په وار وار: دقرآن بې حرمتي او بښنې

 

امریکایان ولې هرځل داسې کوي؟

“قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَر” آل عمران 118

ژباړه : (ددې کافرانو) له خبرو څخه کينه څرګنده شوه، خو هغه كينه چې په زړونو کې يې پټوي ډېره لويه ده.

یوځل بیا دامریکایي عسکرو تر ولکې لاندې بګرام کې د تمدن او دیموکراسۍ د ډنډوره چیانو له لوري د الله جل جلاله د وروستي رالیږل شوي کتاب (قرآن کریم) سپکاوي دا په ډاګه کړه چې دهغوی دښمني یوازې له انسانیت سره نه بلکې دالله له دین اسلام سره هم ده.

پر افغانستان او وروسته پر عراق دامریکايي یرغل له پیله دا څویم ځل دی چې دقرآن کریم سپکاوی کیږي ، له ګوانتانامو نیولې ، پخپله په امریکا کې او بیا عراق او افغانستان کې په کراتو دا له انسانیت او کرامت نه لیرې عمل د همدې متمدني امریکا د ډيموکراټانو له لوري تر سره کیږي .

دلته کله بیګناه ملکي وګړي ، ماشومان او سپینږي وژل کیږي او کله دمسلمانانو  دمړیو سپکاوی ، کله په ابو غریب او ګوانتامو کې دزندانیانو کرامت تر پښو لاندې کیږي او کله هم دالله دکتاب سره داسې چلند کیږي چې په هیڅ پیړۍ ، هیڅ دین ، او هیڅ فرهنګ کې یې ساری نه لیدل کیږي.

غربیانو او په سرکې امریکا له خپلو متمدنو او ښکلیو شعارونو سره سره ، په بشري تاریخ کې یو بل ته دسپکاوی داسې فرهنګ پیل کړی چې ، پایلې به یې تر راتلونکو څو لسیزو په بشري ټولنو کې دنفرت او کرکې لپاره بیلګې وي.

که دې پرلپسې سپکاویو ته زیر شو نو څو خبرې روښانه کیږي:

لومړی دا چې امریکا نه ددوی په اصطلاح له تروریزم سره دجګړې لپاره افغانستان ته راغلې او نه هم د کومې ډلې له لوري امریکايي ګټو ته ګواښ متوجه وو، بلکې امریکا دخپلو ستراتیژیکو موخو او اقتصادي ګټو لپاره او داسلام او مسلمانانو دټکولو لپاره پر افغانستان او عراق تیری وکړ.

دویم داچې : لکه څنګه چې اوس تقریبا د امریکا هغه پخوانۍ پلمې ختمې شوي چې ګواکې دالقاعده له لوري دوی ته ګواښ متوجه دي او یاهم په افغانستان کې تروریستان تربیه کیږي، نو له دې سره باید اوس امریکا له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي، په همدې خاطر داسې کړنې ترسره کوي ترڅو هیوادوال راوپاروي چې ددوی دشتون لپاره بانې پیدا شي . کله بیګناه ملکي وګړي شهیدانوي، کله دشپې له لوري پرکورونو ورخیژي، کله قرآن ته سپکاوی کوي ، پدې توګه غواړي چې پاتې کیدو پلمې پیدا کړي.

دریم : دوی په دې ښه پوهیږي چې مسلمانان او بیا په ځانګړې توګه افغانان یو اسلامي او افغاني غرور لري او همیشه هغه ملتونه چې ډیر او پرلپسې سپکاوی ورته وشي، په کراره کراره ورسره عادي شي او بیا هغه غرور او غیرت له مینځه لاړ شي ، نو امریکا هم په دې کارونو غواړي دمسلمانانو اسلامي غیرت او غرور مات او هغوي له دې سره عادي کړي چې که دین ، ناموس او انساني کرامت ته یې څوک سپکاوی وکړي نو دوی باید په خندا او خوښۍ دا سپکاوی وزغمي.

خو بیا ځینې شنونکي په دې ګومان دي چې امریکا اوس په اقتصادي او سیاسي بحرانونو کې ښکیل شوې ، اقتصاد یې دلس کاله پخوا اقتصاد نه دي او نه هم دا توان لري چې پر کوم بل ملک تیری وکړي، او نه هم په افغانستان کې دنور پاته کیدو اقتصادي او عسکري توان لري ، نو په دې کارونو سره غواړي چې ځان ته دتلو عاجله او لږ پتمنه لاره پیدا کړي.

په هر صورت ، دا څویم ځل دي چې قرآن کریم ته د امریکایانو له لوري سپکاوی کیږي ، او په کراتو انساني کرامت ته سپکاوی شوی، ولې هرځل دیوې بښنې په غوښتلو سره خبره ټپه کړي ، ولې که کوم مسلمان او یاهم اسلامي هیواد دامریکا په ګومان او خیال دهغوی امن او ګټو ته ګواښ وي (یوازې دګمان پر بنسټ) باید هغه مسلمان زنداني او یا ووژل شي او هغه اسلامي هیواد اشغال او په زرګونو اوسیدونکي یې تر تیغ تیر شي.

دا ده دغرب دیموکراسۍ او دا دي دغربیانو د بشر حقوق چې ددوی پر اند یوازې غربي انسان حقوق لري او یوازې هغوی باید له هرې آزادۍ برخمن وي نه دنورې نړۍ خلک.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts

About the author

اصلاح انلاین

 
 

4 تبصره ها

  1. زاهد says:

    ددې کفارو تش په خوله د بښنې او مښنې څخه څه شى نه جويږي هغه چاچې سپيڅلى کتاب، د الله (ج) کلام او دبشريت لارښود قران کريم سوځولى ده بايد دى هم وسوځول شي. که همدې امريکايي فوځي د امريکا د فوځ خلاف کار کړى واى او يايي د امريکايي اصولو څخه سرغړونه کړي واى نو اوس به حتماً فوځي محکمې ته راکش شوى واى او د فوځ څخه دشړلو سره به يي درنده سزا ورکړي واى. او بله داچې دا څوم ځل ده چې دا کبرجن او ظالم فوځ قرانکريم سوځوي که دا کار د نېشې او يا ناپوهۍ له وجهي کيداى نو ولې يي يوه ورځ خپلو ګټورو اسنادو او يا تحريف شوي بايبل ته اور ورنکړ مګر مسلمانان بايد پدې پوه چې دوى دا کار قصداً او د عناد له امله د قرانکريم د سپکاوي او د مسلمانانو د ځورولو لپاره کوي نو مسلمانان هم بايد لاس تر زنې او غلي ورته کېننې او حتماً بايد د خپل سپيڅلى کتاب او د الله (ج) د کلام څخه دفاع وکړي او ددې ناوړه کار انتقام بايد حتمي واخلي.

  2. amen-wahab says:

    قال الله تعالي لايمسه الاالمطهرون

  3. مسلمه says:

    لعنت به امریکا

  4. شاکر says:

    مننه ورور جانه الله تعالی دی اجر درکړی تا خو دغه یوه لیکنه وکړه یو څه نا څه دی مسوولیت له اوږو سپک شو مونږ او مونږ ته ورته به څه کوی.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید