جلدي زخمونه او علاج يې
ډاکټر فضل الرحمن باور
ټپونه يا جلدي زخمونه يو له هغو ستونزو څخه دي، چې انسان ورسره په ژوند کې زيات مخ کېږي. په کور کې د اشپزۍ پر وخت، د کور د کار پر وخت، د غنمو، شولو، جوارو او نورو کښتونو د لو پر وخت، يا د ترکاڼۍ او نورو کارونو د تر سره کولو پر وخت د ټپونو له بيلابيلو ډولونو سره مخامخ کيږو. ځيني وخت دا ژوبلېدل سرسري وي، او کولی شي په کورنۍ درملنه ورغيږي، خو کله کله دومره ژور وي چې د انسان ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي په ځانګړي ډول که د بدن په حساسو برخو لکه سر، د ملا تير او نورو برخو کې رامينځ ته شي. ځيني وخت انسان فکر کوي، چې دا زخم سر سري دی او دومره غټ سر خوږی به نه پيدا کوي، خو هغه بيا انسان له غټو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي. زمونږ په ټولنو کې او په ځانګړې توګه په کليوالي ټولنو کې معمولاً د درملنې له غيرعلمي لارو څخه کار اخيستل کيږي چې کله کله خو يې له ګټې تاوان زياتيږي.
روغتيا د الله تعالی له خوا لورول شوی هغه ستر نعمت دی چې ډير خلک يې پر ارزښت د نه پوهيدلو له کبله تاوانيان دي. يوازې هغه وخت ور ته پاملرنه کوي، چې اوبه له ورخه تيرې شي.
اصلاح انلاين د دې ستر نعمت اهميت ته په کتلو سره په پام کې لري چې خپلو درنو لوستونکو ته په روانه ژبه داسې کره، باوري او علمي معلومات وړاندې کړي چې د ټولنې بيلابيل پوړونه ترې يو ډول ګټه پورته کړل شي.
دا معلومات په خپله هم ولولئ، او د کورنۍ له نورو غړو سره يې هم شريک کړئ.
د موضوع د کتلو لپاره لاندې پي ډي ایف فايل ډانلوډ کړﺉ
![]()
No related posts.

2 تبصره ها
Hello dear sir hope you fine
dear freind please send some information about how we con white our face send by pashtu to my E-mail Add Amanullah_nawbai@yahoo.com
It is indeed a worth reading article
I hope you not leave this track
continue to provide us with basic health related information