د روژې د مفسداتو په اړه 10 پوښتنې
مفتي احمد فرزان*
د روژي ماتوونكي:
پوښتنه (۱): هغه كوم شيان دي چي دروژي دماتولولامل ګرځي اوپه ترسره كولوسره يي پر روژتي څه شی واجبيږي ؟
ځواب: روژه څوشيان ماتوي:
لومړى: هرهغه څه چي په قصدسره دروژتي نس اويادماغ ته ننوزي له هري لاري چي وي ،خوله، پزه ، غوږ ياكوم بل ځاي روژه ورباندي ماتيږي .
دويم: په قصدسره خوراك اوڅښاك كول ، لوي خداي جل جلاله فرمايي : {وكلوا واشربوا حتى يتبين لكم الخيط الأبيض من الخيط الأسود من الفجر}.
ياني: ترهغه مهاله پوري خوراك اوڅښاك كوئ چې سپين تارله تورهغه څخه رابيليږي (ياني سهاركيږي)
دريم:هغه څوك چي په قصدسره قي وکړي، خوكه بي پامه ورڅخه قي ووهل سوبيايي روژه نه ماتيږي، څنګه چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي: “من استقاء متعمدا فعليه القضاء، ومن ذرعه القيء فلا قضاء عليه” (11).
ياني : كه څوك پخپله قي ووهي نوقضاورباندي لازميږي اوكه قي ورڅخه ووهل سوبياورباندي قضانسته.
څلورم: كله چي روژتى ځان خلاص كړي (ياني : مني ورڅخه ووزي) هغه چي په هرډول وي روژه ماتوي ، دجماع په ذريعه وي اويادموټ وهلو (استمنا).
پنځم: هغه څوك چي درمضان مياشتي په ورځ كي په خپله خوښه كوروالي (جماع )وكړي روژه يي ماتيږي اودقضا ترڅنګ ورباندي كفاره هم لازميږي .
يادونه: كه په هرډول له یادو شويو ډولونو څخه د چاروژه ماته شي ، ورته پكارده چي نورترماښامه دروژي په ډول خپله خوله وتړي اوځان روژتي غوندي وګڼي، خوداپه دي مانانه ده چي داروژه يي سمه ده بلكي قضااوكفاره (په هغه صورت كي چي كفاره هم ورباندي لازمه سوي وي) بايدترسره كړي .
پوښتنه(۲): كه په روژه كي څوك موټى ووهي (په لاس اوياځان موښلوځان انزال كړي)روژه يي ماتيږي ؟ اوكه ماتيږي نوبايدڅه وكړي ؟
ځواب: موټى وهل روژه ماتوي ، لكه څنګه چي مومخكي يادونه وكړه انزال كه په هرډول وي دروژي دماتيدولامل ګرځي ، كه كوم څوك په قصدسره دا كار وكړي نودروژي قضاورباندي لازميږي اوكفاره نشته.
موټ وهل كه په لاس وي ، د ورانه په ذريعه وي اوياپه بالښته اوبل شي سم كارنه دى ، ځكه له يوه پلوه جسماني روغتياته زيانمن دى اوله بل پلوه دانساني قوې ناسمه كارونه ده چي داسلامي شريعت له مخي نارواكاردى چې په دې اړه د اصلاح انلاين ځانګړې پاڼه کتلی شئ.
كه يوڅوك له خپلي ميرمني سره بازۍ كوي ، لاس ورباندي وهي اوپه دي حال كي خلاص (انزال) سي هم روژه ماته ده خويوازي ورباندي قضالازميږي اوكفاره ورباندي نسته .
نوټ : مني هغه سريښناكه ګاټه اوبه دي چي له تناسلي آلې څخه ترراوتلووروسته انسان سړيږي اودشهوت اوريي مري اوبله نښه يي داده چي په ډيرزورسره راوزي اوغورځي ، له مني څخه ماسيوادوه نورشيان هم سته چي يوه ته( ودي) اوبل ته (مذي ) ويل كيږي ، (مذي) ترخلاصيدومخكي دشهوت راپورته كيدوپرمهال راوزي چي دمني په پرتله ګاټه نه دي اورنګ يي هم داوبوغوندي روڼ دى او(ودي) ترانزال وروسته راوزي چي هم په شكل كي مذي ته سوي دي ،اوحكم يي دادى چي دمذي اوودي په وتلوروژه نه ماتيږي، غسل هم نه واجبوي خوكالي ورباندي مرداريږي اوپه وتلويي اودس لازم ګرځي .
پوښتنه(۳): هغه څوك چي درمضان مياشتي روژي سربيره له خپلي ميرمني سره كوروالي (جماع) وكړي څه شي ورباندي لازميږي اوميرمن يي بايدڅه وكړي ؟
ځواب: درمضان په مياشت كي دورځي له پلوه جماع كول روژه ماتوي اوسخته ګناه ګڼل كيږي ځكه په دي توګه دروژي حرمت ترپښولاندي كيږي ، نوله همدي امله دى چي ددغه كار پركوونكي دري كارونه لازميږي :
لومړى: پردي كارباندي دزړه له تله پښيمانه كيدل اوله لوي خداي څخه دبخښي غوښتنه كول .
دويم: ددغي ورځي قضابه راوړي .
دريم : كفاره به وركوي ، ياني: دوي مياشتي به پرلپسي روژي نيسي اوكه يي هغه ديوه شرعي عذرله امله نسواي كولاي نوشپيتومسكينانوته به سهاراوماښام ډوډۍ وركوي ، څنګ چي داسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه سړي ته چي په ورځ كي يي له خپلي ميرمني سره جما ع كړي وي فرمايلي”أعتق رقبة، فإن لم تجد فصم شهرين متتابعين، فإن لم تستطع فأطعم ستين مسكينا” (12).
ياني: يومريى ازادكړه ، كه هغه نسي كولاي دوي مياشتي پرلپسي روژي ونيسه اوكه دي هغه هم په وسه نه وي نوشپيته مسكينان ماړه كړه .
خويوه خبره چي په دي ځاي كي ديادولووړده، داده چي كفاره پرهغه چالازميږي چي شرعاورته دروژي خوړل روانه وي ، دبيلګي په توګه مسافراوناروغ ، اوبل داچي دجماع ځاي دښځي مخ اوياشاوي اوكه يي په ورانه ، نواويابل ځاي كي ځان خلاص كړي وي بياكفاره ورباندي نه لازميږي.
همدارازهغه څوك چي په تيروتنه جماع وكړي كفاره ورباندي نه لازميږي، دبيلګي په توګه دسهاروخت داخل سوي ووخوده ګمان كاوه چي لاشپه ده .
كه ميرمن له ميړه سره په دي كاركي همږغي وه پرهغي هم كفاره اوړي خوكه په زوره ورسره كارسوي وي نوبيايوازي قضاورباندي لازميږي .
پوښتنه(۴):ځيني كسان ددي لپاره چي له كفارې څخه ځانونه خلاص كړي، داسي چم كوي چي له جماع څخه مخكي په يوه بل غيرمغذي شي روژه ماته كړي اوبياجماع وكړي ، اياپه دي چم سره كفاره ساقطيږي ؟
ځواب: كه څوك درمضان په روژه كي له ښځي سره كوروالي (جماع) وكړي كفاره ورباندي لازميږي ، اوترڅنګ يي سخت ګناهكارهم ګرځي ، ځكه چي دروژي حرمت ته يي سپكاوى كړي ، په چم اوحيله باندي نه خلاصيږي ، ځكه چي لوي خداي دزړونو مالك دى (يعلم ماتبدون وماكنتم تكتمون) ستاسوپه ټولوښكاره اوپټوپوه دى ، همدارازهغه ښځه چي په خپله خوښه داكاركوي اوځان داسي اچوي چي ګواكي په زوره ورسره سوى ، هم ګناهكاره ده اوكفاره ورباندي لازميږي .
پوښتنه(٥): كه روژتى خپل عورت ته لاس وروړي اويايي ښځه له لاس اويا نور بدن سره ومښلي روژه يي څنګه ده ؟
څواب: په قصدباندي له ښځي سره تماس نيول سم كارنه دى ځكه دروژي دماتيدا ويره ورڅخه رامنځته كيږي ، اوله پردۍ ښځي سره خوبيخي ګناه ده ځكه داكارله روژي پرته هم حرام دی ، مګرله قصدپرته كه دلاس اويادبدن له نوروغړوسره دښځي تماس راشي پروانه لري اوروژي ته هم تاوان نه پيښيږي خوپه دي شرط چي احساسات راونه پاروي .
پوښتنه(٦): روژتى كولاي شي عطر وكاروي اويادسر اوږيري ويښتان په لوشن غوړكړي ؟
ځواب: بلي ، دعطروهل روژي ته تاوان نه رسوي ، همدارازدويښتانو پالش، روژتى كولاي شي په عادي ډول دخپل ځان نظافت اونظم ته دوام وركړي.
پوښتنه(٧): په روژه كي حمام څنګه دي ، اياتريو وارزيات حمام كول روژي ته تاوان رسوي ؟
ځواب : په روژه كي حمام كول پروانه كوي ، دځان دپاكۍ په نيت وي اوكه دخنكۍ اوتندي دكمولوپه نيت ، يوواروي اوكه ډيروارونه ځكه داسلام سترلارښودحضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم به په روژه كي له ډيري ګرمۍ اوياتندي څخه پرسراوبه اچولي ، اوحضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به بياپه روژه كي دګرمۍ دله منځه وړولواوتندي دمخنيوي لپاره خپل كالي لندول ، خوپه دي شرط چي اوبه تيري نسي اوكه دخولي اوپزي پرويوللوپرمهال اوبه تيري سي بياروژه ماتيږي .
پوښتنه(٨): كه يوڅوك په دي ګمان چي نه دی سهار شوی څښاك اوخوراك وكړي خو وروسته ورته څرګنده شي چي سهارختلى ، روژه يي څنګه ده؟
ځواب: دامام ابوحنيفه رحمه الله په مذهب دپيشلمي له پلوه په دي ګمان د څه شي خوړل چي ګواكي لاشپه ده اوهمداراز دروژه مات له پلوه په دي ګمان دروژي ماتول چي ګوندي لمر لوېدلي په داسي حال كي چي لانه وي لويدلى ، روژه ماتوي خو يوازي قضا لازميږي. روژتي بايد خپله روژه سره له دې هم بشپړه کړي. يوشميرنور مجتهدين بياپه دي باور دي چي دپيشلمي له پلوه تيروتنه روژه نه ماتوي اودروژه مات له پلوه يي ماتوي ځكه په لومړي صورت كي شپه اصل ده اوپه شپه كي شي خوړل مباح دي اوماښام له پلوه ورځ وړاندي ده اوپه ورځ كي خودشي خوړل جائزنه دي .
پوښتنه(٩):روژتى كولاي شي خپلي ناوړي تيري كړي اوكه يي تو (تف) كول ورباندي لازم دي؟
ځواب: نژدي ټول علماء په دي باوردي چي دخولي دناوړوتيرول روژه نه ماتوي اوتوكول يي هم لازم نه دي ځكه داكارستونزمن دى ، خوكه ناوړي له خولي څخه ترراويستلووروسته بيرته تيري سي ديوشميرعلماؤ په نيزروژه ماتوي ځكه دي كارته اړتيا نشته .
پوښتنه(١٠): دمسواك اوبورس وهل روژي ته تاوان رسوي اوكه نه؟ او د غاښو د كريمو كارول څنګه دي؟
ځواب: په عمومي ډول په روژه كي مسواك وهل پروانه لري ،ځكه رسوالله صلى الله عليه وسلم فرمايي: “السواك مطهرة للفم مرضاة للرب” (13).
يعني : مسواك دخولي پاكوونكى اودڅښتن خوشالوونكى دى ، خوكه داسي مسواك وي چي ريښي كوي اويا د سيابندي مسواك غوندي خوږخوند ولري بيا دروژي دكراهت لامل ګرځي ، ځكه ددي ويره پيدا كيږي چي ريښي تيري شي اوروژه ماته شي ، همدارز د كريمو كارول هم روژه نه ماتوي خو د خوند له امله يي كارول ښه نه دي ، خو د خالي بورس كارول هيڅ پروا نه لري .
*مفتي احمد فرزان کابل مېشتی ليکوال دی او په افتاء او فقه کې تخصص کړی دی.
No related posts.

1 تبصره ها
له کله می چی داصلاح ویب پانی سره اریکه پیداکری نو تقریبا دیری مشکلات می حل شوی دی
دیره مننه ده اصلاح مرکز سخه