Home » جمعيت اصلاح » راپورونه »
د جمعیت اصلاح دروداتو ساحوي دفتر دوهمه رحله وکړه
راپور:عبدالله نصرت
دمیزان د مياشتې په لومړۍ نېته د جمعی په ورځ د روداتو د جمعيت اصلاح ساحوي دفتر لخوا د پلان شوي پروګرام له مخې د ننګرهارولایت دبټی کوټ ولسوالی دددوهم فارم سیمی ته رحله ترسره شوه چی درحلی نوم وو (وحدت اویوالی).
دا تربيتي رحله د محترم استاد نورالله صمیم په مشرۍ سهار شپږنیمی بجې دروداتو ولسوالۍ دحصارک دکلي څخه پيل شوه او مازدیګردری بجې پای ته ورسېده.
د پروګرام سره سم د رحلې ګډونوال په دوه پلاینکوچ اویوا لټو ډوله موټرونو کې له روداتو ولسوالۍ څخه و خوځېدل، دسهار په اته بجو د دوهم فارم سیمی ته ورسید ل رسیدسره سم درحلی ګډونوالو ورونوته دپنځه دقیقو لپاره دخپلو ضرووتونود رفع کولو لپاره تفریح ورکړل شوه دتفریح څخه وروسته دترتیب شوی پلان او اجنډا سره سم درحلې درسمي افتتاح لپاره درحلی دیو تن ګډوونوال لخوا دقرانکریم تلاوت وشو دتلاوت څخه وروسته دپیژندګلوۍ لړی پیل شوه
دتعارف اوپ یژندګلوۍ خخه وروسته محترم استاد عتیق الله ثاقب دسمع طاعت ترعنوان لاندی موضوع تقدیم کړه دالله پاک دکتاب قران کریم اونبوي صل الله علیه وسلم دحدیثو په رڼا کی یی دسمع او طاعت موضوع په ډیرښه شان سره وڅیړله محترم استاددخپلو خبرو په جریان کی وویل هرهغه ټولی چی دسمعی اوطاعت خیال ونه ساتي کامیابي به ترلاسه نه کړی اودکوم هدف لپاره چی داټولی رامنځ ته شوی ترلاسه به یی نه کړي درحلی دګډوونوالوورونو څخه یی غوښتنه وکړه چی دی موضوع ته باید په جدیت سره وګوری او په خپلو منځو کی یی په پوره ډول مراعت کړي .
دمحترم ثاقب صاحب دعالمانه اوهراړخیزه وینا څخه وروسته درحلی ګډون کوونکی په دوه ګروپونو الف او ب ویشل شواو ترمنځ یی ذهنی مسابقه وشوه

دفرهنګی مسابقی څخه وروسته محترم مولوي صاحب سیف الدین(دالله ددین سره دمرستی) ترعنوان لاندی محاضره تقدیم کړه محترم مولوي صاحب دخپلو خبرو په جریان کي وویل الله تعالی دخپلو بنده ګانوڅخه په کلکه غواړي چی دځمکی پرمخ دهغه دین تطبیق کړي .الهي رسالت اوداسلام دسپیخلي دین اقامه دنورو عبادنوپه پرتله له ټولوستر ،مهم او دروند کاردی. محترم مولوي صاحب وویل هغه شرایط چی الله تعالی ورپوری خپله مرسته معلقه کړی ده هغه دادی .
۱ له الله تعالی سره په عبادت کی هیڅوک نه شریکول
۲- مالي اوبدني عبادتونه په سمه توګه سرته رسول.
۳-دخپل ځان له اصلاح څخه وروسته دنورواصلاح ته ملاتړل.
۴- دالله تعالی په لارکی جهاداومبارزه کول.
۵-ددین دغلبی لپاره قرباني.
۶-دالله تعالی په لارکی داوږد صبر اوزغم څخه کاراخیستل.
۷- په خپل کارباندی باوراواعتماددرلودل.
۸- دمسلمانانو ترمنځ داخوت ،وحدت اوایثاراحساس راژوندي کول.
۹-خپل منځی اعتماداوباور. اوداسی نورمحترم مولوی صاحب دخپلو خبروپه پای کی یی وویل یقینی ده چی الله تعالی دخپلوبنده ګانو سره مرسته کوی خوپدی شرط چی په هراړخیزه تو ګه دالله تعالی حکمونواواوامروته غاړه کیږدواو له نوهیو اومنکراتو څخه ځان وژغورو.
دمحترم مولوي صاحب دجامع اوهراړخیزي وینا څخه وروسته درحلی ګدوونوالول پاره ترتیب شوي تفریحي لوبی وړاندی شوي چی ټولو ګدونوالو پکی په ډیری علاقی سره برخه واخیسته دتفریحی لوبو څخه وروسته په دولس نیمو بجو دغرمی ډوډی وخوړل شوه
دغرمي دډوډی څخه وروسته ما (عبدالله نصرت دروداتو دجمعیت اصلاح مسؤل) دجمعیت اصلاح دتربیوي کارونو پاړه مختصر خبره وکړه اودګډونوالو څخه مو هم دجمعیت اصلاح دکارونو په اړه نظریات واوریدل چی ټولوپه یو اوازسره وویل جمعیت اصلاح چی زموږ دټولنی داصلاح لپاره د اوس لپاره کوم پرګرامونه لری ډیرمفید دی اوباید په هرلحاظ تقویه شی له دې وروسته دسیمي نزدی ساحه کی ټول ملګري په منظم ډول دجمعی لمانځه ته لاړل دلمانځه څخه وروسته درحلی ګډوونوالو دامان الله خان ښارګوټی او ورسره پارکونو څخه لیدنه وکړه
اوپه دری بجی رحله پای ته ورسیده او وروسته ټول ملګري په موټروکی سپاره اودخپلو کورونو په لورراهی شول.
پاتی دی نه وي چی په یادی شوی رحله کی دروداتو دجمعیت اصلاح اوڅلویښت تنو(۴۷)غړو ،همکارانو او همفکرانو ګډوون کړی وو.
No related posts.






0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.