په اسلام کې دادب ارزښت
رحمت الله (مبین)
د اسلامي پوهانوپه نظر، د ادب کلمه په اسلامي اثاروکې ترډیره نه لیدله کېږي، او د ادب کلمه په قرآن اوحدیثونوکې هم نه ده راغلې، خو داسي هم ویل کېږي چې دا کلمه د جاهلیت د وخت عربو کاروله، اوهمدارنګه د اسلام له راتګ نه ورسته محمدصلی الله علیه وسلم او نورو اسلامي واکمنانوهم کارولې ده. لکه علي رضی الله عنه به دا کلمه ډېره کاروله.
یو روایت دی، چې علې رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : (آی د لوی څښتن استازیه! موږاوتاسي ټول له یوې موراوپلارڅخه یو، خوزه وینم چې ته د عربو له پلاوو سره په داسي ژبه خبري کوې چې موږیې په ډیرونه پوهېږو. رسول الله ص وفرمایل : ( ادبنى ربی فاحسن تأدیبی وربیت فی بنی سعید) . شوقی ضیف ، تاریخ الادب العربی ، العصرالجاهلی برخه دابن اثیر۱۲مخ (دعبدالمالک همت دادبي کرکتني په حواله )
ژباړه : ماته زماڅښتن ادب راښودلی اوډیرښه ادب یې راښودلی اوبل زه دبنی سعیدوپه قبیله کې روزل شوی یم (دبي بي حلیمې سعیدې) په کورنۍ کې روزل شوی یم کومه چې دعربوپه قبایلوکې په فصاحت اوبلاغت مشهوره وه.
اوس موږته دا روښانه شوه چې ادب په اسلام کې څومره ارزښت لري، که ښه ځیرشو، زموږسپیڅلی قرآن ټول سپیڅلی ادب دی، ځکه زموږدادب تعریف داسي شوی،ادب هغه پوهه ده چې تیروتنه پکې نه وي یاپه خبروکې سړی له غلطې اوخطاڅخه ژغوري نودالله ج سپیڅلی قرآن یواځنی کلام (خبري) دي چې له هرډول تیروتنو اوغلطیوڅخه پاک دی، اوداقرآن هغه وخت په محمدص نازیل شوی، چې انساني ټولنه له نورواړخونوسربیره دژبي له پلوه هم ورسته پاتي وه یاني دعربي ژبي په شمول دنړۍ نورو ژبو له ګرامري اوهم ادبي اړخه دنن پشان پرمختګ نه وکړی، بلکي ډیري لغوي اواصطلای نیمګړتیاوي یې درلودې مثال دپښتومحاوره په لومړنیوهجري پیړیوکې دنن غوندي روانه نه وه ، دپیرروښان اواخونددرویزه په وخت کې پښتومسجع نثردرلود.
قرآن کریم څوارلسوه کاله مخکي په داسي یوه لهجه اوفصيح کلام سره نازل شوی ، چې اوس یې هم ساری نه شته اوفصاحت ته یې بشر ګوته په غاښ دی.
لکه چې مخکې مو وویل رسول الله ج دادب یوه نمونه وه ،هغه صلی الله عليه وسلم هیڅ یوه خبره بي ادبه نه کوله او داسلامي نړۍ ترټولولوی ادیب و.
روایت دی چې ابن زبعري ددې آیت په استناد (انکم وماتعبدون من دون الله حصب جهنم ) الانبیا سورة ۹۸آیت . ژباړه : بیشکه چې تاسي اوهغه معبدان مو چې بي له الله ج تاسي دهغوﺉ عبادت کوﺉ ددوزخ خاشاک یاست . داعتراض په په ډول درسول الله ص په حضورکې وویل : عیسی اوعزیز ع ته خوهم عبادت شوی نوهغوۍ به هم په اورسوځي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل : (ماجهلک بلغة قومک ) یاني ولي دخپل قوم په ژبه نه پوهیږیې.او ددې توپیرنه شې کولای ، چې (ما) په (ماتعبدون ) کې دغیری ذوی العقول (بي روح ) له پاره استعماليږي اودذوی العقول ( روح لرونکو) له پاره (من ) استعماليږي، نودلته مرادبتان دي . دالفت نثري کلیات ۲۷۷مخ
اوس موږته داښه په ډاګه شوه ، چې زموږنبي کریم ص په ادبي ژبپوهنه کې څومره پوهه درلوده اوڅومره ښه څرګندځواب یې ویلی دی.
اوس که موږ له خپل اسلامي ادب نه ناخبره یونو، ډیردزبعري پشان خلک به زموږپه دین کې په قرآني آیتونواونبوي احادیثودخپل دلیل له مخي نیوکه کوي اوموږچې په خپل دین په تیره اسلامي ادب کې پوهه نه لرو نو هرومرو به دهغوۍ دسوال او نیوکې په وړاندي بې ځوابه پاتي کېږو.
یوالماني فلیسوف اوتاریخ پوه وایې : اسلامي تمدن دلمرغوندي دختیزوښارونو څخه دلویديځ له پاسه تیرشو.
نن ورځ اسلامي ټولنه تربل هروخت اسلامي ادب اوهنرته ډیره اړتیالري ، ځکه اسلامي ټولنه دکفري نړۍ په لنډه غره دیموکراسۍ کې راښکیله ده اوورځ تربلي غربیان هڅه کوي، چې خپلي مفکورې اولویدیځ کلتوردادب اوهنرله لاري پرموږومني، اوزموږپه پرتله دوي له هنراوادب نه لوی کاراخستی اواخلي یې.
ادب له فلسفې اوسیاست سره توپیرلري . دادب اوشعرپه وسیله په روح او عقل باندي حکومت کیدای شي، ځکه شعراوادب له زوړونو راپاڅي او پرزړونو کیني اواغیزه ورباندي کوي. دهمدغه ادب په واسطه موږپه نړۍ کې دانقلابونوشاهدان یو.
دفرانسې د۱۸م پیړۍ انقلاب دهغه وخت دولټر ،ژانژاکروسو، دیدرو او نورو لویدیځوالو ادیبانو دادبي هڅوزیږنده و چې ادادب اوشعرپه واسطه یې دخلکو نظریو اومفکوروته تغیرورکړ اوپه ټولنه کې دبدلون لامل شو. همدارنګه دانګلستان د۱۷م پیړۍ انقلاب هم دیادونې وړدی، چې همدااولسمه پیړۍ په نړۍ کې دانګلستان دبروژوازي انقلاب په نوم یاده شوه اوملتون دانګلستان دهغه وخت مشهورادیب اوفلسوف ددغه انقلاب له سرلاروڅخه و. داخوخپله په غرب کې یودوه بیلګي وې، چې هسي مودمثال په ډول ورنه یادونه وکړه.
زموږدافغاني ټولنې دخپلواکۍ یوه بشپړه کیسه اودتاریخ سینه دادب یوښه مثال شاهده ده ، دیوې پښتنې پیغلي (ملالۍ ) یوې وړوکي ټپې دافغان اولس برخلیک وټاکه، داد ادب اوشعرکمال ، چې دمیوندپه ډګریې دناهیلواونژدې ماته خوړلوغازیانوویني راوجوشولې اوپه پای کې زموږ دخپلواکۍ په ویاړاودفرنګیانوپه ماته اورسوایې پایته ورسیده.
ځیني خلک ادب یوه بې مانا اوبې ګټي بوختیا اودبیکاره او وزګارو خلکو کار ګڼي، ددوي په باور هنراو ادب دټولنې دفساد او بد اخلاقۍ پیلامه ده خو په ښیګڼویې نه دي خبر او د ادب په باب دایوه بې ځایه مفکوره ده.
داخو منو، چې غربیانو اوټولو اسلام دښمنه کړیو، داسلام اواسلامي ټولني په وړاندي له دې وسلې څخه ښه کاراخستی. نن چې په افغانستان ددیموکراسۍ اوبیان دازادۍ په نوم غږیزي اوانځوریزي رسنۍ کومي منحرفي خپروني لري داپه ښکاره دکفري نظریواوعقایدوله پاره یوچوپړدی. موږپوهيږو، چې له هنراوادب څخه ترکومه حده ناوړه او داسلامي ثقافت خلاف کاراخستل کېږي. لویدیځ له یوې خواخپل فکر، فلسفه ، کلتور، ادب اوسیاست زموږپه ټولنه اوکلتورباندي برلاسی کړاوله بله پلوه یې، زموږعقیده ترسوال لاندي راوسته. دتلویزوني شبکوله لاري دهندي سریالونواوفلمونوخپریدل یوپلان شوي اوقصدي کاراوداسلامي ثقافت اواسلامي ادب په وړاندي یونارواخوځښت دی. ددې پرځای چې مسلماني میندي اوپلرونه خپلوبچیانوته داسلام د شازلمیواوغازیانوداتلولیو کیسۍ وکړي، دهندي فلمونو لوبغاړي ورپیژني اوتردې چې په خپلواولادو نوباندي دهمدغو لوبغاړو نومونه ږدي. چې داپه اسلامي ټولنه باندي دپردي کلتورداغیزیوداندیښنې وړاوښکاره بیلګه ده.
زموږیواستادکیسه کوله، چې له یوګاونډي سره مې یوه ورځ خبري کولي په خبروخبروکې هغه په ډیره خواشیڼۍ سره یوه کیسه راته وکړه اوویل یې، چې هغه بله ورځ په یوځای کې څوک مړشوی و، موږیې جنازې ته ورغلواوهغه موخاوروته وسپاره .بیرته چې کورته راغلم نووړوکي لورمي مخې ته په منډه راغله اوراته ویل یې : پلارجانه هغه مړی مووسوځاو؟ داڅومره داندیښني وړده چې دمسلمانانو بچیان له خپل دین نه په ناخبرې کې روزل کېږي.
زموږدښمنانودخپلواسلام دښمنه موخواواسلامي ټولني دبي لاري کولوله پاره، دهمدې هنري اوادبي وسایلوپرمټ ، ډیرځله زموږ پرمقدساتو.،اسلامي ادب اواسلا مي ثقافت باندي مسخرې وکړې. دشعر، کیسې، ناول او داستان دفورم په لیکوالانوکې یې دسلمان رشدي غوندي نړیوال مرتدین راپورته کړل اوزموږ پرضدیې په مډالونوولمانځل. دسینما، تلویزون، فلم، ویډیو، راډیو، انټرنیټ، مجلو، ورځپاڼو او نورو غږیزو اوانځوریزو وسایلو په مرسته یې، زموږاسلام ته کنځلي وکړې. په هالنډ، ډینمارک، فلوریدا، کیوبا، ابوغریب اوباګرام کې یې زموږپراسلامي تمدن ملنډي ووهلې.
په کور دننه یې راته دعبدالرحمن غوندي مرتدین اودمحقیق نصب، پرویزکامبخش، غوث زلمي، قاري شهاب اونوروپشان لویدیځ مزدوره اواسلام دښمنه تش په نوم لیکوالان اوژورنالستان داسلام د سپکاوي له پاره وروزل، اودالړۍ لاروانه ده.
هنراوادب پوله اوسرحد نه پیژني اوادب یوه داسي ښکلا ده چې دخلکوپه ذهن، روح، عقل اوزړونوننوزي ، نوځکه خو، ادب په خپله جامه کې سیاسي، کلتوري، فکري اوهنري رول هم لوبولای شي.له بله پلوه زموږدین داجازه راکوي، چې دخپل مذهب اواسلامي کلتوردودي له پاره هره روا وسیله چې وي بایدپه مشرع ډول اومناسب وخت کې وکاروله شي.
نوراځۍ چې داسلامي هنراوادب له پاره کاروکړوترڅودنوروله شراوفکري، کلتوري اوعقیدوي یرغل نه ځان وژغورواودسلام داصلي انځوردښودلوله پاره له دې وسیلې (ادب) نه کارواخلو.
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.