Home » کلتور او هنر » شعر »
د عمل قافله
پیرمحمد کاروان
په یبلو پښو چې پر اغزو کوي مزل قافله
کړي خامخا به د توحید ګلونه خکل قافله
چې د ایمان په ملا وستلي باندې ملا وتړي
خود به رسیږي و منزل ته د عمل قافله
د وخت فرعون،د وخت نمرود،یې لاره نشي نیوی
لري الله د هرې سختې لارې مل قافله
بس په اخلاص ده پر صراط مستقیم روانه
نه په ټګۍ،نه په برګۍ،نه ځي په چل قافله
وړي د زړګیو په لاسونو کې ډیوې د قرآن
د کفر سترګې بریښوي په دغه ځل قافله
ربه ملګري یې مدام لرې ناجي مومنان
چې شي غالبه د بوجهل په یرغل قافله
____________________________________________________________
یادونه: دغه شعر وتلي او پیاوړي شاعر ښاغلي پیرمحمد کاروان په جلال آباد کې د قوس په ۲ مه نیټه جوړ شوي د جمعیت اصلاح مخیم ته په ځانګړي توګه لیکلی وو، چې د ورور محمد غوث نوري لخوا په ترنم کې وړاندې وشو، مونږ ښاغلي کاروان ته له الله (ج) نه ډیر اجر او ثواب غواړو.
مننه
اصلاح رسنیز ګروپ
No related posts.


1 تبصره ها
کاروان صیب ښکلی شعر ویلی دی
له الله (ج) نه ورته ډیر ډیر اجرونه غواړو