د اسلامي تحريك راتلونكې (مودودي)

 

ليکنه: مولانا ابوالاعلى مودودي
ژباړه: احمد ضياء رحيمزى

د اسلامي تحريك د راتلونكې په اړه زه خورا ډېر هېله من يم، د حق او باطل كوم ځواكونه چې نن يو له بل سره په جګړه بوخت دي، كله چې مونږ هغوى ته گورو او د هغوى حالات له يو بل سره پرتله كړو، نو په ډاګه ښكاري چې حالات د اسلام د سرلوړۍ او برياليتوب په لور اشاره كوي. د هغو دليلونو پر بنسټ چې زه دا خبرې كوم، هغه دا دى :
1.    له اسلام څخه پرته چې څومره نور نظريات او مفكورې دي، هغه ټولې په نني عصر كې څېړل شوې او ارزول شوې او ليدل شوې دي او هغه ټولې ناكامې شوې دي، له باطل ځواكونو سره نن هېڅ نظريه نده پاتې. ځكه نو اوس له هغوى سره هېڅ داسې څه نشته چې د خلكولپاره دې په رښتيا د دلچسپۍ او كشش وړ وي. مونږ گورو چې هر څه د اسلام چپنه اغوندې بيا راځي، د هغې د تش توب او خوار ځواكۍ لپاره به تر دې غټ ثبوت بل كوم وي؟
2.    ټول هغه ځواكونه او ډلې چې نن په اسلامي نړۍ يا اسلامي هېوادو كې شته، هغوى هر يوه د امتحان او ازميښت دغه ډګر لېدلى او پدې امتحان كې ناكام او بې ارزښته ثابت شوې دي. او د هغوى د دې ناكامۍ او بي كفايتۍ په نتيجه كې امت او ملتونه له هغوى هر يوه څخه مايوسه شزې دي، او ورو ورو به داسې يو وخت راشي چې امت به له دوى ټولو څخه مايوسه شي، او په امت كې به په خپله د يوې باوري ډلې او د اعتماد او باور وړعناصرو لپاره تنده ولېدل شي، نه يوازې دا بلكې د دې ښاغليو د اعمالو او افعالو به پايله كې د غه تنده مخ په را څرګنديدو د ه، څومره چې په اسلامي امت كې د غه تنده زياتېږي- چې په حتمي ډول به د غه تنده زياتېږي- همداسې به د اسلامي غورځنگ لپاره د اسلامي امت په مينځ كې ان شاء الله د كار او فعاليت زمينه برابرېږي.
3.    د باطل ځواكونه كه متحد او يوه خوله واى نو شايد تر يوه حده پورې به خطرناكه واى، خو الله تعالى دوى ټول يو د بل دښمن او حريف گرځولي دي، د دوى هريو د يوبل د قوت اوځواك د ماتولو او د هغې د باوراو اعتماد د ختمولو لپاره هڅې كوي، د دوى د دغه خپل مينځي مخالفتونو له وجې هغه څه چې بايد مثبتو او تعميري قوتونوترسره كړى واى،هغه دوى په خپلو لاسونو ترسره كوي.اودغه موضوع د اسلامي تحريك،ځواك نورهم پياوړى كوي.
4.    له كوم ډول حالاتو سره چې نن مونږ مخامخ يو او په كوم لوري چې نن اسلامي امت بيول كېږي، هغه زمونږ لپاره خورا ډېرې ستونزي پيدا كوي،په تېره بيا چې نن په ټولنه كې په كومه كچه خرابۍ لارموندلې او د غه خرابي او فساد چې په څومره بېړه په تولنه كې خپرېږي، هغه بي حده د تشويش وړ خبره د ه.  مونږ نن هغه وسايل نه لرو چې د دې خرابيو مخه ونيسو، خو زه پوره ډاډه يم چې د دې خرابيو سره سره د اسلامي تحريك راتلونكې ډېره روښانه د ه، مونږ دا سوچ نشو كولاى چې بايد شيطان له خپلې دندې ګوښه كړاى شي، او مونږ ته دې پراخه ازادي راكړل شي. يا دې اسلامي غورځنګ ته د كار او فعاليت داسې يوميدان ځانګړۍ شي چې هلته د شيطان د لاس وهنې لپاره هېڅ زمينه نه وي برابره. مونږ دا ډول كومه هېله او توقع نه لرو. مونږ به په همدې ډول حالاتو كې د خپل ځان لپاره لار پيدا كوو و ان شاء الله په خپله د غه لار كې به بريالي وو.
هغه كسان چې د حالاتو د خرابۍ په نتيجه كې مايوسه كېږي،زه هغوى ته وايم چې ايا دا يوحقيقت ندى چې تردې د ډېروخرابو شرايطو سره سره او د جبر اوظلم د كارولو سره سره تر ننه پورې له كمونيستي روسيې څخه اسلام ختم نكړاى شو؟ (بلكې نن د مركزي اسيا اسلامي جمهوريتونه له روسيې څخه تر ازادۍ اخيستنې وروسته خپلواك هېوادونه دي)په تركيه كې د اسلام د دين د بې اغېزې كولو لپاره څه كارونه ونشول، خو مونږ گورو چې د هغې نتيجه څه شوه؟ هلته اوس هم له اسلام سره د لچسپي همدومره ده.
دا د هغه قومونواوملتونو حال دى چېرته چې د دين څخه د انحراف او د ټولنيزو خرابيو په وړاندې هېڅ ځوابي حركت نه و،چېرته چې د خلكو لپاره تر ډېرو لرې فاصلوپورې د اميد كوم څرك نه لېدل كېده، خو د دې سره سره د غه خلك له اسلام سره تړلي پاتې شول، پداسې حال كې چې زمونږ په ملكونو كې يو مثبت متقابل تحريك شته او په پرله پسې ډول كاركوي او خلك د مرستې او همكارې اميد ويني،له همدې امله زه ګومان كوم چې كه د  ورانۍ اوخرابۍ رفتار څومره هم ګړندى وي،زه د مايوسۍ هېڅ كوم د ليل نه وينم، نه يوازې دا بلكې كله هم چې په خپله د اسلامي تحريك د پرمختګ ارزونه كوو، نو زمونږ سر د الله په وړاندې د شكر د سجدي لپاره كوزېږي، زما په زړه او ذهن كې هېڅ كله هم د مايوسۍ احساس نه پيدا كېږي او زه د غه حالات له هر لوري څخه هيله مندكونكي او اميدوارونكي ګڼم.
5.    بل لوري ته زه پدې خبره بشپړ باور لرم چې كه چېرې د حق ديوې لارې په خاطرپه متوازنه اومناسبه بڼه كار وشي، او هغه كسان چې د دې لارې لپاره كار كوي هم وړاومناسب كسان وي، او كارهم په حكمت اومتوازنه بڼه ترسره شي، نو د ناكامۍ كوم د ليل نشي پيدا كيداى. او پدې لار كې برياليتوب حتمي دى. ځكه د حق فطرت كاميابي اوبرياليتوب دى.
خو هغه څه ته چې ضرورت دى، هغه په موزونه طريقه د سمو خلكو له خوا په حكمت او تدبير سره كاركړل دي،او الحمد لله دا كار روان دى او ترسره كېږئ، همدا دليل دى چې زه د اسلامي تحريك د راتلونكې په اړه تل اميدواره او هيله من يم او نن هم هيله من يم، ان شاءالله اسلام به تل بريالى او غالب اوسېږي.

No related posts.

 
 
 

1 تبصره ها

  1. امین خاطر says:

    ښاغلي رحیمزی صاحب! خوښ یم چې د ززه له تله مو دغه ښکلی مضمون ترتيب کړی دی. خو زما په اند؛ دومره مو باید عامیانه کړې نه وای او هغه ځکه چې زمونږ د هيواد او يا په سيمه کې نږدې دغه دیرش کلن (مشرتابه ناورين) بحران دا په زبات رسولې چې دلته هيڅ کومه ډلګۍ د اسلامي تحريک د مرکزي ډلې استازې نه ول؛ حال دا چې نوموړو ځانونه ملت ته د همدغه نړيوال اسلامي تحریک له ادرس څخه معرفي کول. چې په پايله کې يې مونږ وليدل ؛ ډېرې ناخوالې را ولاړې شوې او په تيره بیا هغه کسان چې د اسلامي تحريک د روښانه او مقتدر راتلونکي انځورونه يې له ځانه سره لرل؛ ډیر مایوس او زړه ماتي شول.

    خو ولې؛ همدا مهال له همدې مايوسيو سره سر ه مو په زړونو کې يو ډول خوښي را څرګندېدله او زه فکر کوم د هغوی يواځينی لامل به داوه چې : د يوه ځانګړل شوي ټولګي لخوا د اسلامي خوځښت په لوري ګړندي ګړندي ګامونه اخيستل وو او دادی اوس ګورو چې ورو ورو يې حلقه لا اوږدېږي او که خدای غوښتل يوه ورځ به داسې راشي؛ خپلو موخو ته رسيدلي يو او په پوره ميړانه د اخرت په لور حساب ورکولو ته درومو.

    امين خاطر

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید