موبايل تلفون د مغزو د سرطان لامل کيدای شي

 

موبايل تلفونونه چې د ورځني ژوندانه يو مهمه اړتيا بلل کيږی، په نړۍ کې د شا او خوا څلور مليارده خلکو لخوا کارول کېږی خو لا هم د دې نسبتا نوي ټکنالوژۍ له امله د ممکنه منځ ته راتلونکو روغتيايي ستونزو، په ځانګړي ډول د مغزو د سرطان، په اړه ګڼې انديښنې موجودې دي.
د (موبايل تلفون او د مغزو سرطان: ۱۵ دلايل چې د انديښنې وړ دي) تر نامه لاندې هغه نوی راپور چې د ۲۰۰۹ کال د اګست په مياشت کې په انګلستان کې د الکترومقناطيسي ټکنالوژۍ د نړيوالې ټولنې لخوا خپور شو او د نړۍ د ۱۴ هېوادونو د ۴۰ ساينسپوهانو لخوا په ګډه تيار شوی وو، خپلې پايلې داسې اعلان کړي:
د موبايل تلفون د ضررونو هغه ازادو څېړنو چې د موبايل ټکنالوژۍ د کمپنيو له اغېز څخه پرته تر سره شوي دی، دا په ډاګه کړې ده چې د موبايل تلفون کارونه د مغزو د سرطان په رامنځ ته کولو کې يو مهم د خطر فکتور دی.
د مغزو د سرطان خطر په کوچنيانو کې چې موبايل تلفون کاروي، ډېر زيات دی او هر څومره چې په ټيټ عمر کې د موبايل کارول پيل شي، هماغومره يې خطر زيات دی.
د برق اينجنر او د ګڼو نړيوالو ساينسي ادارو فعال غړي، لايوډ مورګان، چې د دې راپور د جوړوونکو په مخکښانو کې شامل دی، د Medscape په نامه د يو نړيوال ‌طبي سايټ د سرطاني علومو څانګې ته په خپل غبرګون کې وويل چې: (تر اوسه مونږ د دې راپور په اړه د موبايل ټکنالوژۍ د کمپنيو لخوا هيڅ ډول غبرګون نه دی ترلاسه کړی، هغوی تر دې دمه چپه خوله پاتې شوي دي، هغوی د راپور يوه خبره هم نه ده ننګولې.)
د دې راپور په خپرېدو سره د تېرو دوو لسيزو څخه را پدېخوا تر بحث لاندې موضوع، د موبايل تلفونونو کارونه او د مغزو او د خولې د لعابيه غدواتو سرطان، يو ځل بيا ګرمه شوه. که څه هم په دې مهمه موضوع باندې تر دې دمه ګڼې څېړنې او پلټنې تر سره شوې دي چې پايلې يې يو له بل سره مخالفې او په ټکر کې وي خو يوه خبره تل پر خپل ځای پاتې وه او هغه دا چې ټولې هغه څيړنې او پلټنې چې د موبايل ټکنالوژۍ د کمپنيو د مالي لګښت له احسان پرته ترسره شوي دي، يو ډول موندنې يې لرلي او هغه دا چې د ۱۰ کلونو لپاره د موبايل تلفونونو کارونه د مغزو او خولې د لعابيه غدو د سرطان په منځ ته راتګ کې مهم رول لوبوي.

د موبايل ځانګړې وړانګې

موبايل تلفونونه يو ډول وړانګې خپروې چې د مغزو دفاعي جوړښت، چې (BBB: Blood Brain Barrier) نوميږي، خرابوي او له همدې لارې په اوږد مهال کې د مغزو د سرطان لامل کېږی.
که څه هم لا تر اوسه د موبايل تلفونونو د کمپنيو ګډه ڼړيواله ټولنه ددې راپور بشپړ منلو ته تياره نه ده او د لا زياتو پلټنو او څېړنو سپارښتنه کوي خو بيا هم په نړيواله کچه يو شمېر هېوادونه لکه فرانسه، انګلستان، فنلنډ، او اسراييل، همدومره څيړنې بس بولي او د دې پر ځای چې د نورو څيړنو په طمعه انتظار وباسي، د موبايل تلفونونو د کارونې په اړه داسې اعلانونه خپروي چې عام خلک، په ځانګړي ډول کوچنيان، يې په خطرونو خبر کړي او تر څنګه يې هغوی ته د حل لارې چارې ښيي. فرانسې خو لا آن د يو شمېر قوانينو د جوړولو کلک هوډ هم کړی دی چې په عملي کولو به يې له يوې خوا د موبايل تلفونونو پر هغو اعلانونو بنديز ولګيږی چې له ۱۲ څخه د کم عمر لرونکو کوچنيانو لپاره خپريږی او له بلې خوا د هغو موبايل تلفونونو جوړول به هم پای ومومي چې له ۶ کلونو څخه د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو لپاره د لوبو د سامان په ډول جوړيږي. ددې تر څنګ د فرانسې دا نوی قانون به له موبايل تلفونو څخه د خپرېدونکو وړانګو پر اندازې هم محدوديتونه ولګوي او د يو قانوني اصل په توګه به موبايلونه له مزو لرونکو earphones يا ګوشګو سره پلورل کېږي.

څنګه لدې ګواښ نه ځان وساتو؟

که له يوې خوا د موبايل تلفونونو کارونه د مغزو د سرطا په شان د مرګونو ناروغيو لامل کيدای شي نو له بلې خوا د همدې راپور جوړوونکي ځينې داسې لارې چارې هم ښيي چې په عملي کولو سره يې دا خطر تر ډيره حده کمېدلی شي.
•    تر ټولو لومړۍ حل لاره دا ده چې د موبايل تلفونو پر ځای ډيجيټيل لاين لرونکي تلفونونه وکارول شي خو دا چې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې لا هم لاين لرونکي تلفونونه په پراخه کچه د خلکو په واک کې نشته او د نړۍ په ځينو سيمو کې خو بيا د يو شمېر تخنيکي ستونزو له امله د لاين لرونکو تلفونونو فعالول ناشوني دي، نو موبايل تلفونونه بايد د لاندې سپارښتنوپه پام کې نيولو سره وکارول شی:
•    خپل موبايل تلفونونه د خبرو پر مهال له خپل غوږ څخه د ۶ انچو (۱۵سانتي مترو) په اندازه ليري ونيسئ چې په داسې کولو سره د مضره وړانګو اندازه تر ۱۰ زره چندو پورې راکمېږی.
•    د خبرو پر مهال موبايل لوډسپيکرو چالان کړئ تر څو وکولی شئ چې موبايل له خپل غوږ څخه ليری وساتئ.
•    مزي لرونکي ګوشکي يا earphone وکاروئ. په ياد ولرئ چې بې مزو يا wireless سيسټمونه لکه Bluetooth تاسې ته ګټه نه رسوي.
•    تر ډېره خپل مشکل د پيغام استولو له لارې حل کړئ او د خپلې روغتيا تر څنګ خپلې پيسي هم وسپموئ.
•    کله چې موبايل تلفون نه کاروئ نو هڅه وکړئ چې له خپل بدن څخه يې ليري وساتئ.
•    په روان موټر، روان اورګاډي او يا په کليوالو سيمو کې چې د موبايل تلفون دستګاوې ستاسې له موقعيت څخه ليري وي، تر وسې وسې موبايل تلفون مه کاروئ ځکه په دې ټولو حالاتو کې ستاسې موبايل د عادي حالاتو په پرتله له ځانه ډېره زياته شعاع خپروي.
•    کله چې پوهيږئ، موبايل ته مو جدي اړتيا نشته، خپل موبايل تلفون ګل کړئ.
•    د خوب په وخت کې موبايل تلفون د خپل بالښت لاندې او يا خپل څنګ ته نژدي مه ږدئ.
•    د خپلو کورنيو هغه غړي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو څخه ټيټ وی، تر شونې حده د موبايل تلفون له کارونې څخه منع کړئ ځکه په دې عمر کې خطر له بل هر عمر څخه زيات دی.

يادښت:

دا راپور دhttp://www.medscape.com  نړيوال طبي ویبپاڼې د سرطانی علومو د څانګې د هغه راپور پر بنسټ ليکل شوی دی چې د ۲۰۰۹ کال، د اکتوبر د مياشتې په ۱۴ نيټه په نوموړې ویبپاڼې کې خپور شو.  مننه

موبايل تلفون د مغزو د سرطان لامل کيدای شي

برخه: ساينس او روغتيا- تكنالوژي

ډاكټر پامير احسان

موبايل تلفونونه چې د ورځني ژوندانه يو مهمه اړتيا بلل کيږی، په نړۍ کې د شا او خوا څلور مليارده خلکو لخوا کارول کېږی خو لا هم د دې نسبتا نوي ټکنالوژۍ له امله د ممکنه منځ ته راتلونکو روغتيايي ستونزو، په ځانګړي ډول د مغزو د سرطان، په اړه ګڼې انديښنې موجودې دي.

د (موبايل تلفون او د مغزو سرطان: ۱۵ دلايل چې د انديښنې وړ دي) تر نامه لاندې هغه نوی راپور چې د ۲۰۰۹ کال د اګست په مياشت کې په انګلستان کې د الکترومقناطيسي ټکنالوژۍ د نړيوالې ټولنې لخوا خپور شو او د نړۍ د ۱۴ هېوادونو د ۴۰ ساينسپوهانو لخوا په ګډه تيار شوی وو، خپلې پايلې داسې اعلان کړي:

د موبايل تلفون د ضررونو هغه ازادو څېړنو چې د موبايل ټکنالوژۍ د کمپنيو له اغېز څخه پرته تر سره شوي دی، دا په ډاګه کړې ده چې د موبايل تلفون کارونه د مغزو د سرطان په رامنځ ته کولو کې يو مهم د خطر فکتور دی.

د مغزو د سرطان خطر په کوچنيانو کې چې موبايل تلفون کاروي، ډېر زيات دی او هر څومره چې په ټيټ عمر کې د موبايل کارول پيل شي، هماغومره يې خطر زيات دی.

د برق اينجنر او د ګڼو نړيوالو ساينسي ادارو فعال غړي، لايوډ مورګان، چې د دې راپور د جوړوونکو په مخکښانو کې شامل دی، د Medscape په نامه د يو نړيوال ‌طبي سايټ د سرطاني علومو څانګې ته په خپل غبرګون کې وويل چې: (تر اوسه مونږ د دې راپور په اړه د موبايل ټکنالوژۍ د کمپنيو لخوا هيڅ ډول غبرګون نه دی ترلاسه کړی، هغوی تر دې دمه چپه خوله پاتې شوي دي، هغوی د راپور يوه خبره هم نه ده ننګولې.)

د دې راپور په خپرېدو سره د تېرو دوو لسيزو څخه را پدېخوا تر بحث لاندې موضوع، د موبايل تلفونونو کارونه او د مغزو او د خولې د لعابيه غدواتو سرطان، يو ځل بيا ګرمه شوه. که څه هم په دې مهمه موضوع باندې تر دې دمه ګڼې څېړنې او پلټنې تر سره شوې دي چې پايلې يې يو له بل سره مخالفې او په ټکر کې وي خو يوه خبره تل پر خپل ځای پاتې وه او هغه دا چې ټولې هغه څيړنې او پلټنې چې د موبايل ټکنالوژۍ د کمپنيو د مالي لګښت له احسان پرته ترسره شوي دي، يو ډول موندنې يې لرلي او هغه دا چې د ۱۰ کلونو لپاره د موبايل تلفونونو کارونه د مغزو او خولې د لعابيه غدو د سرطان په منځ ته راتګ کې مهم رول لوبوي.

د موبايل ځانګړې وړانګې

موبايل تلفونونه يو ډول وړانګې خپروې چې د مغزو دفاعي جوړښت، چې (BBB: Blood Brain Barrier) نوميږي، خرابوي او له همدې لارې په اوږد مهال کې د مغزو د سرطان لامل کېږی.

که څه هم لا تر اوسه د موبايل تلفونونو د کمپنيو ګډه ڼړيواله ټولنه ددې راپور بشپړ منلو ته تياره نه ده او د لا زياتو پلټنو او څېړنو سپارښتنه کوي خو بيا هم په نړيواله کچه يو شمېر هېوادونه لکه فرانسه، انګلستان، فنلنډ، او اسراييل، همدومره څيړنې بس بولي او د دې پر ځای چې د نورو څيړنو په طمعه انتظار وباسي، د موبايل تلفونونو د کارونې په اړه داسې اعلانونه خپروي چې عام خلک، په ځانګړي ډول کوچنيان، يې په خطرونو خبر کړي او تر څنګه يې هغوی ته د حل لارې چارې ښيي. فرانسې خو لا آن د يو شمېر قوانينو د جوړولو کلک هوډ هم کړی دی چې په عملي کولو به يې له يوې خوا د موبايل تلفونونو پر هغو اعلانونو بنديز ولګيږی چې له ۱۲ څخه د کم عمر لرونکو کوچنيانو لپاره خپريږی او له بلې خوا د هغو موبايل تلفونونو جوړول به هم پای ومومي چې له ۶ کلونو څخه د ټيټ عمر لرونکو ماشومانو لپاره د لوبو د سامان په ډول جوړيږي. ددې تر څنګ د فرانسې دا نوی قانون به له موبايل تلفونو څخه د خپرېدونکو وړانګو پر اندازې هم محدوديتونه ولګوي او د يو قانوني اصل په توګه به موبايلونه له مزو لرونکو earphones يا ګوشګو سره پلورل کېږي.

څنګه لدې ګواښ نه ځان وساتو؟

که له يوې خوا د موبايل تلفونونو کارونه د مغزو د سرطا په شان د مرګونو ناروغيو لامل کيدای شي نو له بلې خوا د همدې راپور جوړوونکي ځينې داسې لارې چارې هم ښيي چې په عملي کولو سره يې دا خطر تر ډيره حده کمېدلی شي.

· تر ټولو لومړۍ حل لاره دا ده چې د موبايل تلفونو پر ځای ډيجيټيل لاين لرونکي تلفونونه وکارول شي خو دا چې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې لا هم لاين لرونکي تلفونونه په پراخه کچه د خلکو په واک کې نشته او د نړۍ په ځينو سيمو کې خو بيا د يو شمېر تخنيکي ستونزو له امله د لاين لرونکو تلفونونو فعالول ناشوني دي، نو موبايل تلفونونه بايد د لاندې سپارښتنوپه پام کې نيولو سره وکارول شی:

· خپل موبايل تلفونونه د خبرو پر مهال له خپل غوږ څخه د ۶ انچو (۱۵سانتي مترو) په اندازه ليري ونيسئ چې په داسې کولو سره د مضره وړانګو اندازه تر ۱۰ زره چندو پورې راکمېږی.

· د خبرو پر مهال موبايل لوډسپيکرو چالان کړئ تر څو وکولی شئ چې موبايل له خپل غوږ څخه ليری وساتئ.

· مزي لرونکي ګوشکي يا earphone وکاروئ. په ياد ولرئ چې بې مزو يا wireless سيسټمونه لکه Bluetooth تاسې ته ګټه نه رسوي.

· تر ډېره خپل مشکل د پيغام استولو له لارې حل کړئ او د خپلې روغتيا تر څنګ خپلې پيسي هم وسپموئ.

· کله چې موبايل تلفون نه کاروئ نو هڅه وکړئ چې له خپل بدن څخه يې ليري وساتئ.

· په روان موټر، روان اورګاډي او يا په کليوالو سيمو کې چې د موبايل تلفون دستګاوې ستاسې له موقعيت څخه ليري وي، تر وسې وسې موبايل تلفون مه کاروئ ځکه په دې ټولو حالاتو کې ستاسې موبايل د عادي حالاتو په پرتله له ځانه ډېره زياته شعاع خپروي.

· کله چې پوهيږئ، موبايل ته مو جدي اړتيا نشته، خپل موبايل تلفون ګل کړئ.

· د خوب په وخت کې موبايل تلفون د خپل بالښت لاندې او يا خپل څنګ ته نژدي مه ږدئ.

· د خپلو کورنيو هغه غړي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو څخه ټيټ وی، تر شونې حده د موبايل تلفون له کارونې څخه منع کړئ ځکه په دې عمر کې خطر له بل هر عمر څخه زيات دی.

يادښت:

دا راپور دhttp://www.medscape.com نړيوال طبي ویبپاڼې د سرطانی علومو د څانګې د هغه راپور پر بنسټ ليکل شوی دی چې د ۲۰۰۹ کال، د اکتوبر د مياشتې په ۱۴ نيټه په نوموړې ویبپاڼې کې خپور شو.  مننه

نورې دا ډول ليکنې:

  1. عرضه موبايل اسلامی به مناسبت رمضان
  2. د هر ډول موبايل لپاره کارېدونکی چارچر
  3. كوري ناشي از موبايل
  4. زيتون په ښځو کې د سرطان مخه نيسي
  5. د سرطان په پيدا کېدلو کې د شرابو رول
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید