Home » جمعيت اصلاح » راپورونه »
په کوټ کې د “د ولسونو په پرمختګ کې د ژبې او ادبياتو رول” تر سرليک لاندې غونډه وشوه
راپور: قدرت الله جاهد
د جمعيت اصلاح د ننګرهار ولايت د کوټ سيمه ييز دفتر د جمعې په ورځ د جدي په ۹مه نيټه د (د ولسونو په پرمختګ کې د ژبې او ادبياتو رول) تر سرليک لاندې غونډه وکړه. د غونډې ګډونوال د سيمې فرهنګپال، شاعران او اديبان ول.
غونډه په ټاکل شوي وخت د سهار په ۹ بجو د کوټ په مرکزي دارالحفاظ کې د استاد بهرام له خوا د قران کريم په تلاوت پېل شوه. په پېل کې د کوټ د دفتر مسؤل ډاکټر صاحب محمد شکر وحدت ګډونوالو ته د جمعيت اصلاح د اهدافو او فرهنګي خدمتونو يادونه وکړه. ډاکټر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې فرهنګي خدمتونه جمعيت اصلاح خپل کار کڼې، که هغه هر څوک کوي زموږ د کار يوه برخه ده او موږ پرې خوښېږو.
ورپسې د جمعيت اصلاح د ننګرهار ولايت د ځوانانو
مسؤل محمد ګلاب توحيديار د (اسلام او فرهنګي ادبي فعاليتونه) تر عنوان لاندې خبرې وکړې چې په لړ کې يې د مسلمانانو له خوا په شويو فرهنګي، ادبي او سياسي فعاليتونو رڼا واچوله. نوموړي د افغان سيد جمال الدين، شهيد امام حسن البنا، مولانا سيد ابو الاعلی مودودي (رح) او د افغانستان د اسلامي تحريک مخکښ شهید منهاج الدین ګهیځ د رسنيزو فعاليتنونو او کلتوري خدمتونو يادونه وکړه.
د غونډې په پای کې د سيمي فرهنګپال ښاغلي رحمان الله رښتين د کوټ ولسوالۍ د ادبي بهير په اړه وينا واوروله. د يادونې وړ ده چې د غونډې په جريان کې د سيمې راغليو شاعرانو خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول. غونډه د سهار په ۱۱:۳۰ بجو د مولوي صاحب سيد هاشم په دعا پای ته ورسېده.
جمعيت اصلاح د ټولنې له منځ څخه راټوکېدلی ارګان دی چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خپل پراخه ديني او کلتوري فعاليتونه کوي او هدف يې د فرد، کورنۍ او ټولنې اصلاح دی.
No related posts.





3 تبصره ها
جاهد او گلاب صاحب !
یعنی تاسی به د کوټ په ولسوالۍ کی لکه د افغان ادبی بهیر یا نورو په شان هره اونی یا ۱۵ ورځنۍ ادبی ناستی ولرۍ؟؟؟
مننه که معلومات راکړۍ.
کامران
وروره په متن کې خو داسې ليکل شوي نه دي، نو ته يې د کوم ځای نه وايې؟ يا پوښتنه ده؟
زه فکر کوم چې دا فقط يوه غونډه وه چې شاعران او اديبان ورونه يې سره راټول کړي ول او ورته يې په يو وخت کې جمعيت اصلاح هم ور وپېژنده.
ماشاءالله ، الله مو همدارنګه هڅاند او کامیاب لره.
مننه
فاروق