Home » ښځه او کورنۍ » ښځه او ټولنه »
د مسلما نې ښځې دکار دايره…
عزيزالرحمن حبيبي
د مسلما نې ښځې دکار دايره او دهغې ټولنيز او سياسي خدمتونه
په اوسني وخت کې په دې کې ډير لوى اختلاف دى چې د ښځې د کار ساحه څومره پراخه ده ؟
ايا دا يوازې د کور څلور ديوالۍ پورې محدوده ده او که د ضرورت په اساس د کور څخه بهر هم وتلى شي ؟
په دې هکله پخوا او اوس دافراط او تفريط څخه کار اخيستل شويدى .
په پخوانيو ټولنو کى ښځه انسان نه بلل کيده يوازى د خادمې په سترګه ورته کتل کيده،
د شيطان نماينده او د ګناه دروازه ګڼل کيده، خلاصه دا چې د بې حيثيته مخلوق په سترګه يي ورته کتل خو اوسنۍ اروپا له ډير افراط څخه کار اخيستى دى ښځه يي په قانوني ډول د نارينه سره برابره کړيده د کور څخه بهر ډير زيات مسوليتونه يي ورباندې وراچولي دي تر څو ځان ورڅخه خلاص کړي دوۍ استدلال کوي چې د ټولنې نيمايي برخه انسانان ولې بې روزګاره او بې کاره ژوند وکړي که چيري د ټولني دغه ذکر شوي اندازه خلک اوزګار وي او د ټولنې په پرمختګ کې برخه وانخلي نو نړۍ به خورا زياته وروسته پاتې شي له يوه طرفه به د ټولنې نيمايي وګړي کار نکوي او د بل پلوه به په نورو باروي چې دا کار نړۍ ډيره وروسته پاتې کوي .
په ښکاره ډول دا دليل معقول او منطقي بريښي خو که چيرې غور او فکر وشي نو څرګنده به شي چې دا ډير بي ځايه دليل دى هغه دا چې اسلام چې کله ښځې ته په کور کې د کار کولو امر کوي دا په خپله د ټولنې يو ستر خدمت دى چې ښځه يې کوي د اولادونو زيږول د هغوى پالل د کور د کارونو سمول دا په هيڅ صورت د ټولنيز خدمت څخه پرته بل شى نشي کيدى دا ټولنه له همدې څخه جوړه شويده اولادونه چې ټولنه ورڅخه تشکيليږي له هوا څخه ندي راغلي او نه په هوا کې د هغوى روزنه او تربيت کيږي بلکې دا يو چا ته ضرورت لري چې ويي زيږوي او بيائي روزنه او پالنه په غاړه واخلي چې همدا د ټولنې يو ستر خدمت دى او د ټولنى په پرمختګ کى خورا زيات رول لوبوي .
دا يو منل شوى حيققت دى چې ټولنيز ژوند مختلف اړخونه لري او هر اړخ يي هماغه څوک بريالى کولى او پرمخ بيولى شي کوم څوک چې په طبيعي ،جسماني او ذهني ډول ورته جوړوي او دا ټول اړخونه يو د بل سره تړلي دي که چيرې يو اړخ يي له مينځه ځي د ټولنې موجوديت له ګواښ سره مخامخ کيږي په ټولو کې به په يو وخت د ټولنې د پرمختګ لپاره کارروان وي ډاکټر به خپل کار کوي ، انجينر خپل ،سوداګر خپل او ژورنالست به هم خپل کار کوي او د هر چا لپاره د خپل فن له مخي خپل خپل حقوق دي چي بايد ورکول شي
که چيرې يو د بل په کار باندې مجبور کړى شي نو کيداى شي ټول کار له مينځه لاړ شي او هيڅ و نشي
نو د همدى له امله ويئلي شو چې که چيرې ښځه د بل چا په کار باندې مکلفه شي او خپل کارورڅخه پاتې شي په دې سره به نه يوازې دا چې ټولنه مخکې لاړه نشي بلکې ټولنه به په بشپړ ډول له مينځه لاړه شي ځکه چې د ټولنې د پرمختګ لپاره د انسانانو ضرورت دى او که کله هم د هغه چا څخه چې انسانان زيږوي د بل کار غوښتنه وشي نو انساني تولد او تناسل له مينځه ځي لکه څرنګه چې دا اوس ځيني لويديځ او اروپائي هيوادونه د انسانانو د کمښت سره مخامخ دي، ښځه به د هغه کارونو څخه پرته چې فطرت ورته ټاکلي دي په نورو کارونو کې د بي ګانګۍ احساس کوي او هيڅ ډول پرمختګ پکې نشي کولي ،
نبي صلي الله عليه السلام د حضرت فاطمي رض او حضرت علي رض ترمينځ کارونه وويشل حضرت فاطمه يي پدى مکلفه کړه چې د کور دننه کارونه به کوي او حضرت علي رض يي پدې مکلف کړ چې د کور څخه د باندې کارونه به کوي.
اسلام د فطري نظم لپاره دوه څانګې تشکيل کړيدي يوه داخلي څانګه او بله هم بيروني څانګه ده داخلي څانګه ښځې پورې اړه لري او بيروني څانګه نارينه پورې نبي صلي الله عليه وسلم مهرباني کړيده ( المراة راعية علي بيت زوجها وولده وهي مسولة عنهم ) بخاري شريف
ژباړه ښځه د ميړه د کور ساتونکې او دهغه د اولادونو پالونکې ده او ددوى په اړه به له دې څخه پوښتنه کيږي له همدې امله حتى ښځه له ډيرو اجتماعي عبادتونو څخه معاف ده ( لکه د جمعې لمونځ ،د جماعت لمونځ ، جماعت ته تګ، د جنازى لمونځ ) او په کور کې دننه لمونځ يي ورته غوره ښودلى دى، له محرم څخه پرته د کور څخه وتل ،او همداراز جهاد چې يوه ډيره ستره فيضه ده ښځه ورباندى تر ډيره حده ماموره نده .
الله ج مهرباني کړېده ( و قرن في بيوتکن ) سورة احزاب ٣٣ ايه ژباړه ( په خپلو کورنو کي واوسيږۍ )
مګر اسلام بيا دومره سخت دين هم ندى چې ښځه په کور کې مطلق د زندانۍ په ډول بنده کړي بلکې اسلام د ضرورت د پوره کولو لپاره ښځې ته اجازه ورکړيده چې له کور څخه بهر واوځي لکه څرنګه چې نبي صلي الله عليه اسلام مهرباني کړيده ( قد اذن لکم ان تخرجن لحوائجکن ) بخاري شريف ژباړه الله تاسوته د ضرورتونو د پوره کولو لپاره بهر ته د وتلو اجازه درکړيده
د اسلام په تاريخ کي دا څرګنده ده چي ښځې د ضرورتونو لپاره له کوره وتلي دي .
No related posts.

4 تبصره ها
وجود و مراقبت مادر از همة جوانب حيات اطفال مانند محبت تغذى درس واخلاق و روش با افرادخانوادة و همساية و همصنفان و استادان سبب بميان امدن نابغة ها و تفوق اطفال با اخلاق وتعليم و تربية عالى و سلوك ممتاز و شخصيت هاى متبارز جامعة ميكرددزيرا وجود مادر سكون واطمينان و محبت مادرسبب نموى بدنى وعقلى طفل
ميشود در غير ان اطفال خود را بدون يشتيوانةفكر كردة سبب ناكامى در تعليم و بي بند وبارى وانحرافات اخلاقى و اجتماعى شان ميشودو امراض عقلى و عصبى را نزد شان با مى اورد اهتمام مادر طفل را همة روزة درس علمى و عملى ميدهد طفل اعمال و كردار مادر را تقليد ميكند و در غياب اين مراقبت اطفال خصوصا در اوان مراحقى خود با تغيرات هورمونى و از دست دادن اغوش ير محبت مادر دجار تغيرات ناكوار حياتى شدة طبعا دزد بد اخلاق جرسى سكرتى شرابى و منحرف ميشوندو هر نوع عمل شنيع را انجام دادة ميتوانند كة مسؤل همة ان بة درجة اول مادر و همجنان يدر ميباشد حتى كة رساندن طفل بة مكتب و از انجا بة خانة نوسط مادر و يدر در حيات اجتماعى و نموى عقلى و معنويات ان رول بس مهم دارد
وجود و مراقبت مادر از همة جوانب حيات اطفال مانند محبت تغذى درس واخلاق و روش با افراد خانوادة و همساية و همصنفان و استادان سبب بميان امدن نابغة ها و تفوق اطفال با اخلاق و تعليم و تربية عالى و سلوك ممتاز و شخصيت هاى متبارز جامعة ميكرددزيرا وجود مادر سكون و اطمينان و محبت مادرسبب نمى بدنى وعقلى طفل ميشود در غير ان اطفال خود را بدون يشتيوانة فكر كردة سبب ناكامى در تعليم و بي بند وبارى و انحرافات اخلاقى و اجتماعى شان ميشودو امراض عقلى و فصبى را نزد شن با مى اورد
لذا زن در اسلام اجازة دارد بخاطر تعليم و احتياجات ضرورى خود وكار مناسب حالش كة در يك محيط كاملا اسلامى با ساير زنها باشد با مراعات لباس اسلامى و حفظ عفت وابروى خود خارج خانة برايد ولى دورى زن بصورت طولانى از اطفالش ويا از شوهرش كة تسكين همديكر ميباشند مشكلات زياد اجتماعى خانوادكى زناشوهرى صحى و نفسى و انحرافات را نزد مادر طفل و شوهر بار مي اورد خصوصا اطفال در وقت غياب مادر قدوة ممئل اصلى را نداشتةازهنرمندان و رقاصان تلوزيون و خادمة وفية محيظ\\ط خد ييروى ميكنند
اكر مادر در وقت غذا خوردن خوابيدن مطالعة و قضاى حاجت با طفل خود نباشد سبب مشكلات زياد و خطرناك اجتماعى و نفسى و صحى طفل و مادر ميشودمتخصصين طب نفسى و اجتماعى ميكويند وجود مادر درين اوقات سبب نسليت اطمينا ن خاطر و رشد و نموى درست ان ميكردد و اكر مت طولانى با طفل خود نباشد و از حالت تعليمى تغذى ان خبر نباشد نميداند كة در غياب ان طفلش جة ميكتد وممكن امراض نفسى تبول غير ارادى تاخير نموكم شدن ذخيرة لغات احساس تنهايى وقهرو دشمنى كمى اشتهاوامراض عقلى بة طفل رخ دهد