اسرائیلي رژیم د الجزیرې د خبریال ( سامر علاوي ) د بند موده وغځوله

 

سامر علاوي په افغانستان کې د الجزیرې تلویزوني چینل د دفتر مشر تکړه، ماهر او هڅاند ژورنالیست دی د اګست میاشت په ۸ مه نیټه د اسرائیلي ښکیلاک لخوا د اشغالي فلسطین په خاوره هغه مهال ونیو چې کله نوموړی د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره خپل پلرني ټاټوبي ته تللی وو.
اسرائیلي رژیم د دغې نیونې لامل د حماس اسلامي ډلې سره د سامر علاوي تړاو ګڼي خو خپله سامر بیا دغه تور ردوي او هغه بې ځایه ګڼي، نوموړی وایي چې د شلو کلونو نه زیاته موده کیږي چې له فلسطین نه لیرې، پاکستان او افغانستان کې  ژورنالستي فعالیتونه لري او د حماس او نورو ډلو سره یې هیڅ لیدل کتل او اړیکې ندي شوې.
بل پلو ته د حماس ګوند ویاند دکتور سامي ابوزهري هم رسنیو ته ویلي دي چې سامر علاوي له حماس سره هیڅ تړاو نلري او دا خبره بیخي بې ځایه ده چې هغه دې د دوی د ګوند غړی وي.
د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د ژورنالستانو اتحادیو او ټولنو د اسرائیلو لخوا د دغه ژورنالیست نیونه د ژورنالیزم په ازادۍ ګوزار ګڼلی دی او د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده، مګر اسرائیل د تل په څیر په خپل ضد او غلط موقف ولاړ دي او نه یوازې دا چې هغه نه خوشې کوي بلکې دا څلورم ځل دی چې د هغه د بند موده زیاتوي.
پدې وروستي ځل خو اسرائیلو علاوي ته اجازه ورنکړه چې د خپلو مدافع وکیلانو سره وګوري او د ځان نه د دفاع په موخه ور سره مشوره وکړي.
دغه راز د علاوي میرمنې هم رسنیو ته ویلي دي چې اسرائیلو هغې او د سامر مور ته اجازه نده ورکړې ترڅو له نوموړي سره وګوري او حالت یې معلوم کړي.
د یادونې وړ ده چې سره لدې چې سامر علاوي د شکري ناروغي لري او په زندان کې یوڅه سخته شوې هم ده خو اسرائیل د هغه د درملنې او له ډاکترانو سره د هغه د ملاقات په اړه بې غوره دي.
د جمعیت اصلاح خپرنیزه څانګه ( اصلاح میډیا ګروپ او د هغه ټول غړي ) په خپل وار د نیول شوي ژورنالیست سامر علاوي نیول غندي، په ټینګه د هغه د خلاصون غوښتنه کوي، نړیوالې ټولنې نه غواړي چې اسرائیلي ښکیلاک اړباسي څو د ژورنالیزم اصولو ته په درناوي سره نوموړی خوشې کړي.
مونږ پدې مناسبت د الجزیرې تلویزیون له ادارې او د سامر علاوي له کورنۍ سره د تضامن او خواخوږۍ څرګندونه کوو.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید