Home » کلتور او هنر » سفرنامه ها »
د اندلس په کوڅو کې (وروستنی برخه)
ليکنه: علامه محمد تقي (عثماني)
ژباړه: خاکسار (وقار)
…په تير پسې
په مدينة الزهرا کې
له وادي الکبير څخه مو تر مدينة الزهرا پورې يو ټکسي ونيوله، په پيل کې ډريور زمونږ په مقصد سم پوه نه شو ځکه هغه به زمونږ د انګليسي جملو په ځواب کې هسپانوي ويلې، ما ورته د قرطبې د نقشې له مخې د مدينة الزهرا څو انځورونه وښودل چې په ليدلو يې وپوهېده او په هسپانوي ژبه چې کله ناکله به يې ماته ګوډه انګليسي هم ورسره ګډه کړه د مدينة الزهرا په صفت شروع وکړه هغه پدې تمه و چې مونږه ګواکې د هغه په خبرو پوهيږي خو کله چې يې د خبرو په ځواب کې له مونږه يواځې د انګليسي جملې اورېدې نو پر خبرو کولو يې غلي کېدل غوره وبلل.
ټکسي د قرطبې له ډېرو ودانيو څخه تېره شوه، يوه ودانی هم داسې نه ښکارېده چې د مسلمانانو له وخته دې پاتې وي پرته د قرطبې له مسجد او څو نورو ځانګړو ځايونو څخه خو د ځای او ودانيو په نومونو کې که لږ سوچ وشي نو هماغه پخواني عربي نومونه ترې ډېر ښه څرګنديږي ځکه يواځې يې په انګليسي بدل کړي دي. ټکسي له قرطبې څخه ووته او له يو کيلو متر دښته کې له مزله وروسته د يو زرغون غره پر سر ودريده، ډريور د لاس پر اشاره د مدينة الزهرا دروازه راوښوده.
مدينة الزهرا يو کوچنی سلطنتي ښارګوټی ده چې د واکمنو کورنيو د هستوګنې لپاره ودان شوی و، دغه ښارګوټی په ۳۲۵ هـ کې د عبدالرحمن الناصر د خلافت پر وخت جوړ شو. د مدينة الزهرا په اړه ويل کيږي چې د عبدالرحمن يوه وينزه وه له وفات کېدو وروسته يې ډېر مال او دولت له ځانه پرېښود، خليفه حکم وکړ چې دغه مال د مسلمانو بنديانو په ازادولو کې چې له مسيحيانو سره دي بايد په لګښت ورسيږي، د ټولو بنديانو له خوشې کولو وروسته بيا هم ياد مال پاتې و، د عبدالرحمن ښځه چې زهرا نومېده له خپل مېړه څخه وغوښتل چې په پاتې مال د دې په نامه ورته يو ښکلی ښار ودان کړي. خليفه هم دا غوښتنه پر ځای کړه او دمدينة الزهرا په جوړولو يې پيل وکړ، د ياد ښار اصلي برخې په پنځه ويشت کلونو کې جوړې شوې خو پاتې نورې ودانی يې د ناصر له وفات وروسته د (الحکم الثاني) د واکمنی پر مهال چې له ناصر وروسته په تخت کښيناست جوړې شوي دي.
په هغه وخت کې د ښار پراخوالی ۲۷۰۰ په ۱۷۰۰ ذراعو کې و چې د حاکمانو لپاره ودان شوی و، مونږه د يو غره پر سر ولاړ وو چې په غالب ګمان (جبل العروس ) و. ددې غره په اړه راځي چې کله ښار جوړ شو نو ناصر او ښځه يې زهرا د ښار ليدلو لپاره راغلل، د ښځې يې ښار زيات خوښ شو خو کله چې يې پر غره سترګې ولګېدې نو ناصر ته يې مخ واړوه او ويې ويل: آيا دغه ښکلې وينزه به ددغې تور بدمخي غلام په لمنه کې پرته وي؟ خليفه د غره د څېرې د بدلولو لپاره امر وکړ چې د غره ټولې ونې ووهی او پر ځای يې پکې ميوه لرونکي نيالګي کښينوی، پدې کار کولو سره ياد بد رنګه غر په ښکلي او ښايسته غره باندې بدل شو چې له هماغه ډېر ښايست نه ورته جبل العروس ويل کېده. دا ښار دومره ښکلی و چې اروپايي او افريقايي حکمرانان او سياحان به یې سيل ته راتلل.
د ياد ښار سلطنتي قصر يوه برخه د (قصرالخلفاء) په نامه يادېده چې له ځانګړو مرمرو او سرو زرو څخه جوړ شوی و، چت کې يې عجيبه او ښکلي جواهر ايښي وو، د چت په منځنی برخه کې يې نړيوال مشهور جواهر چې د ليو بادشاه خليفه ناصر ته ډالۍ ورکړي وو راځوړند و، په مخه کې يې ورته يو حوض جوړ کړی او په منځ کې يې قيمتي تيګې او جواهرات اچولي و چې د تالار په منځ کې به ځليدل . د تالار هره ضلع له اتو محراب ډوله دروازو څخه جوړه شوی وه، د محرابونو قوسونه په رنګه بلوري ستنو ولاړ وو، دروازې له لرګي څخه تر جوړېدو وروسته په زيوراتو ښکلې شوې وې. کله چې به لمر د تالار د ننه لګېده نو دومره به ځليده چې ليدونکې به يې حيران کړل، که به ناصر غوښتل چې ميلمانه يې نور هم اغيزمن کړي نو غلام ته به يې اشاره وکړه تر څو د حوض زيورات وخوځوي، د زيوراتو په ټکان خوړلو سره به په تالار کې د هغو منعکسه نور هم په حرکت راته او د تالار ديوالونه به داسې معلومېدل چې ګواکې د حرکت په حال کې دي!!؟ ناستو خلکو به د تعجب ګوتې په خولې کې نيولې وې. دغې ښار د ډيرو نورو عجايبو تر څنګ مصنوعي سيند او مصنوعي ځنګل هم لره، هغه ځنګل چې هر ډول حيوانات به پکې پيدا کېدل او داسې ويل کيږي چې دا په نړی کې لومړی مصنوعي ځنګل ده چې په مدينة الزهرا کې دمسلمانانو لخوا جوړ شوی دی!!؟
مدينة الزهرا هماغه د مسلمانانو د تمدن د عروج پر وخت جوړ شوی ښار ده، ريښتيانی هم چې د بهرنيو هيوادو کوم څوک به راغی نو د دې ښار تر اغيزې لاندې به راته خو، که حقيقت ووايو او منصفانه قضاوت وکړو همدغه ودانی او ماڼۍ جوړول د ياد اسلامي تمدن د زوال لپاره پيل و، ځکه هغوی يې له سادګی او رب پالنې څخه د عيش او عشرت پر لور رهي کړل. دغه ودانی د وخت د واکمنانو لخوا جوړېدې خو ديني علماء هم غلي نه دي ناست او هغوی هر وخت نوموړي واکمنان خپلو دندو او مسئوليتونو ته متوجه کړي دي، په تاريخي کتابونو کې زياتې عجيبه کيسې هم رانقل شوي. د شاهي مسجد خطيب ، په فصاحت او بلاغت کې د هغه وخت په اندلس کې وتلې څيره چې په ټول اندلس کې يې ساری نه درلود کله به چې خليفه ناصر مسجد ته د لمانځه لپاره راغی نو نوموړي خطيب به خپله د خبرو خوا د بې ځايه لګښت، اصراف او عيش او عشرت په لور بدله کړه.
يوه ورځ خليفه په شاهي تالار ( چې وړاندې يې يادونه وشوه) ناست و، له خپلو ملګرو څخه يې وپوښتل چې ایا په نړی کې بل کوم واکمن داسې کوم شاهکار له خپل ځان څخه پريښی ده؟ معمولاً درباريان د بادشاه له چاپلوسی پرته بل کار نه لري نو دلته يې هم له پوره چاپلوسی کار واخيست، پدې ترڅ کې قاضي منذر هم تشريف راوړ او کښيناست، خليفه خپله خبره دېته هم وړاندې کړه نو په ځواب کې يې واوريدل: ای اميرالمؤمنينه! الله (ج) تاته بې شمېره نعمتونه درکړي دي خو ما هيڅ وخت نه انګيرله چې تاسې دې د يادو نعمتونو په اړه بې خبره شی او په داسې يو څيز ووياړی چې د کافرانو سره ښايي. خليفه ناصر ترې وپوښتل چې څنګه؟! قاضي منذر يې په ځواب کې دا آيت شريف تلاوت کړ « وَلَوْلا أَنْ يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَنْ يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِنْ فَضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ (٣٣)وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِئُونَ (٣٤)وَزُخْرُفًا وَإِنْ كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالآخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ (٣٥) (الزخرف ۳۳-۳۵)
ژباړه: که دا ويره نه وای چې ټول خلک به د يوې کړنلارې پيروان شي نو مونږ به په رحمان خدای باندې د کافرکيدونکو د کورونو چتونه، او د هغوی زينې چې هغوی ورباندې بامونو ته خيژي، د سپينو زرو ګرځولي وای. او همدارنګه د هغوی د کورونو دروازې او د هغوی تختونه چې هغوی ورباندې تکيه وهونکي کښيني ( هم د سپينو زرو ګرځولي وو) او د سرو زرو د هر څخه خو محضې د دنيوي ژوندانه متاع ده او اخرت ستا د رب په وړاندې صرف د تقوادارو خلکو لپاره دي.
خليفه ددې ايت په اوریدو سره سر وخوراوه، قاضي خپلو اغيزمنو خبرو ته دوام ورکړ تر دې چې د خليفه له سترګو اوښکې راغلې، خليفه سمدلاسه حکم وکړ چې له چتونو او ديوالونو ټول زيورات راکوز او لري کړی.
قاضي منذر د مدينة الزهرا په اړه شعر ويلی و چې خليفه ته يې هم وړاندې کړ:
يا بانی الزهرا مستغرقا
اوقاتها فيها اما تمــهــل
له مــا احســـنها رونقا
لو لم تکن زهرتها تذبل
«ای د زهرا جوړونکيه چې وخت دې پرې ولګوه، لږ فکر هم نکوې؟ مدينة الزهرا څه ښايست لري خو هو چې ګلان يې مړاوي نشي».
لکه قاضی منذر چې ددې ودانۍ له پای څخه خبر و، همدغه ودانۍ چې جوړولو يې څلويښت کاله ونيول خو ټول عمر يې ۳۵ کلونو ته هم ونه رسېد؟؟! په (۳۹۸ هــ) کې داخلي جنګونه پيل شول او ښار يې د خاورو په څلي بدل کړ.
په ۴۳۵ هــ ابوالحزم چې د اندلس د وزيرانو له ډلې څخه و له دې ښار نه تيريده پام يې شو چې اوس د ځناورو ځای ګرځيدلی نو دا مشهور شعر يې وويلې:
قلت يوما لدار قوم تضانو!
اين سکانک العزاز علينا؟
فا جابت هنا اقاموا قليلا
ثم ساروا و لست اعلم اينا؟
«يوه ورځ د يو قوم ځای ته ورغلم چې له منځه تللي وو، ومې ويلې: هغه هستوګن دې کوم دي چې يو وخت مونږه ته ډير ګران وو، په ځواب کې يې وويلې: هغوی ډير لږ وخت دلته واوسيدل او بېرته ولاړل زه هم نه پوهيږم چې چېرته دي؟»
مونږه د جبل العروس څخه د شاوخوا ننداره کوله خو له غمه ډکه نظاره، بالاخره ماښام نژدې شو او مونږه په چټکۍ سره د هوټل پر لور روان شو. له ډوډی خوړلو او ماښام لمونځ کولو وروسته بېرته ووتلو، هوا لږه سړه وه، مونږه په لويو لويو سړکونو کې وګرځيدو، لوړو ودانيو څخه څرګندېدله چې د اندلس پخوانی نقشې زيات تغير کړی او دا نقشه د دويم ځل لپاره بيا جوړه شوېده.
دا شپه د شنبې شپه وه، په غالب ګمان چې د ښار په کومه برخه کې جشن جوړ شوی و او زيات خلک راوتلي وو، زما په ذهن کې راغلل چې ښايي ددوی نيکونه عربان يا مسلمانان وي ځکه د مسيحيت له حاکمېدو وروسته ډير مسلمانان په زور سره مسيحان شول، خو په بچيو کې يې اوس هم ځينې نښې او عادات څرګندېدل چې ګوندې د مسلمانانو له لمسيو څخه دي. سپين رنګ چې تور ته لږ مايل و او د څيرې ځلا یې د عربو اصليت ښوده. د نورو اروپايانو پر خلاف بشاش، متواضع او خوش طبع دي، يو بل سره د مخامخ کيدو پر مهال د عربو په څير مينه لري، او لومړنی کلمه يې «اولا» Ola وي چې په غالب ګمان د «اهلاً» بدل شوی څېره ده، همدارنګه يو بل په غيږ کې نيول او د عربو په څير مچې کول هم د عربو له عادتونو څخه شمېرل کيږي. له خوراک وړاندې د لاسونو پريمنځل هم د اسپانويانو يو داسې عادت ده چې د اسلامي تمدن څخه ورپاتې ده چې ما له اسپانيې پرته په نورو اروپايي هيوادونو کې نه ده ليدلی. د اسپانويانو ژبه د عربي سره ورته ده او ډير لږ تغير يې پکې راوستی ده، د بېلګې په توګه په عربي کې «القنطره» او په اسپانوي کې (الکانتارا)، (الشکر) او په اسپانوي کې (الزوکر)، وريجو ته (ارز) په اسپانوي کې (اروز)، رهبر ته (الکايد)، امين ته (الامين) وايي، ټوله کې اسپانوي ژبه له عربي څخه ډېره اغيزمنه ده او حقيقت کې کومه کلمه يې چې په (Al) پيل کيږي نو عربي الاصله وي.
مالقه (مالاګا) کې
بله ورځ سهار هوا وريځ وه، او د همدې ورځ درې بجې بايد مونږه د مالقې هوايي ډګر ته تللی وو ځکه له هغه ځايه پاريس ته تللو، مالقه د قرطبې (۲۰۰) کيلومتری کې قرار لري او د باران د اورېدو په اساس چې په لاره کې ځنډ نشو نو سمدستې د مالقې پر لور وخوځيدو. د يکشنبې ورځ او عمومي رخصتي وه، په لارو کې د موټرو بيروبار کم و، د قرطبې څخه تر وتلو وروسته باران هم درېدلی و، موټر مو نور هم چټک کړ. په لاره کې کوچنيو کوچنيو کليو ته ورسيدو چې د رخصتی له امله خورا ارام او ساکت ښکارېدل، د مالقې په (۲۵) کيلومتری کې د اندلس مشهور غرونه (البشارات) «Al-Puxarras» مخې ته راغلل چې د المديترانيې څخه تر الماريا پورې غځيدلي دي، دغه سيمې د اندلس له ښکلو سيمو څخه شمېرل کېدې. دا هماغه نقطه وه چې ابوعبدالله د غرناطې له سقوط وروسته پکې څه وخت تيرکړ.
ددې سيمې ښکلا دومره اغيزمن کړو چې مجبوراً د غره په سر له موټره پياده شو تر څو د لږې مودې لپاره د شاوخوا ننداره وکړو.
مالقه (مالاګا) د اندلس له لرغونو ښارونو څخه ده چې تاريخ يې له ميلاد څخه وړاندې ياديږي، پخوا او اوس هم د يو ځانګړي ايالتي مرکز په توګه پاتې ده ، تجارتي ښار يې هم بولي، انځر او انګورو خو يې په ټول اندلس کې ساری نه درلود. مسلمانانو د اته سوه کلونو لپاره پدې ښار واکمني کړې او ډير پوهان چې په (مالقي) نسبت يادېدل له همدې ښار څخه وو. کله چې اندلس د کفارو لخوا ونيول شو نو يواځې غرناطه د مسلمانانو په لاس کې پاتې وه او مالقه يې د واکمنی مرکز و خو کله چې د يوې ترخې تراژيدی په ترڅ کې ابوالحسن د خپلې واکمني کړۍ راتنګه کړه او ورور يې الزغل د مالقې واکمن کړ نو هغه ايالت يې خپلواک هم اعلان کړ. دواړو وروڼو د مسيحيانو د شومو اهدافو د مخنيوي
لپاره په جهاد پيل وکړ چې تر ډيره حده يې ښه پايله درلوده او په مسلمانانو کې يې نوې ساه پوه کړه. خو د ابوعبدالله خيانت چې د پلار (ابوالحسن ) د پرځيدو سبب شو او ابوعبدالله ځان د غرناطې حاکم اعلان کړ. ابوالحسن خپل ورور الزغل ته پناه يوړه، همدغه اختلافات د غرناطې او مالقې تر منځ د اړيکو د پريکېدو لامل وګرځېد چې مسيحيانو ته د لاسوهنې ښه بهانه جوړه شوه. له ۸۸۸ څخه تر ۸۹۱ پورې د دواړو وروڼو لخوا د مسيحيانو سره جهاد روان و چې بالاخره د دواړو وروڼو په شهادت پای ته ورسيده، او مالقه د فرديناند او ملکه ازابلا منګولو کې پريوته، ابوعبدالله له اته کلونو وروسته ونشو کولی چې نور هم په غرناطه کې پاته شي، بالاخره ۸۹۸ کې يې غرناطه فريناند ته وسپارله. د مسلمانانو د واکمنی پر مهال مالقه کوچنی ښارګوټی و او نسبت قرطبې ته يې دومره نفوس نه درلود خو اوس خبره ټوله سرچپه شوې وه او مالقې د نفوسو له مخې او يا نړيوال هوايي ډګر له مخې پوره اهميت درلود، د مالقې ساحل د ډيرو مشهورو سواحلو له ډلې څخه ده چې د مالقې اهميت يې څو چنده زيات کړی او هوا يې هم نسبتاً نورو ځايونو ته ګرمه ده.
انقيره
تر څو مو چې الوتنه تياريده نو څه وخت مو په لاس کې و، د نقشې له مخې مو وغوښتل تر څو (Anbeguerra) نومې ساحل ته چې د (انقيره) بدل شوی نوم و ولاړ شو. دا ښار د مسلمانانو پر وخت د مالقې د ښارونو څخه شمېرل کېده، نسبتاً په لوړه برخه کې واقع ده. ويل کيږي چې په ياد ښار کې د مسلمانانو له وخت څخه راپاتې يوه ودانی هم شته ده، په نژدې غره کې د مرمرو معدن هم و. ددې ښار څخه کولی شو د (ابوبکر يحيی بن محمد انصاری) چې د انقيرې مشهور حکيم او شاعر وه نوم ياد کړو.
نن ورځ انقيره د سياحتي ښارونو له ډلې څخه ده چې د هوټلونو او ښکلو ودانيو ځای ده، د نړی ډير سياحان هره اونی د ياد ښار ليدنې ته راځي. مونږه د لږ وخت لپاره د (درايومارين) جادې ترڅنګ ودرېدو، تمام ساحل ډير ارام و او زمونږ پر وړاندې د مديترانيې څپو ټوپونه وهل، يو وخت مسلمانانو د همدې سيند زړه سوری کړ او د اندلس کوڅو ته يې لاره وکړه اقبال يې په اړه څه ښه ويلي و:
تها يها هنګامه ان صحرانشينون کا کبهی
بحربازی ګاه تهاجن کی سفينون کاکبهی
زلزلی حن سی شهنشاهون کی دربارون مين تهی
بجليون کی اشيانه جن کی تلوران مين تهی
دا هماغه سيند ده چې له اته سوه کلونو وروسته يې دهماغه مجاهدينو بچي په بد حالت کې ليدل چې تښتيدل او که څوک به له ټولو خپلو خپلوانو سره له سيند پورې وته نو نيکمرغه ګڼل کيده. خيرالدين بارباروسا د اسلامي تاريخ نامتو کښتی چلونکي د مسلمانانو لپاره ډير خدمتونه وکړل، هغه ډير کلونه د اندلس پرديس الجزاير او مراکش ته يوړل تر څو د مسيحيانو له منګولو څخه په امان کې پاته شي، نن هماغه ساحل د عيش او عشرت مرکز ګرځيدلی او هر ډول فحاشي پکې باک نه ګڼل کيږي. ( تلک الايام نداولها بين الناس).
ملګری مې سعيد د اندلس له تير او اوسني حالت نه دومره اغيزمن شوی و چې ناخبره يې اه و کيښ او وويلې يې: آیا داسې ورځ به هم راشي چې مسلمانان دا ويړه دنيا بېرته د ايمان په وړانګو روښانه کړي؟ ما وويلې: که نن مسلمانان د خپلو سيمو امنيت هم وساتلی شي نو غنيمت ده.
د تمدن د پرمختګ او پرځېدو لاملونه څرګند دي، د لمړي وخت توره او ايمان، د وروستي وخت طاؤس او رباب.
اوس نو زمونږ دنده ده چې د چارې په لټه کې شو!!!!
No related posts.



1 تبصره ها
الله موپه قلم برکت کړه واقعآډیره شه لیکنه ده