اسلامي ويښتابه او د افغاني ټولنې حالت

 

محمد يونس برهان


ويښتابه، ويښتيا يا بيداري له خوب، نشې او يا خوبولي حالت څخه راپاڅېدلو او هوښيارېدلو يا بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلو ته وايي.

اسلامي ويښتابه  هغه نوې اصطلاح ده چې په تېره يوه پېړۍ کې اسلام ته د مسلمانانو د بېرته ګرځېدلو په بهير او د پرديو له فلسفو او له اسلام سره د ګډو شويو خرافاتو څخه د مسلمانانو په خلاصولو کې مانا کېږي. د اسلامي ويښتابه سرلاري مسلمان داعيان، مجددين او  مفکرين دي. اسلامي ويښتابه له غفلت څخه د امت بيدارولو ته ويل کېږي.

دا مانا چې يو ځل موږ بيدار وو او سم پرمخ روان وو، خو وروسته غافله شو او د خپل دين لاره مو پرېښوده، يا مو نور څه ورسره ګډ کړل. همداسې وشو. او د دغه خوب او پردي کېدو لپاره هم داخلي او خارجي اسباب وو. په داخلي لاملونو کې تر ټولو لوى لامل  د شاته پاتې والي او ارتجاعيت له پېر څخه په ميراث راپاتې فکري او علمي جمود او رکود وو چې مستقيماً يې له اسلام څخه د مسلمانانو فهم کوږ کړ او بيا يې په ټوليزه توګه د اسلام انځور بدل کړ.

مسلمانانو لومړى اسلام په سمه توګه ونه پېژاند او ورپسې يې د خپل هماغه پوهې او فهم په رڼا کې عملي کړ. دغه رکود، ناسم پوهاوي او شاته پاتې والي امت د اسلام له روح څخه ليرې کړ او يوازې کالبوت (کالبد) يې ورته پرېښود. اسلام فقط په څو ظاهري عباداتو او مناسکو پورې محدود شو. د خلکو فهم هم همدا وو چې اسلام يوازې د کلمې ويل او د څو عبادتونو تر سره کول دي. اسلام نور چا د يو ژوند د سيستم او سمبالګر په توګه نه پېژاند، د داسې يو دين په توګه چې تر ټولو مهم عنصر يې د يوې ښيرازه ټولنې جوړول وي. دا هېر شول. څوک په تصوف او زهد سر شول، چا بيا مدرسې يوازې د ځان د غټولو او عالم ښوولو لپاره ويلې، او عامه خلک هېر شوي وو. او چا بيا اسلام همدا وباله چې خپل ځان په عقيده او اخلاقو کې جوړ کړي او له نورو خلکو سره يې سر و کار نه وي. دا د مسلمانانو په ټولنه کې هغه داخلي لاملونه وو چې مسلمانان له اسلامه پردي شول.

د لوېديځ فکري يرغل تر ټولو ستر ګوزار وو
د مسلمانانو د فکري ځوړتيا او علمي رکود په رامنځته کېدو کې يو شمېر خارجي لاملونو هم مهمه ونډه درلوده. په دغو لاملونو کې تر ټولو خطرناک د لوېديځوالو ښکېلاکګرو لخوا د مسلمانانو د ځمکې لاندې کول وو. د دې يرغل خطر دا نه وو، چې زموږ ځمکه يې ونيوله، بلکه حقيقي ګواښ دا وو چې د خلکو پر ذهنونو، دماغونو او احساساتو يې يرغل وکړ. د مسلمانانو پر اخلاقي او ټولنيز ژوند باندې يې يرغل وکړ.

وتلى لوېديځوال تاريخپوه برنارډ لويس په خپل کتاب (لوېديځ او منځنى ختيځ) کې وايي چې د تاريخ په اوږدو کې چې اسلامي امت ته کوم ګوزارونه رسېدلي، په هغو کې دوه يرغلونو تر ټولو ستر ويجاړوونکى اغېز درلود. يو پر اسلامي وطن او تمدن باندې په يوولسمه پېړۍ کې د مغولو يرغل چې بغداد يې ونيو او له ټولو تاريخي ځايونه سره يې وسوځاوه او بل د لوېديځ لخوا پر اسلامي ختيځ باندې تازه فکري او کلتوري يرغل دى.

که د دواړو غميزو ارزونې ته ځير شو، تر لومړني يرغل دا وروستى،  خورا خطرناک او سخت تمام شو. په لومړني يرغل کې موږ ګورو چې ډېر ژر اسلامي امت د مغولو د هغه ځواک په ماتولو پيل وکړ چې پرشا نه تلونکى بلل کېده، لکه دا نن چې د ورته ځواکونو په اړه ويل کېږي. خو دوه کاله وروسته، د عين جالوت په جګړه کې معلومه شوه چې اسلامي امت د دغه يرغل له وراني څخه ژر ووتلى شوه.

آن سره له دې چې خپله يرغل ډېر ناوړه اغېز او پراخ ورانى تر شا پرېښود، خو هغه يرغل په فکري او ديني ډګر کې معکوس وخوت. حاکم او فاتح مغول خپل دين او فکر پر مسلمانانو ونه تاپه، بلکې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره غالب د مغلوب په دين کې داخل شو او موږ بيا ګورو چې ګڼ شمېر مغولي واکمنان مسلمانان شول، او ډېرو خو يې نه هېرېدونکي خدمتونه هم اسلام ته وکړل.

خو وروستى يرغل چې د لوېديځ لخوا د مسلمانانو د ځمکو له نيولو سره يو ځاى د هغوى د ذهنونو او فکرونو يرغل وو، دا خورا ګران تمام شو. مسلمانان له اسلامي ژوند څخه پردي شول، سياسي، ټولنيز او تربيتي مشران يې هم له ولسه او هم له دينه پردي شول ځکه دوى څرنګه چې ښکيلاکګرو غوښتل هماغسې يې وروزل شول. اسلامي امت د هغه حديث مصداق وګرځېد چې (( لتتبعن سنن من قبلکم شبرا بشبر، و ذراعا بذراع، حتى لو دخلوا جحر ضب لدخلتموه)). په دې توګه اسلامي امت په ټولنه کې، په قانون جوړونه کې، په ښوونيز نظام او رسنيو کې له خپله ځانه پردى شو او د لوېديځ په تقليد يې خپل هويت مسخ کړ.

د ويښتابه درې پړاوونه
د اسلامي نړۍ تر ټولو وتلي عالم او داعي دکتور يوسف القرضاوي په خپل کتاب (اسلامي بيداري د ننګونو او هيلو تر منځ) کې په عربي او په ټوليزه توګه اسلامي نړۍ کې د ويښتابه بهير په دريو پړاوونو وېشلى.

لومړى وېښېدنه له هغه حالت څخه فکري بيداري وه چې لوېديځوال تمدن پکې د پرمختګ د بشپړې نمونې په توګه ياديده. دغه د  اسلامي امت تر ټولو لوېدلى حالت وو. خلکو به د لوېديځ ښه او بد، خواږه او ترخه ټول راخيستل او د برياليتوب لار يې د لوېديځ مطلق تقليد او کټ مټ د هغوى د کلتور خپلول بلل.

د همدغسې بلنې لارويان په دې وخت کې خورا په زور کې ول. دا داسې سقوط وو چې مخکې بل هېڅ تمدن نه و کړى. کله چې عيسويان په اندلس او بيا د صليبي جګړو په ترڅ کې د مسلمانانو په تمدني او علمي پرمختګ را وېښ شول او له سخت ټکر وروسته اسلامي تمدن او پوهې ته ګوته پرغاښ شول، دا مهال هغوى يوازې د اسلامي تمدن ځينې محدودې برخې خپلې کړي، هغه برخې چې د دوى د تمدن په پرمختګ کې يې مرسته کولى شواى، خو د دوى هويت يې نه مسخ کاوه.

مګر مسلمانانو د خپل سقوط په اوج کې چې له نولسمې پېړۍ سره پيل شو د لوېديځ تمدن ته هو بهو ځان تسليم کړ، او د ښه او بد او د خپل ماضي په اړه يې هېڅ فکر هم ونه کړ. له دغسې حالت څخه مسلمانان د داعيانو او علماوو په غږ لږ را بيدار شول، او تر دې ځايه راورسېدل چې خير که له لوېديځ څخه څه راخلو اسلامي جامه به ورکوو بيا به يې استعمالوو ځکه موږ مسلمانان يو.

دا د سقوط له اوج څخه لومړنۍ بيداري وه، چې د اسلامي ويښتابه لومړى پړاو يې جوړ کړ. په دې پړاو کې به مسلمانانو د لوېديځ قوانين، کلتور او اخلاقيات راخيستل خو له اسلامي ليدلورې به يې يوه لاره ورته جوړوله، په مطلقه توګه لوېديځ ته نه تسليمېدل. د بېلګې په توګه ځينو د سود خوړلو او شراب څښلو ته ځينې لارې جوړې کړي او له خپل اټکله يې دلايل ورته پيدا کول چې خپله ګناه پرې توجيه کړي. يانې په دې پړاو کې د مسلمانانو خپل اسلام ته هم پام راوښتى وو، خو تر ډېره يې اسلام د خپلو غوښتنو پر لاره بيوه. دا هغه مهال و چې اسلامي فکر د غربي فکر په مقابل کې مات شوى وو.

او بيا اوج ته ورسېد
د ويښتابه دويم پړاو دا وو چې مسلمانانو ورو-ورو د خپل دين قوانين ومنل، خو بيا يې هم پر ځان د بې باورۍ احساس او پر لوېديځ د اصالت ګمان کاوه.

د بېلګې په توګه مسلمانانو دا ومنله چې زنا او شراب حرام دي او بايد ونه شي، د څو ښځو په نکاح کول روا دي او وسله وال جهاد بايد وشي، خو کله چې به له لوېديځوالو سره مخامخ شول، هغوى ته به يې د خپل دين د دغو اصولو لامله ځان معذور ګڼل او ويل به يې چې همدا زما دين دى، موږ هم پرې نه پوهېږو،خو همدا شيان پکې شته.

له اسلام څخه به يې دفاع کوله، خو داسې دفاع لکه له يو ثابت تهمت څخه چې څوک ننګه کوي. دا فکر د شلمې پېړۍ تر څو لومړنيو لسيزو پورې لا چلېده. ورپسې د اسلامي وېښتابه د اوج پړاو را ورسېد چې مسلمانان وتوانېدل لوېديځوال افکار او فلسفې نقد کړي، هغوى ناسمې وخېژوي او اسلامي اصيل فکر تر ټولو برلاسى او سالم ثابت کړي. دغه پړاو د مسلمانانو کابو د دوو پېړيو هغه احساس ته پاى ورکړ چې پر ځان يې لږ باور درلود او اصل ورته لوېديځوال تمدن ښکارېده. په دې پړاو کې مسلمانانو په زغرده خپل اسلامي اصول د تر ټولو غوره ارزښتونو په توګه ومنل. د لوېديځوالو په ځواب کې يې وويل چې دا زموږ دين دى، ټول حق دى او ټول د منلو دى او ستاسې افکار ډېرې کمزوريانې لري او دا چې ستاسې تمدن هسې يو مزخرف او ظاهراً ښايسته، خو په اصل کې يو تش کالبوت دى.

اوس د اسلامي امت عادي زده کوونکي او علماء د لويو مستشرقينو پر افکارو او اثارو نقد کوي، او هغوى ناسم خېژوي. له دې پړاو سره مستشرقينو هم خپل تمايلات بدل کړل او يو غټ شمېر يې سره له دې چې مسلمانان نه وو د اسلام په دفاع را پاڅېدل. مسلمانانو پر ځان باور پيدا کړ او هغه پړاو يې نور د تاريخ برخه وګرځاوه چې د لوېديځ عبادت او طاعت به يې کاوه.

او دا يوازې فکري بيداري نه وه چې مسلمانانو په دې پړاوونو کې طى کړه، بلکې د مسلمانانو احساسات هم راويښ شول، اعمالو يې هم تغيير وکړ، اخلاقو او چلند يې هم بدلون وموند. پيل يې د فکر پر بيدارۍ و، له هغه څخه د احساساتو ويښېدنه پيدا شوه، ورپسې د مسلمانانو چلند هم د لوېديځ له تقليده را وګرځېد او دا دى اوس جامه هم بېرته اسلامي کېدونکي ده. د شلمې پېړۍ په لومړيو لسيزو کې بيا د دغې پېړۍ تر نيمايي پورې په عربي او ډېرى اسلامي هېوادونو کې حجاب د ښځو لپاره شرم او شاته پاتې والى ګڼل کېده، او په اسلامي پلازمېنو کې به ډېر لږ له محجبو ښځو سره څوک مخ کېدو، او مروج لباس لنډ کميس او ميني ژوب وو. خو، اوس بيا هغه مهال تللى او د ترکيې، تونس او مصر په څېر په خورا ازادو هېوادونو کې هم تر  بې پردې ښځو د محجباتو شمېر زيات شوى دى، او لا هم په چټکۍ سره په زياتېدو دى.

افغاني ويښتابه کوم ځاى ته رسېدلې؟
سره له دې چې د معاصر اسلامي ويښتابه بنسټګر د افغانستان سيد جمال الدين افغان وو، خو اوس په ټوليزه توګه افغانستان تر نورو اسلامي هېوادونو څخه شاته پاتې دى. نن چې کوم اسلامي بيدارګر غورځنګونه يا علماء دي، ټول په دې اتفاق لري چې سيد جمال الدين افغان د دې خوځښت سر لارى وو.

د اسلامي ويښتابه کابو ټول غورځنګونه د سيد تر مړينې څو لسيزې وروسته را وټوکېدل، خو تر ننه پورې چې هم څوک پر مسلمانانو د بيدارۍ غږ کوي، په هدف او اصل کې د سيد جمال الدين د لارې پر ادامه روان دي. سيد جمال الدين هغه مهال په يوازې سر د ټول ختيځ او ټولې اسلامي نړۍ د را وېښېدو تکل کړى وو، نه يوازې د افغانستان.

له استانبوله تر قاهرې او له تهرانه تر ډيلي پورې يې هر چېرته د خپل فکر شاګردان وروزل. له بده مرغه هغه مهال چې سيد په افغانستان کې اوسېده هلته د محمدزيو  شهزادګانو تر منځ په هېواد کې خپلمنځي جګړه روانه وه، خو بيا هم سيد د امير د سلاکار په توګه د  حکومت چلونې، روزنې او مطبوعاتو په برخو کې يو شمېر بدلونونه راوستل.

د ده  لخوا د شمس النهار ورځپاڼه لومړنۍ معتبره ورځپاڼه وه چې د چاپي مطبوعاتو په ډګر کې راووته. د دې ورځپاڼې مطالب ډېرى د خلکو د بيدارۍ او د اسلامي نړۍ د حالاتو په اړه  مقالې وې. که هغه مهال يو ټينګ او ملي حکومت په افغانستان کې ټينګ واى، سيد جمال الدين ښايي خورا ډېر کار کړى واى. له دې پړاوه وروسته د مشروطه غوښتنې په لومړني او دويم پېر کې او آن بيا د دموکراسۍ تر لسيزې پورې د ديني فکر او اسلامي ويښتابه رنګ پيکه وو. چا چندان په پراخه توګه کار ونه کړ.

د مشروطه غوښتنې په دواړو پړاوونو کې ځينې څېرې وې چې له استبداد څخه د خلاصون وروسته يې د يوې اسلامي ټولنې د جوړولو لپاره فکر کاوه، چې په دې ډله کې د امير حبيب الله لخوا د اعدام شوي د لومړنۍ مشروطه غوښتنې سرلارى مولوى سردار محمد واصف يادولى شو.

د دموکراسۍ په لسيزه کې ښايي تر ټولو زيات کار  وتلي ليکوال او مفکر استاد ګل پاچا الفت کړى وي چې په ټولو ليکنو او اثارو کې يې د اسلامي ويښونې څرکونه خورا څرګند دي.

د امير عبد الرحمن له پېر راهيسې د معاصر افغانستان د اسلامي ويښتابه يوه ستره غميزه دا وه چې هر چا چې به عصري تعليم وکړ، له دين او ديندارۍ سره به يې اړيکې کمزورې شوې، او دين تر ډېره مروجو ديني عالمانو ته پاتې شو. واکمن، روڼ اندي، ليکوالان او د اکاډميک ډګر خلک زياتره يا ليبرال وو او يا کمونستان.

له کمونيستانو سره ټکر او د اسلامي ويښتابه نوى زېږون
تر دې چې يو شمېر افغان محصلين مصر ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړل. دوى هغلته په ازهر کې د اخوان المسلمين له افکارو څخه اغېزمن شول. هېواد ته په راستنېدو سره يې د اسلامي غورځنګ د جوړولو لپاره له هغو استادانو او محصلينو سره په ګډه کار پيل کړ چې په داخل کې د زياتېدونکي کمونيستي مارکسيستي نظرياتو د عکس العمل په توګه رابيدار شوي وو او د هغوى د مقابلې لپاره د يو منظم کار په لټه کې ول.

په دې توګه د اسلامي غورځنګ سټې  د کابل پوهنتون له استادانو او شاګردانو څخه جوړې شوې. دغه غورځنګ چې خپله مبارزه يې د پوهنتون له انګړه پيل کړه.  ورو-ورو پسې نورو پوهنتونو، ښوونځيو او همداسې اکاډميکو حلقو او بيا عامو خلکو ته وغځېده.

د جهاد په کلونو کې، په هجرت کې او د هېواد په دننه کې د خلکو اسلامي احساسات تر بل هر وخت زيات بيدار شول. په هجرت کې د اسلامي هېوادونو په مرسته جوړو شويو تعليمي موسسو، چې له ښوونځي او روزنځي نه نيولې تر ټولو اغېزمنه بڼه يې پوهنتونونه وو، هلته د اوسېدونکو افغانانو په اسلامي ويښتابه کې خورا لوى اغېز درلود.

دا ټول د اسلامي نړۍ له لر و بر څخه د اسلامي غورځنګونو د هڅو برکت وو چې د افغانانو دار الهجرة په سيمه کې د اسلامي روزنې او ويښتابه يو ستر مرکز ګرځېدلى وو. اسلامي ويښتابه د افغانستان په معاصر تاريخ کې خپل اوج ته ورسېده.

خو په دې کې شک نشته چې هغه مهال د  شوروي لخوا د افغانستان نيواک او روان جهاد د ويښتابه پر دغه را ټوکېدونکي نسل باندې خپل اغېز درلود. دا د ويښتابه طبيعي بهير نه وو چې د افغانانو تر منځ په خورا چټکۍ سره روان وو. د جهاد او هجرت د مهال ويښتابه په افغانستان کې د اسلامي غورځنګ مټې  لا هم پياوړې کړې او يو بشپړ نسل يې وروزه، خو څرنګه چې دا څپه د موقتو حالاتو د منځته راتګ او د وسله والې مبارزې زېږنده وه، افغاني اسلامي ويښتابه پوخوالي ته ونه شو رسېداى.

له همدې امله، د جهاد له بشپړېدو سره، د افغانانو دغه روزل شوى پښت په دريو برخو ووېشل شو. يوه ډله يې چې موقتا له حالاتو او محيط څخه اغېزمنه شوې وه، هغوى ورو-ورو د حالاتو له بدلېدو سره د اسلامي تربيې له لارې څخه واوښتل او ځينې خو يې په بشپړه توګه بې لارې هم شول. بله ډله پکې نړيوال يا سيمه ييز جهاديان شول.

په دې جهاديانو کې له تکفيري فکر نه نيولې بيا تر وسطي پورې ډول ډول ځوانان ورننوتل، او د امت د ټولو ناخوالو درملنه يې يوازې په وسله وال کار کې خلاصه کړه. دريمه ډله بيا په خپل فکر ثابت پاتې شول او د اسلامي خاورو د آزادۍ لپاره د وسله وال جهاد برسيره،د امت د نورو ناخوالو د حل لپاره د سوله ييز اسلامي حل په لټه کې شول، او د حالاتو له ټول اوښتون سره هم ناهيلې نه شول. دغه ډله روزل شوي مشران او کشران لاهم په همدې مبارزې بوخت دي.

له جهاده وروسته، يو بل پرشاتګ

خو که د هجرت او جهاد له محيطه راتېر شو، د افغانستان په پاتې ډېرى برخه کې (دلته د هغه طبقې په اړه غږېږو چې تعليم يې کړى) ويښتابه په خورا کمزورې حالت کې ده. که د ويښتابه په اړه د قرضاوي صاحب په وېش کې وګورو، ښايي ډېرى افغانان په هماغه لومړني پړاو کې وي او لږ شمېر يې دويم پړاو، او تر لږو هم لږ پسې درېيم پړاو يا اوج ته رسېدلي وي.

په اوس وخت کې که کورنى ژوند ګورو، که په تعليمي ډګر کې ګورو، که مطبوعاتو ته ځير شو په ټولو کې برلاسي او دغوڅ اکثريت برخه هماغسې کسان دي چې د لوېديځ په اصالت او د اسلام په معذور ګڼلو باور لري. البته دا په هغه برخه کې چې پرمختللې ګڼلى شي.

د ټولنې په شاته پاتې برخو کې بيا له سره فکر نشته، هلته رواج دى او سيمه ييز باورونه. اسلامي ويښتابه هغه مهال رامنځته کېداى شي چې لومړى خو څوک کوم فکر ولري. خو که چيرې له سره په ټولنه کې تشه موجوده وي، او يا د فکر پر ځاى دود او خرافات چلېږي، هلته بيا تر بيداري مخکې د دين د سمې پېژندنې لپاره کار کول پکار دي. له همدې امله د اسلامي ويښتابه لارويانو ته په افغانستان کې له هر لورې ګواښونه او خنډونه پراته دي.

هغه څوک چې له سره نه پوهېږي، هغوى پوهول پکار دي، کوم چې ناسم پوهول شوي د هغوى د فهم سمول پکار دي. دلته د ناسم پوهاوي دوه لورې دي چې يو يې افراطي فکر دى او بل تفريطي. هغوى چې له اسلامه تر ټولو متشدد او وچ تعبيرونه را ټول کړي، او مغز يې پرې ايښى په دوى کې هم د واقع بينۍ او د اسلام د ټولنيز او رغاونيز فکر را منځته کول پکار دي. په هغو کې چې اسلام يې يوازې شخصي دين او عبادت ګڼلى، هغوى ته هم ښوول پکار دي چې اسلام د ژوند بشپړ نظام دى.

*په دې ليکنه کې د اسلامي ويښتابه تعريف او د پړاوونو وېش د دکتور يوسف القرضاوي له الصحوة الاسلامية بين الامال و المحاذير کتاب څخه په لنډيز او زياتونه راخيستل شوى.


No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

5 تبصره ها

  1. مخلص افغان says:

    ماشاءالله،
    ډېره په زړه پورې ليکنه/څېړنه.

  2. فريبا نوري says:

    دوستان محترم !
    السلام عليكم

    اسلامي ويښتابه – در پهلوي بعض از عوامل بيروني كه حيثيت عوامل ثانوي را دارند – اساسا به دلايل ذيل در افغانستان رشد مطلوب نكرده است .

    1- عقايد و باورهاي نادرست از دين در بين علماي مذهبي در افغانستان و گسترش آن در بين مردم عام افغانستان.

    2- مخالفت علماي تقليدي افغاني – با باز نگري در آموزه هاي ديني و تاكيد بر قراءت هاي خشك و خيالي و متضاد با اصول دين و دينداري.

    3-ضعف نهاد هاي ديني و مذهبي و تنظيم هاي اسلام گرا -منحيث پيش قراولان انديشه هاي اسلامي در افغانستان در جهت رهنمايي سالم مردم در عرصه دين و دينداري.

    4- مقدس دانستن نظرات و افكار علماي پيشين و تقليد نمودن كور كورانه از آنها و بسته نمودن دروازه بحث و نظر و بلاخره اجتهاد از طرف حلقات مذهبي و سياسي اسلامي در افغانستان.

    5- سخت گيري و تعصب در مسايل فرعي و گريز از اصل تسامح و ديگر پذيري از طرف علماي مذهبي و جريانات اسلامي سياسي در افغانستان.

    6- عدم اجازه دادن مشاركت زنان در اجتماع و ترويج روحيه زن ستيزي از طرف علماي مذهبي و جريانات سياسي اسلامي به دلايل متحجرانه و به بهانه هاي خيالي و وهمي و احتمالي.

    7- غافل بودن از سير تحولات تاريخي و جهاني و جلوگيري از تجدد خواهي و مدرنيته شدن و حاكم بودن روحيه جزم گرايي در بين علماي ديني و جريانات اسلامي افغانستان.

    8 – اكثريت علماي مذهبي و جريانات اسلامي سياسي ما – در برابر حوادث و پيشرفت هاي اجتماعي و ساينسي و طرز زندگي مدرن و پيشرفته – حالت انفعالي را اختيار نموده و از سياست مواجهه و تقابل كار مي گيرند.

    9- عدم فرق گذاشتن بين ارزش هاي اصيل اسلامي و فرهنگ منطقوي و قبيلوي حاكم اعراب در زمان رسول الله صلي الله عليه وسلم و داخل نمودن تمام اعراف و تقاليد اعراب ( آن زمان) در اسلام و ارزش هاي آن.

    10- اكثريت علماي ما به جاي تشريح نمودن اصول و مبادي دين اسلام هميشه مصروف گفتگوهاي حاشيوي مانند داشتن ريش و عمامه – دعاي بعد از سنت – آمين بالجهر و يا خفيه – نماز تراويح بيست ركعت است يا هشت ركعت – زن فتنه است يا غير فتنه – ناقص العقل است و يا نه و غيره و غيره مي باشند و يا اينكه يهود و نصاري اينطور هستند و آن طور هستند و يا اينكه اين دنيا براي كافران است و آخرت براي مسلمانان است و غيره و غيره.

    11- آموختن علوم اسلامي در مدارس مذهبي بي برنامه پاكستان – و يا در قم ايران و يا در عربستان سعودي از طرف اكثريت افغان ها باعث اين گرديده است كه مفكوره هاي خاص و انديشه هاي خشك متعصبانه از دين و متون ديني در اذهان شاگردان افغاني جاي گرفته و در بين علما و جريانات اسلامي و اصل دين را فراموش كنند و به آرمان گرايي رو آورند.

    برخلاف آن كسانيكه از جامعه ازهر و يا مدارس مدرن و عصري فارغ مي شوند داراي انديشه هاي واقعبينانه و عملگرا مي باشند.

    خلاصه – به نظر بنده تا زمانيكه تغير در ديدگاه – برداشت – طرز تفكر و بلاخره در عملكرد علماي مذهبي و جريانات سياسي اسلامي در افغانستان نيايد مشكل است تا رشد و پويايي در عرصه ديني و دينداري در بين مردم و جامعه ما قسميكه لازم است رونما گردد.

    و السلام علي من اتبع الهدي

  3. Hanif says:

    Thank you very much dear brother Burhan, it is very good, hope you produce such more interesting articles

  4. ایمل says:

    ښه لیکنه وه
    مننه

  5. Anonymous says:

    ګران ورور برهان !
    ستاسی لیکلی مضمون می د اوله تر پایه ولوست ټول مو واقعیتونه لیکلی ولی باید بله برخه کی دا ویاست چه د ددی افرط او تفریط له میڅه سنګه یوسو مطلب می دا دی چه دا کار له کومه څایه شروع شی.
    په درنښت

    کامران له پیښوره

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید