Home » خبر او تحليل » افغانستان »
د حضرت صاحب یوه پیشبیني رښتیا شوه خو…
محمد نذیر بشارت
د حضرت صاحب یوه پیشبیني رښتیا شوه خو په یوه تحلیل کې یې خبرې راووتي!
یوه ملګری مې راته ددې وروستۍ لویې جرګې یو ویدیویې کلیپ رالیږلی و. لیکلي یې و چې« کله د کرزې صاحب د «ما شیر هستیم» خبرې ته د تکبیر نارې پورته شوې او لاسونه ورته وپړکیدل نو په سترګو کې مې اوښکي راغلي او له ځان سره مې وویل چې تر دې به بل څه شی زموږ د بدمرغۍ لوی ثبوت وي؟».
ویدیو مې وکتله. کرزی صاحب ویل « ما شیر هستیم، شیر. در جنګل شیر اګر مریض هم باشد تمام حیوانات ازیش پرهیز می کند و می ګریزند. ما شیر هستیم، امریکا بنام شیر با ما معامله کند.» کرزی صاحب په هیڅ صورت دومره غبی نه دی چې د خپلی دې خبرې په بی معناتوب او بی ربطي پوه نه شي.
اصلاً زموږ د عام کلچر په تیره د سیاسی رواج یو مشکل دا دی چې تل په «انتهاوو» کې دریږو. لس کاله مخکې د کرزی صاحب د پر ځان بې باورې هغه حال و چې کله یې د خپل ریاست د شروع غونډې ته وینا کوله او قومندان اسمعیل خان غونډې ته ور وننوت نو وینا یې ودروله او پر خلکو یې غږ وکړ چې « امیر صاحب امد، به امیر صاحب احترام کنید». خو نن یې خلکو ته د سپک نظر دا حال دی چې داسی څه ورته وایې چې تر بل هر چا دی په خپله ښه پوهیږي چې له رښتیا نه یوه دنیا لری دی او کول یې د خلکو شعورونه او عقلونه توهینوي.
زموږ د کلچربل شی دا دی چې باید ځان تل زورور وښیو، هر وخت مو د تورو له شرنګه د نورو ماغزه نا کراره وي، زموږ ازلي برخه زمریتوب وي او دبل هر چا ګیدړتوب. حال دا چې ډیر وخت بی وسې،محرومیت، مظلومیت او اوښکي د سیاست پیغامونو ته هغه بریښ او لمبه ورکوي چې پوچې لاپې خو پریږده ډیرې رښتینۍ حماسی یې نه شی کولای. خپلو پیروانو ته د یوه هوښیار مبارز نصیحت دا و چې « ګورۍ، زه به مړ یم یا ژوندی خو دا په یاد لرۍ چې هر وخت بریالي شیئ نو هڅه به کوئ چې مخالفان مو درته ځانونه د «محرومیت» او «مظومیت» په اور بلوونکي وسله سمبال نه کړي».
دا خو د صمیم صاحب خبره هسي منځپیښه وه. اصلي شی چې ماته جالب و هغه د حضرت صاحب او کرزی صاحب مرکزی نقش و. دوی دواړه د« جبهه نجات» د تنظیم وو. یو رهبر بل پیرو.
د «جبهې» په باره کې یو وخت انجینر صاحب حکمتیار ویل چې د حزب په چپ جیب کې ځاییږي. استاد سیاف په یوه غونډه کې ویلي و چې « که چا په افغانستان کې ماته دوه شیان راوښودل زه به انعام ورکړم، «یو د هندو قبر او بل د حضرت جبهه».
ماته د حضرت صاحب یوه پیشبینې او یو تحلیل یا مشاهده را په یاد شول. هغه وخت و چې طالبانو کابل نیولی و او د شمال په خوا د سیلاب غوندې روان وو.
یوه ورځ په پیښور کې یو چا راته وویل چې سهار حضرت صاحب ته ورغلي وو. ما ویل څه یې ویل. تر کړس، کړس خندا وروسته یې ځواب و: « مړه، هغه عجیبه سړی دی، په ویښو خوبونه ویني. په کوچ کې ناست و، تسبیح یې تر لاس تاو کړي، موټی یې ټینګ کړ او د شهادت ګوته یې په ښه زور د کوچ په مټ څو واره کیکاږله او ویې ویل چې دا د افغانستان ریاست جمهوری به ځې، ځې اخیر به دې غریبانه چوکۍ ته راځي».
ما ورته وویل دا خو رښتیا د ویښې خوب دی. ما ویل حضرت صاحب همداسی دی. هغه وخت چې طالبانو په کندهار زلزله ګډه کړه او بیا د کابل په لوری راشیوه شول نو چاراسیاب ته یې د هماهنګي شورا تنظیمونو ته احوال رالیږلی و چې کله هم طالبان در باندي راځي نو زما مجاهدین ور مخې ته کوئ ځکه چې هغوی زما په احترام زما پر مجاهدینو ډزي نه کوي.
څو ورځي وروسته یې ډاکټر حشمت الله مجددی له طالبانو سره د خبرو له پاره کندهار ته ولیږه. طالبانو دوه ورځي منتظر کینولی و. په دریمه ورځ د منځنۍ پوړۍ یوه طالب ورسره کتلي وچې ترساړه روغبړوروسته یې لومړۍ خبره دا وه چې «ستا له وروره خو به هم انشالله ډیرژر پوښتنه وشي» ډاکټر صاحب ورته ویلي و« د څه شی پو ښتنه؟» د طالب ځواب و«د هغو القابو چې دوستم ته یې ورکول».
ډاکټر چې له کندهاره پیښور ته راستون شو نو د هماهنګي شورا تنظیمونو ته یې ویل « طالب د هیچا په کیسه کې نه دی، نه د چا لحاظ پیژني او نه له چا سره جوړه کوي. له تسلیمې پرته بل هیڅ شی نه مني. شکر دی چې په خیروعافیت مې ترې پښې را سپکې کړي».
ملګری ته مې ویل چې د حضرت صاحب د جمهوري ریاست محاسبه هم همدغسي وګڼه. خو نن مې چې د جرګې ویدیو لیدله نو له ځان سره مې ویل چې ګوره د حضرت صاحب پیشبینې خو په یو ډول سمه راووته. که ښه رنګی دی که بدرنګی، که مشروع دی که نامشروع مګر ریاست جمهوری خو دی او په مستقیم یا نا مستقیم ډول دده دی د حضرت صاحب کوم تحلیل یا مشاهده چې یادووم هغه یې تر نن اتلس کاله مخکې ماته ویلې وه.
په جلال اباد کې یې تر یوې اوږدې مرکې وروسته څو ډیرې جالبي خبرې وکړي چې یوه په کې دا وه :« نقیب صاحب به چې زموږ کور ته راغی نو زما پلار ته به یې ویل چې ګوره ته ډیر خوش نصیبه سړی یې. ټول دې په شمارلس مریدان دي. خو بیدار، تندرسته او نمازي. خپل لمونځونه او اودسونه کوي، پاک سوتره ګرځي ،ستا خدمت هم کوي، لرګي درته ماتوي، خټي درته کوي. زما ناولي خوپه حساب دوه سوه دي مګر د یوې خاشې ښه مې پې نه کیږي. بس تش خوري او څښي نور حساب نه مني. ټوله ورځ خمار پراته وي. سم د سلطان محمود لټان دي. زه چې دا حزبیانو ته ګورم د نقیب آغا خبره مې را په یادیږي. فعال ، بیدار او مخلص خلک دي. حکمتیارډیر خوش قسمته سړی دی چې داسي خلک لري. دا قوت چې زما په لاس کې وای تا به لیدلي و. زما کسان خو هماغه د نقیب آغا مریدان دي. ته یقین کوي چې د جهاد په وخت کې چې په غرب کې زموږ د تنظیم څومره نمایندګان وو ټولو ته مو له پیښور نه په ډالرو تنخاوې ورلیږلي خوبرعکس د حزب نمایندګانو به پنډه، پنډه پیسي پیښور ته راوړلي».
اوس چې سړی کرزی صاحب ته ګوري نو د خپلو کسانو په باره کې د حضرت صاحب تحلیل او مشاهده ورته ډیره سمه نه ښکاریږي. مګر دا چې دې ته وکتل شي چې څومره د «حادثې ظالمې» رول دی او څومره د کرزې صاحب خپل کمال.
یوه ترجمان کیسه کوله چې یوه ورځ په سنګین ولسوالي کې له یوه سکاټلنډی انجینر سره پیاده روان وچې تر دوی اخوا پوسته باندی د راکټونو ډزي وشوې. انجینر ډیر وترهیده خو چې لیږ یې حواس راټول کړل نو بن لادن ته یې بدی خبرې شروع کړې. وایې ما ورته وویل: ولې؟ ده ویل: چې« ولی څه معنی؟ یکشنبه ده. نن په «ا بدیین» کې ښایسته لمر دي. اوس به مې دواړه لورانې تر لاس نیولې وي او د «ډن» رود پر زرغونه غاړه به مې بې غمه قدم واهه». وایې ما ورته ویل چې « بی انصافه ! داخبره کوې خو دې ته پام نه کوې چې کری کال به دي د خلکو د اشپزخانو او تشنابونو بند پایپونه خلاصول او د کال په پای کې به دي چې ټولي مالیې پري کړې نو ایله به درته شپاړس زره پونډه پاتي شول. اوس له ټولو مالیو هم بی غمه یې او د کال یو لک پونډه معاش لرې.
دا خو د همدې بن لادن کرامت دی». وایې: ویې خندل، دواړه بټې ګوتې یې راته جګې کړي او ویې ویل « سر له ننه چې هر وخت په خوله « ملکه زنده باد» ووایم نو په زړه کې به د «اسامه زنده باد» ویل نه هیروم».
که د سکاټلنډي انجینر حساب ورته ولګوو نو د کرزی صاحب په ګډون به د هغو شمیر څوک وکړای شي چې سهار او بیګاه په زړونو کې د «اسامه زنده باد» د و یلو پوروړي دي؟
No related posts.

14 تبصره ها
نوموړې موضوع د تاريخ له اړخه يوه ښه موضوع ده او هم يوه خندونکي او قناعت کوونکي دلايل لري چې د مينه والو تنده پرې ماتيږي.
بشارت صاحب
چشم ما روشن، لی ما شاد
بسیار زیبا، امید که با نوشته های یکبار دیگر در افق مطبوعات ورسانه های افغانی آشکار شوید.
موفق باشید
زنده باد آنانیکه فقط هدف شان بر پائی حکومت و نظام اسلامی است و تنها و تنها در فکر رسیدن مسلمانان به عزت و شان از دست رفته شان است
اسلام و علیکم به همه شما عزیزان
اگر از شخصیت های حقیقی میدان جهاد و آزادی حرف بزنیم فکر میکنم حال بسیار زود است چرا که یک تعداد یکجا شدن با متجاوزین جدید یکتعداد به شهادت رسیدند یکتعداد اگر چه اینجا (کابل) هستند اما کاری از دست شان ساخته نیست و یکتعداد دیگر هنوز هم در مبارزه هستند و این را یقین داشته باشید هم آنانیکه اینجا هستند و در فکر آزادی هستند(و قلباً از بودن با کفار نا راض هستند) هم آنانیکه در مبارزه قرار دارند یکروز نی یکروز دوباره در یک سنگر قرار خواهد داشتند چون همه خواستار پیروزی اسلام و آزادی مسلمانان و وطن عزیز ما هستند اما وای بر کسانیکه با صلیبی ها یکجا شده اند و به اصطلاح خود شان در فکر بزنس هستند و کسانی که در همین حال میمیرند چی جواب خواهد داشتند.
جناب محسن صاحب !
السلام عليكم و رحمه الله و بركاته
شما در پيام تان از ” لست قابل افتخار شخصیت های آزاده ورهبران واقعاً ملی کشور” ياد آور شده ايد.
اگر ممكن باشد لطف نموده لست مذكور و مورد نظرتان را با خوانندگان سايت شريك سازيد تا همه به شمول مردم افغانستان نيز از اين به اصطلاح شما ” شخصيت هاي آزاده و رهبران واقعا ملي كشور ” را بشناسند.
تشكر
خانم نوری
وعلیکم السلام ورحمة الله
هیچ ملتی قاقد شخصیت های آزاده وملی نمی باش وخوشبختانه مردم افغانستان هم فهرست طویلی ازشخصیت هایی ازین طراز (درگزشته های خود بیشتر ودر عصر موجود کمتر،) دارند.
اما فکر میکنم ارائه لست مختصر یا دراز شخصیتها درین بحث مارا بجایی نمی کشاند، زیراکه متأسفانه درجو غیر طبیعی ومرض زدهء فعلی افغانستان اکثریت قریب به اتفاق شخصیت های ملی ما یا از روی جهل ونادانی ویاهم از روی حسد وتعصب مورد حمله قرار گرفته و شخصیت شان مورد اتفاق نیست
و البته از لحاظ زمانی وقت بیشتری درکار است تا وضع ممکلت ثبات یافته، سره از نا سره جدا گردیده وخائن از خدمتگار و ملی از فروخته شده تفکیک گردد
اما غرض اطمینان خاطر شما خواهر گرامی میشود تعریفی از قیادت های آزاده تقدیم نمود
تعریف بنده برای انسانهای آزاده ازین قرار است:
تمام آنانیکه قبل از حملهء استعمار ویاهم بعد ازحمله استعمار به کشور، با مهاجمین همکار نبوده وبرای آزاد بودن وآزاد ماندن کشور تلاش صادقانه نموده اند، شخصیت های آزاده اند.
البته دریک تقسیم فرعی میتوان اینها را به شخصیت های آزاده مردمی و شخصیت های آزادهء غیر مردمی تقسیم نمود و حتمی نیست که هر شخصیت آزاده حتما مردمی هم باشد اما به هر حال، شخصیت آزاده بر شخصیت فروخته شده ووطن فروش برتری کامل دارد وقابل مقایسه نمی باشند
خداوند نگهدارتان
محسن صاحب
ډېر ښه ځواب مو ارایه کړی دی
محترم محسن صاحب !
به گفته دختران -كابل زمين- كه دانشجويان علوم سياسي اند – مي شود گفت كه :
- شما جواب ديپلماتيك و تشريفاتي داديد.
- سوال من اين نبود كه شما تعريف كلي از شخصيت هاي آزاده و رهبران واقعي ملي بكنيد – زيرا در تعريف شايد همه متفق باشيم -
اگرچه ممكن است تا در تعريف استعمار و يا مهاجمين و مفهوم آزادي ما و شما نظر متفاوت داشته باشيم.
ولي بهتر مي بود تا شما از آن شخصيت هاي ( حال و گذشته ) نام مي برديد تا مطلب تان براي خوانندگان واضح مي شد. به هر حال من اصرار نمي كنم و به اين محافظه كاري شما احترام مي كنم.
و السلام علي من اتبع الهدي
نه میدانم چرا خانم نوری باهر پدیده ی افغانی و اسلامی مخالفت می کند؟
شما که از اینجا طرفداری اخوان المسلمین را درمصر ویا هم حکوم اردوگان را در ترکیه می کنید ، بسیاری مانند شماها هستند (درهمان کشورها) که با شعارهای شما مانند اخوان را رد نموده ، وتلقین به نظام های اروپایی و امریکایی می کنند!
بلی! میگویند که (صدای دهل ازدور…) پس شما هم از رهبرانی که در اینجا نیستند طرفداری نموده، چون میدانید که آنها در کشور ما آمده وحکومت کرده نه میتوانند.
در کشور ما شخصیت های بی شمار آزاده (که 99٪ ملت مارا تشکیل میدهند) بوده وهستند، -یگان تایش مثل شما می باشد-.
خو ش باشید
بشارت صیب به قلم تان برکت، تشریف آوری دوبارهء تان به میدان رسانه های کشور را به فال نیک گرفته ودوام آنرا متمنی ام.
من از سابق با نوشته های شما آشنا بوده و آنهارا میخواندم، اما نوشتهء حاضر تان واقعاً یک شاهکار است
جناب حضرت صیب با وصف کم سوادی درمیدان سیاست وسهم اندک درمیدان جهاد علیه روسها، به خاطر مکانت معنوی درمیان قاطبهء ملت همواره از احترام وعزت فراوان برخوردار بود، اما متأسفانه موقف وطن فروشانهء وی در لویه جرگهء نمایشی اخیر، شخصیت ویرا با خاک یک سان نمود
حالا درحلقات روشن فکر وآزادهء کشور به جناب حضرت صیب بعنوان یک شخصیت ضعیفی دیده میشود که به همراهی حامد کرزی، سند فروش تدریجی سرزمین افغانستان به امریکا را امضاء نموده ویا حد اقل برای آن زمینه سازی اساسی نموده اند
شاید نقش منفی جناب حضرت صیب در لویه جرگهء نمایشی، بیشتر برگردد به غباوت سیاسی وی تا عدم پا بندی به دین، زیرا کسی هم درتدین شخصی حضرت صیب شکی نخواهد داشت.
به هر حال، علت هرچی بوده باشد، نتیجهء آن برای شخصیت مجددی صیب آنهم درین آخر عمر، خیلی ناگوار وسنگین تمام شد وراشتش را بگویم چنین ذلتی را درحق وی وهیچ یک از رهبران سابق جهاد روا دار نمی باشم
آیا راهی وجود دارد که جناب حضرت صیب یکبار دیگر نام خودش را ازلست سیاه خائنین ووطن فروشان پاک نموده شامل لست قابل افتخار شخصیت های آزاده ورهبران واقعاً ملی کشور سازد؟
به امید چنین روزی
ښه لیکنه دی کړی خو د حکومتیارصیب دی ډیرصفت کړی دانصاف نه دی کارنه دی اخیستی ،حکومتیارصیب خوهم دحکومت دلاسته راوړلولپاره دوستم ،مسعود ،اوډیرونوروسره اتلاف وکړ چی لیکنی کوی نو دیوه لیکوال په ډول ټولی برخی باید پکی یوشان چی ملامت وی ملامتوی .
ابو خماس صاحب
هغه خو د عبدالرسول نوم هم اخیستی دی.
ډیر ښه بشارت صاحب
خاصتا آخري برخه
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
محترم بشارت صاحب الله شمارا اجر عظیم نصیب بگرداند , بسار جالب وخواندنی نوشته , اید هرقسمتش باوجود اینکه ظاهراً خنده آور است اما بسیار پند ها درآن نهفته هستند.
شما کاملاً درست نوشته اید واقعاً همینطور است.
والسلام