د ننګرهار پوهنتون محصلينو د لويې جرګې پرېکړې وغندلې

 

سرچينه: مهال خبري آژانس

د ننګرهار پوهنتون محصلینو د لویې جرګې هغه پرېکړه د یوه لاریون په ترڅ کې وغندله چې دولت ته په کې له امریکې سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو مشوره ورکړل شوې وه.

د روانې عقرب  میاشتې په نهه ویشتمه نیټه د یکشنبې په ورځ د ننګرهار پوهنتون یو شمیر محصلینو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د لویې جرګې دغه پرېکړه په سختو ټکو وغندله،او دغه ستراتیژیک تړون یې د افغانستان د راتلونکي لپاره یو زیان رسوونکی تړون وباله.

لاریون کونکو په یوه خوله ووېل چې دا ستراتیژیک تړون د افغانستان د ابادۍ لپاره نه دی او که د امریکې موخه د افغانستان ابادول وي، نو بیا دې ورسره بله پوځي مرستو پرته نورې مرستې وکړي،نجیب چې د شرعیاتو د پوهنځي محصل دی همدا خبره کوي . ((امریکایانو لس کاله وړاندې افغانستان اشغال کړی افغانستان یې په زورنیولی او هغو خلکو چې د دوی د راتلو له پاره لبیک ویلی واوس د یوې جرګې په نوم تر یوه سیوري لاندې راټول او له هغوی سره د ستراتیژیک تړون په نوم معاهده لاسلیک کوي))

محصلینو د امریکایانو شتون په افغانستان کې په کلکه رد کړ او ویې وېل چې که امریکایان په افغانستان کې پاتې کیږي نو مونږبه یې تر مرګه مخالفت کوو او مونږ ته د منلو وړ نه ده .

((زمونږ هیواد دې همداشان غریب پریږدي زمونږ همدا غربت قبول دی نه دا غلامي،د دې تضمین څوک ورکوي))

د مظاهرې په پای کې د محصلینو له خوا یواته ماديز پریکړه لیک ولوستل شوچې په کې له امریکې سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو کلکه غندنه شوې وه :
((مونږد ننګرهار د اسلامي پوهنتون محصلین د افغانستان او امریکې ترمنځ ستراتیژیک تړون نه منو،هغه څوک چې د افغانستان او امریکې ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیکوي دا د افغان د ولس استازي نه، بلکې د امریکا لاسپوڅي دي،مونږ د ننګرهار د اسلامي پوهنتون محصلين له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل پرته له قيد او شرطه غواړو))

محصلينو دا هم زياته کړه که چيرې زمونږ غوښتنې ونه منل شي نو مونږ به له دغه شان مظاهرو څخه لاس وانه خلو.

خو په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون استاد ضيا الدين هوتک ستراتيژيک تړون د افغانستان په ګټه بولي او وايي چې مظاهرې خو د هر چا قانوني حق دى خو په سوله یيز ډول .

((ستراتيژيک تړون که اوس څو ک وغواړي او که ونه غواړي خو دا د افغانستان لويې جرګې ومانه ،دا چې هغوی په هر ډول تللي ول، که قانوني ول او که هر ډول،ولې اوس د افغانستان په اساسي قانون کې لويه جرګه د دې حق لري چې دغه شان نړيوال ميثاقونه لاسليک کړي او يا يې رد کړي،خو افغانستان ته يې ګټه رسيږي ځکه چې مونږ په ګاونډ کې ډير ځواکمن ګاونډیان لرو))

د يادونې وړ ده چې لويه جرګه تیره ورځ د هيواد په پلازمينه کابل کې جوړه شوې وه،چې د امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو مشوره يې دولت ته ورکړه،خو د ترلاسه شوو راپورونو په اساس د ننګرهار يو شمير اوسیدونکي د لويې جرګې له دغې پرېکړې سره مخالف دي.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

8 تبصره

  1. Hekmat says:

    ګل د کدو ګل ګوره ****یوي یی پورته کره په لاندی یی بل ګوره
    http://pa.azadiradio.org/content/article/24397245.html
    این هم جواز شرعی پیمان استراتیژیک
    بخوانید

  2. فريبا نوري says:

    دوستان محترم !

    - بهتر بود كه محصلين دانشگاه ننگرهار به جاي مظاهره – پيشنهادات متبادل و گزينه هاي بهتر خويش را اعلان و توضيح ميدادنند تا مردم افغانستان ديدگاه هاي اين محصلين را مي دانستند و قضاوت مي كردند.
    ايكاش اين محصلين عليه ظلم و ديكتاتوري و تحجر امارت اسلامي طالبان و تجاوز هاي مسلسل پاكستان نيز مظاهره مي كردند تا به غيرت و ايمان شان آفرين و شاباس مي گفتيم.

    - دوستانيكه مي گويند كه جامعه جهاني در ده سال گذشته چه كرد كه در آينده بكند-

    اين دوستان خوشباور بايد چنين فكر كنند كه اگر در ده سال گذشته جامعه جهاني در افغانستان نمي بود – حالت افغانستان چگونه مي بود ؟ آيا افغانستان آزاد – اسلامي و اباد مي بود ؟‌

    -يقينا كه افغانستان در عدم موجوديت نيروهاي جهاني – نه اسلامي مي بود و نه انساني بلكه در جنگ هاي داخلي و كشمكش هاي قومي و سليقوي آنقدر مي سوخت كه مانند كشور هاي افريقايي (‌رواندا و غيره )‌ فراموش دنيا نيز مي گرديد و قانون جنگل بالايش حكومت مي كرد.

    - ولي الحمدلله امروز با تمام كمي ها و كاستي ها – مردم افغانستان دستآوردهاي چشمگير در تمام عرصه هاي زندگي دارند كه انكار نمودن از آن مانند اين است كه شخص براي ما شب را روز بگويد و ما آن را تضديق كنيم.

    - دوستان كه مخالف امضاي پيمان با جامعه جهاني هستند – به نظر شان مي شود احترام قايل شد ولي از همه مهمتر اين است كه اين دوستان خود شان چه برنامه و چه طرح متبادل دارند ؟

    - افغانستان ميدان تبليغي رايوند لاهور نيست كه چند نفر تبليغي گرد هم جمع شوند و به يكديگر تبليغ مذهبي غير الزامي كنند و بعد از سه روز همگي به خانه هايشان رفته بدون اينكه كدام دستآورد اجتماعي ويا سياسي داشته باشند.

    - بهتر است تا طبقه منور و محصلين ما فريب مفتي هاي پاكستان و آخوند هاي ديكتاتور ايران را نخورند و به قدسيت منافع ملي افغانستان پي برده آله دست همسايگان دون همت و پست فطرت افغانستان نشوند.

    • گل پري تاجيک says:

      فریب آآ جان،
      شما بايد معلومات تانرا تکميل کرده قضاوت کنيد، بلی محصلين پوهنځی طب ننګرهار در وقت طالبان کرده بود. قندولک…

    • Himmat Yar says:

      The way Sister Fariba Noori deliversher speech..is extra ordinary…Salute and regards be presented to her…She is thoughful about the country and the people…the students of Nangarhar Islamic University should not do these types of strikes anymore..Its in on one’s favor. They should clearly announce their way of life elaborately. What is needed from the government and respected elder’s Jirga…Whatever their decision is have to be respected in case it is in the favor of the country..We want United islamic Afghanistan..Not slave Afghanistan of others as previous…Friendship isn’t about whom U know the longest ..It’s about who came and never Left Ur side…no matter whoever are they..We just want our country be prosperous, and stay and live in peace…Thank U

  3. حلیم وردګ says:

    غني خان داسې بد ویل کوي:

    چې د وس له بدو نه وي – څه به ته، څه به دې ښه وي.
    توبه هله د شرابو – چې سراب درته پراته وي.

    چې بوډا شي، خوله کړ شپه – بیا توبه توبه د څه کړې.
    هغه ښه د بدو بد وي – د ناکامه چې ته ښه کړې
    ملا ناست د ټوکړو شکور ته – وايي رندانو ته خراب.
    غریب څه وکړي جومات کې – نه ماشوق شته نه شراب.
    —————————————————————————————————–
    د افغانستان ولس باید تر نن پورې پوهیدلی وي چې دوی او د دوی پاک او ناپاک ټول احساسات یوازې د پردیو لپاره کارول کیږي.
    ستاسو د جهاد او مجاهدت هڅې چې د غرب د معیارونو سره موازي نه وي. تل مردود او د دهشت ګردۍ تر عنوان لاندې تعریف کیږي.

    نن چې اسلامي امت ټوټه ټوټه، او یو د بل په غوښو خپل ژوند جوړوي، او اشغالګرو ته تر ټولو ښه وسیله خو داده چې یو مسلمان د بل د وژلو او تهدید لپاره ډیر زر احساساتي، او د رټلو، وژلو، تکفیر، او نورو رنکارنګ کارونو ډیر زر اماده کیږي. او یو د بل په سر اور بلوي.

    یوازینی حل: د خپل ولس اقتصادي، او علمي بنسټونه ټینګول او پدې برخه کې نه ستړې کیدونکې تلاش د اسلامي امت د خوندیتوب یوازینۍ لار ده.
    اسارت نن خدای د ټول اسلامي امت په برخه کړیدی؛ له مالیزیا سینګاپور او اندنیزیا نیولې، تر اذربایجان، چیچین، الجزایر، مراکش او ټولې عربي نړۍ پورې ټول مسلمانان غلام شویدي.

  4. Hekmat says:

    سلام واحترامات
    بر هر مسلمان لازم است تا همانند محصلین ننګرهار راهپیمایی کنند
    چون افغانستان در معرض فروش قرار دارد.
    آمریکا فقط موافقت افغانستان را میخواهد اما اینکه در کدام موارد
    معلوم نیست .
    لهذا جرگه هم شکل فرمایشی داشت و دالرخوران از جمله مشترکین بودند
    لذا برما وشما منحیث مسلمان لازم هست تا آزاد زندگی کنیم وزیر تاثیر غلامی نباشیم اگر چه در بدر هم باشیم.
    وسلام

  5. ایمل says:

    الله اکبر و لله الحمد
    ښه احساس، ښه غبرګون
    د نورو پوهنتونونو محصلین هم باید خپل غږ اوچت کړي

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید