د جمعیت اصلاح داسلام آباد څانګې رحله وکړه

 

جمعیت اصلاح دهغه منظم او اغیزمن تربیتی کار نوم د‌ې چې نن سبا په زیاترو پوهنتونو لیسو او مدرسو کې روان دی، چې د فرد او ټولنې د روحي ، فکري او فزیکي رغاوني او اسلامي اصیل فکر دخپراوي لپاره کار کوي .

دهمدغو هڅو په سلسله کې د جمعیت اصلاح اسلام آباد څانګې د تیرې شنبې په ورځ (د جدي په ۳مه) د ځوانانولپاره د (جنود العمل) سرلیک لاندې یوه تربیتي رحله ترسره کړه، محصلینود سهار په نهه بجو دپوهنتون له ساحې څخه د لیک ویوپواینټ پر لورحرکت پیل کړ، په لاره کې دوروڼو لخوا په زړه پورې ترانې واورول شوې .

پروګرام د قاري صاحب هارون رشید لخوا دسپیڅلي قرآن د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې قاري صاحب حميدالله نجیب د رحلې د آدابو په اړه په زړه پورې درس وړاندې کړ، نوموړي وویل : د رحلې څخه مو یوازی دا موخه نده چې د عاموخلکو په څیر په چکر ولاړ شو او خپل وخت ضایع کړو ، بلکې دا پر مونږ دخپل نفس او فکر حق دې چې د ارامتیا لپاره یي دغه ډول تفریحې برنامې ولرو، رحله مونږته د نظم ، اطاعت، اخلاص، عمل او ورورګلوۍ عملي درس راکوي.

(په اسلامي خوځښت کی د تربیت اړتیا) د رحلې دوهم درس ؤ چې ورور حمزه مومن حکیمي وړاندې کړ، نوموړي وویل چې اسلامي خوځښت په خپلو وګړوکې د صالحیت اوصلاحیت ماده پیدا کول غواړي، ترڅو باهدفه ژوند ولري او اسلامي نړۍ ته خپل تیربرم بیا وروګرځوي . ورپسې د ورورڼو ترمينځ د ویناکولو سیالي ، ترانې اوځینی نورې تفریحې برنامې تر سره شوې چې د ورونودخوښۍ وړ وګرځیدې ، د پروګرام په پاې کې ځینو ملګرو ته جایزې ورکړل شوې .

رحله د مازدیګر په 4.30 بجو داسلام آباد دجمعیت اصلاح مسؤول استاد محمد حکیم صابر په اختتامیه دعا سره پای ته ورسیده .

عبدالودود – اسلام اباد


No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

4 تبصره ها

  1. محمد یحیی بارکزی says:

    ماشاء الله، ددغو جوانانو د بریاوو په هیله، مونز ته یی هم زاره یادونه را تازه کرل.

  2. محصل says:

    ماشاء الله به جوانان اسلام آباد
    صفحۀ فعالیت های جمعیت اصلاح همه با برنامه های اسلام آباد مزین است

  3. توحیدیار says:

    ماشاءالله
    الله تعالی مو په جهودو کې برکت واچوه

  4. ایمل says:

    ماشاء الله- تکړه شئ ، ښه ښه پروګرامونه وکړئ، راتلونکی انشاء الله د جمعیت اصلاح دی

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید