د شرابو روغتيايي تاوانونه

 

محمد عثمان افضلي

ضروري یادښت: د لیکنې د عام فهمه کېدو لپاره له مسلکي تشریح او د ډېرو طبي کلماتو له کارولو ډډه شوې. که کوم ورور یا خور د ذکر شويو مواردو تشرېح غواړي کېدای شي آخځونو ته مراجعه وکړي. دلته ځکه په لنډ ډول لیکل شوي تر څو ټول لوستونکي ترې استفاده وکړای شي او مضمون هم ستړی کوونکي نه وي.

سريزه:

د اسلام مبارک دين د بشریت د روحي علاج سره سره د هغه جسماني علاج هم راوړی. د اوامرو په ادا کولو سره چې یو مسلمان ته څومره ګټه رسېږي، همغومره ګټه ورته د نواهیو په پرېښودو هم رسېږي. هغه بېله خبره ده چې مونږ باید د اوامرو ادا کول او د نواهیو پرېښودل د هغو د دنیوي ګټو لپاره ونکړو بلکه هدف به مو د الله رضا وي او دنیوي ګټې به په خپله رارسېږي.

په خیر القرون کې د اوامرو او نواهیو په اړه تعامل بېل ؤ. هلته به چې کله د یو کار د کولو (امر) او یا پرېښودلو (نهې) په اړه حکم راغی نو صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین به د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د هغې د حکمتونو او ګټو پوښتنه نه کوله او د الله متعال د حکم په حیث به يې ادا کول. مګر د نن زمانې انسان ځان ته عقلاني انسان وايي او په هر کار کې د هغې ګټې نظر کې نیسي. که په ظاهره ورته کومه ګټه ښکاره نه شي، چې کېدای شي د ده د خپلې لږپوهۍ په وجه وي، نو هغه کار سرته نه رسوي.

د دغسې مسلمانانو د فکر بدلولو لپاره او د عامه مسلمانانو د یقين د لا زياتېدو لپاره باید په دې اړه تر خپله خپله وسه کار وکړای شي.

د شرابو د حرمت قرآني دلیل:

په قرآنکريم کې د شرابو د حرمت په اړه واضح حکم موجود دی: یا ایها الذین آمنوا انما الخمر و المیسر و الانصاب و الازلام رجس من عمل الشیطان، فاجتنبوه لعلکم تفلحون. ژباړه: اې مؤمنانو! بې شکه شراب، قمار، بتان او د فال کتلو غشي، مرداري او د شيطان د کارونو له جملې څخه دي، نو ډډه ترې وکړئ تر څو کامیاب شئ. (۱)

د شرابو کيمیاوي خواص:

شراب چې کیمیاوي نوم یې ایتایل الکول یا ایتانول او کیمیاوې فارمول یې  CH3CH2OHدی یو عضوي مرکب دی او د الکولو په خاندان پورې تړلی دی. دا یوه مکروب وژونکې ماده ده او د ژوندیو موجوداتو له وجود نه د باندې مکروبونو وژلو لپاره استعمالېږي. په شفاخانو کې استعمالېدونکي الکولو سره معمولا میتایل الکول هم ګډوي تر څو د څکلو لپاره نامناسب شي (میتایل الکول د سترګو ړندېدو سبب کېږي). د ایتایل الکول یا شرابو مالیکولي وزن (46.07) دی. (۲)
(د پام وړ: له دې برخې نه وروسته، په لیکنه کې له الکول نه مطلب صرف ایتایل الکول یعنې شراب دی، نه د الکولو عمومي خاندان)

د فارمکولوژي (دوا پېژندنې) له نظره، الکول یوه اوبه خوښوونکې (Hydrophilic) ماده ده او اوبه خوښوونکي مواد انساني حجراتو ته (چې غشاء یې له شحمي موادو جوړه شوې) په آسانه نفوذ نه شي کولای، خو الکول د خپل ټیټ مالیکولي وزن له امله له دې خاصیت نه مستثنی دی او په ډېره آسانۍ د انساني وجود له ټولو غشاګانو څخه تېرېږي او د ټولو اعضاؤ حجراتو ته نفوذ کولای شي. الکول د وینې او دماغو تر منځ حایلې غشاء  Blood Brain Barrier او د مور او ماشوم تر منځ بېلوونکې پردې یا پلاسنتا څخه هم په آسانۍ تېرېدلای شي.(۳)

د موضوع د ښه پوهېدو لپاره لاندې دوه تعریفونه ضرور دي:

۱-هایپوکسیا: د انساني وجود غړو ته د اکسیجن نه رسېدل د هایپوکسیا په نامه یادېږي چې کېدای شي د تنفسی سیستم د خراب وظیفوي حالت په نتیجه کې منځ ته راشي، یعنې کله چې تنفسي سیستم ونه شي کولای په درسته توګه له وینې نه کاربن دای اکساید وباسي او اکسیجن ورداخل کړي. همدارنګه د قلبي وعایي سیستم خراب وظیفوي حالت (چې نه شي کولای پاکه یا اکسیجن لرونکې وینه اعضاؤ ته ورسوي او ناپاکه یا کاربن دای اکساید لرونکې وینه له اعضاؤ راټوله کړي) هم د هایپوکسیا سبب کېږي ځکه د داوړو په سبب د انساني وجود غړو او بلآخره د غړو حجراتو ته اکسیجن لږ رسېږي یا هم نه رسېږي او مایتوکاندریا نه شي کولای چې حجرې ته د انرژي ضروري واحد یعنې ATP په کافي مقدار تولید کړي. همدارنګه هايپوکسیا ډېر نور علتونه هم لري چې د موضوع د اوږدېدو لپاره ترې صرف نظر کوم.

۲-مایتوکاندریا:

د انساني حجراتو په داخل کې یو مهم ساختمان دی چې د حجرې د ژوند او فعالیتونو لپاره ضروري انرژي ATP د همدې پواسطه توليدېږي. ATP د انرژي واحد دی چې حجرات یې د خپلو فعالیتونو سرته رسولو لپاره مصرفوي. مایتوکاندریا د انرژی د تولید فابریکه ده او که د یوې حجرې مایتوکاندریا له خرابۍ سره مخ شي نو حجره خپل ژوند له لاسه ورکوي او مړه کېږي. مایتوکاندریا د انرژي د توليد لپاره اکسیجن ته ضرورت لري چې له هوا څخه د تنفس په واسطه اخستل کېږي او د وینې د دوران په واسطه د وجود ټولو غړو او بیا حجراتو ته رسېږي.

که یوې حجرې ته اوکسیجن ونه رسېږي او یا اکسیجن ورته ورسېږي خو مایتوکاندریا د دې توان ونه لري چې له هغې نه د حجرې دفعالیت لپاره ضروري انرژي تولید کړي، نو هغه حجره له منځه ځي او د حجراتو له منځه تګ د مربوطه عضو (غړي) د تخریب سبب کېږي.

یعنې په عمومي توګه ویلای شو چې که د هایپوکسیا په وجه مایتوکاندریا ته اکسیجن ونه رسېږي، او یا مایتوکاندریا تخریب شي د دواړو په سبب د ATP  تولید له منځه ځي.

په مایتوکاندریا د شرابو (الکولو) اغيزه:

الکول په مایتوکاندریا مستقیم زهري تاثیرات لري، چې د مایتوکاندریا د داخلي غشاء د تخریب سبب کېږي او د مایتوکاندریا مترکس Matrix ته پروتونونه داخلوي. د مایتوکاندریا د تخریب په نتیجه کې حجره نه شي کولای چې د ژوند لپاره ضروري انرژي لاس ته راوړي او له مرګ سره مخ کېږي.

د انساني وجود کوم اعضاء د هايپوکسیا په وجه او د مایتوکاندریا د تخريب په وجه ژر خرابېږي؟

لکه چې مخکې وویل شول حجرې ته د اوکسیجن نه رسېدل (هايپوکسیا) او د مایتوکاندریا تخریب دواړه د انرژي ATP د تولید پروسه له منځه وړي او مربوطه غړي له تخریب سره مخ کېږي. جالبه دا ده چې الکول په یو نه يو ډول د هايپوکسیا سبب هم کېږي او د مایتوکاندریا تخریب هم منځ ته راوړي.

د پتالوژي پوهانو له نظره د وجود لاندې اعضاء دې تخریب ډېر مساعد دي:

دماغ:

۱- الکول د خپل ټیټ مالیکولي وزن له امله له وینې څخه په آسانۍ سره دماغو ته نفوذ کوي او د حجراتو مایتوکاندریا تخریبوي. څرنګه چې د دماغ هره برخه د انساني وجود د اعضاؤ مختلف سیستمونه کنترولوي نو د مربوطه برخې د حجراتو تخریب د همغه سیستم د وظایفو د اختلال سبب کېږي. که دا تخریب په تنفسي مرکز کې سرته ورسېږي نو د تنفسي سیستم فعالیت خرابېږي او نه خو له وینې کاربن دای اکساید پاکېږي او نه ورته اوکسیجن رسېږي چې دا خپله د هايپوکسیا سبب کېږي. که په قلبي وعایي مرکز کې تخریب سرته ورسېږي نو د وجود اعضاؤ ته وینه نه رسېږي چې په دې ډول د اوکسیجن کمېدل بیا هم د هایپوکسیا سبب کېږي. د پورته داړه تخریباتو په وجه د وجود د حجراتو مایتوکاندریا ته اکسیجن نه رسېږي او د انرژي تولید پروسه زیانمنه کېږي. که د تنفسي سیستم یا قلبي وعايي سیستم د بېکاره کېدو په وجه د وجود ټول اعضا د اکسیجن له کمي سره مخ شي نو دا حالت د عمومي هايپوکسیا یا Global Hypoxia سبب کېږي او له پنځه دقیقو څخه ډېر دوام یې د وجود حیاتي اعضاء په غیر رجعي ډول تخریبوي، یعنې داسې تخریب چې بیرته نه جوړېږي.

۲- په عصبی حجراتو د الکولو مستقیم تخریبي تاثیر هم مشهود دی.

۳-په دماغ اصغر (چې یوه وظیفه يې د توازن ساتل دي) منفي تاثیرات لري.

ځکه خو شرابیان د مختلفو عصبي ناروغیو، حتی لېونتوب ښکار کېږي او خپل توازن هم ورو ورو له لاسه ورکوي. غوسه، ډار، تهیج او د وجود رپېدل هم په کې ليدل کېږي.

معدي معايي سیستم: پر معدې د الکو د مستقیمو تخریبي تاثیراتو نتیجه کې د معدې یا کولمو یا هم دواړو سرطانونه او مزمن دردونه، همدارنګه د معدې سوزیدل او قرحه یا زخم لیدل کېږي.

زړه: د زړه د عضلي یوې برخې ته چې سب اندوکارد نسج (Sub Endocardial Tissue) نومېږي، په نورمال حالت کې هم له نورو برخو نه لږه وینه رسېږي. هايپوکسیا او یا هم د عضلې حجراتو د مایتوکاندریا تخریب (د الکولو په واسطه) د دې برخې د تدریجي مرګ (انفارکشن) سبب کېږي، ځکه خو په شرابیانو کې د زړه تکلیفونه ډېر عام دي.

پښتورګي: د پښتورګو دواړه وظیفوي برخي کارتکس او میدولا د هايپوکسیا په وجه او د مایتوکاندریا د تخریبېدو په وجه بېکاره کېږي ځکه خو شرابیان د ګردو په دایمي تخریب (رینل فیلیر) اخته کېږي.

ځګر: د ځګر په حجراتو د الکولو تخریبي تاثیرات د ځګر د غټېدو، زېړي، هیپاتایتس (د ځګر التهاب)، سوء تغذي، د ځګر د حجراتو سرطان، او د ځګر د سیروز Cirrhosis سبب کېږي. (۴)

پانقراس: په پانقراس د الکولو تخريبي تاثیرات په لومړي پړاو کې د پانقراس د التهاب او وروسته وروسته د پانقراس د یوې برخې یا مکمل تخريب سبب کېږي چې د حبن (د خېټې په داخلي خالیګاه کې د مایعاتو تجمع)، د کولمو د تکلیفونو او شکر مرض سبب کېدای شي. (۵)

د الکولو تاثیرات په نورو دواګانو:

د دوا پېژندنې (فارمکولوژي) له نظره ځینې مواد د دواګانو تاثیرات زیات، یا هم کموي. الکول هم یو له دغو موادو څخه دی. د الکولو (شرابو) دوامداره استعمال د ۶۰ سلنې دواګانو استقلاب (میتابولیزم) سریع کوي چې په نتیجه کې مربوطه دواګانې له وجود نه زر خارجېږي او د مرض په رغېدو کې مؤثرې نه واقع کېږي. له بله اړخه په یو ځل الکول خوړل د همدې ۶۰ سلنې دواګانو استقلاب (میتابولېزم) بطي کوي او په نتیجه کې مربوطه دواګانې له معمولې مودې نه ډېر وخت په وجود کې پاته کېږي چې دا حالت هم وجود لپاره خطرناک کېدای شي. یادې شوې ۶۰ سلنې دواګانې، د دواګانو څو سوه انواع تشکیلوي چې مختلف انتي بیوتیکونه او د ورځني استعمال دواوې په کې شاملې دي. (۶)

لنډيز:

په نتیجه کې ویلای شو چې د الکولو یعنې شرابو څکل سره لدې چې یو حرام کار دی او د حد جاري کېدو سبب کېږي، په روغتیا هم ډېر منفي تاثیرات لري او د وجود د حیاتي اعضاؤ د داسې تخریباتو سبب کېږي چې غربي ساینس پوهانو په نننيو طبي کتابونو کې لیکلي.
*******
آخځونه:

۱ـ قرآن مجید، سورة مائدة، آیت ۹۰

۲- عضوي کیمیا
3- USMLE Step 1 Video Lectures, Pharmacology, KAPLAN Medical, 2010
4- Rapid Review Pathology, Third Edition
Edward F. Goljan
Mosby Elsevier 2009
PP 5-6
5- Davidson’s Principles and Practice of Medicine 19th Edition
Elsevier 2002
PP 805 and 867
6- USMLE Step 1, Lecture Notes Pharmacology, KAPLAN Medical, 2010, Page 10

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

4 تبصره ها

  1. داکتر قریشی says:

    محترم افضلی صاحب!

    په جهودو دی خدای جلاله برکت واچوه.

    لدی کبله چی طبی موضوع دی کاش چی د ایما صفحه کی دی اچولی وای.

  2. قدرت الله جاهد says:

    ماشاءالله ډاکټر صاحب،
    ډېره په زړه پورې څېړنه مو کړې. الله دې تاسو ته اجر عظيم نصيب کړي. خوښ او ښاد اوسﺉ.

    افسوس د هغو په حال چې هم بدني زيان ځان ته اړوي او هم د الله سبحانه وتعالی د غوسې وړ کرځي.

    مننه

  3. محمدیاسر سهاک says:

    doctor saib allah de pa ilm .omar aw amal ke barakat wachawa yaqinan deeri mohemi skalo ta mo eshara kri da

  4. محسن امین says:

    ډاکټر صیب افضلي!

    د دې لیکنې په لیدو ډیر خوښ شوم، ماشاء الله ډیره ګټوره وه. ستاسې د نورو لیکنو په هیله

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید