې پریکړه ده؟
که ښه خلک له سیاست نه لرې و اوسي نو طبیعي ده چې واک ته به غلط او فاسد خلک لاره کوي نو تاسې په څه اساس دغه دریخ نیولی دی؟ آیا د سیاست په اړه داسې موقف لرئ لکه جماعت تبلیغ یې چې لري او که څنګه؟؟
مننه
شکرالله حیران

جواب
محترم شکرالله حیران صیب

داچې زمونږ رسنۍ تعقیبوﺉ ستاسو څخه مننه، الله موسرلوړي لره. د روانو انتخاباتوسره د بایکاټ په اړه مونږ خپل دریځ د دلائلو سره دخپلو رسنیوله لارې نشرته سپارلی. مونږ سیاست ددین یوه حصه او د ټولنې لویه برخه ګڼو. د انتخاباتوسره بایکاټ زمونږمقطعي فیصله ده او علت یی هغه نا مساعد  شرائط دي چی په ترڅ کې یې دا انتخابات  ترسره کیږي، چی په سرکی یی بل واکي اوبې واکی قرارلری. د نورو تفصیلاتو لپاره لاندیني لینک ته مراجعه کولای شی:

http://eslahonline.net/6979

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سوال

عبدالرحمن زابلی

مخترم نويدي صيپ: خپلې لاندې دوه خبرې يو څل وګوره او كه څه تناقض پكې وي هيله ده رفع يې كړې:
((با همهء اینها، به حکم اینکه ما درکشورعقب مانده ای چون افغانستان زندگی می نماییم، طرح چنین سؤالی درآغازاین گفتگو، امری کاملا متوقع میباشد))

((ځکه چې دمالی مسائلو قضیه یو دهغو حساسو قضایاو څخه ده چی ترڅو پورې یې سړی د نزدې نه ونه گوري نو ډاډ یې نشی ترلاسه کیدی. حتی یو دهغو څلورو سوالونو څخه چې هرانسان ورسره دقیامت په ورځ کې مخ دی همدا مالی قضیه ده.))

ځواب

محترم عبد الرحمن زابلی صیب
زما په اند خوددو فقرو ترمینځ هیڅ ډول تناقض نشته. اوله فقره کی داویل شوي دي چی زمونږپه ټولنه کې د ډیرو مهموشیانو څخه دمخه د نسبتا کم اهمیت شي پوښتنه اول کیږي.
په دوهمه فقره کې ددی خبری د ویلو کوښښ شویدی چی د مالي سرچینو دشفافیت سوال سره نه یواځې  تولنې بلکه افراد هم مخ دي. خودا حساسه قضیه دلیرې څخه د ځوابونو له لارې نه حل کیږي. نوځکه خو دیو اجتماعی حرکت د ښه پیژندلو په خاطرباید اول څه نورمعیارونه وکتل شي او کله چی د هغو معیارونو په رڼا کې اعتماد مینځ ته راشي نود مالی قضایاوپه اړه سوالونه هم مناسب او قناعت بښونکی ځواب بیامومی.
د تولو ورونو سخه دیره مننه
تربیا لیدو مو په الله سپارم
سرلوړی دې وي اسلام
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اصلاح انلاين درنو لوستونکو!

زمونږ ژوندۍ ناسته په همدې وخت او ځای پای ته ورسېده.

په سر کې له محترم استاد نويدي صاحب څخه يوه نړۍ مننه کوو، چې د ټولو مصروفيتونو سره سره يې هم د اصلاح انلاين بلنه ومنله او د لوستونکو ځوابونه يې په ډېر ورین تندي او په تفصيلي ډول بيان کړل.

همدا ډول د اصلاح انلاين له درنو لوستونکو څخه هم يوه نړۍ مننه کوو، چې ډېر ښکلي او با هدفه سوالونه يې مطرح کړي او ټول هغه مشکلات او سوالونه يې کړي دي، چې د خلکو په ذهنونو کې ګرځي او د ځواب په لټه کې يې دي.

اصلاح انلاين د جمعيت اصلاح د مشرانو سره د ژونديو ناست دا پيل و، چې به کاميابۍ سره سرته ورسېد دا لړۍ به همداسې روانه وي او له محترم لوستونکو څخه هيله کېږي، چې په دې لاره کې مونږ يواځې پرېنږدي او خپلې پوښتنې او مشورې له مونږ سره شريکې کړي.

والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته.

برادران عزیز وخواهران ارجمند!

السلام علیکم ورحمة الله

حضورهمهء تان به این گفتگوی دوستانه را خوش آمدید عرض نموده وخیرمقدم میگویم. بدون شک نشست های مستقیم ورودررو میان اقشارمختلف جامعهء ما یک امر پسندیده بوده وضرورت وقت میباشد. درچنین نشستهایی انسان میتواند حرف دل خود را بدون مجامله طر ح نموده وازطرف مقابل خود معلومات دست اول بدست بیارد. بسیاری ازواقعیت ها درجامعهء ما درزیرغبارشکوک وشبهات وعدم تبیین درآنچه می شنویم وارونه ومقلوب نشان داده میشود. همین شناخت نادرست سبب قضاوتهای نادرست وبالاخره قضاوتهای نادرست سبب موقف گیری های نا درست دربرابرهمدیگرمیگردد. به امید اینکه نشست حاضرقدم نیکی باشد درراه شگوفایی فرهنگ گفتگو وتحمل درجامعهء ما، شروع میکنم به جواب سؤالات شما دوستان. قبل ازهمه به جواب سؤالاتی می پردازم که درروزهای قبل طرح گردیده است وبعد می پردازم به سؤالاتیکه امروز مطرح میگردند.

فبشرعبادالذین یستمعون القول فیتبعون أحسنه_ صدق الله العظیم

ناگفته نماند که درین گفتگو فقط به دوستانی جواب ارائه خواهد گردید که سؤال مشخصی را طرح نموده اند وبا تعلیقاتی که درتأئیید یا رد جمعیت اصلاح بشکل عام صحبت نموده اند، تماسی گرفته نخواهد شد.

امید است دوستان گرامی معذرت مارا بخاطرکمبود وقت بپذیرند.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

15 تبصره ها

  1. عبدالرحمن زاپلى says:

    مخترم نويدي صيپ: خپلې لاندې دوه خبرې يو څل وګوره او كه څه تناقض پكې وي هيله ده رفع يې كړې:
    ((با همهء اینها، به حکم اینکه ما درکشورعقب مانده ای چون افغانستان زندگی می نماییم، طرح چنین سؤالی درآغازاین گفتگو، امری کاملا متوقع میباشد))

    ((ځکه چې دمالی مسائلو قضیه یو دهغو حساسو قضایاو څخه ده چی ترڅو پورې یې سړی د نزدې نه ونه گوري نو ډاډ یې نشی ترلاسه کیدی. حتی یو دهغو څلورو سوالونو څخه چې هرانسان ورسره دقیامت په ورځ کې مخ دی همدا مالی قضیه ده.))

  2. شکرالله حیران says:

    محترم د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رییس ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

    څه وخت وړاندې مو د مطبوعاتو له لارې ستاسې په اړه ولوستل چې
    په انتخاباو کې کاندید نلرئ
    او هغه تیر ځل مو هم بیکاټ کړی وو
    آیا دا پدې معنا نده چې تاسې له سیاست سره هیڅ علاقه نلرئ؟
    آیا دا ستاسې تلپاتې پریکړه ده؟
    که ښه خلک له سیاست نه لرې و اوسي نو طبیعي ده چې واک ته به غلط او فاسد خلک لاره کوي نو تاسې په څه اساس دغه دریخ نیولی دی؟ آیا د سیاست په اړه داسې موقف لرئ لکه جماعت تبلیغ یې چې لري او که څنګه؟؟
    مننه
    شکرالله حیران

  3. هيواد مل says:

    ښاغلى نويدي صاحب
    السلام عليكم
    زما پوښتنه دا ده چې ستاسې شعار خو ډير ښه دى
    د فرد اصلاح، د كورنۍ اصلاح د ټولنې اصلاح
    د فرد په هكله تاسې حلقات او درسونه لرى خو ډير خلك ستاسې لدې لړۍ څخه خبر هم ندي
    او د كورنۍ روزنه ، تاسې څه عملي برنامې پدې هكله لرى كه نه
    او د ټولنې د اصلاح لپاره ستاسې معيارونه څه دي چې ورته رسيدل غواړى او كومې لارې چارې لرى
    د ځواب په تمه
    هيواد مل

  4. hamid tawab says:

    ښاغلی استاد السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
    خوښ شو چې پدې مهمه موضوع مو داسې یوه ناسته ونیوله
    یوشمیر خلک چې ستاسې خطاب لولي ( کله چې تاسې جمعیت اصلاح یو هر اړخیز اسلامي خوځښت بولئ او د یوه دیني حرکت نوم ورکوئ) نو پوښتنه کوي چې ددې خبرې لپاره څه دلیل لرئ؟؟ آیا ستاسې کار واقعا هراړخیز دی؟؟ بل دا چې آیا د دیني حرکت لپاره څه ځانګړینې او خصوصیات شته چې هغو ته په توجه سره ستاسې سازمان یو دیني حرکت وي؟؟
    مننه

  5. طلال says:

    السلام علیکم
    د مالي منابعو سوال ډېرو خلکو سره مطرح دی او ځینې د ځان پوهونې او ځينې هم د مشکل زیاتولو په خاطر دا سوال مطرح کوي ښه به دا وي چې داسې ځواب ورکړﺉ چې بیا څوک هم دا سوال ونکړي

  6. عبدالله نجرابی says:

    محترم استاد!
    شما چه ضرورت را احساس نمودید که در وجود ده ها حزب و تنظیم تحت عناوین اسلامی ، جمعیت اصلاح را ایجاد نمودید؟؟ و آیا کدام فرق بنیادی بین جمعیت اصلاح و احزاب دیکر اسلامی موجود در ساحه وجود دارد؟؟

  7. فرهاد says:

    محترم ريیس صاحب!
    من از چند سال به این طرف مطبوعات شما را میخوانم و میبینم، فعالیت های زنان در ضمن فعالیت های تان کم و یا ناچیز میباشد، سوال اینست که آیا شما نیز به این نظر هستید که زن باید تعلیم حاصل نکند؟ زن باید در چهاردیوالی محصور باشد؟ فرق شما با نظریات طالبان در مورد زنان چه میباشد؟؟
    تشکر

  8. Khalilurahman Hanif says:

    سلام علیکم
    محترم استاد ته نیکې هیلې او خورا ښې پیرزوینې وړاندې کوم
    لمړۍ زه یو وړاندیز لرم کیدای شي تاسې پرې غور وکړﺉ یا یې هم پرې ونه کړﺉ خو زه یې باید تاسې ته ووایم:
    ستاسو له کړنو څخه را جوتیږي چې تاسې د اسلام لپاره کار کوﺉ، خو د افغاني ټولنې د یووالي او په سیاسي امورو کې د برخې اخیستنې په موخه ستاسو هیڅ کار هم نه ترسترګو کیږي، پوهیږم چې تاسې به څه ملاحظات لرۍ خو خبره داده چې کیدای شي ستاسې ملاحظات تر ډیره همداسې پاتې وي نو آیا دا به ښه نه وي چې د افغانستان د دغه روان کړکیچ په پای ته رسیدو کې برخه واخلۍ او په حکومتي چارو کې نیغ په نیغه برخه واخلۍ، اوس دادي پارلماني انتخابات روان دي او ستاسو له اړخه هیڅ کاندید هم نشته!!!…
    ځو پوښتنې لرم
    ۱: ستاسو ډیر دوستان اوس ستاسو سره نشته او د دې سره سره په تاسې پسې تبلیغ هم کوي ستاسې کمي یادوي دا ولې…
    ۲: ستاسو د مالي منابعو په هکله ډیر خلک تشویش لري او دا خو کره ده چې زموږ په هیواد کې تشویشونه جنجالونه را ولاړوي که لږ رڼا پرې واچوﺉ.
    ۳: ستاسو عمومي پالیسي او تبلیغات تر ډیره اخواني رنګ لري، ښه به نه وي چې په خپله پالیسي کې تغیر راولۍ، څکه د یوې ډلې نوم اخیستنه ستونزې را ولاړولی شي، او بل دا چې زموږ هیواد له ډیرو ناخوالو سره لاس او ګریوان دی او ډیرې ډلې ټپلې په کار بوختې دې خو د یو بل سره په ټکر کې لکه دا تحریر شو، سلفیان، صوفیان، تبلیغیان، ملایان، طالبان، او داسې نور چې تقریبا ټول له اخواني فکر سره ټکر لري.. تاسې په کې څه وایۍ.
    ۴: ستاسو د مشرتابه او د بنسټیزې کړۍ په هکله خلک ناخبره دي، ستاسو څه تشکیلات دي، په کومو برخو کې ډیره ونډه لرۍ.
    ۵: حق او نا حق ویل سخت دي، خو که خپل نظر مو د افغانستان په هکله څرګند کړﺉ..

    مننه

    حنیف

  9. فریدالله (سالار) says:

    السلام وعلیکم و رحمة الله و برکاته !
    د جمعيت اصلاح ټولو غړو او کارمندانو ته او تولو لیدونکو ته!

    محترما!
    زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چی:زه په بانک کی وظیفه لرم چی ددی بانک په مرکزی برانچ کی سودی اکاونتونه شته مگر پدی برانچ کی چه زه پکی کار کوم سودی اکاونتونه نشته کوم معاش چی ماته راکوی ایا دا زما د پاره حلال دی(زه خو به په سود کی نه را ځم) او که دا زما د پاره اجوره ده؟
    ستاسو د ځواب په هیله!

  10. Hammad hammad says:

    السلام علیکم ورحمة الله
    جزاکم الله خیر!
    ان شاء الله این شیوه راه بهتری برای زدودن شک و شبهه از قلبهای برادران ما خواهد بود.

    و السلام علیکم

  11. فريداحمد (پوپل) says:

    محترم داصلاح انلاين ټولو همکارانو ته د الله ج ددربار څخه اجر عظيم غواړم او کامياب واوسي داسلام دخدمت لپاره.
    محترمه زما يوه پوښتنه داده چي داسلام لپاره دا مسلمانان ولي د يوه ټولي او يوي اجتماع په ډول خدمت نه کوي؟ که چيري همداسي په يوه نامه اوبل نامه حزبونه جوړيږي نو دا به دنفاق لپاره يوه وسيله نوي؟
    او دالله ج په دربار کي به مسوءله وګڼل شو……
    په درنښت

  12. فضل الهادي وزين says:

    ماشاء الله اقدام بسيار عالى و بجا… جمعيت اصلاح از خود كمتر سخن مي كويد، شايد همين سبب شده باشد تا مردم از فعاليتهاى اين حركت مبارك كمتر و اهداف عظيم و انسانى آن جيزى بدانند..بناء من ادامهء اين سلسله را بيشتهاد مى كنم تا مسئولين جمعيت اصلاح در بخشهاى مختلف با مردم ما مستقيما در تماس شده به سؤالات آنان جواب بكويند.
    بارك الله فيكم وسدد خطاكم في طريق الخير.

  13. شریف says:

    السلام وعلیکم و رحمة الله و برکاته !
    برادران و خواهران مسلمان برای همه معلوم است که جمعیت اصلاح از بدو تأسیس خود تا امروز همیشه با امکانات که در دست داشته در قسمت اصلاح جامعه مطابق به اساسات اسلام کوشیده و مسئولین محترم آن کوشش کرده اند تا پیام از قرآن و سنت درست آنحضرت (ص) را برای مردم برسانند و امروز الحمدالله تأثیرات واضح آنرا در جامعه خویش می بینیم امیدورام در این راستا باز هم کوشش نمایند و هم امیدوارم کسانیکه در قسمت فعالیت های جمعیت اصلاح سوالاتی دارند از طرف مسئولین محترم بصورت بسیار واضح پاسخ ارائه گردد تا تشویش شان برطرف گردد.

    با عرض احترام

  14. سید انور حاجی زاده says:

    محترم رئیس شورای مرکزی جمعیت اصلاح
    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    خدا را شکرګزار هستیم که درین عصر فتنه و فساد و تاریکی ها جمعیت اصلاح را بحیث مشعل به جامعه افغانی اهداء نمود.
    سوال من اینست که یک تعداد مردم در خلال بحث ها و مناقشات شان همین را مطرح میکند که جمعیت برای برنامه های خود پول را از کجا میکند؟؟ و آیا شما از کدام جهت رسمی تمویل میشوید مثلیکه احزاب اسلامی و سیکولر از جهت های رسمی داخلی مانند دولت و خارجی مانند سفارت امریکا و انګلستان تمویل میشوند؟؟

  15. فرید فایض says:

    السلام علیکم
    د جمعيت اصلاح ټولو غړو او کارمندانو ته السلام علیکم ورحمة الله و برکاته.
    په رښتيا هم چې جمعيت اصلاح د افغاني ټولنې په اصلاح کې ډېرې هڅې کړي چې هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولی.
    مګر که د تېرو تنظيمونو او جمعيتونو تاريخ ته وګورو، نو هغوی يا مستقيم او يا غیر مستقيم له بلې خوا نه تمويلېدل او د هغوی د اهدافو لپاره يې کارونه کول، چې نتيجه يې هماغه شوه، چې نن يې مونږ او تاسو د خپل سر په سترګو ګورو.
    پوښتنه مې دا ده، چې جمعيت اصلاح له کومې خوا نه تموېلېږي، د کومې بهرنۍ سرچينې، داخلي سرچينې او يا د کومې سياسي موخې لپاره د کوم بهرني هېواد نه او يا خو د خپلو افرادو لخوا نه.
    ځيني خلک بیا وايي، چې جمعيت اصلاح د امريکايانو لخوا تموېليږي، خو زما په فکر دا خبره ځکه غلطه ده، چې که امريکايان د اسلام لپاره داسې پروژې پرمخ بوځي نو بیا خو له امريکايانو سره مونږ مشکل نه لرو، هر وخت دوی ته ښه راغلاست وايو.
    بالآخره دا بايد ووايم، چې تر اوسه ما د جمعيت اصلاح په اړه ډېر څه اورېدلي دي، خو داسې څه مستند مې نه دي ليدلي، چې زه پرې خپل زړه قانع کړم، چې دا رښتيا دي، نو لطفاْ په دې اړه خپل معلومات راکړﺉ، چې دا خبره تر کومه حده صحیح او مالي منابع مو څوک دي.
    اګر که په افغاني ټولنه کې دا خبره هم شته، چې د فساد خپروونکو څخه هېڅوک پوښتنه نه کوي، چې دا پيسې له کومې کوې، مګر که سم کار دې وکړ نو اوله پوښتنه همدا وي، چې پیسې له کومه کوې؟
    ستاسو د ځواب په هيله
    فريد فايض له شارجه دوبۍ څخه

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید