Home » خبر او تحليل » اسلامي نړۍ »
ایران د سوریه په سر له حماس سره اړیکی شکوی
لیکنه: یاسر الزعاتره
ژباړه: سیدهاشم “سادات”
په دې وروستیو کې ځینو خبری رسنیو د ایران له پلاځمینې تهران څخه ویلی دی چې ایران له دوو میاشتو راهیسی خپلې مرستې له حماس سره بندې کړی دی. دا ځکه چې حماس د سوریی د حکومت له موقفه د مظاهره کونکو په وړاندی ملاتړ ونه که.
خو په اصل کې دغه مرستی له دوو میاشتو څخه نه، بلکې له شپږو میاشتو راهیسی بندی شوی دی، او کره ثبوت یې په غزه کې اقتصادی ستونزو راولاړیدل دی. او بی له شکه چې دا دسوریه و اوسنی نظام د ظلم نه تایید ولو په سبب.
له دې نه ښکاری چې، ایران سره له دې چې د لبنان حزب الله خپل ګوند بولی او پراخې مرستې ورسره کوی، د فلسطین له مقاومت سره هم مرسته کوی، دا مرسته که په هر نیت (سیاسی..) وی د قدر وړ ده.
راځې چې دفلسطین په وړاندې د ایران دریځ د نورو عربی هیوادونو له دریځ سره پرتله کړو، کوم چې نه یواځې د فلسطین سره مرسته نه کوی، بلکې له دې نه وړاندې ځی او د هغو په خلاف د سیاسی او نظامی ځواک استعمالول غواړی.
سوریه د حماس لپاره له څو کلنو راهیسی یوه آرامه پناه ګاه وه، او نظام د هغوی ښه میلمه پالنه کوله، کله چې په سوریه کې د حکومت په ضد ملی خوځښت پیل شو، نو حکومت طبعاٌْ له حماس نه د هغوی تایید وغوښت، خو دا کار د حماس له توانه بهر وه، د حماس ملاتړ د سوریه له حکومت نه دصهیونی نظام په ضد ده، نه د سوریی د ولس په ضد.
له دې سره، هر هغه دریځ چې دحماس د اصولو سره سمون ونلری، او د اسلامی امت له نظر سره مخالف وی، هغوی نشی کولای چې هغه ته په ساده توګه وګوری، ځکه چې دا د اسلامی ولسونو د حالت سره جفا ده، چاچې په خپلو قربانیو سره ظالم او دکتاتور حکومتونه را وپرځول او د تاریخ کندی ته یې ورټیل وهل، او دسوریی د خلکو پاڅون هم له همدی جملې څخه دی چې له منبرونو څخه را ولاړ شوی دی.
حماس نشی کولی چې د ټول امت سره په مخالفت کې واقع شی، دا اسلامی امت دې چې دفلسطین له قضیی سره تړاو لری، او که چېری حماس د سوریی حکومت تایید کړی نو د ټول امت ملاتړ به له لاسه ورکړی او ددې قیمت حرکت ته ډیر ګران دی. دا چې حزب الله سره له دې چې یو شیعی ګوند دی، د سوریی له ملاتړ نه ورته زیان ورسیده، نو حماس چې یو سوچه سنی تحریک دی، ددوی زیان خو به تر هغی ډیر زیات وه.
شک نشته چې د بی طرفی یا د حکومت په خوا ودریدل تصمیم نیول آسان کار نه وه، او په دواړه حالاتو کې حماس ته ګران تمامیږی، دا ځکه چې کیدای شی د سوریی امنیتی چارواکې د تحریک ځینی غړی په مستقیمه توګه په نښه کړی او یا اسراییلو ته د هغوی په هکله معلومات ورکړی، کوم چې د شهید عماد سره وشول.
ځینی د سوریی وګړی چې له سوریی بهر استوګن دی، له حماسه نه غواړی چې سوریه پریدی او ولاړ شی، تر څو د سوریی له حکومت نه پرده پورته شی، او کوم خڼد چې د پاڅونکونکو په مخ کې شتون لری، له مینځه لاړ شی او وکولی شی چې په خلاص مټ پاڅون وکړی، او وروسته له دې چې حکومت د بی ګناه خلکو وینی تویې کړی، نور نو دبی طرفی موقف لپاره ځای نشته.
د دې سوال په ځواب کې چې آیا رښتیا هم حماس د سوریې په نظام پرده اچولې ده که نه؟ باید وویل شی چې دا سمه خبره نه ده، ځکه چې ټول خلک (بغیر له ځینی شیعه ګانو څخه) په دې پوهیږی چې د سوریې پاڅون یو ولسی پاڅون دی، او په دې حساس وقت کې دحماس موقف واضح دی چې د ډیریو سوریایانو سره یو شان دی.
بل اړخ د قضیی د حماس لپاره د اوسدو بدیل هیوادونه دی، چې دا هم تر هغه ځایه چې ځینې خلک یی یادوی، سم او معقول نه دی، یو عربی هیواد (قطر یابل) دا اجازه نه ورکوی چې حماس دې خپل هر څه چې سوریی کې لری ور انتقال کړی.
ځینې بیا مصر ته اشاره کوی چې هلته دې لاړی، خو دا ټولو ته ښکاره ده چې مصر د نوی انقلاب نه وروسته په پوره توګه له امنیتی پلوه کرار نه دی، د حماس تګ داسی یو هیواد ته چې هلته سیاسی نظام په کار شوی نه دی، له ستونزو خالی نه وی. او هغه خلک چې د غزې خبری کوی، هسې عبث غږیږی، غزه نه یواځی د حماس د سیاسی مشرانو لپاره د امنیتی پلوه د تل پاتی کیدو مناسب ځآی نه دی، بلکی هلته نورې ستونزی هم شتون لری.
په هر حال، دا سمه نه ده چې حماس ته د ملامتۍ ګوته ونیسو یا ورته خبرې وښییو، هغوی له ټولو زیات له دې اوسنی حالت نه ځوریږی، او دهغوی مشران موضوع له نزدې څاری، هغوی دغه پیښې په جوره توګه څیړی، هسی نه چې ځینې خلک یې په سطحی توګه فکر کوی.
مونږ دسوریې دولس دانقلاب سره له لومړی ورځې ولاړ یو، او هیڅ ډول بی زړه توب مو نه دی ښوولی، په همدې وقت کې د حماس بی طرفه موقف چې د هغه له حالت سره یې سمون خوړ، د قدر وړ بولو.
اما د ایران په هکله باید وویل شی، چې د هغوی دریځ د سوریې د پاڅون په اړه له هر اړخ نه ښه دریځ نه دی، همدا ایران وه چې نړی یی د بحرین په وړاندې ودروله، او په دې کې شک نشته چې د حماس رټل د ایران له خوا به عربی او اسلامی هیوادونه را ویښ کړی، او د هغوی هغه هڅې چې غواړی د اسلامی نړی خواخوګی له ځانه سره ولری، له خڼډ سره مخ کړی.
اوس باید داخبر ښکاره کړو، هغه خلک چې غوښته یی د حماس او ایران اړیکې سره خرابی کړی، باید پوه شی چې حماس یو خپلواک تحریک دی، او دچا زر خرید نه دی، او که چېرته دوی رښتیا هم د حماس او د فلسطین له قضیی سره خواخوږی لری، باید اوس عربی هیوادونه له حماس سره مرستې ته و هڅوی.
که چېرې د اسلامی نړی( ترکیه، ایران، مصر، او ټوله عربی نړی) پرته له مذهبی اړخه، اړیکې سره پرتله کړو، نو ګورو چې د فلسطین موضوع د ټولو تر مینځ یو مشترک قاسم دی.
په پای کې باید ووایو چې، حماس او د مقاومت ډلې، له فلسطین نه په دفاع کې د تول اسلامی امت استازیتوب کوی، او په دې لار کې یې خپل تکړه مشران له لاسه ورکړل او لا روان دی، نو، که څوک غواړی چې ورسره مرسته وکړی، ښه راغلاست ورته وایو، او که مخ یې واړول نو د ګناه مرتکب شو، خو عام اسلامی امت به هیڅکله د فلسطین له قضیې نه مخ وانه ړوی.
No related posts.

1 تبصره ها
مننه