د آخرت ساينسي ثبوت

 

هر څه جوړه پيدا شوي دي

ژباړه :ډاکټرسيد افتخار سادات

ومن كل شيء خلقنا زوجين لعلكم تذكرون (الذريات:49)

بې له جوړې هيڅ شي بشړ نه دى ځکه نودا نړۍ هم بايد جوړه ولري . د قران کريم په زياترو اساسي ښوونو هغه وخت سړى لاښه پوهيږي چه د نوي علم په واسطه هم ثبوت کړل شي د بيلګې په ډول قران وايي چه دا نړۍ اخري نه ده او له دى څخه وروسته بله نړۍ راتلونکى ده ، دغه نړۍ په اوس وخت کى نه ليدل کيږي مګر په هر حال په حقيقي او مطلق ډول موجوده ده ، لمړنيو دين پوهانو ددې ادعا د ملاتړ لپاره له فکر او سوچ څخه کار اخيست ليکن کومه ادعا چه قرانکريم کړې ده که له ساينسي څيړنې لاندې ونيول شي نو دفکر پرځاى د عمل اوتجربى په واسطه په اثبات رسيږي قران فرمايي ( او هر څه مونږ جوړې جوړې پيداکړي ښايي تاسي پند واخلۍ: ٤٩ :٥) هر څه دطبعيت ددې قانون تابع دي هيڅ شى بې د جوړې بشپړ نه دى نو هله به دانړۍ بشپړه وي چې جوړه ولري او ددى نړۍ جوړه اخرت دى پخوانيو انسانانو ته يواځې دومره معلومه وه چه انسانان او حيوانات جوړې لري وروسته انسانان پدې وپوهيدل چه ونې او نباتات هم جوړې لري . په ١٩٢٨ کال کې کشف شو چې جامد اجسام هم جوړې لري . په نوموړي کال کې برطانوي فزيک پوه Paul Diracثابته کړه چه د مادى د ذراتو تر څنګ ځينې نه ليدل کيدونکي ذرات وجود لري بيا په ١٩٣٢ کال کي K .Anderson کله چې د کيهاني وړانګو يا cosmic Rays مطالعه کوله کشف کړه چه د الکترون ترڅنګ نورې ذرې چه مخالف چارج لري موجوددي دي چې دغه ذرې Anti Electron ( د الکترون مقابلي ذر ي) ونومول شوې . دې پلټنې ته ادامه ورکړل شوه په پاى کې جوته شوه چه په کايناتو کې ټول ذرات د جوړو په ډول موجود دي لکه particles( بڅري) او Anti particle ، اتوم او anti atom، ماده او د مادي مقابل Anti matter او لکه چه Paul diracپه ١٩٣٣ م کې ثابته کړه ددې نړۍ په مقابل کې هم بله نړۍ وجود لري .
زياتره نني ساينس پوهان داسې مفکوره لري چې دغه Anti world يا زمونږ ددين په اصطلاح اخرت زمونږ له نړۍ څخه جلا يو واقعيت دى چه ددې نړۍ تر څنګ او موازي وجود لري . دا نړۍ له مادې څخه جوړه شوې پداسې حال کې چې د ضد د قانون په اساس Anti worldبايد له Anti matter( له ماذي پرته له کوم بل شي ) څخه جوړه شوي وي داسي اټکل شوې ده چه له نن څخه تقريبا شل ميليونه کاله پخوا کله چه Big Bang( لويي چاودني) صورت ونيوه نو دمادې فوټونونه او د غير مادې فوټونونه دواړه په جلاجلا ډول رامنځ ته شول چه له لمړيو څخه يې دنيا او له وروستيو څخه يې بله دنيا منځ ته راغله لمړني کسان چې پدې مفکوره يې کار وکړ يوه سويډني جوړه فزيک پوه Osker Klein) او Astro physicist (د ستورو فزيک پوه) Hannes Alven ؤ . ددوى د پلټنې نتيجه په ١٩٦٣ کال کې خپره شوه . روسي رياضي پوه Dr Gustav Naan دغه مفکوره لا پياوړې کړه د نوموړي په اند دغه Anti world د فزيک د اوسنيوتيوري ګانو او قوانينو په واسطه په بشپړه توګه څرګنديداى نه شي ليکن هغه پدې قانع دى چې Anti worldوجود لري حتى اوس هم . ددى نړۍ ذرات غير ثابت حالت لري ځکه چه داتومونو هستې يې دمثبت چارج لرونکي دي او الکترونونه يي منفي چارج لري پداسې حال کې چې د بلې نړۍ ذرات ثابت حالت لري ځکه چې د اتومونو هستې يي منفي او الکترونونه يي مثبت چارج لري ځکه نو دا نړۍ بايد فاني اوبله نړۍ ابدي وي ، لدې څخه معلوميږي چه د بلې نړۍ په هکله دنوي ساينس کشفيات پدې اړه دقران له انځور سره ورته والى لري.

.(Muslim Youth July.2006)

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

7 تبصره ها

  1. Dr Mahammad Naeem Ahmadzai says:

    manana wrora sta di khkoli matleb na

  2. ګل آغاپوپل روزګا ني says:

    خداي پاک دهرشي پيداکونکي خالق اوواحدذات دي شريک نه لري سيال نلري مثا ل يي نسته اوپه قران شريف کي خداي پاک په صريح دليل ويلي دي چي پيله يوه خدايه پل خداي نسته

  3. haroon zaland says:

    thanks from this site, the verses is Sura 51:49 ‘And we have created everything in pairs, that perhaps you may remember’……not 5:49 …….” All things are in twos: sex in plants and animals, by which one individual is complementary to another; in the subtle forces of nature. Day and Night, positive and negative electricity, forces of attraction and repulsion: and numerous other opposites, each fulfilling its purpose, and contributing to the working of God’s Universe; and in the moral and spiritual world. Love and Aversion, Mercy and Justice, Striving and Rest, and so on;-all fulfilling their functions according to the Artistry and wonderful Purpose of God. Everything has its counterpart, or pair, or complement. God alone is One, with none like Him, or needed to complement Him. These are noble things to contemplate. And they lead us to a true understanding of God’s Purpose and Message.”

  4. صدیقی says:

    گرانه وروره:
    لطفا خبل بی عقله نظریات به یوه داسی محترمه ویب بانه کی مه لیکه به دغه کار سره ته نور هیج هم نه شی کولای بدون ددی نه جی خبله بی عقلی نورو خلکو ته ظاهره کری
    الله هفه ذات ته ویل کیری جی سیال نه لری هر هغه شی چی سیال ولری هغی ته خدای نه شو ویلای

  5. زاهد مير says:

    چټيات به نه وايئ. الله دې در ته هدايت وکړي ولې د هر څه شي په اړه منفي دريځ نيسئ
    که ته دومره د ريښتياوو پلوي يې نو بيا خپل نوم ولې نه ليکې چې په مصنوعي نومونو تبصرې کوې. په څه شي چې ستا سر نه خلاصيږي حتمي نه ده چې رد يې کړې. ستا د عمل او عکس العمل خبره خو هم له قران کريم څخه نه ده، بلکې هماغه د فزيک دليل او ستا په اصطلاح يو ساينسي تخمين دی. اعدلوا هو اقرب لتقوی

  6. Anonymous says:

    یاره داخو چندان پوخ دلیل نه دی که داسی دی ویلی وای چی داسی یو قانون شته چی هرعمل عکس العمل لری نو دابه ثابته شوی وای چی کوم اعمال موزپه دنیا کی کوو دهغه عکس العمل حتما په اخرت کی شته اوبل داچی تادبیک باند خبره کری هغه هم یوساینسی تخمین دلیل دی چی دانشی ثابتولی چی دنیا یوازی له همدی لاری پیداشوی اوبله مهمه خبر داده چی که ستا دلیل سوک ومنی نو بیا به وویل شی چی الیعاذباالله نو دخدای جفت سه شی دی چی هغه جفت نه لری اوواحد اولاماننده دی له ساینس نه مخکی قران داویلی چی اخرت شته اوقران خپله یوه معجزه اوثبوت دی که سوک دقران معجزه نه منی نو بیادی یوازی سو ایتونه په دی شکل جور کی نو که توله دنیا سره یوا زای شی داسی به ونه کرای شی.
    مننه

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید