ګرانې خورې! دغه درد مې واوره

 

عبدالبصیر عتیق زی


ګرانې خورې، کومه نيشه ده چې ستا په سر لګیدلې چې ته یې له حقیقت څخه تښتیدو ته اړ کړې یې؟
کوم داسې خمار دی چې ته یې په حرص کې له دې کاپرو سره کښینولې یې او د دوي په فرهنګ او کلتور باندې ویاړې حال دا چې ستا خپل کلتور او فرهنګ د نړۍ پر مخ تر ټولو غني، پټ، په ننګ ولاړ، او جامع او کامل فرهنګ دی.
ګرانې خورې! ستا پر تندي باندې د یوې مسلمانې نوم دی او که دا هم نه وي نو یوه انسانه یې او انسان خپل کرامت د خپلو پښو لاندې نه کوي خو په شرط د دې چې هغه خپل کرامت وپيژنې، ویې مني او د قدر او د عزت په سترګه ورته وګوري.
ته داسې مه کوه چې د دنیا کومه تمه تا له دې حقیقت څخه سترګې پټولو ته اړه کړي چې ته خپل همدغه کرامت تر پښو لاندې کړې، ته د غرب په اصطلاحاتو کې خپل ضمیر مه پټوه، مه د غرب د لنډغرو سره ځان برابروه، ته غوره نیکه لرې، ته غوره پلار لرې، ته غوره کورنۍ لرې، او بلاخره ته هر هغه څه لرې چې ته یې تمه کولای شې او تا ته خپل عزت او ناموس درکولای شي.

ګرانې خورې!
ته د افغانستان له غیږې ډیره لرې د غرب په خوله کې پرته یې، ته له ځان سره پام کوه، ته زمونږ عزت او وقار وساته، پر تا د ویاړلیو افغانانو نوم پورې دی، ستا په سر باید هماغه پړونی وای د کوم لپاره چې ملالۍ د میوند په ډګر او ناهیدې د کابل په ډګر خپلې وینې تویې کړې.
ګرانې خورې! هغه پړونې چې په وینو اخیستل شوی دی، هغه ته نن په یوه سانډویچ او یوه مکډونالډ باندې مه پلوره، هغه ته نن د غرب لنډغرو ته په کوم سنټ او پونډ باندې مه ورکوه.

ګرانې خورې!
راځه چې د خپل ضمیر سره محاسبه وکړو او خپل تصویر او د یوې غربۍ لنډغرې تصویر ومخ ته کښیږدو، قضا او حکم به هم دا خپل ضمیر وټاکو چې د صحت ګوته په چا باندې کښیږدي، د ټولنې اخلاقي معیارونه چې په عقل باندې ولاړدي راځه چې په هماغه د اخلاقو په تله یې وتلو چې کوم یو به دروند راوخیژي؟
ګرانې خورې! ځانته د ټیټ ارزښت په سترګه مه ګوره، ځان ته د دریمې نړۍ کومه پیغله مه وایه، ځان ته د تمدن څخه لرې پرته مه وایه، ځان ته تاریک فکره مه وایه، ځان ته په اوو پردو کې نغښتې مه وایه.
ګرانې خورې! ته یو ګل یې د حق په ګلشن کې، ستا د بوی کولو حق یوازې هماغه څوک لري کوم چې درته الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم وټاکي، ستا په لیدلو یوازې هماغه څوک سترګې یخولای شي کوم چې تاته الله ج او رسول صلی الله علیه وسلم وټاکي، ته ځان د دوي په لومه کې ګیر مه ګڼه، ته آزاده مرغه یې ستا عزت ستا سره دی، ستا ضمیر تا سره دی او هر د احساس خاوند مؤمن ورور له تاسره دی.

ګرانې خورې!
تمدن او مدنیت په کاوبای پتلون کې ندی، پرمختګ او روښان فکري په دې کې نده چې کش پتلون واغوندې او بازار ته ووځې او درپسې هم یو ځو د کوڅو بېکاره او ارجله منډې ووهي، خبرې درته وکړي او ته هم په ناز او کرشمه باندې بیرته ورته ځوابونه ورکوې. روښان فکري او تمدن ته نیزدې والی په دې کې ندی چې د غربیانو په څېر کوم سپې تر تخرګه ونیسې او سهار او ماښام ورسره چکرې ووهې، او یا پدې کې ندی چې د غربیانو غوندې اوږې پورته پورته واچوې، خپل د پلار او نیکه مېنې ته په سپکه وګورې، پړوني ته وروسته والی ووایې، حجاب ته د پرمختګ خنډ ووایې، او لا دا کوښښ هم وکړې.

ګرانې خورې!
د تقدیر په لمن اوښکې مه تویوه، تقدیر پړ مه بوله، او د محیط او چاپېریال تاثیر یې هم مه بوله، او مه دا وایه چې د ټولنې په رنګ به ځان جوړوو او مه د وخت جبر یې بوله، د وخت جبر ته هغه څوک ځان ورکوي چې په خدای یې عقیده یا خو نه وي او یا هم داسې وی چې د نشت په حساب وي، او د ټولنې په رنګ هغه څوک ځان جوړوي چې د وخت زوی وي یعنې چې د هیڅ چا زوی نه وي، که نن له ما سره ښه وو نو له ما سره ده او که سبا له بل سره ښه وو نو له هغه سره وو دا پدې معنې چې که د خدای په حکم یې ځاني ګټې په خطر کې وې نو د خدای او د هغه د محبوب صلی الله علیه وسلم حکم تر پښو لاندې کوي خو له هماغې ګټې نه ورته تیریږي.

ګرانې خورې!
ته د اسلام د لوړو او د هغو چې په اسلام یې وینې تویې کړي دي د هغو مبارکو بییبیانو ژوند ولوله، د هغو د ژوند مبارزې ولوله، هغه دې ځانته آیینه کړه او بیا ځان پکې وګوره چې ته یې په کوم قالب کې یې، آیا ته په دې قالب کې جوړه راتلی شې، آیا د هغوی د مبارزې کومه یوه برخه یې هم په اوږو اخیستی سې، آیا د هغوی د ایمان زور ته لبیک ویلی سې؟؟ هغوی درته مثال وګرځوه، د هغوی ژوند درته نمونه وګرځوه، نه ډیانا، نه صمدزۍ، او نه هم د بالیووډ او هالیووډ کومه فاحشه.
په زړه مې ډیر درد دی خورې! په راتلونکي کې به نور هم درته ولیکم، د اوس لپاره مې په خپلو دعا ګانو کې مه هیروه
ستاسو ورور

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

26 تبصره ها

  1. javed ahmadzai says:

    asslam-o-alikum

    islamal sahib khudai de toloo khuaindoo ta ajar warki cha pa de amal wakri
    tashakoor

  2. Waheed Ahmadzai says:

    Thanks about this massage which is important for all sister who’s in out from Afghanistan

    Waheed Ahmadzai Ireland

  3. khalid ata says:

    Mashallah pa zra pore nasehatona ao pandona mo grano khvaendo ta khodle ao lekle mo di allah di taso da di azem kar ajar dar kre ao allah tala di grano khvaendo ta pa di naseshate mrghalalo d amal kawlo taufeq warkre……
    Staso da kamyabae pa hela …..
    khalid ata

  4. hamdard says:

    sabur jana
    salamona

    worora deera mananh

  5. zabiullah wardak says:

    ذبیح الله وردګ
    ورور ته د وړاندی ذکر شوی مضمون اجر ور کړی .
    ده خو یو ښه موضوع ته اشاره کړی ده زه وایم چه الله یی د په نراو ښځه د تطبیق وړ وګرځوی. چه یو څه په کابل کی د نر او ښځی فرق سره وکړای شو، دا سه نه چه الله که کړی خپل ټول ښه او بد را نه هیر وی او د غرب سپیره ټغر ته ناست و،چه نه به بیا خور را معلومه وی او نه هم مور د الله قهر او غضب به لا ډیر شوی وی،د هدایت د دعا لاسونه به ټولو ته پور ته کړو چه د اسلام په فضا کی د وروری تر چتر لاند را غونډ شو . آمین

  6. zabiullah wardak says:

    ظظظظظظظظظظظظظ

  7. zabiullah wardak says:

    ذبیح الله وردګ
    که په ریښتیاسره ځیر شو نو هر یو د خپل ځان او کورنی او ټولنی په مقابل کی سخت مسؤلیت لرو دا باید په ډاګه کړم چه اوس په کابل کی به د خپل د غیرت ،اسلامیت نه ناخبره به د د سر وښتان شخ کړی چه يی د الله له امر نه ناخبره څه دومره پریب در کړی دی چه دهلک او جنی فرق به در نه هیر کړی ،قسم په الله چه د عمر توره به د ور ته یاده شی ،غرب خو لاپریږده د ورور د پور ته مضمون اځور به

  8. احمد طه says:

    برادر عزیز عتیق زی صاحب!

    السلام علیکم
    موفقیقت های مزید را برایت میخواهم.از مطالب که نوشته گردندیند بسیار خوش شدم واقعا درد یک مسلمان افغان است من هم به نوبه خود مطلب را به خواهران عزیز اهدامیکنم
    جزاک الله خیرا اکثیرا

  9. فریدالله (سالار) says:

    السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!
    عتیق زی وروره! ستاسی د لیکنی نه دیره مننه! الله تعالی دی اجر درکری
    یقینا دیر په زره پوری مطلب و هیله لرم د هغوخویندو نه چی انترنیت ته لاس رسی لری ولولی او عمل پری وکری

    ژوندی دی وی اسلام

  10. عبدالبصیر عتیق زی says:

    atikzai_baseer@yahoo.com

    وروره دا مې د ایمیل آدرس ده .. الله تعالی دې له خپل اجر څخه مه محروموه

  11. عبدالرحمن - میوند says:

    عبدالبصیر عتیق زی صاحب زه غوارم چی له د موضوع نه یو سلاید جور کرم او خپل دوستانو ته ارسال کرم هیله چی ستا اجازه وی لیکوال ستا نوم پری لیکوم او خپل ایمل ما ته ارسال کره؟

    مننه ستا کشری ورور میوند

  12. عبدالرحمن - میوند says:

    سلامونه او نیکی هیلی!

    مترما! عبدالبصیر عتیق زی ستاستو د لیکنی نه یوه دنیا مننه د الله عزوجل نه درته د نور زیاد استعداد ارزو کوم خدای ج تر دیره ژوندی لره جنت فردوس دی په نصیب شه

  13. محمد امین says:

    گرانه وروره

    دیره مننه خورا به زره بوری نصیحتونه دی
    الله ج د تولو خویندو او ورونه ته دعمل توفیق ورکری

    امین

  14. عبدالحبيب خالد says:

    عتيېزيه، زما زړه ته نږدې ملګريه!

    زه له پخوا ستا په درد پوهېدم، اوس مې په اصلاح انلاين كې هم ولوست. په ريښتيا ډېر په زړه پورې دې ليكلى. خداى دې د هر نيك نيت اجر دركړي.
    سترې برياوې دۍ در په برخه

  15. Mariam says:

    Such an astute article for all muslim women; but it shouldn’t be like that, it will be an advice just for female, this guidance is for male too. Great Job Basir Bro

  16. حبیب الله زیار says:

    ماشاالله عتیق زی وروره،
    ډیره مننه چی خپله خواله دی له خپلې مسلمایې خور سره شریک کړي. الله دی زمونږ ټولو خویندو ته توفیق ورکړي چې ستا دغه خبری په غوږ کې ونیسي. ستاسو د نورو په زړه پوری لیکنو په هیله.
    بریالي اوسۍ

  17. ماشاء الله خویندو ته دی ډیره ښه مشوره ورکړې ده خو که خویندو خفه نشي…….

    • Javed ahmadzai says:

      asslam-o-alikum
      deera manaena
      tole khuindoo ta de khudai tufiqe warkri cha pada tasdiq amal wokri
      deera manena aslamal sahib mong peta aftikhar kawoo

  18. M.Amin says:

    په حقیقت کی باید هره افغانی میرمن باید خپل اسلام ته او خپل افغانی وقار ته وگوری رشتیا چه شه لیکنه یی کری ده مننه تری کوو او د خپلو خوندو نه خواهش کوو چه دا ولولی او پر خپل زان یی عملی کری باید نه تنها میرمنی بلکی پدی کی نارینه هم رازی چه د غرب د کلتور نه لاس واخلی حدیث شریف دی وایی سوک چه د کوم قوم سره شباهت کوی هغه به له هفوی نه وی الله د موگ او تاسی وساتی مننه په درنشت

  19. ولی الله says:

    سلامونه او نیکی هیلی!
    تاسی معلوماتونه ‌‌ډیره مننه

  20. afzali says:

    السلام علیکم
    واقعا ښکلې لیکنه ده
    الله دې لیکونکي ته اجر او توفیق ورکړي

  21. فريداحمد says:

    Great Topic Allah Bless u

  22. عبدالبصیر عتیق زی says:

    دروند استاد رسولي صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنۍ

    ډیره مننه، ګران استاده زه به خپل کوښښ وکړم.

  23. محمدامان رسولي says:

    ډیره مننه عتیق زی صاحب
    په ځوانۍ دې برکت شه زما وړاندېز که دغه مضمون درې و ژباړل شي او همداراز په انګلسی ژبه په ښو ادبیاتو انځور شي ښه به وي.
    الله تعالی دې زمونږ په خویندو کې د اسلامي حجاب قوي احساس پیدا کړي

  24. علی احمد درویش says:

    سلامونه کرانه ورور محترم عبدالبصیر عتیق زی
    ګرانه وروه وروسته له ډیری مننی څخه

    زمونر اسلام ستا غوندی ځوانانو ته ډیر ضرورت لری او مونز له تا څخه غواړو چی په اینده کی هم د اسلام په اړه داسی شکلی او په زړه پوری خبری او مقالی ولیکی

    مننه
    علی احمد دوریش

  25. Ayesha Rahmani says:

    very insightful article

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید