ولی خر شیطان او چرګ ملایکه ګوری؟

 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث کې داسې فرمايي:

اذا سمعتم صیاح الدیکه فاسألوا الله من فضله فانها رأت ملکاً واذا سمعتم نهیق الحمار فتعوذوا بالله من الشیطان فانه رأت الشیطان

ژباړه: که د چرګ اواز (اذان) مو واوریده نو د الله فضل وغواړئ ځکه هغه ملایکه لیدلې وي او که د خره آواز (هینګیدل) مو واوریدل نو د په الله باندې له شيطان څخه د پناه وغواړئ ځکه هغه شیطان لیدلی وي.rooster-donkey

د الله د رسول دا وینا مو څومره اوریدلې ده؟ او څومره فکر مو پری کړی!

څوک پرې نه وو خبر چه د دې وینا تر شا یو لوی علمي او ساینسي دلیل پروت دى.

د انسان د لید د سیستم وړتیا ډیره محدوده ده.

د خره او چرګ د لیدلو د وړتیا سره لوی توپیر لري.

د انسان د لید ساحه محدوده ده او نشي کولای د رڼا د سور رنګه شعاع څخه لاندې او د بنفشی شعاع څخه وړاندې لیدنه وکړي، خو د چرګ او خره لید (نظر) له پورته دواړو وړانګو ها خوا تیریږي

پوښتنه دا ده چه:

خر او چرګ څنګه کولای شي پیریان (شیطانان) او ملایکې وګوري؟

خر کولای شي سور رنګه وړانګې او له هغه نه پورته لیدنه وکړي او شیطان له اوره پیدا دی کوم چې سرې وړانګې لري، له همدې کبله خر کولای شي شیطان له ورایه وويني او په لیدلو یې رمباړه (اواز) کوي.

همدارنګه چرګ کولای شي بنفشې وړانګې او له هغه ها خوا ووينې. پریښتې یا ملایکې د نور څخه پیدا شوې دي کوم چې بنفشه رنګه وړانګې لري نو چرګ  د ملایکو په لیدلو اواز کوي چې اذان ورته ویل کیږي

لدی څخه دا خبرې جوتیږي چې د الله د ذکر په وخت کې شیطان تیښته کوي.

علت یې دا دی چې ملایکی هغه ځای ته راځي چیرته چې د الله ذکر کیږي او د ملایکو په راتګ سره شیطانان له هغه ځایه تښتي.

شیطان د ملایکو په راتګ سره ولې تښتي؟

دا ځکه چې شیطانانو ته د ملایکو له نور څخه سخت تاوان رسیږي.

په بله معنی:

چیرته چې بنفش وړانګې په ډیر مقدار په یو ځای کې راټولې شي له هغه ځایه سرې وړانګې محو کیږي.

د الله رسول صلی الله علیه وسلم ته ۱۴ سوه کاله پخوا دا ساینسي او علمي معلومات چا ورکړي وو؟

بس همدومره ویلای شو چې:  الله او د هغه رسول رښتیا فرمایلي دي.

ربنا ما خلقت هذا باطلا سبحانک فقنا عذاب النار


ژباړه

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

8 تبصره ها

  1. داکتر محمدسرور فیروزی says:

    خدای(ج) دی د اصلاح ویب پاڼی کارکوونکو داسلامی مضامینو په لیکلو کی توفیق ورکړی امین

  2. Dr Mahammad Naeem Ahmadzai says:

    manana stasi di kha matlab di khprawlo na

  3. حلیم says:

    ډیر په زړه پوری مطلب وو

  4. Anonymous says:

    دا حدیث امام بخاری پخپل کتاب کی نقل کړی راوی یی ابو هریرة رضی الله عنه دی او 3303 صحیح حدیث دی

  5. Anonymous says:

    وروره ! دا حدیث امام بخاری په خپل کتاب کی نقل کړی دی راوی یی ابو هریرة رضی الله عنه دی او د 3303 او صحیح حدیث دی

  6. Dr.Mohammad sarwar firozi says:

    دلوي خداي (ج) نه د اصلاح ويب باني ته دزياتو برياوو غوشتنه كوو. الله (ج) دي ددي باني تولو كاركوونكو ته فردوس جنت وربه برخه كي امين

  7. رفیع الله نظری says:

    که مهربانی وکړی نو ددی حدیث تخریج او مکمل منهج (د راوی نوم او د هغه د کتاب نوم او د حدیث نمبر ) را ولیږی نو ډ یره به شه وی .جزاک الله خیرا احسن الجزا فی الدارین
    البته زما دغه ایمیل ادرس ته یی که را ولیږی شه به وی :
    rafinazari@gmail.com

  8. Hammad حمّاد Hammad says:

    سلام علیکم و رحمة الله
    جزاکم الله خیر اخوی.
    خیلی جالب بود!

    این گوشۀ از گفتار پیامبر صلی الله علیه و سلّم، اگر کمی دیگر هم گردش کنیم مسائل دیگری هم زیاد پیدا می شه که علم امروز 100 در صد آنها را تأیید می کند. مثلاً شستن ظرف پس دهن سگ به آن.
    شستن لباس از پیشاب کودک شیرخواری که دختر باشد و غیره و غیر

    شکرا جزیلاً

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید