افغانان بايد خپله ستونزه پخپله حل کړي

 

په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل:
افغانان بايد خپله ستونزه پخپله حل کړي

له څه مودې راهیسې په رسنیو کې دا خبر ډیر ګرم دی چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر پرانستلی دی.

امریکایان چې په مختلفو پلمو او چلونو په افغانستان کې دخپلو عسکرو د پاتې کیدولو لپاره هڅه کوي ، ډیر ټیګار يې په تیرو لسو کلونو کې پر دې وو چې افغانان باید خپلمنځیو خبرو ته پرې نه ږدي ، ځکه چې د خبرو اوسولې بین الافغاني خبرې ددوی منطقوي ګټو ته زیان رسوي او دخبرو دکامیابیدو په صورت کې امریکا او ناټو باید له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي.

اوس چې کوم خبرونه په دوران کې دي څرګندوي چې امریکا غواړي مخامخ له طالبانو سره، د نورو افغاني خواوو له ګډون پرته خبرې وکړي او په شعوري ډول حزب اسلامي او نور سیاسي افغاني مخالف جریانونه له پامه غورځوي.

په دې کې شک نه شته چې امریکا به له افغانستان څخه وځي ، که داپه زور وي او که په رضا ، ولې ستونزه دلته ده چې آیا افغانان په دې پوه شوي دي چې له خبرو پرته بله لاره دجګړې دپای ته رسولو لپاره نه شته.

که په ریښتیا دقطر په هیواد کې طالبانو دفتر پرانستی وي نو دا به یوه ښه خبره وي، چې اقلا د طالبانو لپاره به په نړیواله سطحه دتمثیل زمینه برابره او نورو افغاني خواوو ته به دهغوی آدرس معلوم او دخبرو لاره خلاصه شي.

که څه هم په سرکې د افغانستان حکومت په قطر کې دطالبانو د نماینده ګۍ دخلاصولو مخالفت کړی وو او دلیل يې داؤ چې امریکا غواړي افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته پرینږدي او پخپله خوښه یوه معاهده وکړي ولې وروسته د کرزي ویاند په دې کار خوښي څرګنده کړه.

مونږ پر دې باور یو چې امریکا او ورسره ناټو دخپلو ګټو او منطقوي سیاست پر بنیاد پر افغانستان یرغل کړی، دانورې هسې پلمې دي، نو امریکا هیڅ کله نه غواړي چې افغاني لانجه دې حل شي ، ځکه چې بیا به ددوی دوتلو خبره مطرح وي.

نو افغانانو ته په کار ده چې تکرار شوې تجربې بیا تکرار نه کړي ، په خپلو کې سره کیني ، که هغه طالب دی ، که حزب اسلامي ، که افغان دولت او یا نورې ډلې ، او دافغانستان د لانجې دحل لپاره یوه معقوله دحل لاره را وباسي او پردیو ته ځواب ورکړي، چې دا هیواد یو آزاد هیواد دی او لکه څنګه يې چې شوروي اتحاد دالله په مرسته دړې وړې کړ همداسې به نور زورور هم مات کړي.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

7 تبصره ها

  1. آبوخليل قدوسي says:

    رېښتیا هم له بین الافغاني تفاهم څخه پرته دا لانجه نه حل کېږي امرېکایان او دهغه ملګري نور غواړي له افغانستان څخه خپلي پښې سپکي کړي خو لکه څرنګه چي تاریخ شاهد دی ښکېلاک تل دتېښتي په وخت کي هڅه کړي چي دولسونو ترمېنځ داسي اوږد مهاله لانجې پرېږدي چي دهغوی ملي ځواک کمزوری کړي او ښکېلاک ته بيا هم ديوه بل شکل دمداخلې زمېنه مساعده وي نو دټولو افغاني خواوو لپاره ضروري ده چي په بشپړه زېرکتيا سره دا توظیه دافغاني او اسلامي اخوت دټېنګښت له لاري په نطفه کي شنډه کړي او همدا يې وخت دی .
    پدې کي هم شک نشته چي په ساحه کي مطرح او ځواکمن قوت اسلامي امارت دی او دهغوی دقربانیو په مټه نن یرغلګر تېښتي ته اړ دي خو ملت غواړي چي افغانان باید د یرغلګر له وتلو وروسته باید نوري خپل مېنځي ستونزي او شخړي ونلري که طالبان دملت دا غږ واوري او له نورو افغاني خواوو سره داسلامي او ملي معیارونو په چوکاټ کي دتفاهم تداوم ته لاره خلاص کړي نو دابه دهغوی واک او ځواک نور هم اغېزمن کړي او دا به يې ستره سیاسي زېرکتیا او وېښتابه وي چي ددښمنانو دتفرقې اچولو فرېبونه او مکرونه درک کړي

    • فريبا نوري says:

      جناب آبوخليل قدوسي !

      شما از قدرت به قول خودتان ( امارت )‌ ياد آور شده ايد و چنين وانمود كرده ايد كه بعد از خروج احتمالي خارجي ها – امارت شما جاي آن را خواهد پر نمود. ولي شما اين را فراموش كرده ايد كه ملت افغانستان آنقدر بي غيرت نيست كه حكومت امارتي و ديكتاتوري را بپذيرد.

      - حقيقت اين است كه امارت طالبان يكبار امتحان خود را به مردم افغانستان و دنيا داده است و ثابت ساخته است كه امارت نه كدام جريان سياسي است و نه مردمي بلكه اله دست پاكستان است و بقايش صرف در جنگ مي باشد.

      - الحمدلله امروز دهه نود ميلادي نيست كه (امارت) دوباره بر سرنوشت مردم افغانستان حاكم شود بلكه امروز ما در سال 2012 ميلادي قرار داريم و ضرورت به يك حكومت اسلامي مترقي و متمدن و مردمي در افغانستان است كه رهبري آن از كفايت و درايت و شعور سياسيي لازم بايد برخوردار باشد و به آزادي هاي سياسي – اجتماعي و مدني و انساني مردم باورمند بوده حاكميت قانون را تامين كند.

      - زمان امارت و امارت بازي و فرهنگ كيبل و شلاق گذشته است.

  2. کامران نورزی says:

    فریبا نوری صاحبه!

    تا جای که ما همه خبر داریم قطر بزرگترین پایگاه نظامی امریکا در دنیا یا ممکن در اسیا باشد. آیا زیر کاسه خو نیم کاسه نیست یعنی این مذاکرات یا دفتر طالبان در داخل بیس امریکا در قطر نباشد؟؟؟؟ و آیا طالبان افغانی با پاسپورتهای پاکستانی سفر می کنند؟

    حزب اسلامی که نسبتا روشن هستند داخل افغانستان را برای مذاکرات با دولت ترجیع دادن که این خبر خوش ایند است. اگر طالبان بجای قطر ترکیه را انتخاب میکردند این سوالها پیدا نمیشدند.

    وضعیت عجیب و غریب است.

    • فريبا نوري says:

      كامران نورزي صاحب !

      - حرف شما دقيق است . حتما زير كاسه نيم كاسه است.
      در سياست اصطلاح دبل گيم ( بازي دوگانه) راشنيده بودم ولي چنين معلوم مي شود كه :
      آي اس اي و طالبان ترپل گيم ( بازي سه گانه )‌ اجرا مي كنند – از يكطرف حرف از صلح و دفتر قطر مي زنند و از طرف ديگر اعلاميه صادر مي كنند:
      كه طالبان پاكستان و افغانستان زير قيادت ملاعمر متحد شده اند و تصميم گرفته شده است كه با صرف نظر نمودن از حمله بالاي اردوي پاكستان – صرف بالاي افغانستان انتحار و انفجار صورت بگيرد و به زعم خودشان جهاد شان صرف در افغانستان ادامه پيدا كند.

      - من از روز اول به اين عقيده بودم و هستم كه جريان طالبان و مخصوصا رهبري آن آله دست نظاميان پاكستان مي باشند و فاقد هرنوع برنامه اسلامي و سياسي مي باشند و زير نام جهاد تلاش دارند تا اجنداي منطقوي پاكستان را پيش ببرند و در خدمت منافع استراتيجيك پاكستان قرار داشته باشند.
      افسوس به حال آن طالبان رده پاييين و عادي كه فريب شعارهاي طالباني را خورده بي هدف مي كشند و كشته مي شوند.

      - تا جاييكه به حزب اسلامي ارتباط دارد – اگر واقعا در پي صلح باشند و از گذشته درس گرفته باشند و به حقيقت پي برده باشند -
      بلي آمدن شان به كابل و گفتگوي شان با جانب افغانستان قابل قدر و يك اقدام نيك است. و اميدوارم تا مطابق به ضرب المثل فارسي – دير آيد درست آيد – حزب اسلامي بتواند تا از تحولات اخير دنياي عرب و شامل شدن جريانات اسلامي دنياي عرب در پروسه سياسي كشورهاي شان – حزب اسلامي نيز در سياست خويش تجديد نظر نموده داخل پروسه سياسي در افغانستان شود و مصدر خدمت به ميهن و مردم قرار بگيرد.

  3. کامران نورزی says:

    دوستانو !

    په یوه خبره می سره خلاص نشو هغه دا چه طالبان به قطر ته په کومو اسنادو یا پاسپورت سفر کوی؟. ځکه هغوی خو نه پاکستان منی او د افغانستان حکومت ته خو هسی قانع ندی. بل دا چه په دوی خو پابندی ده دوی به څنګه د کابل یا اسلام آباد میدان هوای د سفر لپاره غوره کوی ایا دا پدی مانا نده چه دوی کولای شی له هر ځای چه اوغواړی سفر وکړی؟

    مننه

    کامران

    • فريبا نوري says:

      كامران نورزي صاحب !

      - اگر اسامه بن لادن ( پدرمعنوي طالبان) مي تواند در هماهنگي با مقامات استخبارات كشور همسايه جنوبي در ايبت آباد و آنهم نزديك يك كمپ نظامي – بيشتر از شش سال سپري كند پس بعيد نيست و شما نبايد تعچب كنيد اگر برادران طالب – از ميدان هوايي اسلام آباد رهسپار قطر شده باشند.

      - شما صرف به ظاهر شعار ها برادران طالب نظر نكنيد – بلكه متوجه آنچه در عقب پرده جريان دارد باشيد زيرا يكي خبر است و يكي (ماوراء الخبر) و يا به گفته انگليس ها متوچه (Behind the screen) باشيد.

      تشكر

  4. ظریف افغان says:

    که تاسو افغان ډلې راشمارئ نو بیا خو به د مذاکراتو اطراف په کې ورک شي؛ مؤثریت مهم دی، نن طالبان د مقاومت تر ټولو اغېزمن او مهم لوری دی، حزب خپلې هڅې وکړې او پټې او څرګندې خبرې یې وکړې، خو چا ورته ارزښت ور نه کړ، ځکه دوی اوس هاغه د جهاد د وخت حزب نه دي. زه فکر کوم که طالبان له امریکایانو سره تفاهم ته ورسېږي، نوره لانجه حل ده. دا دی پرون حزب هم خپل استازي -غالباً د درېیم ځل- کابل ته واستول، ګورو به چې د کوم وزارت لپاره د کابل له حکومت سره یواځای کېږي، کنه؟
    کور مو ودان

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید