Home » خبر او تحليل » افغانستان »
لویه لوبه: که د انګریزانو دماتې تاریخ
د جنوري د ۶ نیټې په یاد
د پیتر هابرک لیکنه
ژباړه او لنډیز : محمدشفیق
لویه لوبه ! دا دهغه کتاب نوم دی چې انګریز لیکونکي د یوې پیړي په اوږدو کې د انګلیسي او تزار روسي د جاسوسي او رقابتي جګړې پیښې پکې رانقل کړیدي ، داچې ددې لویې لوبې مرکز افغانستان ؤ ، نو نوموړي د برطانیې بریدونه پر دې سیمه او مستند جریانونه د انګلیسي جنرالانو له یاداشتونو رانقل کړي او په خپل کتاب کې یې راوړي ، کتاب له انګلیسي ژبې محمد اسحاق توخې درې ته ژباړلی ، مایې د اهمیت له امله پښتو ژباړه او لنډیز راټول کړی ، هیله ده د ګرانو لوستونکو تاریخې تنده به پرې ماته شي .
مننه
… د کابل د سیند پر غاړه له څو ورځو مذاکرو وروسته محمد اکبر خان په خپله د یوهیئت سره راغی، مکناټن خپله په فارسي لیکلي اعلامیه ورته واروله ،( په اعلامیه کې افغانانو ته د نورو امتیازاتو د ورکولو تر څنګ د انګریزانو مصؤن وتل غوښتل شوې دي ) داسي ښکاري چې دا اعلامیه د کابل د تسلیمۍ په معنی نه وه ،مکناټن چې په دسیسه جوړولو کې خاص ماهر ؤ ، په مایوسانه ډول یې وروستۍ قمار وواهه …. خو هغه له موهن لال دا خبره واوریده چې ځینې مخور افغانان د امیر دوست محمد خان له راتګه ویره لري، نو نه غواړي په ډیره بیړه انګریزان ووزي،… په دې برخه کې موهن لال هلي ځلي پیل کړي ، تر څو وکولای شي ،د افغانانو او مکناټن ترمنځ جوړ جاړی راولي، هغه د سرو او سپینو د وعدو په ورکولو هڅه کوله چې د افغانانو تر منځ اختلاف رامنځ ته کړي ، او افغانان د اکبر په خلاف پاڅوي .
په ورو ستیو ورځو کې موهن لال د نفاق اچولو توندې هلي ځلي وکړي،مکناټن پوهیده چې د افغانانو اتحاد یو ټینګ اتحاد ندی،…( دا په داسې حال کې چې په ښکاره مکناټن له وزیر اکبرخان سره معاهده وکړه ) په همدې حالاتو کې وزیر کبرخان او ملګرو یې ځانونه تر فشار لاندې حس کول، … انګریزانو ته د اخلاف اچوني له سیاسته څه امیدواري پيدا شوه….( اکبرخان چې د مکناټن په دوه مخی پوه شو نو ) دشپې اکبرخان خپل پټ نماینده په ۲۲ د دسمبر مکناټن ته راواستاوه او هغه ته یې دپیسو او نورو امتیازاتو په غوښتلو نوي پشنهادونه کړي ؤ ….د ملاقات لپاره ځای وټاکل شو، صبا مکناټن د دریو افسرانوسره هغه ځای ته ورغی .. اکبرخان له ملګرو سره یې د واورینې غونډۍ د پاسه په انتظار ناست ؤ …کپتان کینت لیکې : افغانانو داسي خبري کولي لکه څه چې په زړه کې لري ، دواړه ډلې مخامخ سره کښیناستې ، اکبرخان مکناټن ته په موسکا کې وویل : کوم پشنهادونه مې چې د شپې درواستول هغه د ومنل ؟ مکناټن وویل : هو . همدا دوو خبرو د ټولو انګلیسي قواوو سرنوشت وټاکه . اکبر خپلو ملګرو ته د مکناټن د خیانت خبره وکړه ، ددواړو تر منځ خبرې تبادله شوې،کپتان مکیزي وایې : لږ شیبه نه وه وتلي چې اکبر خپلو ملګرو ته وویل : ویې نیسۍ ، میکیزي او دوهم ملګری یې د اکبر ملګرو ونیول ، او مکناټن په خپله اکبر او دوو نورو نیولی ؤ ، د اکبر مخ تور او سور اوښتی ؤ ، مکناټن یې د غونډۍ په لور په داسي حال کې کشاوه چې د خدای لپاره ، د خدای لپاره نارې یې وهلې …داچې مکناټن څه ډول ووژل شو ؟ معلومه نده ،… ددې پیښې څخه جنرال الفن ستون خبر شو،خو کومه ویره او ډار چې په انګریزانو کډه وه ونه توانیدل له نیم میل فاصلي څخه مکناټن وژغوري …په همغه شپه خبر راورسید چې د مکناټن بدن پرته له سر څخه په بازار کې ځوړند دی .اوس افغانانو له انګریزانو د خپل انتقام شیبې شمیرلې ،.. د کریسمس په ورځو کې اکبر خان بیا احوال را واستاوه چې د مصؤن وتلو په بدل کې باید له پخوا ډیر قیمت ورکړي، …هغه غوښتل چې انګریزان باید د توپچې قوی څخه ډیره برخه ،او ټولې پاته طلاوي هغه ته ورکړي، او د انګریزانو کورني په ګرو کې ورکړي ،الفن ستون د هغه د یوې غوښتنې رد هم نه کاوه.
هوا دیره سړه وه ، پاتنچر پرته له دې چې د اکبر غوښتنې ومني بله چاره نه درلوده ،په ۱۹۴۲ کال د جنوري په لومړي نیټه موافقه لاسلیک شوه،..انګریزانو موافقه وکړه چې له شپږو توپونو پرته به نور ټول وسایل افغانانو ته پریږدي ،او هغوی به یې بدرګه تر جلال آباده بیایې ،…. د سختي پریشاني او مایوسۍ په حالت کې د جنوري په ۶ نیټه د ډول غږ ووهل شو او د سند یو ډیر مغروره کنډک د ډیر شرم او رسوایی په حالت کې چې شاه شجاع او بې دفاع ملګري یې په بالای حصار کې په ځای پریښودل له ګارنیزوم څخه په وتلو پیل وکړ، د همدې کنډک تر مخ د ۴۴ پلې غنډ ۶۰۰ تنه روان ؤ ، ترې وروسته دانګریزانو کورني په یابوګانو او روانو تختونو د هندي خدمت کوونکو په واسطه وړل کیدې، تر هغو وروسته د توپچې ، پلو او نورو قواوو ټولې روان ؤ ،همدا شان د کاروان مهمات ازوقه او نور شیان په اوښانو او کچرو بار روان ؤ …. کاروان روان شو ، ..په وروستې پړاو کې مواطلاع تر لاسه کړه چې کوم د بدرګې کسان چې اکبر یې وعده کړې وه ، یو هم نه لیدل کیږي، دلته یو ځل بیا پاتنچر الفنستون ته وویل چې مخکې تردې چې تباه شو باید وګرځو او په بالای حصار کې ځانونه ټینګ کړو ، خو هغه بیا ونه منله او حرکت ته دوام ورکړل شو.
د داکتر ویلیم برایدن د لیکنې له مخې : وروستي قوا مو چې څنګه له مرکز څخه را ووتله ، افغانانو د دانه پور ټوپکو خولي په موږ راخلاصې کړې ،ډیر افسران ووژل شول او ډیر ټپي ،…افغاني سواره په کاروان راننوتل او په چور او تښتولو یې پیل وکړ ،…. ډیر زر د واورې سپین مخ په وینو سور شو ،خو کاروان روان ؤ او د حملو دفاع به یې کوله ، شپه راورسیده ،ځینې په خیمو کې بیده شول، چا اورونه بل کړل ، او ځینې په واوره پاته ؤ ،…کله چې سهار شو ، نو ومولیدل چې ډیر هندي خدمت کوونکي چې ګرمې جامې یې نه درلودې له یخنی مړه ؤ ، کاروان روان شو، انګریزانو د مرګ او ژوند سره مبارزه کوله ،اوس د هر چا یواځیني هدف ، له یخو درو څخه د هند ګرمو درو ته ځان رسول شول ،…ټوله ورځ د افغانانو غلچکي بریدونه روان ؤ ،کله نا کله به سره ونښتو، افغانانو هڅه کوله دوه قیمتي توپونه چې کچرو وړل تر لاسه کړي،…انګریزان مجبور شول د هغو توپونو په ګډون نور هر څه پریږدي ، …د دوهمي ورځې په نیمایې کې اکبرخان بیا راښکاره شو، هغه انګریزان په دې ملامتول چې ولې پرته له مشورې او افغانې محافظانو راووتل، ..بیا یې د نورو کسانو د ګروګان کولو په بدل کې د مصؤن رسولو خبره وکړه، خو کاروان لا تر حملو لاندې ؤ …، اکبرخان افغاني قومونه په ښکاره منع کول چې له حملو لاس واخلي ، خو داسي فکر کیده چې یا به یې چا خبره نه اوریده او یا داچې موږ ته یو چل ؤ ،… د ډاکتر برایدن په وینا : په باریک تنګي کې له هرې خوا حملي روانې وې تیاره خوره شوه ، دسپلین له منځه تللی ؤ ، نور نو هر څوک د ځان په فکر کې ، هغه د شپې له آس څخه راوغورځول شو،او د تورو تر یرغل لاندی راغی، خو روغ له حادثي بچ شو …
له ډیرو سختو ورځو وروسته د عسکرو او افسرانو یوه کوچني ډله وتوانیده له دې تنګې راووزي او نور ټول لښکر تباه شو ، دوی دوې ډلې شول ، یوه ډله د برایدن په ګډون په مخ ولاړه او بله ډله چې ۲۰ افسران او ۴۰ تنه عسکر پکښې ؤ د ګندمک په لاره چې غوښتل یې ځانونه د انګریزانو ساحې ته ورسوي روان شول ، خو ډیر زر د افغانانو له لورې محاصره شول، افغانانو وعده ورسره وکړه چې که تسلیم شي او اسلحه په ځمکه کیږدي نو دوی به یې روغ ورسوي ، خو انګریزانو ونه منله ، نو جګړه ونښته ، د جګړې په پای کې یواځې د انګریزانو څلور تنه ژوندې اسیران شول ، نور ټول ووژل شول … په ۱۹۷۹ کال یوه برطانوي دانشمند اندري سینګر په هغو وحشتناکو غونډیو کې چې دا کسان پکښې وژل شوي ؤ د انسانانو هډوکي موندلي ؤ او د سیمې خلکو ورته ویلي ؤ چې پخوا به ډیر ځله له هند څخه برطانوي سیاحان دلته راتلل او په پټه خوله به دې ځای ته د احترام په ډول دریدل .
( داچې برایدن څه ډول توانیدلی تر جلال آباده ځان ورسوي اوږده کیسه لري خو هغه ( د همدې لیکني په اساس ) د شپاړس زره لښکر څخه یواځینی څوک ؤ چې ورسید او انګریزان خبر شول )
د ډاکتر برایدن خبره دوه اونۍ وروسته کلکته کې ګورنر جنرال لارد آکلند ته ورسیده ،د هغه خور ( ایملي ) لیکي :دا خبر په هغه ډیر سخت تمام شو ،هغه یې لس کاله زوړ کړ ،د لارد ټول سیاست په منځني اسیا کې ګډ وډ شو ، ددې په ځای چې برطانیه د روسانوپه خلاف یو دوست هیوداد ولري ،د بریطانیا لوی لښکر ته یې رسوایې ورواړوله ، هغه زیاتوي
یو وحشي او درنده صفته قوم وتوانید په خپلو لاسو جوړه کړې اسلحې سره د ځمکې په مخ د یوه لوی قدرت لښکر تار او مار کړي ،دا د انګریزانو غرور او حیثیت ته لویه ضربه وه )
له دې پیښې وروسته چې اکبر خان د جلال اباد او کندهار په انګریزانو دباو اچولی ؤ په هند کې دا ویره خپره شوه چې جګړه مار افغانان په هند حمله ونه کړي ځکه هغوی پخوا هم هداسي کړې ؤ
(داچې برطانیه ددې ماتې څه ډول جبران وکړي د هند برطانوي جنرالانو پرې ډیرې خبرې کړیدي ) خو بلآخره فیصله په دې وشوه چې انګریزان به د کابل په لورې یو نمایشي مارش کوي تر څو په هند او برطانیه کې تللی غرور بیرته اعاده کړي ، دا کاروان چې ( ) عسکر پکښې ؤ د پیښور څخه د سختو جګړو په منځ کې له خیبر تیر شو د جلال آباد څخه د کابل په هغه لاره وخوځید چې اووه میاشتې مخکې د الفن ستون لښکر پکښې تباه شوی ؤ ، د جنرال پالک لښکر ډیر زر هغو سیمو ته ورسید چې د انګریزانو د لښکر هډوکې لا پراته ؤ ، هغوی هرې خواته د انسانانو پراته اسکلیتونه لیدل ،دوی یوسل او پنځوس اسکلیټونه وشمیرل ،د توپونو ګاډۍ به هر ځای د انسانانو له ککریو سره ټکر کاوه ،ځینو لا د خپلو دوستانو پاته شونې پیژندل ، سره ددې چې د هند ګورنر الن بورو توصیه کړې وه چې له خلکو سره به نیک چلند کوي ، خو د عسکرو د غصي کنترول نا ممکن ؤ ، ویل کیږي چې دوی په لاره د یوه کلي ټول نارینه ووژل ،په ښځو تجاوز وشو ، او ویل کیږي چې ځینې ووژل شوې، یو ځوان عسکر وایې چې د خلکو عذر او زاریو هیڅ ګټه نه کوله ،د ټوپکو خولې په خلکو راخلاصې وې،دوی د انسانانو له وژلو خوند اخیست ، هغه د داډول صحنو په لیدو بې هوشه شوی ؤ ،هغه وایې ددوی د عسکرو کړنه د پټو قاتلینو څخه ښه نه وه ، یو کشش چې د پیښې شاهد وو وایې : د یوه کلي خلک چې کله تسلیم شول نو تر اور لاندې ونیول شول ،هغه وایې : ډیرو لږو کشیشانو به داډول صحنې لیدلې وې .
بلآخره د پالک قواوي په هغه لاره چې د برایدن له لارې پنځه ځله اوږده وه د سپتمبر په ۱۵ نیټه کابل ته ورسیدې…. ، کابل دا وخت پاچا نه درلود ،جنرال پالک د شاه شجاع زوی فتح د خپل لاسپوڅې په توګه په تخت کښیناوه ،او د بندیانو خلاصولو ته یې لومړیتوب ورکړ،دې خطرناک کار ته یې کپتان ریچموند شکسپر وټاکه ،د هغه سره د بدرګې او مرستې لپاره یې د اکبرخان د سختو دښمانو ، قزلباشانو یو ۶۰۰ کسیز لښکر مسلح کړ او د بامیانو په لور یې واستاوه ،( لیکوال لیکې چې: دا قزلباشان په چندولو کې اوسیدل ، نو زه نه پوهیږم کیدای شي دا خلک هزاره ګان وي چې د بامیانو د تګ ضمانت یې انګریزانو ته کړی ؤ او چندول خو ددوی پخوانی ټاټوبی دی د نوموړي په وینا ځینې نور اسیران د موهن لال په شمول چې د کابل په ابشارو کې ساتل کیدل هم همدې قزلباشو انګریزانو ته په لاس ورکړې ؤ ) استول شوو فوځیانو د پیسو او قزلباشانو په مرسته بندیان له بامیانو راوستل ،اوس د جنرال پالک د انتقام وخت دی ، هغه غوښتل اوس له افغانانو انتقام واخلي ، هغه غوښتل لومړي بالای حصار چې د افغانانو د غرور سنبول دی منفجر کړي خو افغاني دوستانو یې عذر ورته وکړ چې دا کار ونه کړي ، نو یې تصمیم ونیو چې د کابل د زاړه ښار پټ بازار چې په منځنی اسیا کې یې سارۍ نه ؤ او همدلته د مکناټن جسد ځوړند ؤ وسوځوي ، نو یې دا کار وکړ ، ورسره په کابل کې چور او تالان پیل شو ټولې قواوي راتویې شوي ،دوکانونه یې چور کړل او کورونو ته یې اور ورته کړ، د انګریزانو د قزلباشو دوستانو په شمول دوست او دښمن یو شان ؤ ،قزلباشانو په سترګو کتل چې کورونه او دوکانونه یې په زاړه ښار کې انګریزانو چور او وسوځول ، په دوی کې ۵۰۰ کورنې هندوان هم ؤ چې مجبور شول د انګریز له لښکر سره هند ته ولاړ شي ، ځکه دوی دلته هر څه له لاسه ورکړل ،دا پیښه د جنرال نات او پالک لپاره یوه د شرمه ډکه پیښه وه چې دوی پرې جایزه واخیسته ،
صبا ورځ د اکتوبر په ۱۱ نیټه د کابل له بالای حصار څخه د برطانیې برغ راټیټ او کاروان بیرته په هغه لاره روان شو چې د ملګرو ککری یې هرې خواته پرتې وې ) دې جنرال د هند د خوشهاله کولو په موخه او خپلې بریا و ښودلو لپاره د سومنات دروازه هم له غزنې یوړه) دوی د خیبر له درې ووتل او په دې سره د لویې لوبې لومړي پړاو پای ته ورسید.
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.