ويتامين بي او د زړه ناروغي

 

سرچينه: د رویټرز روغتیایي څانګه

ژباړه: عبدالحميد ستانکزی
 
یوې څېړنې باندې کره کتنې څرګنده کړه چې د ب د ویټامینونو مصرف داسې نه ښیي چې هغه وګړي چې د زړه ناروغۍ یا یې لاملونه لري، د زړه له حملې او ټکان څخه دې د دوی مخنیوی وکړي.
دغه موندنې، د اتو کلینیکي آزمویښتونو په بنسټ چې په ۲۴ زره کسانو تر سره شوې، د زړه د ستونزو په مخنیوي کې، د یوې چارې په توګه د ویټامین ب د کارولو په خلاف د اوسنیو سپارښتنو وزن درنوي.
دغه نظریه چې ویټامین ب لکه فولیک اسیډ، ب۶ او ب ۱۲ چې ښایي د زړه د پېچلتیاوو په مخنیوي کې مرسته وکړي له هغه واقعیت څخه سرچینه اخلي کوم چې دوی یې له یوه امینو اسیډ څخه چې هوموسیاتین (homocysteine) نومېږي د وینې کچه ټیټوي. اغلباْ هوموسیاتین په هغو کسانو کې چې په آتېرو سکلېروسس (atherosclerosis) باندې اخته وي لوړېږي، آتېرو سکلېروسس په رګونو کې د فایبر ډوله غوړو غوڼډېدل دي چې د زړه حملې یا ټکان ته لاره هواروي.
په هر صورت، څېړونکي په دې ندي ډاډه شوي چې آیا د هوموسیاتین لوړه کچه په رښتیا د آتېروس کلېروسس پرمختګ کې مرسته کوي یا فقط د زړه د ګواښونو منځته راوړنکي دي. ښایي چې دغه وروستی مورد رښتیا وي ځکه چې هېڅ کلینیکې آزموینې نده ثابته کړې چې ویټامین ب یا د هغه ضمیموي او بشپړوونکي (supplements) دې د زړه له حملې او ټکان څخه مخنیوی وکړي.
په څېړنې کره کتنې د دغو نښو نښانو د پیاوړي کولو مرستې ته، له اتو کلینیکي آزمایښتونو څخه داسې مالومات چې د فولیک اسیډ، ب۶، ب ۱۲ او یا د دغو بشپړوونکو درملو (supplements) ځینې ترکیبونو اغېزې یې آزمویلې، راڅرګند کړل.
دغه آزموینې په ۲۴۲۱۰ وګړو چې یا یې ثابت شوې د زړه او د آتېروسکلېروسس (atherosclerosis) ناروغۍ درلودې– یا یې د زړه حمله، ټکان او د زړه نورې پېچلتیاوې لرل، یا د دغو ناروغیو په وړاندې د ګواښ لوی لاملونه لکه شکر (diabetes)، د وینې لوړ فشار یا لوړ کولسترول سره مخ و، تر سره شوې.
څېړونکو وموندله چې معیاري طبي درملنه کې د تقویې د دارو ګانو (supplements) اضافه کول د هغو کسانو د زړه د حملې، ټکان یا مړینې د ګواښ په راکمولو کې هېڅ هم ونکړه کوم چې تر ۷ کلونو پورې تر څېړنې لاندې و.
دغه موندنې په کوچرین لایبراري پرلیکه کې چې د کوچرین د همکاریو Cochrane Collaboration لخوا خپرېږي را څرګندې شوې چې د طبي څیړنو د ارزونې یو سازمان دی.
دغه کره کتنه هغه پیاوړې نښې نښانې چې ویټامین ب د زړه د ټکان او د زړه د ناروغیو مخنیوي نکوي وړاندې کوي. دغه ټکې سرڅېړونکی ډاکټر ارتیورو- جې – مارتي کارواجال په ویتنام او وینزوېلا کې د اېبرو امریکن کوچران شبکې څخه د رویټرز د روغتیا څانګې ته د یوه برېښنالیک په ترڅ کې وویل.
خلکو ته د هغه سپارښتنه د خپلو زړونو په ساتنه کې دا ده چې د ثابت شوو تکتیکونو په ملاتړ د ویټامین ب له کارولو څخه تېر شي:
•    سګرېټ بند کړئ.
•     منظم سپورت وکړئ
•     د وینې فشار، کولسترول او شکر په منظمه توګه وآزمېیئ.
•    یو اڼډول رژیم چې په مېوو او سبزیو ښه غني وي ولرئ
•     د روغتیا له پلوه له نورو نا مناسبو او د ولاړې پښو د خواړو کارول کم کړئ.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید