Home » مشوره و فتوا » اخلاقي مسايل »
په اسلام کې د نر او ښځې اختلاط
ددې لپاره چې په ټولنه کې فتنه او فساد له منځه لاړ شي، اسلام د ښځې او نر ترمنځ اختلاط منع کړى، خو که اختلاط د لويو مقاصدو د لاسته راوړلو لپاره وي لکه د علم لاسته راوړل او يا هم د جهاد د فريضي په ادا کولو کې هغه هم په حشمت او وقار د شرعي
حجاب په لرلو سره اختلاط جايز دى.
د ښځې او نر ترمنځ اختلاط، هغه حالت ته د رسيدو لمړى پړاو دى چې غربي ټولنې پرې ککړې شوې دي. همدا سبب دى چې اسلام د ښځې او نر ترمنځ اختلاط شديداُ منع کوي.
دا هم بايد په ياد ولرو چې د ښـځې او نر ترمنځ اختلاط هيڅ کله هم د پرمختګ خنډ نه کيږي.
حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايي: هر کله چې ښځه او نر د خلوت لپاره سره کيني د دوى ترمنځ دريم شيطان دى او په يو بل حديث کې فرمايي: ښځو ته له ورتلو څخه ځانونه وژغورئ…
طبراني روايت كوي چې:
له ښځو سره له ناستې ځانونه وژغورئ. په خداى قسم چې زما ځان يې په قدرت کې دى چې هيڅکله هم ښځه او نر، ګډ نه سره کښيني مګر شيطان يې په منځ کې وي.
No related posts.

2 تبصره ها
زه باید دا ووایم چې ننۍ وهت کې بندو بار غربي دموکراسي دومره خپلې وزرې زموږ پ په هېواد کې خپرې کړي چې په اوسني وخت کې ښځه او نر په یو دفتر کې ګډ کار کوي، تر وسې وسې هڅه وشي چې له اختلاط څخه ځان وساتل شي خو داسې کله هم کېږي چې په یو دفتر کې یوه ښځه وي او یو نارینه نو دلته خو شیطان تل له هرچا سره وي په تېره بیا په دا ډول ځایونوکې خو هغه په عقیده او ایمان کلک ولاړ ښځه یا نر هیڅکله هم د شیطان د وسوسو لاندې نه راځي او په پوره ایماندارۍ سره باید ځانونه له هر ډول اختلاط څخه وژغورو. مننه
ډير لويه او بهتره خبره ده.
هر انسان مکلف دى چي د نفس سره کلک جهاد وکړي.
نفس او شيطان داخواهش دى چي د ښځو سره اختلاط راولري. مګر مسلمانان بايد کوشش وکړي چي هيڅکله اختلاط رانشي.