اسلامي بانکداري استرلیا ته هم ورسیده

 

سرچينه: اسلام آنلاین.نیټ
ژباړه: حبيب الله زيار

سیډني اسټرليا
د لومړي ځل لپاره د اسټرلیا هيواد تر ټولو ستر بانک، اسلامی بانکداري او مالیاتی نظام چې د تجارتي مالونو د کاروبار لپاره پورونه ورکوي پیل کړل تر څو د نړیوالو پرمختللو سوداگريو سره یو ځای شي.
ایمنول الفیریس، د ویسټپک بانکي، تجارتي او مالي انسټیټیوټ مسئول د فبروری په ۱۶مه نیټه وویل: زه پدې باور یم چې دا کار په اسټرلیا کې په لمړي ځل پیل کیږي.
پدې نوي بانکي او مالیاتي سیستم کې بانک د خلکو په سرمایه تجارتي مالونه اخلي، د یوه څه وخت لپاره يې ساتي او بیا يې بیرته پلوري، کله چې وپلورل شول نو ګټه د سرمایې د خاوند سره ویشي. البته د وخت او ګټې د ویش پر سر له اوله د سرمایه ایښودونکي او بانک تر منځ هوکړه شوې وي.
پدې سیستم کې، سرمایه ایښودونکى حق لري چې هر كله وغواړي د خپلې سرمایې د استعمال د ځاى په هكله دقيقه پلټنه وكړي.
دغه بانکي سیستم د سمون د ملي ادارو تر څنګ د یوې بې پرې څاورنکې ډلي لخوا څارل کیږي.
الفیریس، د اسټرلیا د تر ټولو ستر بانک مسئول زیاته کړه: که چیری مونږ پدې کار کې بریالي شوو، نو د دې نظام او سیستم نورې برخې به په خپل بانکي سیستم کې ورزیاتې کړو. ویسټپک یو له هغه بانکونو څخه دی چې د تیرو پنځو کلونو په ترڅ کې د ښه او ثابت بانک په توګه د ډوجونس ادارې لخوا پیژندل شوی دى.
حکومتي سروې ګانې ښیي چې په اسټرلیا کې ۳۶۵۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي، چې تر بل هر چا ډیر اسلامي بانکدارۍ او مالیاتي نظام ته سترګې په لار دي، ځکه چې اسلام، مسلمانان له سود خوړلو څخه منعه کوي چې له ډلې څخه يې یو هم په پورونو د سود ورکول یا اخیستل دي.
استراليا پدې هڅه كې ده چې په نړيواله كچه په چټكه توګه پرمخ تلونكي اسلامي اقتصاد او بانكدارۍ كې خپله ونډه پياوړې كړي.
استراليايى وزير، كريين وايي: اسلامي بانکداري او مالیاتي نظام د پرمختللو نظامونو څخه دي چې استرلیا باید په ستره كچه ترې برخمن شي.
هغه زیاتوي: پرمختللی اسلامي بانکداري به اسټرلیا د دې جوګه کړي چې د سيمې په كچه د بانکدارﺉ یو پياوړى لوبغاړی واؤسي.
په اسلامي اقتصاد کې په زېاته کچه پرلپسې پرمختګ به د سرچينو اړوند خدمات او ساختمانی چارې پياوړې كړي او همدغه د اسلامی بانکدارﺉ د رامنځته کولو لپاره یوعمده دلیل دی.
اسټرلیا تيره مې، په بحرین کې د اسلامي  شریعت د اصولو سره سم د جایدادونو د کاروبار يو سکیم پيل کړ ترڅو هغه مسلمانان چې د نويو کاروبارونو په لټه کې دي، دې ته وهڅوي چې پدې کار کی خپله سرمایه ګزاري وکړي.
له دريو لسیزو څخه پیل شوې اسلامی بانکداري د یادوني وړ پرمختګونه کړي او د دنیا د ډیرو سرمایه لرونکو او بانکونو پاملرنه ېي ځانته اړولي.
همدا اوس په نړﺉ کي شا او خوا ۳۰۰ اسلامي بانکونه او د پورونو ادارې شتون لري او تمه ده چې د دوى پانګې به په ۲۰۱۳ کال كال کې تر یو ټریلیون ډالرو پوری ورسیږي.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

3 تبصره ها

  1. شمس الدين همت says:

    اسلامي بانکداري یقينا چټک پرمختګ کوي.الله رب العزت دي اسلامي اقتصاد او اسلامي بانکداري نوره هم پياوړی کړي.

  2. یوسفزی says:

    ډیر ښه خبر دی

  3. Qais Karimzada says:

    that is a good news for all

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید