په Windows Vista کې د Cool Edit د Install اسانه لار

 
کله چې په Windows Vista کې د Cool Edit  پروګرام نسبوو نو دا پیغام راکوي چې تاسو WMVCore2.DLL was not found فایل پیدا نشو، که Cool Edit  پروګرام نسب هم کړو د یوې یا دوو دقیقو څخه زیات ثبت نه شي کولای.
راځئ د دې ستونزي د منځه وړلو له پاره په لاندې ډول عمل ترسره کړو ترڅو ستونزه مو د تل له پاره حل شي.
لومړى هغه ډرایور ته لاړ شئ چې هلته مو وینډوز نسب کړی دی معمولاً وینډوز په C  ډرایو کې نسبیږی. کله مو چې C ډرایو خلاص کړ نو دلته درته یو څو دانې فولډرونه راځي په دې فولډرونو کې به د Windows  فولډر انتخاب کړئ، کله مو چې دغه فولډر خلاص کړ نو دلته باید System32  فولډر پیداکړۍ د دې د پیداکیدو سره سم اوس باید wmvcore.dll فایل پیدا کړی کله مو چې wmvcore.dll فایل پیدا کړ نو ددی فایل څخه کاپي واخلئ او په Desktop  یې Paste  کړۍ، د Paste  څخه وروسته هم دغه فایل اوس په wmvcore2.dll  باندې تبدیل کړئ یانې Rename  یې کړئ.
او همدغه فایل باید اوس Cut کړئ په همغه فولډر کې یې Paste  کړئ د کوم فولډر څخه مو چې همدغه فایل راخیسی وو.
په دوهم قدم کې باید اوس Control Panel   ته لاړ شئ کله چې Control Panel  ته لاړی هلته په User Accounts باندې کلیک وکړی کله چې User Accounts  خلاص شي اوس چپ اړخ ته Turn User Account Control on or off  پیداکړئ کله مو چې یاد شوی ځای پیداکړددهغې په خلاصیدو سره درته یوه بله صفه راځي (Use User Account Control (UAC) to help protect your computer ) ددې جملې کیڼ اړخ ته یو چیک مارک بوکس شتون لري د پخوا څخه په دې چیک مارک بوکس کې چیک مارک شوی وي، نو اوس باید دغه چيک مارک لیری کړئ کله مو چې دغه چیک مارک لیري کړ نو ستاسو کمپیوټر اوس بندیدو ته اړتیا لري د Ok په کلیک کولو سره به مو کمپیوټر په خپله بند شي.
دریم پړاو اوس مو نو کمپیوټر مو دوباره چلند کړئ د کمپيوټر د چلند سره سم اوس Cool Edit پروګرام Install کړئ انشاءالله پروګرام به مو په بریالیتوب سره Install  شي او د پخواني پیغام سره به بیا هیڅ مخامخ نه شئ.
یادونه: تر هغې پوري باید Cool Edit پروګرام Install  نه شي تر څو چې پورته سپارښتنې عملي شوي نه وي. که چیرې مو Cool Edit په کمپیوټر کې د پخوا څخه په ناقص ډول پاتې وي هغه له کمپیوټر څخه ختم کړئ او وروسته ته پورته عمله اجرا کړئ او په اخر کې Cool Edit  پروګرام Install کړئ.

No related posts.

 
 
 

2 تبصره ها

  1. رحمن الله رسا says:

    بهار صیب هیله کوم، هیله ده چې پر سټه به جوړ وې.ولې نه ګرانه دا زموږ فریضه ده او هر مسلمان ځوان باید تر خپله وسه هڅه وکړي.
    په مینه

  2. Anonymous says:

    Hi, Dear Rasa..

    Thanks so much i have not installed Cool edit in my vista yet, but now i will go through ur info and we have COOL-EDIT in VISTA…thakns gain, hope read more about , Be in touch!

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید