Home » کلتور او هنر » سفرنامه ها »
د اندلس په کوڅو کې (دويمه برخه)
ليکنه: علامه محمد تقي (عثماني)
ژباړه: خاکسار (وقار)
…په تير پسې
په لوشه کې
غوښتل مو چې له لمر لوېدو څخه وړاندې غرناطې ته ورسيږو نو په همدې سبب لږ ګړندي روان وو، په منځ، منځ کې مې سعېد ته د اندلس ډېرې پېښې ورپه زړه کړلې او هغه هم په خورا مينه ورته غوږ ايښوده. له دوه ساعته مزله وروسته يو نسبتاً لوی ښار ته ورسيدو، لومړۍ مې فکر وکړ چې غرناطه به وي خو له لږ ځنډ وروسته مې سترګې په يوې لوحې ولګېدې چې (لوجا Loja) پرې ليکلي ول، زه پوه شومه چې دا هماغه د اندلس د مشهور ښار بدل شوی نوم ده چې لوشه ورته ويل کيده. وروسته د خلکو له خولې راته څرګنده شوه چې دا هماغه ښارده، ما يې په اړه په کتابونو کې زيات څه لوستلي ول. د اندلس مشهور شاعر او اديب لسان الدين ابن الخطيب (۷۷۶) په همدې ښار کې سترګې دنيا ته پرانيستي دي. ابن الخطيب هغه څوک ده چې د « الاحاطة فی اخبار غرناطه» نومي کتاب يې د غرناطې د تاريخ په اړه ليکلۍ ده چې له مستند ترينو تاريخونو څخه شمېرل کېږي. په اندلس کې د اسلام د لوړتيا پر وخت لوشه د غرناطې له ډېرو مشهورو ايالاتو څخه شمېرل کيده، ډېرو وتلو شخصيتونو پکې زېږېدلي دي، همدارنګه د مسلمانانو د زوال پر وخت ددې ايالت مسلمانانو له مسيحيانو سره په جګړوکې له خپل ځانه ډېرې مېړانې ښودلي دي.
فردينانند مسيحي واکمن په ۱۳۸۲ م کال پدې ښار يرغل وکړ، د شيخ علی العطار په مشرۍ درې زره خپل زړي (داوطلب) سپاهيان له همدې ښاره د کفارو مقابلې ته تيار شول، د فردينانند لښکرې يې تار او مار کړې او د خپلو وينو په بدل کې يې ښار وساته خو، څلور کاله وروسته فردينانند يو ځل بيا له خپلو لښکرو سره دې ښار ته راغۍ دا ځل ورسره هغه پرمختللې اسلحې، توري او غشي نه ول بلکه لدې هم زياتې اغېزناکې وسيلي څخه يې کار واخيست چې له چل او فرېب څخه عبارت ؤ، دا چلونه او فرېبونه د مسلمانانو د خپلمنځي جګړو او داخلي خيانتونو سبب وګرځېده تر دې چې د لوشه ښار له غرناطې د مخه مسيحيانو تر لاسه کړ.
غرناطه ( ګرانادا)
د غرناطې ښار د لوشې په پنځه ويشت ميلۍ کې پروت ده، له نيم ساعت څخه په کم وخت کې هلته پداسې حال کې ورسيدو چې د ښار د کوڅو، لارو او هوټلو په اړه راته هېڅ پته نه وه، په څلورلاري کې مو هڅه وکړه چې همالته له يو نژدې دوکاندار نه د هوټل پته تر لاسه کړو خو هغه په انګليسي نه پوهېده او مونږه ته اسپانيي نه وه زده.
په اسپانيا کې ډېر خلک په انګليسي نه پوهيږي، يواځې اسپانيا نه بلکې د ډېرو اروپايي هېوادونو خلک په انګليسي نه پوهيږي، که تاسې کوم اروپايي هېواد ته لاړشۍ نو دا به ووينۍ چې نه يوازې خلک په انګليسي نه پوهيږي بلکه په انګليسي ګړېدل هم ښه نه ګڼي. د هر هېواد وګړي د خپل هېواد په رسمي ژبه ګړېدلو باندې وياړي او دا غلامانه تصور چې انګليسي ليکنه او ويل د پوهې او پرمختګ نښه وبلل شي يواځې په افريقايي او اسيايي هېوادونو کې موندلای شو، دلته خو دا مفکوره دومره وړاندې تللې چې ډېرۍ خلک د خپلې ژبې ښايسته څېره پرې خرابوي او په وياړ سره، له اړتيا پرته ځيني انګليسي جملې او متلونه په خپلو خبرو کې هم استعمالوي. په هر حال هلته مو داسې څوک پېدا نکړل چې په انګليسي ژبه برلاسۍ اوسي، سعېد ماته وويلې چې دلته نژدې سياحتي او تفريحي مرکز شته، ښايي هغوی په انګليسي و پوهيږي نو پر همدې بنسټ له موټره ښکته شو او د معلوماتو د لاسته راوړنې لپاره يې د هغه ځای لاره ونيوله، زمونږ موټر په سم ځای کې تم شوی نه وه ځکه نو زه بايد په موټر کې پاتې شوی وای، يو ځل مې سترګې په يوې
ليارې ولګېدې چې هلته يې ليکلي ول (Alpojara Road)، ما و انګېرله چې دا د «الفجاره» بدل شوی شکل ده او الفجاره د غرناطې له پخوانيو سيمو څخه شمېرل کيده. اسپانيوي ټول نومونه چې په (Al) يې پيل کېږي عربي الاصله دي او له لږ ځېرنې وروسته سړۍ کولای شي اصل عربي نوم يې پېدا کړي. له لږ ځنډ وروسته سعېد هم د « لوز Luz » ميلمستون له پتې سره يو ځای راستون شو او دا پته راته ولګېده چې نوموړۍ هوټل زمونږ له تمځای نه لږ وړاندې قرار لري. له يو څه لټولو وروسته مو هوټل پېدا کړ، موټر مو د هوټل په لانديني پوړ تمځای کې ودراوه او په يولسم منزل کې مو د ځان لپاره يوه کوټه ونيوله. د خپلې کوټې له يوې کړکۍ مې د غرناطې ښار ننداره کوله، د ښار په منځ کې ځای ځای پخوانۍ ودانۍ او کورونه تر سترګو کيدل د ښار په وروستنۍ څنډه کې د «سېرانوېدا» په واورو پوښلې څوکي د هر نندارچي سترګې د ځان په لور را اړولې. غرناطه د سېرانوېدا د غره په لمنه کې پرته سيمه ده، دې سيمې ددې واورين غره په لمنه کې ښايي څومره بدلونونه ليدلي وي. د سوبمنو حکومتونه او د مات شوو او مغلوبينو جنازې!! ښايي څومره حکومتونه به ول چې د خپلې سوبې د لمانځلو لپاره به يې په پيل کې دلته جشنونه لمانځل او بيا به د ماتې پر وخت له همدې ځايه په غمجن زړه له اوښکو ډک ګريوانونه وتل. د سېرانوېدا لوړې څوکې له کلونو راهيسې دغو نندارو په اندېښنه کې کړي ول.
غرناطه په رومي ژبه کې انار ته ويل کېږي، او ددې نوم ايښودلو ځانګړۍ مناسبت معلوم نه ده. کله چې مسلمانانو اسپانيا فتح کړه هېڅ داسې کوم ښار د غرناطې په نامه سره شته نه ؤ او کوم ښار چې نن د غرناطې په نوم ياديږي پخوا د البېرې په نامه يادېده. په څلورمه پېړۍ کې د غرناطې ښار چې د البېرې په يو څنډه کې واقع وه ورو، ورو لوی او پراخ شو، د البېري ښار يې هم له ځانه سره ونيوه او د دواړو ښارونو نوم يو ځای غرناطه شو. په هغه وخت کې غرناطه د اندلس له پرمختللو ښارونو څخه وه، چې د طبعي مناظرو، ښکلې اب او هوا او معدنونو په درلودلو سره د دنيا له جنت ډوله ښارونو څخه شمېرل کيده. د ښار په يوه برخه کې دسېرانوېدا غرونه چې د جبال الشلېر د غرونو له لړيو څخه دي پراته دي او په بله خوا کې يې د شنيل (Xenil) سيند واقع و. د شنيل درياب هماغه درياب ده چې لسان الدين خطيب يې په اړه وايي: « و ما لمصر تفخر بنيلها و الف منه فی شنيلها» مصر څنګه کولای شي چې په خپل نيل ووياړي پداسې حال کې چې په زرګونو نيلونه د غرناطې په شنيل کې شته دي.
پدې جمله کې په زړه پورې خبره د «شين» د توري ده چې د نيل د کليمي په سر کې اضافه شوی، شين د لوېديځوالو په اند زرو ته ويل کېږي نو لدې امله ويل کېږي چې شنيل پر نيل (له عددي لحاظه) زرکرته لوړوالۍ لري.
په هغه وخت کې دا ښار د طبعي زېرمو لکه سره زر، سپين زر، سرپ او اوسپنې په درلودلو سره نړيوال بډای ښار بلل کيده. د غرناطې ځنګلونو ډېرۍ خوشبويه لرګي لرل. په ټوله کې پر دې سيمې د الله خپل ځانګړۍ رحمت شوی ده او تر ډېره وخته د مسلمانانو د اقتدار پر وخت دا ښار د اندلس پايتخت شمېرل کيده. کله چې د اندلس نور ښارونه يو بل پسې مسيحيانو ونيول نو غرناطه د مسلمانانو لپاره وروستنۍ پناهګاه پاتې شوه، دلته يې مدارس او پوهنتونونه جوړ کړل، او په لږ وخت کې يې هر څه د شهرت تر کچې ورسيدل، علم او پوهه يې تر دې پولي ورسيده چې د زياتو اروپايي هېوادونو خلکو به د غرناطې په پوهنتونو کې د زده کړو کول د ځان لپاره يو وياړ باله. مسلمانانو اته سوه کاله په نوموړې خاورې واکمني وکړه او د سوچه تهذيب او تمدن يې زيات شيان خلکو ته ورزده کړل خو چې کله د دنيا د ازادۍ وسايل او سامانونو ته يې لاسرسۍ پېدا کړ نو د عيش او عشرت لاره يې خپله کړه، ددين او اخرت فکر يې له ماغزو کډه وکړه چې نوموړي پرمختللي تمدن بيا ددوی په راپرځېدو کې هېڅ ډول مرسته هم ونشوه کولای.
غرناطه! داسې ځای چې پردي به کله د کوم کار لپاره ورته راغلل نو د سر پورته کتلو جرئت به يې نشو کولای خو داسې ورځ هم راورسيده چې ابوعبدالله د ښار کيليګاني پخپلو لاسونو فرينانند ته وروسپارلې او د سر د خوندي ساتلو لپاره يې له نوموړو مسيحيانو امان وغوښت. دا هماغه غرناطه وه چې د څلورلارو په سر يې په اونيو، اونيو کتابونه چې د اسلامي امت ستره فرهنګي پانګه بلل کيدله د اور لمبو خپله غيږه کې نيولي ول، مسجدونه په کليساوو بدل شول، مسلمان وګړي د توري په زور عيسويان شول، د ښځو د عفت پر حريم تېرۍ وشو، او پايله کې پر مسلمانانو دا ځمکه دومره راتنګه شوه چې پرمخ يې يو کليمه ويونکۍ هم پاتې نشو. ښايي د تاريخ په پاڼو کې په اندلس کې د مسلمانانو له سقوط پرته بله داسې ستره غميزه تر سترګو نشي. مونږه په همدې سوچونو کې د خپلې کوټې له کړکيو د غرناطې په ننداره بوخت وو چې لمر پريوته.
غرمه مو څه نه ول خوړلي نو ځکه يو څه ولږې راباندې زور راوړ، دواړه لاندې راښکته شولو تر څو چېرته کومه مړۍ (حلاله) ډوډۍ پېداکړو. هوډ مو وکړ چې کوم نژدې رستورانت ته ولاړ شو هم به يوڅه وخورو او هم به د ښار سيل وکړو. له خپله هوټله لرې مو څو نور ميلمستونونه ولټول خو يو هم د شپې له اته نيمو بجو مخکې چاته ډودۍ نشوه تيارولای. مونږه نور هم لدې هوټله د وړاندې تللو په تکل همدا لاره ونيوله، له لږ مزله وروسته مو په يوې لوحې سترګې ولګېدې چې الحمراء (Al Hambra) پرې ليکلي ول او پرې کښل شوي وکتور يوې لوري ته لارښوونه کوله، مونږه په هماغه لوري ولاړو، يوې څلور لاري ته ورسيدو هلته په لوحې کې الحمراء ښې لوري ته ښودل شوې وه، مونږه هم د ښې لور پر سرک چې لږ کم عرضه غوندې و حرکت وکړ، د سرک دواړو خواوو ته دوکانونه جوړ شوي ول چې په ځيني ځايونو کې له پخواني وخت څخه پاتي شوي دوکانونه هم ول او ددې ښودنه يې کوله چې دا ځای د غرناطې له پخواني بازارونو ځيني ده، همدلته مو په يوه کافی خانه کې چای وڅښه او بيا مو خپل وړاندې تلو ته ادامه ورکړه تر څو د تاريخ کوم بل يادګار هم ښايي پېدا کړو. لږ مخکې مو يوه لويه او پخوانۍ کلا تر سترګو شوه، دا کلا له تيږو جوړه وه. د کلا په خوا کې يوه لوړه مثلث شکله ګلدسته هم جوړه شوې وه چې مونږه له مالقې تر غرناطې راتګ پورې ډېرو ځايو کې ددې ګلدستې نمونې ليدلې وې. له لرې نه مونږه ته د يو مسجد په توګه تر سترګو شو، مونږه په ډېره مينه په هغه لور ورغلو، د دروازې په مخ کې يې درې سوال کوونکي ناست ول او مرسته يې غوښتله، د کلا لويه دروازه له کلکو لرګيو جوړه شوې وه، سمدستي داسې معلومېده چې دروازه بنده ده خو يوه کوچنۍ کړکۍ يې خلاصه وه، مونږه له همدې کړکۍ ننوتلو، يو تياره او کوچني سالون ته ورسيدلو چې دوه لورو ته يې دروازې درلودې، د کيڼ لوري دروازه يې تړلې وه او مونږه د ښې لوري له دراوزې د ننه ولاړو، ومو ليدل چې دا کليسا ده او يوه ډله مسيحيان پکې پر خپلو مذهبي عباداتو بوخت دي، بېرته ژر ترې ووتلو خو زړه مو دا ګواهي ورکوله چې حتماً دا ځای يو وخت مسجد وه چې بيا وروسته په کليسا بدل شوی ده. هو! له لږو څېړنو وروسته راته څرګنده چې خبره مې سمه ده، يو وخت دا ودانۍ د غرناطې جامع مسجد و، دې خبرې اورېدو سره مې له زړه ويني وڅڅېدې، ځکه تر سلو کلو د بندګانو ټنډې دلته خپل رب ته بندګۍ لپاره لګېدلې، هغه ځای چې هره ورځ به د اذان ملکوتي غږونه پنځه وخته له دې منارو پورته کيدل او ټوله شاوخوا سيمه به يې له تيارو روښانه کوله، خو نن د کفر او شرک تيارې پرې را خپرې شوي دي.
کله چې متعصبو مسيحانو د اندلس واګي په لاس کې ونيولې نو دومره تنګ نظره، بې فهمه او بې فکره خلک ول چې فرمان صادر کړ تر څو ټول مسجدونه بايد په کليساوو بدل شي، دا مسجد هم ددې بې عدالتۍ ښکار شو، يواځې په دې بسنه ونشوه بلکه د مسيحي فاتحينو قبرونه يې هم پدې مسجد کې جوړ کړل. د عيسويانو دا کار د ډېرو نورو لخوا وستايل شو او هغوی وويل: دا په حقيقت کې د مسلمانانو څخه غچ اخستل ول، ځکه ډېرو ځايونو کې چې مسلمانانو کومې سيمي فتح کړي د هغه ځای کليساګانې يې په مسجدونو بدلې کړي دي. خو دا خبره هم په اصل کې د مسلمانانو پر ضد يو ستر تېرۍ ده ځکه د مسلمانانو لخوا پر مسجد د کليساوو بدليدنه ډېر لږ شوې خو هېڅکله هم د اندلس په څېر چې ټول شته مسجدونه کليساوې شي او په هغه ځمکه دې يو مسجد هم پاتې نشي، مسلمانانو نه دي کړي. په اسلام کې دا شرعي حکم ده چې که چېرې کومه سيمه له سولې پرته يعنې په جګړې فتح شي نو مسلمانان دا حق لري چې د هغه ځای خلکو عبادتځايونه يا پوره له منځه يوسي او يا يې هم پر مسجدونو بدل کړي، خو ددې حکم سره سره، مسلمانو فاتحينو دا حکم ډېر کم استعمال کړۍ ده. خو که کومه سيمه په سوله فتح شوي وي داسې هېڅکله هم نه دي شوي چې هلته دې د خلکو عبادتګاوې ړنګې شوي وي. غرناطه خو مسيحيانو په جګړې نه بلکه په سولې سره نيولې وه، کله چې فردينانند او ازابلا له ابوعبدالله نه الحمراء اخستله ترې د مخه يې يو ۶۷ مادې لرونکي معاهده لاسليک کړې وه، په نوموړي تړون کې لاندې مادې هم ولې:
۱- ټول مسلمانان که څه هم غريب وي يا بډای، ځانونه او مالونه به يې خوندي وي او هر چېرته چې وغواړي کولای شي چې و اوسيږي.
۲- مسيحيان د مسلمانانو په ديني او شرعي چارو کې د لاسوهنې او مداخلې هېڅ کوم حق نه لري او همدارنګه د شرعي حکمونو په پلي کولو کې به مسلمانانو ته کوم ستونزه هم نه پېدا کوي.
۳- مسجدونه او نورې وقف شوې ځمکو سره مسيحيان کار نه لري او د مسلمانانو مسجدونو ته به نه ننوځي.
۴- د مسلمانانو په اقتصادي چارو کې به اسلامي امور جاري پاتې وي.
۵- که کوم مسيحي مسلمان کېږي نو په اسلام پرېښودو ته به د حکومت له لوري نه مجبوريږي او که مسلمان عيسوي کېږي بايد د مسلمان او مسيحي حاکم لخوا پرې څېړنه وشي تر څو په زور مسيحي کيدلو ته نه وي اړ شوۍ.
ددغې تړون امضاء کول يواځې د کاغذ په مخ وشول ځکه يوه ماده يې هم عملي نشوه، د فردينانند او عيسوي کشيشانو پر سترګو د تعصب او کينې پردې خپرې شوې وې، هغوی نه يواځې دا چې مادې عملي نه کړلې بلکه د هغوی خلاف يې عمل وکړ. ددوې د کړو په هکله مؤرخين ځان بې لوري محققين ښيي ځکه هلته چې د ټول انسانيت اړوند کوم ظلم او ناروا شوې د هغوی ښودل لا سم نه برېښي.
په هر حال! په داسې حالت چې له زړو مو وينې او له سترګو اوښکې څڅېدې له هغه ځايه راووتو او د الحمراء لاره مو خپله کړه، کوڅې مو يو بل پسې شاته پرېښودې چې د ا ټول د غرناطې د پخواني ښار پاته شوني وې. په يوې بلې ودانۍ مو سترګې ولګېدې چې ډېر ځوانان او خلک ترې راتاو ول، وروسته را ته څرګنده شوه چې دا ودانۍ د يو پوهنتون وه. له لږې څېړنې پوه شوم چې نوم يې (Al Madraza) د (المدرسة) بدل شوی شکل ده. د مسلمانانو د واکمنۍ پر وخت دا د نړۍ له سترو مدرسو څخه شمېرل کيده چې يواځې د غرناطې اوسيدونکي نه بلکه له نورو هېوادونو هم ورته خلک د زده کړې لپاره راتلل، خدای خبر چې څومره علماؤ پکې تدريس کاوه خو نن يې يوه نښه هم نه ده پاتې. په تصور کې مې علامه شاطبي، ابن الخطيب او ابوالحسن ابن الامام رحمهم الله ليدل چې پوهنتون ته راروان ول، ورننوتل او په درس ورکولو يې پيل وکړ. وروسته مې په يو کتاب کې چې د غرناطې په اړه ليکل شوی وه ولوستل چې دا ودانۍ د غرناطې له مشهورو ودانيو هم شمېرل کيده داسې چې لويه دروازه يې له مرمرو جوړه شوې وه، محراب يې د اس د نعل په څېر وه، پر چت يې ښکلي شيان راښکل شوي وه، پر ډېرو ځايونو يې عربي ليکنې شوې وې. په نوموړي کتاب کې راغلي ول چې ابن الفجار، ابن مرزوق، ابوالبرکات، بلفنی، ابن الطاوسي او ابن فيفا غوندې خلکو هلته زدکړې کړي دي. دا پوهنتون لومړۍ سلطان يوسف جوړ کړ، له ده وروسته په ۱۵۲۶ م کال د لومړي چارلز لخوا په يو نوي شکل بدله شوه. د «المدرسې» په خوا کې کږې وږې کوڅې زياتې وې له نوموړو کوڅو نه تر تېرېدو وروسته بېرته هغه ځای ته ورسيدو چې زمونږ هوټل پکې وه. دلته د سرک پخوا کې يو لوی مېدان وه چې په منځ کې يې يوه مجسمه او د اوبو فواره نصب شوې وه. مېدان د (Bibrambla) په نامه سره يادېده، کله مو چې ددې مېدان په اړه هم څېړنه وکړه نو راته څرګنده شوه چې دا مېدان هم د اسلامي حکومت څخه پاتې شوی ده او د پخوانۍ نوم يې «باب الرمله» وه چې اوس په (Bibrambla) اوښتی. څو نورې کوڅې هم دې مېدان ته راوتې وې چې د نوموړو کوڅو نومونه هم پخواني ول. د بيلګې په توګه يوه کوڅه د (Zacatin ) نومېده چې پخوانۍ نوم يې السقاطين وه همدارنګه (Boabdil چې) مخکينۍ نوم يې ابوعبدالله وه.
قصرالحمراء ته د رسيدو لپاره بايد مونږه د مېدان له کيڼ لوري خپل حرکت ته دوام ورکړۍ وای. هلته د قصرالحمراء په لور يوه پراخه کوڅه ورغلې وه خو لږ مخکې دا کوڅه چې له يوې ودانۍ سره جوخته لګېدلې وه تنګه شوې وه او د ډېرې تنګوالې له امله تياره هم وه، مونږه ددې کوڅې پرځای يوه بله کوڅه پېدا کړه چې هغه هم قصرالحمراء ته تللې وه خو کله چې مو پوښتنه وکړه راته معلومه شوه چې د قصرالحمراء دروازه د مازديګر پنځه بجې د ليدونکو پرمخ بنديږي او د ورځې لخوا بېرته سهار اوه بجې پرانستل کېږي،پدې نيمه شپه کې مونږه قصرالحمراء ته نه تللو بلکې يواځې مو د دراوزې د پرانستل کيدو وخت ځانته معلوماوه تر څو سباته بيا هلته او څو نورو تاريخي ځايونو ته هم ولاړ شو، هماغه وه چې له يوه دوکانه مې ځانته يو وړوکۍ کتاب چې پورته يې يادونه شوې وه وپيره او بېرته د هوټل پر لوري وخوځېدو.
نوربیا….
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.