عبدالفتاح جواد

 

عبدالفتاح جواد د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ په دوبندي کلي کې په ۱۳۵۲ ل کال زیږیدلی دی. د ۱۳۵۷ لمريز کال د غوایي اوومې کمونستي خونړۍ کودتا د کورنۍ سره یو ځای هجرت ته اړویستی او د خپل هیواد په خوږه ځمکه د خواږه ژوند له خوږو څخه محروم کړی دی.

د پاکستان د سرحد ایالت صوابۍ سیمې په ګندف کمپ کې د کتاب او قلم سره آشنا شوی دی، دیني زده کړې یې په جومات کې د خپلې سیمې د ستر عالم او اصلاحګر او د هند دیوبند دارالعلوم فارغ مولوي فضل احمد (رحمة الله علیه) څخه پیل کړې او ترڅنګ یې دګندف کمپ په مډل سکول کې په شاملیدو سره لومړنۍ او متوسطې زده کړې هم پرمخ یوړې.

په ۱۳۶۸ ل کال د جلوزو کمپ حمایت الاسلام والجهاد مدرسې کې په شاملیدو سره د ثانوي دورې زده کړې پیل کړې چې په ۱۳۷۱ ل په افغانستان کې د مجاهدینو د بري په کال یې د دولسم ټولګي نه د فراغت سند ترلاسه کړ.

په همدغه کال د دعوت او جهاد نړیوال اسلامي پوهنتون ته د کانکور له لارې بریالی او د دعوت او اصول الدین پوهنځي ته شامل شو، خو له بده مرغه د یوې نړیوالې دسیسې په ترڅ کې په دې پلمه چې ګواکې د ترورستانو (اسلامپالو دعوتګرو او اصلاحیانو) د روزنې مرکز دی، نوموړی پوهنتون په ۱۳۷۴ ل کال وتړل شو. بیا د کابل پو هنتون ته ولاړ او د شرعیاتو پوهنځي نه په ۱۳۷۷ ل کال فارغ شو.

د ثانوي دورې له مهال نه یې د اخبار، جریدو او مجلو له لوستلو سره مینه وه او له همدغه ځایه ورسره د لیکنې شوق او جذبه پیداشوه په لومړي سر کې به یې په هغه دیوالي جریده کې لیکنې کولې چې د حمایت الاسلام مدرسې په انګړ کې به ددیوال پرمخ ځړیدلې وه، ترڅنګ یې په یو لړ تربیتي سیمینارونو کې چې د بیلابیلو دعوتي جریانونو لخوا به جوړیدل د مقاله لیکنې په مسابقو کې هم ګډون کاوه خو د پو هنتون له دورې نه یې د چاپي خپرونو سره همکاري پیل کړه.

د ((پیغام )) جریده کې یې چې په پیښور کې د افعانستان اسلامي فرهنګي مرکز خپرونه وه او د (دانشجویان مسلمان) اونیزه کې یې چې په ۱۳۷۴ ل کال په کابل کې خپریده لیکنې خپرې شوې دي، دغه راز یې په (مستقبل) میاشتنۍ مجله کې چې په پیښور کې خپریده او بیا کابل ته راغله هم لیکنې درلودې .

د ۱۳۷۸ ل کال نه راپدیخوا د (ملي اصلاح) اونیزې مسئول مدیر دی او تر څنګ یې درې کتاب ګوټي (روژه د ثوابونو او برکتونو میاشت) دمرحوم خرم مراد لیکنه، (وروستی وصیت) هم د خرم مراد لیکنه او (زمونږ دنده: دعوت، تربیت او اقامه دین )) د پروفیسورخورشید احمد لیکنه د اردو نه پښتو ته ژباړلي او د اصلاح افکار کتاب خپرنځي لخوا چاپ شوي دي.

په ۱۳۷۴ ل کال یې واده کړی او شپږ  بچیان پنځه زامن او یوه لور لري. د یوه ازاد او سوکاله اسلامي افغانستان هیله او ارمان یې خوب له سترګو تښتولی او د جمعیت اصلاح دغړي په توګه د فرد، کورنۍ او ټولنې د اصلاح په موخه هڅو کې ونډه لري او پر اسلامي امت د روڼ سباوون راختلو ته شیبې شماري.

له اصلاح انلاین سره مرسته په ځان پور او ځان د هر مسلمان ورور ګڼي.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. محمد مدثر اسلامي
  2. محمد شفيق صادق
  3. محمد آصف احمدزى
  4. وحيد الله مصلح
  5. محسن امين
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید