Home » ملټي ميډيا » بروشورها »
له ستورو نه د ځمکې ننداره (اصلاح پيغام ۲۶)
له ستورو نه د ځمکې ننداره
د اسلامی امت تاریخ ته لنډه کتنه
(او دا (د بريا او ماتې) ورځې مـــوږ د خلكــــو تر مينځه اړوو را اړوو.)
(ژباړه: آل عمران ۱۴۰).
د تاریخ له کاروان سره
زه له تاريخ سره ډيره مينه لرم او تل يې په ليوالتيا لولم، د سوچونو په نړۍ كې تل د تاريخ له ميړنيو او تاريخي پيښو سره اوسيږم او هيله من وم چې كاشكې مې دا پيښې په سترګو ليدلې واى. يوه ورځ په همدې سوچونو كې ډوب وم چې ناڅاپه مې ځان په يوه لوړه څوكه وموند او د لوى تلسكوپ له لارې مې د ځمكې ننداره پيل كړه. په حيرانتيا سره مې د ځمكې اوسيدونكي له هغه حالت څخه چې ما پيژندل په خورا توپير كې وموندل، جوماتونه له لمونځ كوونكو ډك وو او د خلكو ترمنځ د شريعت احكام پلي كيدل. هاخوا، دې خوا مې سترګې واړولې خو هيڅ لور مې فساد، فحشا، شراب او قمار ونه ليدل. يوې سيمې ته ځير شوم چې د خرما گڼو ونو يې اسمان ته سرونه اوچت كړي ول او په منځ كې يې ساده جومات تر سترګو كيده او په ټوله سيمه د نور او بركت وړانګې خپرې وې نو پوه شوم چې دا مدينه منوره، د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سپيڅلى ښار دى.
بې محكمې او زندانه ښار
كورونه خورا ساده او ډيرى يې له خښتو څخه جوړ شوي وو، خو په همدې خاورينو كورونو كې د سترو هيوادونو سفيران او د پاچاهانو زامن چې مسلمان شوي ول، ښكته پورته كيدل. پوه شوم چې دا ښار له خپل كوچنوالي او سادګۍ سره سره، په ټوله نړۍ واكمني كوي او د ايران او روم خراج دلته را روان دى. په ښار كې ډير وګرځيدم خو محكمه او زندان مې تر سترګو نه شول. له ځان سره مې وويل: (دا عارضين چېرته ځي او مجرمين چېرته ساتل كيږي؟) په همدې سوچ كې وم چې په تلسكوپ كې مې وليدل د جومات په ګوټ كې يو سړى چې ساده او پيوند شوې جامې يې په تن دي، له خورا هيبت او وقار سره ناست دى او دوه كسان له هر ډول تشريفاتو پرته ورته د قضاوت لپاره راغلل او ويې ويل: (زموږ ترمنځ شخړه ده، نو په عدالت پريكړه وكړه او تيرى مه كوه.) قاضي په خورا آرامۍ سره شكايت واوريدلو او په پايله كې يې مدعي ته وويل: (ته بايد دليل او شاهد راوړي او كه نه بايد مدعي عليه قسم وخوري.) مدعي څو عادل شاهدان راوستل چې د هغه د ادعا په صحت يې شاهدي وركړه. قاضي د هغه په ګټه پريكړه وكړه او په څو شيبو كې دوسيه ختمه او دواړه د شريعت له حكم نه په خوښۍ سره پاڅيدل او په خپله لاره لاړل. سر مې وخوځولو او له ځان سره مې وويل: (چې داسې ده نو دا خلك وكيل او محكمې ته اړتيا نلري.) ومې ليدل چې د كورونو دروازې خلاصې دي، بيت المال پداسې حال كې چې په همدې ورځ د ايران خراج مدينې ته راغلى وو پوليس او ساتونكي نلري. په حيرت سره مې د كسرى تاج چې زرګونه ديناره ارزښت يې درلود، د غنيمت د مالونو په منځ كې پروت وليد. دا تاج د يوه غريب سرتيري لاس ته ورغلى وو، هغه د لښكر امير ته وركړ او هغه خليفه ته راليږلى وو چې اوس دلته پروت وو. يوه ډله خلك يې راوستل چې غلا يې كړې وه، شرعي حكم پلى او لاسونه يې پرې شول. پدې توګه ډاډه شوم او ومې ويل: (دا خلك اصلا زندان ته هم اړتيا نلري) ځينې كورونو ته ننوتم، ومې ليدل چې ساده او خوشحاله ژوند لري چې حسد، كينې، حرص او طمعې ندى خړپړ كړى. هغوى اړمن دي خو نورو ته پر ځان ترجيح وركوي. يو سړى خپل ګاونډي ته ډالى ليږي، خو وروسته لدې چې ډالۍ په څو كورونو راګرځي بيرته لومړني كورته راځي. پياوړى د كمزوري حق نه خوري او لوى پر كوچني تيرى نكوي. خليفه او امير په مهربانۍ او ورين تندي له خلكو سره چلند كوي، ته به وايې چې د دوى د پلار په ځاى دى. خلك هم د هغوى درناوى كوي، خير، ښيګڼه يې غواړي او امر يې مني. لنډه دا چې ټول يو د بل خيرغوښتونكي دي.
سرتيري هم عجيب ول
ډير ليواله وم چې د دغه پياوړي دولت لښكر او پوځيان ووينم چې د فارس او روم سترې امپراطورۍ يې په ګونډو كړې دي. اوريدلي مې وو چې نظاميان تل له نورو وګړو څخه د اخلاقو او دين دارۍ له پلوه فاسد وي خو دلته كيسه هسې نه وه. دلته د هر څه په شان لښكر هم بدل وو، سرتيري د شپې عابدان ول چې د تلاوت او له الله سره د راز او نياز خوږو نغمو به يې غوږونه نازول او د ورځې سپاره جنګيالي ول چې په ډيره زيركۍ به يې د دښمن لښكرې تس نس كړې. په خپلو عهدونو پابند ول، يو بل ته يې په نيكيو امر كولو او له بديو يې منع كول. پر خلكو يې ظلم نه كولو، په جګړه كې يې د دښمن ماشومان، ښځې او سپين ږيري نه وژل. كروندې او عبادت ځايونه يې نه ويجاړول. د خلكو د ناموس په اړه يې له پاكلمنۍ كار اخيست. ومې ويل: (چېرته چې سرتيري داسې وي، نو عابدان او زاهدان به يې څنګه وي.) د دې پيښو په ليدلو پوه شوم چې دا به د راشده خلفاوو دور وي چې د ايماني ژوند كوچنۍ بېلګې يې ما ولېدې.
له مدينې نه تر دمشقه
له هغه ځايه لږ را ښكته شوم. ومې ليدل چې حالاتو بدلون موندلى او د اسلامي حكومت پايتخت له مدينې څخه دمشق ته تللى. لوړې ماڼۍ مې وليدې چې پر دروازو يې ښكلې پردې پرتې او ديوالونه يې پر نفيسو ټوټو پوښل شوي دي. د جوماتونو ودانۍ لوړې دي چې منارې يې د اسمان لمنې رانيسي. جوماتونه له لمونځ كوونكو مالامال دي. د زده كړې مجالس مې وليدل چې له زده كوونكو ډك دې، علماوو د پيغمبر احاديث نقل كول او خلكو به ليكل او حفظ كول به يې. خلك په بيلابيلو ډلو ويشل شوي ول: ځينې زاهدان او عابدان ول، نور د علم تږي او بله ډله د ژوند په خوندونو او ميلو چړچو كې بوخت ول. د آزادۍ او سوكالۍ نښې له ورايه ښكاريدلې، او ومې ليدل چې خلك په ثروت، شرف او مقام كې يو له بل سره توپير لري. د خليفه زوى په تكبر سره واك چلوي. د شريعت ځينې حدود پلي كيږي او خلك ديني اعمال ترسره كوي. علما او دينداره وګړي په خپله خوښه د اصلاح په چارو كې لګيا وو او خلكو يې هم خبرې منلې. چا په ښكاره په ګناه اصرار نه كولو او ټولو د دينداره وګړو درناوى كولو. خليفه او امير د هوساينې، چړچو او دبدبې سره سره، لا هم د خلكو امام، خطيب او د هغوى په منځ كې ول. خليفه ګانو به شاعران په سترو ډاليو نازول. د مسلمانانو واكمني له ختيځ نه د هند تر پولو او له لويديځ نه د اطلس سمندر تر سواحلو پورې غځيدلې وه. د ختيځ سرحد نه تر لويديځو پولو پورې لږ تر لږه د پنځو مياشتو مزله لاره وه. له ځان سره مې وويل: (كيداى شي دا به د امويانو عصر وي او زه به د لومړۍ هجري پيړۍ په پاى كي يم.)
د آسونو له روزلو د سپيانو تر جنګولو
لږ نور ښكته راغلم. د دجلې پر غاړه نوى جوړ شوى ښار مې وليد، له ورايه ښكاريده چې د عربو او عجمو څخه ګډ دى، عرب، فارسيان، هنديان او ګڼ شمير تركان پكې تر سترګو كيدل. د خليفه ماڼۍ د عجمو د پاچايانو په څير د تركي سرتېرو لخوا ساتل كيده. د وزيرانو او اميرانو د ماڼيو همدا حال وو، پاچايان به په ځانګړو كاروانونو كې له شان او شوكت سره راوتل. ومې ليدل چې ځينې خلك په لوړه بيه كوترې اخلي او په روزنه او لوبو يې بوخت دي، ځينې هم چرګان او سپي جنګوي او نور په ډول ډول لوبو او سرګرميو كې لګيا دي. له ځان سره مې وويل: (ددې ټولو لامل د پيسو ډېروالى او له نورو وګړو سره ګډېدل دي.) د قاضي دفتر له عارضينو ډك وو او يو شكايت په څو ورځو كې ايله حل كيده، زندانونه له مجرمينو مالامال ول. خو لدې ټولو سره سره پدې خوښ وم چې لا هم جوماتونه له لمونځ كوونكو ډك ول، په مدرسو كې زده كوونكو څپې وهلې او د وعظ مجالس په اوريدونكو سمسور ول. خلك به د الله د عذاب له ويرې بې سده شول او له بديو څخه به يې توبې كولې، هره جمعه به ډير اهل ذمه مسلمانيدل. پوه شوم چې لا خو خلكو زړونه له لاسه ندي وركړي او دين لا هم پر نفسونو واكمني كوي. ځينې خلكو له دنيا سره اړيكې شلولې وې او له پاچايانو او د هغوى له ډاليو بې پروا ول، خلك به له لرې لرې ملكونو ورته راتلل او خپله علمي او روحي تنده به يې ترېنه ماتوله.له ځان سره مې وويل: (د دين پانګه له مادي دولت څخه خورا پياوړې ده.)
هر چېرته چې وريږې، ووريږه!
د ځمكې پر سر د تر ټولو ستر دولت پاچا مې وليد چې وريځې ته وايي: (هر چېرته چې وريږې، ووريږه! خراج به دې حتما ما ته راځي.) پوه شوم چې دا دريمه هجري پيړۍ ده او دلته د عباسيانو د حكومت پايتخت بغداد دى.
قرطبه او الزهرا
پدې وخت كې مې وغوښتل چې يو ځل د جبل الطارق خليج ته ځغلنده نظر وكړم. د ساحل پر غاړه مې سمسور ښار وليد چې لوړو ودانيو، پراخه ماڼيو، ښكلي باغونو، لويو لارو، بهيدونكو چينو، مضبوطو كلاګانو، ښكليو جوماتونو او سترو مدرسو ښكلى كړى وو. د هغې په ليدو سمدلاسه قرطبه را په ياد شوه او پوه شوم چې دا ښار ۱۶ ميله اوږدوالى او ۶ ميله سور لري چې پكې ۱۱۳۰۰۰ ماڼۍ او كورونه،۴۸۰۰۰۰ دوكانونه،۷۰۰ جوماتونه، ۹۰۰ حمامونه او ۴۰۰۳۰۰ د اوبو ذخيرې موجودې دي او نفوس يې له يو ميليون څخه اوښتى دى. په ښار كې پراخه پاركونه، شنه باغونه، په تيږو پوښل شوي سړكونه او سترې خيمې ولاړې وې چې مساپرو، او لارويانو به يې سيوري ته پناه وړله. بازارونه له سوداګرو ډك ول او هر لور قيمتي توكي ليدل كېدل چې له لرې ښارونو څخه د پلور لپاره راوړل شوي ول. هرې خوا ته د سوداګرو او سياحانو لپاره ميلمستونونه شته ول. د قرطبې تر څنګ مې كوچنى ښار وليد چې په ښكلا كې يې جوړه نه درلوده. ومې ويل كيداى شي دا به د تاريخ مشهور ښار (الزهرا) وي. پوه شوم چې په څلورمه هجري پيړۍ كې د عبدالرحمن ناصر يا يې د زوى دويم حكم د پاچاهى په وخت كې په آندلس كې ګرځم.
د سلجوقيانو دور
له لويديځ نه مې ختيځ لور ته سترګې راواړولې: پياوړى او پراخ حكومت مې وليد چې پايتخت يې نيشاپور وو او په خراسان، عراق او ايران يې واك چلولو. پاچا آلپ ارسلان له اروپايانو سره د دوى په ځمكه كې په جګړه بوخت وو. مسيحي پادشاه يې اسير او حكومت يې د جزيې وركولو ته اړ ويستلي وو. د بغداد نظاميه مدرسه مې په علماوو سمسوره وموندله چې د امام غزالي په شان شخصيتونه پكې په تدريس لګيا ول. په نيشاپور كې مې هغې ته ورته ستره نظاميه مدرسه وليدله چې امام الحرمين جوينې يې د لوست چارې پر مخ بيولې. د دې انځورونو په ليدلو مې سترګې يخې شوې او سلجوقي دولت ته مې دعا وكړه.
د صليب لښكرې
ډير وخت لا نه وو وتلى چې اروپاييان مې وليدل چې د صليب نښان پر غاړه اسلامي هيوادونه لوټوي او له هر لوري يې بريد پيل كړى دى. ومې ليدل چې د اروپا پاچايان سره همغږي شول، لوى لښكرونه يې راوويستل او قدس يې ونيو. دومره مسلمانان يې ووژل چې د فلسطين په كوڅو كې آسونه تر ګونډو په وينو كې ډوب شول. اروپاييانو د سوريې او فلسطين هيوادونو ډيرې سيمې ونيولې او عراق او مصر يې له ګواښ سره مخ كړل او د حجاز د نيولو خوبونه يې په سر كې تاوول. جرئت او ګستاخي يې تردې كچې ورسيده چې يوه قوماندان يې قسم وخوړ چې په مدينه كې به د پيغمبر جسد ته سپكاوى كوي. دا صحنې مې چې وليدې نو په بيړه مې نيشاپور ته سلجوقي حكومت ته سترګې واړولې چې چېرته دي هغه پاچايان چې له اروپاييانو سره به جنګيدل او ماته به يې وركوله، خو له بده مرغه ومې ليدل چې اسلامي حكومت په ۵۳۲ كال كې له منځه تللى او مسلمانان يا په لوبو او سرګرميو بوخت دي او يا هم سخت په خپل منځي شخړو كې سره ښكيل دي او هيڅوك د صليبيانو ګواښ ته پاملرنه نه كوي.
نن د پيغمبر په خاطر غچ اخلم
د دې حالت په ليدو سره په اسلام وويريدم او ومې ويل: (نور نو بايد له اسلام سره مخه ښه وكړم.) د ناهيلۍ په تتو تيارو كې مې وليدل چې سلطان نورالدين زنګي او سلطان صلاح الدين ايوبي د اروپايانو سره د جګړې ډګر ته راووتل او په ډيره ميړانه يې هغوى پر شا وتمبول. صلاح الدين هغوى ته سخته ماته وركړه او د برنس ورميږ يې ور پرې كړ چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته يې سپكاوى كړى وو او ويې ويل: (نن د پيغمبر په خاطر غچ اخلم.) سلطان صلاح الدين غازي قدس او شام بيرته له مسيحيانو ونيول او په نړۍ كې يې د مسلمانانو مخ سپين كړ.دا هغه ستره بريا وه چې ټولې برياوې يې په وړاندې كمې ګڼل كېدې.
كه چا وويل چې مغولو ماته خوړلې، نو مه يې منئ.
لږ نور ښكته راغلم. هغه بغداد چې څو شيبې وړاندې مې يې ننداره كړې وه، ومې ليد چې مغولانو وران كړى، د وينو ويالې روانې دي او د مړيو له سرونو يې څلي جوړ كړي دي. خليفه معتصم يې په ناوړه توګه وژلى او د بغداد كتابتون يې په دجله كې غورځولي چې اوبه يې كله د كتابونو په رنګ تورې شي او كله د مړيو په وينو سرې. كه چيرې له مخكې د دجلې له څنډو سره بلد نه واى، نو د بغداد دا نوې بڼه به مې هيڅ پيژندلې نه واى. ومې ليدل چې مغلو د ملخانو په څير په اسلامي نړۍ هجوم راوړى او ستر ښارونه او د ختيځ پايتختونه يې نړولي دي. ماڼى او جوماتونه يې وران كړي، كورونه يې سوزولي او د اوسيدونكو نه يې سرونه پرې كړي دي. په خراسان كې يې د خوارزمشاه حكومت دړې وړې كړى او په بغداد كې يې د عباسي خلافت جرړې ايستلې دي. مسلمانان دومره ترېېدلي چې د مغولانو په ماته يې اصلا باور نه راځي او دا خبره د ټولو د ژبو پر سر ده چې: (كه چا وويل چې مغولو ماته خوړلې، نو مه يې منئ.) يو ځل بيا په اسلام وويريدم، كيداى شي دا به د اسلام وروستۍ شيبې وي او نور به دا دين له نړى نه لرې كيږي خو ناڅاپه مې په خورا حيرت سره وليدل چې مغولان ډلې ډلې مسلمانيږي او غالب ولس د مغلوبو مسلمانانو رنګ اخلي او همغو مغلانو د اسلام بيرغ په لاس كې اخيستى او د دې دين سرتيري پوځيان ترې جوړ شوي. پوه شوم چې دا دين تلپاتې دى او هر فاتح مغلوبوي.
محمد فاتح
د وخت په تيريدو مسلمانان كمزوري شول او د اسلامي نړى په ګوټ ګوټ د خوب څپې رادبره شوې او هيڅ لور ته د هيلو غوټۍ نه تر سترګو كيدې. يوازې د كوچنۍ آسيا په زړه كې يو څرك ځليده چې د مجاهد عثمان خان خپلواك حكومت وو. له هغه ورسته نوميالي عثماني اتل، محمد ثاني د مسيحي نړى زړه استامبول په كال ۸۵۸ كې فتح كړ او خپل پايتخت يې وګرځاوه. د محمد فاتح ځايناستي ځواكمن پاچايان ول چې د اروپا تر زړه پورې وړاندې لاړل.
اسلامي آندلس په مسيحي اسپانيه واوښت
پدې وخت كې مې يو ځل بيا آندلس ته وكتل، ومې ليدل چې قرطبه او نږدې اسلامي سيمې يې د مسلمانانو له لاسه وتلې او جوماتونه په كليساوو اوښتي چې د اذان پرځاى ناقوس پكې كړنګيږي. خلك ظاهرا عرب، خو دين يې عيسويت دى. تمدن يې عربو ته ورته خو ژوند يې كاملا جاهلي دى. اسلامي غرناطه هم د كفر توپاني څپو له ځان سره يوړه او مسيحي پاچا فرديناند پر هغې غلبه وكړه او ازابلا تر خپلې ولكې لاندې راوسته. د بني الاحمر وروستى پاچا ابوعبدالله مې وليد چې د پاچايۍ كليانې په نمجنو سترګو تسليموي او له غرناطې او الحمراء ماڼۍ سره مخه ښه كوي. له څه ځنډ وروسته مې وليدل چې اسلامي آندلس، مسيحي رنګ غوره كړى او خلك په زور له دين نه اړول كيږي، مدرسې تړل كيږي او كتابخانې سوځول كيږي. په لږ موده كې هغه اسلامي ځمكې چې اته سوه كاله اسلام پرې واكمني كړې وه داسې مسيحي شوې چې هيڅوك پكې نه موندل كيدل چې د اسلام نوم په ژبه راوړي. دغو زړه بوږنوونكو پيښو ولړزولم او په هوښ راغلم. ځان مې د كټ په سر وموند او له ځان سره مې وويل: ښايي الله به مې خير غوښتى وي، چې د اسلامي تاريخ بيلابيل پوړونه او ډول ډول مسلمانان يې راوښودل. ومې ليدل چې څرنګه كافر- مسلمان، غالب- مغلوب او مسلمان مرتد كيږي او څرنګه د مسلمانانو د غفلت او ناوړه كړو وړو په پايله كې اسلامي خاورې په مسيحي وطنونو اوړي. پاڅيدم او سوګند مې وكړ چې تل به د اسلام سپاهي يم تر څو بيا د آندلس پيښې پر اسلامي نړى تكرار نه شي. آيا ته هم دا سوګند راسره كوې؟
د اصلاح پیغام لړئ
- د اصلاح پيغام په ټولنه كې د ديني ارزښتونو د راژوندي كولو، د اسلام د اصيل فهم د خپراوي او د ځوان د روزنې په موخه په لار اچول شوى تكل دى.
- دا پيغام په هرو پنځلسو ورځو كې يو ځل په پښتو او دري ژبو خپريږي.
- د ويش بڼه: د پيغام غړي د وس په كچه پيغامونه د پیسو په مقابل کې تر لاسه کوي او بیا یې وړیا ویشي چې دا د الله په لار کې د ایثار عملی تمرین دی. اوس مهال پيغام د هيواد په ګوټ ګوټ كې سلګونه دعوتګر غړي لري.
Payamislah@gmail.com
www.eslahonline.net/payam
http://www.facebook.com/payamislah
شماره تماس: ۰۷۹۴۶۶۸۸۲۶
_____________________________________________________________________
از بلندای آسمان
نگرشی کوتاه بر دورنمای تاریخ اسلام
(و ما اين روزها (ی پيروزی و شكست) را در ميان مردم دست به دست میگردانيم)
(ترجمه: آل عمران 140)
همگام با قافله ی تاريخ
من شیفتۀ تاریخ ام و همیشه با اشتیاق فراوان آنرا مطالعه می کنم، در دنیای افکارم پیوسته با رادمردان تاریخ و وقایع تاریخی زندگی می کنم و همیشه آزرو دارم که کاش این حوادث را با چشم خویش می دیدم. روزی غرقی همین افکار بودم که ناگاه خود را در جایگاه بلندی یافتم که با تلسکوپی بزرگی به زمین می نگریستم: با تعجب زمین و مردم آن را متفاوت تر از آنچه می شناختم دیدم. مساجدرا پر از نمازگذاران یافتم ودیدم احکام شریعت پیاده می شوند. اینسو و آنسو نگریستم، نه فساد و فحشائی را مشاهده کردم و نه شراب و قماری. به منطقۀ که درختان خرمایش سر به فلک کشیده بودند و مسجدی سادۀ داشت که ابری از نور و برکت بر آن سایه افکنده بود متمرکز شدم. دانستم که مدینه، شهر پیامبر صلی الله علیه وسلم است. منازل اش ساده و اکثراً از خشت ساخته شده بود اما سفیران دولتهای بزرگ و فرزندان پادشاهان را که مسلمان شده بودند درآنجا يافتم و دانستم که این شهر با همۀ سادگی اش، بر جهان حکم می راند و خراج ایران و روم به سوی آن سرازیر است.
شهری بدون محکمه و زندان
در شهر گشتم ولی محکمه و زندانی ندیدم، با خود گفتم پس عارضین کجا می روند و مجرمان در چه جائي نگهداری می شوند؟ دیدم مردی با لباسهای پینه زده اما با هیبت و وقار در مسجد پیامبر نشسته است و دو نفر بدون هیچ تشریفاتی نزد او به داوری آمدند و گفتند: (ما با هم نزاعی داریم، بین ما به عدالت حکم کن و ستم مکن و ما را به راه درست راه نما.) قاضی در کمال آرامش شکایت را شنید و به مدعی گفت: (باید دلیل و شاهد بیاوری ورنه مدعی علیه باید قسم بخورد.) مدعی چند شاهد عادل آورد که به صحت ادعای او شهادت دادند و قاضی به نفع او حکم کرد و در چند لحظه دوسیه ختم شد و هردو با رضایت از حکم شریعت بلند شده به راه خویش رفتند. گفتم: (این ها دیگر به وکیل و محکمه نیازی ندارند.) دیدم درب منازل در شب باز است و بیت المال در حالیکه همان روز خراج ایران به مدینه رسیده بود پولیس و نگهبان ندارد. تاج کسری که هزاران دینار ارزش داشت در میان غنایم به چشم می خورد. این تاج گرانبها به دست سربازی فقیر افتاده بود و او آنرا به امیر لشکر سپرده و امیر آنرا نزد خلیفه فراستاده بود. عده ای را آوردند که مرتکب دزدی شده بودند، حکم قطع دست در مورد شان اجرا شد. با خود گفتم: (این ها به زندان نیز نیاز ندارند.) به خانه ها سر زدم، دیدم زندگی اي بی آلایش و مطمئن دارند که غبار حسد، کینه، حرص و طمع آنرا بيرنگ نساخته است. آنها نیازمند اند ولی دیگران را بر خود ترجیح می دهند. همسایه اي هدیۀ را برای همسایه خود می فرستد و بعد از آنکه هدیه چند خانه را دور می زند دوباره به خانه اول بر می گردد. قوی حق ضعیف را نمی خورد و بزرگ بر کوچک ستم روا نمی دارد. خلیفه و امیر با مهربانی و شفقت با مردم برخورد می کنند گویا در جایگاه پدرشان است. مردم نيز به آنها
احترام می گذارند، خیر خواه شان هستند و از آنان فرمان می برند.
عابدان شب و سواركاران روز
به اردوگاه رفتم. شنیده بودم که نظامیان همیشه از نظر اخلاق و دینداری از دیگران فاسدتر اند اما درین جا لشکر نیز متفاوت بود، سربازان عابدان شب بودند که صدای قران و مناجاتشان گوشها را نوازش می داد و سوارکاران روز بودند که خیلی ماهرانه لشکر دشمن را سر به نیست می ساختند. به تعهد خویش پایبند بودند، همدیگر را به نيكي امر و از بدي منع می کردند، در نبرد اطفال، زنان، و افراد مسن را نمی کشتند. کشتزار ها و معابد را ویران نمی کردند و نسبت به ناموس مردم پاکدامنی اختیار می کردند. گفتم: جایي که لشکریان اینگونه باشند، حال عابدان و زاهدان چه باشد؟ از دیدن این مناظر دانستم که عصر خلافت راشده است و این هم: مشتی نمونه ی از خروار.
از مدينه تا دمشق
از آن جایگاه کمی پایین آمدم، دیدم اوضاع تغییر کرده و پایتخت از مدینه به دمشق انتقال یافته است. قصرهای برافراشتۀ دیدم که پرده های زیبائی برآن آویزان شده و دیوارهایش با پارچه های نفيس پوشیده شده اند. ارتفاع ساختمان مساجد بسیار بلند و دارای مناره های آسمان خراش و مملو از نمازگذاران بود، مجالس علم را پر از طلاب یافتم در حالیکه شیوخ، احادیث پیامبر را نقل می کردند و مردم می نوشتند و حفظ می نمودند. مردم را در طبقات مختلف مشاهده کردم: گروهی زاهدان عابد و برخی طالب علم بودند و طبقه دیگر خوش گذران ها بودند. آثار آزادی و رفاه را مشاهده کرده و دیدم مردم در ثروت و مقام و شرف متفاوتند. قسمتی از حدود شرعی به اجرا درمی آیند و به بخشی از احکام عمل می شود. علماء و متدینین داوطلبانه به اصلاح امور می پرداختند و مردم هم اطاعت می کردند.کسی آشکارا مرتکب فسق نمی شد و بر گناه اصرار نمی ورزید، عموم مردم به اهل دین احترام می گذاشتند. خلیفه و امیر با همه رفاه طلبی و خوشگذرانی امام، خطیب و همنشین مردم بود. حکومت مسلمانان از شرق تا مرزهای هند و از غرب تا سواحل اوقیانوس اطلس گسترش یافته بود و از مرز شرقی تا سرحد غربی مملکت اسلامی، حد اقل پنج ماه راه بود. با خود گفتم: (شاید این عصر اموی ها است و من در پایان قرن اول هجری هستم. )
از پرورش اسپ ها تا جنگ سگ ها
سپس کمی پایین آمدم. شهری جدیداً آباد شده را در کنار دجله دیدم که ظاهری مخلوط از عرب و عجم داشت در میان مردم عرب، فارسی، هندی و ترک مشاهده می شد، کاخ خلیفه مانند کاخهای پادشاهان عجم توسط ترکان محافظت می شد. کاخهای وزرا و فرماندهان همین وضعيت را داشتند پادشاهان در کاروان های مخصوص با شان و عظمت خاصی بیرون می آمدند. دیدم بعضی مردم با قیمت های بسیار بالا کبوتر می خرند و به پرورش و بازی با آن مشغول اند بعضی هم خروس ها و سگ ها را با هم جنگ می دهند و انواعي از بازی و سرگرمی را مشاهده کردم و با خود گفتم: (این همه از سبب فراواني پول و آميختن با اقوام دیگر به وجود آمده است.) دفتر قاضی را مملو از عارضین يافتم و ديدم که حل یک شکایت چند روز طول می کشد. زندانها پر از مجرمان است. اما در همین حال مساجد از نماز گاران پر بود و طالبان علوم دینی در مدارس موج می زدند و مجالس وعظ با شنوندگان آباد بود. مردم متوجه مي شدند، از ترس عذاب بیهوش می شدند و از منکرات توبه می کردند، هر جمعه بسیاری از اهل ذمه مسلمان می شدند. با خود گفتم: هنوز قلب های خود را از دست نداده اند و هم چنان دین بر روح آنان حکم می راند. مردانی را دیدم که از دنيا بریده اند و به پادشاهان و هدایای شان بی توجه اند. مردم از ممالک دور خدمت شان می رسند و از آنها استفاده می کنند. فهمیدم که دولتِ دین قوی تر از دولتِ ماده است.
هر جا می باری ببار، خراجت به من می رسد
خلیفه ی بزرگترین دولت روی زمین را دیدم که به ابر می گوید: هر جا می خواهی ببار. بزودی خراجت نزد من آید. با خود گفتم: (این بغداد پایتخت حکومت عباسیان است و شاید من در قرن سوم هجری بسر می برم.)
قرطبه و الزهرا
در این وقت مناسب بود نگاهي به خلیج تنگۀ جبل الطارق بیاندازم، در کنار ساحل شهري آباد با ساختمان های بلند، کاخ های وسیع، باغهای زیبا، خیابانهای هموار، چشمه های جوشان، قلعه های مستحکم، مساجد زینت یافته و مدارس معتبر دیدم و یاد آنچه در تاریخ از شهر قرطبه خوانده بودم افتادم و دانستم که این شهر 16 میل طول و 6 میل عرض دارد و در آن 113000 قصر و منزل، 480000 دوکان،700 مسجد، 900 حمام و 400300 مخزن آب وجود دارد و جمعيت آن بالغ بر یک میلیون نفر است. در شهر پارک های وسیع، خیابانهای فرش شده با سنگ، خیمه های که رهگذاران از گرمای خورشید به آن پناه می برند، وجود دارند. بازارها را پر از مجتمع های تجاری با وسایل گران قیمتی که از شهرهای دوردست به آنجا آورده شده بود و مسافر خانه های برای گردشگران و تجار مشاهده کردم. در کنار قرطبه شهر کوچکی دیدم که در زیبایی به روی زمین مانند نداشت، گفتم: (شاید این شهر الزهراء باشد که در تاریخ معروف است، و من درقرن 4 هـ در زمان پادشاهی عبدالرحمن در اندلس – اسپانياي امروزي- بسر می برم.)
عصر سلجوقی ها
نگاهم را از غرب به شرق انداختم، حکومت قوی و گسترده ای را با پایتخت نیشاپور دیدم که بر خراسان، عراق و ایران حکم می راند و پادشاه آن آلپ ارسلان با اروپائیان در سرزمین شان می جنگد، پادشاه مسیحی شان را اسیر کرده و مجبور به پرداخت جزیه می کند.مدرسه نظامیه بغداد را آباد و پر رونق یافتم که شخصیت های چون امام غزالی در آن مشغول تدریس بودند و دولت سلجوقی مخارج آن را می پرداخت، هم ردیف آن مدرسه نظامیه را در نیشاپور مشاهده کردم که امام الحرمین جوینی به تدریس در آن می پرداخت. چشمم با این مناظر خنک شد و برای دولت سلجوقی دعا کردم.
لشکر صليب
دیری نگذشت که دیدم اروپائیان با نشان صلیب کشورهای اسلامی را غارت می کنند و از هرسو حمله ور می شوند، پادشاهان اروپا هم پیمان شدند و لشکریان بزرگي آوردند و قدس را گرفته و به قدری مسلمانان را کشتند که کوچه های قدس پر از خون شد و اسبها در آن فرو رفتند. بیشتر شهرهای سوریه و فلسطین را اشغال کرده و مصر و عراق را تهدید کردند و آرزوی فتح حجاز را در سر می پروراندند. جرئت و گستاخی شان بحدی رسید که یکی از فرماندهان شان قسم خورد تا به پیکر رسول الله در مدینه اهانت کند. چون این صحنه ها را مشاهده کردم به دولت سلجوقی در نیشاپور چشم دوختم و گفتم: کجایند پادشاهانی که در دل اروپا مي جنگيدند؟ اما متاسفانه دیدم که این حکومت در سال ۵۳۲ از بین رفته و مسمانان مشغول بازی و سرگرمی اند و یا به شدت با هم درگیر اند. دیدم هیچکس به خطر صلیبی ها توجه نمی کند. پس بر اسلام ترسیدم و گفتم: باید با اسلام خدا حافظی کرد.
امروز برای پيامبر انتقام می گيرم
در عالم یاْس و ناامیدی دیدم سلطان نورالدین زنگی و سلطان صلاح الدین ایوبی به میدان مبارزه با اروپائیان آمدند و به شدت آنها را سرکوب کردند. صلاح الدین غازی به مبارزه با آنها ادامه داد تا در سرزمین طبریه آنها را به سختی شکست داد و برنس را که به پیامبر صلی الله علیه وسلم توهین کرده بود گردن زد و گفت: (امروز بخاطر پیامبر انتقام می گیرم.) صلاح الدین قدس و شام را از دست مسیحییان پس گرفت و چهره مسلمانان را در جهان سفید کرد و این پیروزی بود که همه پیروزیها در مقابل آن ناچیز به حساب می آمدند
اگر شنيدي، مغول شکست خورده است، باور مکن.
کمی فرود آمدم، بغداد را که چند لحضه قبل زیارت کرده بودم، دیدم توسط مغول کاملاً تخریب شده و جویهایی خون جاری است. از سرِ کشتگان مناره ساخته و خلیفه المستعصم را به فجيع ترین شكل کشته اند، کتابخانة نفیس بغداد را در دجله انداخته اند كه گاهی آب آن از رنگ کتابها سیاه و گاهی با خون کشتگان سرخ می شود. اگر من قبلاً با ساحل دجله آشنا نبودم به هیچ وجه این چهرة جدید بغداد را نمی شناختم. دیدم مغولان مانند ملخ به جهان اسلام هجوم آورده اند و شهرهای بزرگ و پایتخت های شرق را ویران و مساجد را تخریب کرده اند. خانه ها را سوزانده اند و اهل آنرا سر بریده اند، حکومت خوارزمشاه را در خراسان تکه تکه کرده و کار خلافت عباسی را در بغداد یکسره کرده اند. مسلمانان به حدی احساس ترس کرده اند که اصلاً شکست مغول را باور نمی کنند و این گفته بر سر زبانهاست که: اگر شنيدي مغول شکست خورده باور مکن. بار دگر بر اسلام ترسیدم و گفتم: شاید این آخرین لحظاتِ عمر اسلام باشد.ناگهان با حیرت دیدم که مغولان گروه گروه به اسلام می گروند و کسانیکه مسلمانان را شکست داده بودند، در آنها هضم می شوند. دانستم که این دین جاویدان است وهر فاتحی را مغلوب می سازد.
محمد فاتح و فتح قسطنطينيه
اما با گذشت زمان کار مسلمانان به ضعف گرائید و تنبلی در اطراف جهان اسلام فراگیر شد، چیزیکه باعث روشنی چشم شود ديده نمي شد، بجز جرقه ای در آسیای صغیر که آنجا عثمان خان مجاهد دولت مستقل تشکیل داده بود. بعداْ قهرمان نامی عثمانی محمد ثانی استامبول قسطنطينيه پایتخت جهان مسیحیت را در سال ۸۵۸ فتح و آنرا استامبول، پایتخت خود قرار داد. جانشینان محمد پادشاهان قدرتمندی بودند که تا به اعماق اروپا پیش رفتند.
اندلس اسلامی به اسپانيای مسيحی مبدل گرديد.
دوباره به اندلس نظری انداختم، دیدم قرطبه از دست مسلمانان بیرون شده و مساجد به کلیسا های نصارا تبدیل گردیده که به عوض اذان، صداي زنگ کلیسا از آن بلند مي شود. مردم ظاهر عرب اما دین نصرانی دارند، تمدن شبیه عربی است اما زندگی کاملاً جاهلی. انا لله گفتم و سخت گریستم. امواج کفر غرناطه اسلامی را نيز در نوردید و پادشاه مسیحی فردیناند بر آن غلبه کرد و ازابلا آنرا به تصرف درآورد. اباعبدالله آخرین پادشاه بنی الاحمر را دیدم که کلیدهای پادشاهی خویش را تحویل می دهد و با چشمان اشکبار از غرناطه و قصرالحمراء خدا حافظی می کند و به مراکش کوچ می نماید. دیدم سرزمین های اسلامی اندلس رنگ مسیحی به خود می گیرند و اعراب به زور مرتد می شوند. مدارس تعطیل و کتابخانه ها سوزانده می شود. در زمانی کوتاه سرزمین های که اسلام هشت قرن کامل بر آنها حکم رانده بگونه ای مسیحی می شوند که کسی پیدا نمی شود نام اسلام را به زبان آورد.
با الله تعهد نمودم…
این صحنه های تکان دهنده مرا وحشت زده کرد. ترسیدم و به خود آمدم. خود را روی بسترم یافتم و با خود گفتم: شاید الله خیر مرا می خواهد. او اوضاع جهان اسلام و انواع مسلمانان را به من نشان داد. عصر خلافت راشده و عصر انحطاط را دیدم و به من نمایاند که کافر چگونه مسلمان و غالب چگونه مغلوب و مسلمان چگونه مرتد می شود و چه سان بر اثر غفلت مسلمانان سرزمین های اسلامی به کشور های مسیحی تبدیل می شوند.
بلند شدم و قسم خوردم همیشه سرباز اسلام و نگهبان مرزهای آن باشم تا حوادث اندلس دوباره در جهان تکرار نشود.
سلسله پیام اصلاح
- پیام اصلاح تلاشی است که به منظور احیای ارزش های دینی، پخش فهم درست اسلام و تربیت نسل جوان براه انداخته شده است.
- پیام اصلاح هر ۱۵روز یکبار به زبان های پشتو و دری نشر می گردد.
- شیوه توزیع: اعضاي پيام نظر به توان خویش تعدادی پیام را در مقابل پول بدست آورده و به بصورت مجانی توزیع می نمایند، که این تمرین عملی ایثار در راه الله می باشد. فعلا پيام صدها عضو دعوتگر دارد.
.
Payamislah@gmail.com
www.eslahonline.net/payam
http://www.facebook.com/payamislah
شماره تماس: ۰۷۹۴۶۶۸۸۲۶
No related posts.



2 تبصره ها
امین
مننه ډير ښکلى او په زړه پورې پيغام ده. الله (ج) دې وکړې چې مسلمانان يو ځل بيا خلافت را ژوندى کړي ،کفار ډلې ډلې مسلمانان او يو ځل بيا عدل قايم شي.