مدرسه او ښوونځی
انجينر نظر محمد
د ملا عبدالسلام ضعیف د نوي له چاپه راوتلې کتاب (دبنسټیزو ستونزو د حل لاري) د سر سر موضوع مدرسه او ښوونځی دی.
نوموړی کتاب ۱۴۳ صفحي لرې او همدارنګه ښاغلي محمد اصف صمیم صاحب د ((کمزوري)) زوروري تر سرلیک لاندې لنډه لیکنه پرې کړی ده.
ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف د افغانستان بنسټیزي ستونزي اوه ښودلې دې او د حل لاري یې هم ورته لټولې دی.
زه په کتاب کې اوه ښودل شوی ستونزي کټ مټ راخلم او دسرسر موضوع یې ستاسي سره شریکوم:
۱ : مدرسه او ښوونځى
۲ : قومي جوړښت
۳: كلتوري ارزښت
۴ : جغرافيايې اندېښنې
۵: كورني او بهرني سياستونه او پاليسۍ
۶: لوېديزه دموکراسي
۷: نشيي توکي
ملا عبدالسلام ضعیف یوې ډیري مهمي موضوع ته اشاره کړی ده چې له ډیره وخته دغه ستونزه زموږ په هیواد کې لیدل کیږي ، خو ما تر اوسه د کوم منلي او پیژندل شوې لیکوال او یا هم د هیواد د حکومتونو په مختلفو دورو کې د کوم لوړپوړې چاراوکې لخوا پدي مهمه او اساسي موضوع کومه لیکنه نده لیدلي.
په رښتیا هم زموږ په هیواد کې د مدرسي او ښوونځې ستونزه له ډیره وخته را پیل شوی ده او د اهم د انګریزانو چل ؤ چې په افغانستان کې يې دغه چل ښه کار ورکړ.
دا موږ ټولو لیدلې او وینو یې چې د مدرسې طالب هیڅکله ځانګړي داسي مدرسه په هیواد کې پیدا نکړه چې هلته دي د سیمې او هیواد تکړه علمأ پکې تدریس وکړي او هغه دي د غوښتنو سره سم ودانۍ، منظمه لیلیه او منظم نصاب ولري، او د مدرسې استاذانو ته د ې د حکومت لخوا معلوم او مناسب معاش ورکول شې او طالب ته دې په وړیا ډول کتاب ورکول شي.
ټولو لیدلې چې د طالبانو اعاشه او اباطه دولت د کلیوالو په اوږو وراچولې وه، هره ورځ به دوه ځلې کوچنې طالب (چړې) مجبور ؤ چې سهار او ماښام د کلیوالو دروازه د یوې ګولې ډوډې لاسته راوړلو په منظور ور وټګوې چې د کور څخه به نیم او یا هم بشپړ پاستی (څپټی) ورته راووت. کلیوالو هم یواځې د طالب د وچې ډوډۍ ورکول په ځان منلي ؤ او دایې د طالب حق باله چې وریې کړې، خو د وچې ډوډۍ ها خوا بیا طالب د خوړولو نورو شیانوته هم اړتیا درلودله لکه: غوړي، پیاز، پټاټي او نور ډول ډول سبزې، غوښه، چای، بوره او داسې نور …
د طالب د پورته اړتیاؤ لپاره بیا هم د مسجد او یا مدرسې ملا مجبور ؤ چې غمه یې وخوري. نو د پورته اړتیاؤ دپوره کولو لپاره به یې بیا په کلي اوسیمه کې د نسبتاً شتمنو سره کتل او په ډیر تکلیف به یې یو څو پیسي ورڅخه ترلاسه کولي، اویا خو به دغه اړتیاوي د زکات اویا عشر په هغه غنمو (کلیوال خلک چې اکثریت یې زراعت کوي نو د خپلو ځمکو د حاصل عشر ملا ته غنم ورکوي) پوره کیدلې چې کلیوالو به ورکړې ؤ. همدغه غنم ، جوار او اوربشې به طالبانو خرڅولي او بیا به یې په پیسو غوړي، چای ، بوره او نور اړین شیان اخستل.
بل خوا په هر ه سیمه او کلي ښوونځی موجود ؤ، چې د تکړه او لایقو استاذانو لخوا به زده کوونکو ته درس ورکول کیدی، د زده کوونکولپاره ځانګړی ودانۍ جوړې شوې وې، اوهمدارنګه د زده کوونکې کتابونه هم دولت په وړیا ډول ورکول.
په ټولنه کې هم طالب او زده کوونکې ته په یوه سترګه نه کتل کیدل، علماؤ به طالب ته په درنه سترګه او د مکتب زده کوونکې ته یې په ښه سترګه نه کتل.
متنفذینو، سیدانو او د ټولني شتمنو به د مکتب زده کوونکو ته په درنه سترګه کتل او طالب به یې له پامه تر هغه وخته غورځولی ؤ ترڅو چې به یې پګړۍ تړله چې دایو ډیر اوږد عمر ؤ، او لسيزي مخکې خو به طالب تر لس او پنځلسو کلنو مسافرت او سبق وروسته وتوانیدی چې پګړۍ وتړي.
دټولني عامو خلکو که څه هم په زړه کې د طالبانو سره مینه درلودله، خو دطالب دغربت او بچارګۍ له امله به یې هغه له پامه غورځولی ؤ، او برعکس زده کوونکې چې د طالب په شان به دعام ولس په اوږو نه ؤ بار همدغو عامو خلکو به یې عزت او احترام کاؤ.
بل طرفته د ټولنې هغه د عصرې زده کړو فارغانو بیا د ملا ا و عالم برعکس د مکتب زده کوونکي ته په درنه سترګه او طالب ته یې په ښه سترګه نه کتل.
دموضوع دلنډون او اصلي هدف ته د ګرځیدو لپاره د هیواد د پېژندل شوي څیرې ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف د کتاب څخه د مدرسي او ښوونځي ترمنځ ستونزي او حل لاري تر عنوان لاندې څو کرښې کټ مټ را اخلو:
((مدرسه او ښوونځى دواړه د ټولنې د وګړيو د فکري او علمي ودې د لوړتيا لپاره هغه مراجع دي چې د ملت ټول وګړي بې له کوم توپيره دواړو ته اړتيا لري.
زما څېړنه د مدرسې او ښوونځي په هكله د يوې ستونزي د علت په توګه نه، بلکي دهغه تفريط او افراط په هكله ده چې زموږ ګران هيواد يې له ډيره وخته راپه دې خوا په كړاو او كړكيچ كې اچولى دى. دغه مهمه ستونزه هيڅکله په بشپړه توګه حل شوې نه ده او نه ورته د وخت د واكمنو لخوا پوره پاملرنه شوي ده، له بده مرغه هر وخت دغه ستونزه په هيوادکې بابيزه ګڼل شوى او اهميت يېكم ښودل شوى دى.
مدرسه او مسجد يواځي دديني او مذهبي زده كړو مراكز نه بلل کيږي، بلکي په سياسي او ټولنيزو مفكورو هغه سمبال مراكز دي چې ددغه هيواد بچيان پكښي حقيقي روزنه اوزدکړه ترلاسه کوي.
ښوونځى هم د ټولنې او انساني روزني لپاره مدرسي ته ورته اهداف لري، د هيواد د ځوانانو او ټولو وګړو ښي روزنې ته پاملرنه کوي يو داسې هدف ته لاره هواره وي چې د ټولنې يو سالم، ګټور او با استعداده وګړى د خپل هيواد د چوپړ لپاره رشتونی خدمت ګار اوسي، د ټولنې له كلتوري او عنعنوي ارزښتونو خبراوسي او د ټولنې د وګړو د عصري اړتياوو په پوره كولو كې د هغوی لارښوونه او مرسته وكړي.
د هېواد هر وګړی په دې ښه پوهيږي چې په هره ټولنه کي ښوونکي، عالم، قاضي، حقوقپوه، انجنير، اقتصادپوه، ساينسپوه، سياستپوه، پيلوټ، ډاکټر او د بل هر هنر څښتن ته اړتيا سته.
له بده مرغه ددغي اړتياد پيژندلو سره سره له ډيره وخته د ښوونځي او مدرسي تر منځ يو ډول توپير ليدل كيږي د دغو دواړو مراکزو په منځ کي رقابت تر سترګو كيږي. همدغه رقابت د وخت په تېرېدو سره د يو ډول فاصلې او په بل عبارت د يو ډول نفرت لامل ګرځي چې ټول هېواد ديوي لويي بدمرغۍ کندي ته ورغورځوي. ځكه چې زموږ د هيواد ټول وګړي د متعلمينو او مقلدينو حيثيت لري او مقلد په هر وخت كې د يوه رهنما په لارښوونه پسي روان وي، همدا دوه مراکز مدرسه او ښوونځى دي چې د هيواد لارښود او خلکو ته لارښونه کوی، كه خدای مه كړه د مشرتابه د مراجعو تر منځ د تضاد او رقابت نخښي پيدا كيږي، نو په اوتوماتيک ډول ټول هيواد د مخکښانو پر پله پرغبرګ مشرتابه وېشل كيږي او دا بېلتون د وخت په تيريدلو سره د انفجار پولي ته رسيږي. دا چې دا انفجار به په خپله كيږي يابه د دريم ګړي لاس په لمسون سره کيږي دا بيا بيل علتونه لري چې په هغو كي لوی علت د نظرونو بيلوالی دی.
بيا هم له بده مرغه د ښوونځی ښوونكي ته دا مفكوره وركول شوې يا هغه همداسي مفکوره پيدا كړې چې د مدرسي يا مسجد ښوونكي د زاړه كلتور يا عنعناتو پالونكي دي. په نظر كې افراطي او ساده ژوند كوونكي دي، له عصري تمدنه ناخبره دي او يا پام نه ورته کوي، په فقيرانه ژوند كې عزت لټوي، د سياسي او اقتصادې رقابتونو مخالف دي او يايې په اهميت نه پوهيږي. نو له همدې كبله بايد ده ته په خواره سترګه وكتل شي. په ټولنه کي بايد ظاهري عزت ونه لري او د منصب اومقام څخه بيل وساتل شي، يوازي د مړي د غسل، تكفين او تدفين، د ماشوم په غوږ کې د اذان، د اسقاط او خيرات، په مسجد كې د ماشومانو د لومړنيو زده كړو او د خلكو د امامت لپاره د زكات او ورځني ټوك په عوض مصروف وساتل شي او بس،
بالعكس د مسجد او مدرسي د ښوونكي په فكر کې د ښوونځيو ښوونكي او زده كونكي د يو بدعتي، فاسق، فاجر نااهل، ددين او مذهب پريښوونكي، د اسلامي او كلتوري دودونو پايمالوونكي د لوېديزو او غير اسلامي هيوادونو
د كلتورونو پلويان او د پرديو كلتور ته وده وركونكي ګڼل كيږي.
د وخت حكومتونو تردې مهاله د دغو دوو تربيتي مرکزونو توازن نه دی ساتلی، ياهغو ورته پاملرنه نه ده كړي ياله دغه حقيقت څخه دهغو سترګې پټې شوې دي. د وخت واکمنانو ښونځيو ته زياته دولتي بودجه وقف كړي، هغو ته يې عصري تجهيزات او نور لوازم پر خپل وخت برابر كړي، د ښوونکو لپاره يې عزت، كور، موټر او تنخوا، تخصيص كړي، ددغه ارګان دودې لپاره يې د تبليغاتو له هري وسيلي څخه ښه كار اخستي دى. خو له بده مرغه دديني او مذهبي زده كړو لپاره يې يوازي فقر كافي بللی د ى، سره له دې چې دواړه زده كوونكي د ملت بچيان دي او ددغه ملت په حقوقو كې بې له کوم توپيره مساوي حق لري.
د طالبانو اسلامي نظام بياتر ډېره مدرسو اومسجدونو ته پاملرنه وكړله. د ښوونځيو سره يې دومره ليوالتيانه ښودله څومره چې مناسب وه ياخلکو له هغوڅخه غوښتنه درلوده. له بده مرغه اوسني نظام بيا په پيل کي مدرسو ته په يواړخيزه توګه شاوګرځوله مګر ښوونځيو ته يې نسبتاَ ډيره پاملرنه وكړه دا افراط او تفريط دواړه د پيدا شوي واټن سره ښه مرسته کوي، د بېلتون ډيروالی راولي او نورو بدبختيو ته لاره هواروي.
دمدرسې او ښوونځې ترمنځ د ستونزو د حل لاره او ددغه دوه علمې مرکزونو ترمنځ دناسالم رقابت د فاصلې دکموالې لپاره ښاغلي ضعيف صاحب لاندي ټکي په نظر کې نيول اړين بولې:
١- په ښونيز نصاب كې بايد له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پوري نغښتي تعليمات په اوډلي ډول ځای كړل شي.
٢ – اسلامي ښووني د هر ټولګي د زده كونكي د ازمويني او بري مهمه برخه وګرځول شي.
٣ – اسلامي ښوونه د هېواد د ښوونيز نصاب داسي مهم ركن وبلل شي چې د ښوونو او لوړو زده کړو د ملا د تيرحيثيت ولری.
٤- ښوونكي بايد په ديني او عصري تعليماتو باندې ښه سمبال كړاي شي.
٥ – د زده كوونكو يونيفورم د نظام په شكل خاص خو ملي شكل ولري داسې نه چې د پتلون او نكټايې پر دی كلتور په زور تحميل کړای شي.
٦- په ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو كې پر اسلامي صورت او سيرت ټينګار وشي.
٧- د اسلامي تعليماتو سند او بريليك د نورو تعليماتو د سند سره معادل وپيژندل شي، څو د هيواد ټول وګړي له يوه منظم اسلامي نصاب سره ليوالتيا پيدا كړي او اعتماد پر وشي او وړتيا ته لومړيتوب او ارزښت وركول شي.
٨ – د شخصي ښوونيزو مراكزو او مدارسو په زده كوونكيو كې دي د سيالة د احساس د پياوړتيا لپاره رغنده پاملرنه وشي.
٩ـ په پوهنتون کي بايد د هري رشتې انتخاب د هغې رشتې د زده کوونکو څخه وسي نه داچي د نورو مضامينو ټمبلان د نورو زده کوونکو ځاى ونيسي. وړاندي مو وويل چي مدرسې د مکاتبو موازي ارګانونه دي خو په مسلکي توګه په پوهنتون کي يوازې د حقوقو او شرعياتو رشتې لري که دا رشتې نور زده کوونکي له دوۍ څخه اشغال کړي نو بيا د ديني مدارسو زده کوونکو ته کومه لاره سته چي خپله رشته انتخاب کړي؟
١٠- د نارينه او ښځينه تعليماتو د نامخلوط تعليم لاري چاري بايدبيلي وساتل شي.
ښاغلي ضعيف صاحب د نورو موضاتو تر څنګ د مخدره توکو اړوند مفصل بحث کړی دی په افغانستان کې د کوکنارو کښت، ددغه کښت دزياتوالي او له منځه څخه نه وړلو لاملونه او همدارنګه د مخدره توکو په قاچاق کې يې د لويو قدرتونو لاس لرل څيړلې دي.
د ښاغلي ملا عبدالسلام ضعيف د نوي چاپ شوي کتاب ( دبنسټيزو ستونزو د حل لاري) د مخدره توکو اړوند څو کرښي کټ مټ رانقلوو.
(( په دې كې شك نشته چې مخدره توكي زموږ په ټولنه كې د ډيرو ستونزو لامل ګرځيدلي او ګرځي، په عمومي توګه دا كښت د افغانستان لپاره لويه ګټه نه لري، مګر بالعكس د سياسي او اقتصادی پلوه ټول ملت له بيلابيلوستونزو سره لاس او ګريوان كوي، دا چې زموږ د هيواد د څو تنو يا اشخاصو پكښي څومره وړی ولاړه ده څومره ګټه يې ده، د نورو خلکو لپاره عام كيدلای نه شي. دا چې د ټولنې لپاره يو جدی ګواښ او د هر حكومت لپاره لويه ننګونه بلل كيږي د ټولوهيوادوالو لپاره عام شكل لري، نو له دې کبله دا يوه عامه ستونزه بلل كيږي. كه څه هم د ځينو خلكو به څټونه ښه پكښي پلن شوي وي.
دا چې څوك دغه كار وبار كوي او څوك تري ګټه اخلي او څوك تري نشه اخلي دا ټول بهرنيان دی. هغوی په دي لړکې پوره زيار باسي او دغه تجارت ته ښه پراختيا اووده وركوي.
دا چې څوك پكښي ستړي ستومانه كيږي، متهميږي، وژل كيږي، بنديانيږي هغوی خوار افغانان دی، پردي سربيره يې وطن په همدغه نامه اشغاليږي، اقتصاد يې شاته پاته كيږي، پر كور او مال باندې يې د سروخوګانو، بېرحمو يرغلګرو لخوا چاپي وهل كيږي، ګټه يې دومره محدوده ده چې په مټي د يوه كال څخه تر بله كاله فقط ځانونه له مرګه وژغوري او بس.
ډير خلك په دې نظر دي چې رسمي حلقي د دغو قاچاقو او تجارت يوه لويه برخه تشكيلوی چې امريكا بريتانيا او نور غربې هيوادونه پكښي مثبت رول لري هم ديته ورته هيوادونه په آسيا او اروپا كې شته اما كوچني هيوادونه په هغو كې لوړ مقامات د وزيرانو او جنرالانو په كچه دخيل بلل كيږي. كيدای شي دا كچه تر لومړيو وزيرانو پوري همداسې ترڅارګرو ادارو پوري غځيدلای شي، كه دا اټكل سم وخيژي نو د تارياكو او بنګو بندول تر كرلو ډير ستونزمن او سخت كار دی كه څه هم ځيني هيوادونه ظاهراً د هغو د بنديدو لپاره چنده وركوي او يا تبليغاتي او نظامي امكانات كاروي، دلته بيا دوه اړخونه لري. ګمان ګيږي ځيني هيوادونه هم د بنديدو لپاره هم د كرلو لپاره په تجارت بوخت دي.
دلته دا مهمه نده چې دا كار څوك كوي، څوك يې ګټه وړي، څوک ورباندې ځوريږي او څوک ورباندې مړيږي او پړسيږی. مهمه داده چې كه دا اټكل سم وخيږي چې ملګري ملتونه نه غواړي چې دا كښت دی ختم شي، دننه او بهر لوی لاسونه او حكومتونه په دی كې دخيل وي، د بلي خوا ځيني هيوادونه او واكمنان غواړي چې دا مضر كښت له منځه ولاړ شي، نو دا يقيني او معلومه خبره ده چې داد افغانستان او افغانانو لپاره يوه غټه مغلقه ستونزه ده، كرل يې هم ګران کاردی بنديدل يې هم ورته ګران او مشکل کاردی))
دښاغلي ضعیف صاحب کتاب د نتیجه تر عنوان لاندې چې د ۱۲۸-۱۴۳ مخونوکې لیکل شویده پای ته رسیږي. د بنسټیزو ستونزو د حل لاري کتاب چې ګټور معلومات او د پورته ذکرشوو ستونزو حل لاري پکې ښودل شویدی لوستل یې سړې ته نوې معلومات ورپه برخه کوې.
پای
No related posts.

9 تبصره ها
مولوی صاحب ضعیف داسلامی امارت مخګښی غړی ډیر په زړه پوری او له پند نه ډګ کتاب لیکلی الله ده او ددی ملت اوسنی معارف او دلوړو زده کوړو چارواکو ته همت ورکړی تر څو چی دا کوم پیداشوی او یا هم ددریمګړی په واسطه مسلط شوی واټن دښونځی او مدرسه په مینځ کښی له مینځه ویسی تر څو ټول افغانان وکولای شی په ارام او اسلامی روحیه تربیه او ددی زوریدلی او کړیدلی ټولنی ته دخدمت مصدر ورګرځی له ټولو نه مهم ټکی چی یو اسلامی او کلتوری منظمه جامه د شاکردانو لپاره دایو ډیر تریخ حقیقت دی چی نن سبا په مکاتبو کښی زدکوونکی په دی باندی مجبورول کیړی چی دوی دغرب کلتور خوښ او هغه دخپل جامعه یو اصل ورګرځوی ددی باید جدی مخنیوی وشی ترڅو وکولای شوی دپردیو کلتوری یرغل مخه مو نیولی وی هر څه چی وی باید افغانی اسلامی وی نه غربی او یا هم دکوم بل هیواد کلتور او بله مهم خبره دا چی اسلامی زدکړی باید حتمی شکل پیداکړی هر افغان ماشوم چی له دولسمه نه فارغیږی هغه باید په اسلامی او افغانی روحیی سمبال وی نه داچی غربی یا دپخوانیو قراینو نماینده دا ښه خبره ده چی یو مولوی صاحب دکمپیوټر او عصر لوست وکړی خو دا هم ضرور ده چی یو انجینر ، ډاکتر ، ادیب او داسی نور دی هم باید اسلامی زدکړی ولری ترڅو دعصر ځواب تر څنګ اسلامی ځواب هم ولری الله دی مولی صاحب ته اجر ورکړی تر څو ددی کتاب په شان نور اثز هم دکرانو هیوادوالو په چوپړ کښی کیږدی ترڅو له دی څخه دازوریدلی ملت په پوره معنی سره کټه پورته کړی دیو اسلامی او افغانی پیاوړی نظام په هیله
عقل اوغان دیر میایه!
ملا ضعیف هم چې اوس بیکاره شو، یا یې په سر وخوړل او د نورو قومونو پرمختګ یې ولید نو ده ته هم د علم او تحصیل د کولو اهمیت ور معلوم شو، کنه تر پرون پورې خو یې د ښځو پرمخ مکتبونه تړلي و، او د هلکانو مکتبونو ته یې هم چندان خیال نه و.
خو بیا هم سر وخت دی، دا چې نن داسې یوه مرجع (د پرونیو تعلیم دوښمنه طالبانو یو فعال) دا خبره کوي او د علم اهمیت ته ګوته نیسي پر خپل ځای لویه خبره ده، خو کاش چې دا خبره او دا کار یې پوره ۱۵ کاله پخوا کړی وی، اوس به یو نسل پوره دده د نظر مطابق ټولنې ته وړاندې شوی وای.
اوس به راشو دده لیکنې او حل لارو ته، دده د حل لارو ډیر ټکي یې ډیر ښه او پرځای دی، مګر د دریم او پنځم ټکی زما لپاره د تشویش وړ دی. هغه داچې په ساینسي څانګو (انجینري، طب، زراعت،….) کې دیني علومو ته د ملا د تیر ځای ورکول هیڅ معنی نلري، کچیرې تاسو یو انجینر د هغه د دیني علم او وړتیا له مخې استخدام کوی بیا له سره یو ملا استخدام کړی نه انجینر. همدا شان طب زراعت او نور مسلکونه. هو، دیني لمړنۍ زده کړې باید تر ۱۲ ټولګي او له هغه وروسته لږ څه په پوهنتون کې هم ترسره شي ښه ده او ضرور ده، ولې د ملا تیر ترې جوړول لیونتوب دی.
بله خبره یې د یونیفورم ده، که یې مطلب پګړی او لنګوټه وي بیا هم ورسره مخالف یم، او که موخه یې د اسلامي شریعت سره تطابق وي بیا ډیر ښه کار دی د تقدیر وړ دی.
خدای د وکړي چې هغه ړانده طالبان د دده روڼ طالب دغه واوري او سر له ننه د مکتبونو سوزول بند کړي، او یا یې په مشروط ډول (د نارینه و بیل او نجونو بیل) اجازه ورکړي.
خدای ته امید لرو
کسات ورور ښه نظر وړاندي کړی دی، زما د معلوماتو لمخې ضعیف صاحب او ملګرو یې دغه کار کړی دی، د افغان ښوونځي په نوم یې د خوشحال مېني په سیمه کې داسې ښوونځی پرانستی چې فارغ یې کولای شې چې انجنیر، طب، حقوق ته ولاړشي او هم کولای شې چې شرعیات او یا اصولو فاکولتي ته ولاړ شي.
که دغه ډول ښوونځیو ته پراختیا ورکول شي او د زده کوونکې دواړه اړتیاوی (دینې او عصري) پکي پوره شي نو د مدرسي او مکتب موضوع به هم حل شي. زما د معلوماتو لمخي ضعیف صاحب او ملګرو یې نوموړی ښوونځی په همدي نیت پرانستی، او زما دهغو وروڼو څخه چې شخصي مکتبونه لری خواهش دی چې افغان ښوونځی وویني او ددوی له دغه ډول نصاب څخه استفاده وکړی. به په زړه پوري خبره داده چې افغان ښوونځی د نجونو ځانګړي څانګه لری چې استاذاني او مستخدمیني او ټوله عمله یې ښځینه دی او ځانګړی ودانئ لری.
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته.
الله با ك دې مولوى صاحب ضعيف ته تو فيق ور كړي چې زمونږ د ټولنې د مهمو مشکلاتو په راڅپړلو او د حل په لارو او چارو نور كتا بو نه هم وليكي .
او د اصلاح انلاين څخه هم په ډير درناوي غوښتنه کوم چې زمونږ په ټولنه کې ددې او نورو بنسټیزو ستونزو په راڅپړلو ، د حل لارو پيداکولو او د عوامو او چارواکو ترغوږونو په رسولو کې د يوه بامسئو ليته ويب پاڼې په ډول کار وکړي. ترڅو زمونږ ټولنه د ټولو مشکلاتو څخه خلاصه، پاکه او يوه اسلامي او پرمختللي ټولنه ترېنه جوړه شي.
ضعيف صيب جالبه موضوع راپورته کړې. که پر دې موضوع لږ نو غور هم وشي نو د مدرسې او مکتب تر منځ واټن پر دې هم له منځه ځي چې دواړ يو شي. ټول کوچنيان دې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې يو نصاب چې ژبه، حساب، فقه، عقايد او نور راونغاړي ولولي. له شپږم ټولګی ور هاخوا دې تعليمي سيستم په څانګو وويشل شي. يوه څانګه دې پر دينې مضامينو تمرکز وکړي خو په څنګ کې دې د ضرورت وړ ساينسي مضامين ولري. د دې څانګې زده کوونکې به په راتلونکې کې په اسلامياتو (فقه، شرعيات، حديث) کې خپلې لوړې زده کړې پر مخ بيايي. بله څانګه دې پر ادبياتو تمرکز وکړي، پدې څانګه کې دې ژبه ښه ولوستل شي، خو ورسره دې نور مضامين د اړتيا تر کچې ولوستل شي، بله څانګه دې پر فزيک او رياضياتو راوڅرخي چې د انجنيرۍ لپاره زده کوونکي وروزي، او د دې ورته نورې څانګې….
له دې سره به له يوې خوا د مدرسې او ښوونځې بېلوالۍ له منځه لاړ شي او بلې خوا به په هېواد کې هر اړخيزه وده رامنځته شي. و ما علينا الی البلاغ
کسات وروره تخصیصي څانګې دې ډیر وختي ورته بیلې کړیدي، په شپږم ټولګي کې خو بیخي د لیک لوست څرک نه لګي ته یې بیا په تخصصي څانګو سره بیلوې!.
ښه خبره داده چې تر دولسم پورې ښه اسلامي نصاب ولرو، له هغه وروسته هر څوک په خپله څانګه (انجینري، طب، شرعیات، حقوق ….) کې تخصصي زده کړې وکړي.
الله با ك د ضعيف صا حب ته نو ر تو فيق هم ور كري جي دا سي كتا بو نه نو رهم وليكي .
او زما يو شخصي نظر دادي كه محترم ضعيف حاحب د به اسلام ا با د كي خبلي سفارت د دوري خا طري هم زمو نز سره شريكي كري او د با كستا ن هغه دوه مخ او نا روا كره وره او بد نيتو نه بكي انخور كري شه به وي .
به درنا وي
وروره سلام علیکم
هیله کوم په عربو کې اوسې یا کوم بل ملک کې، وروسته لدې حتی سر له ننه د خپل کمپیوټر ته پښتو لیک دړه (کیبورډ) انسټال کړه. یا خپل نظر پداسې ژبه ولیکه چې د هغو خپل حروف او امکانات درسره وي، دلته ډیری خلک په عربي پاړسي او نورو ژبو پوهیږي.
پدې هیله چې خوابدی نه شې
درنښت
الله جل جلاله دی مولوی عبدالسلام ضعیف صاحب ته ډیر زیات عمر ورکی
دمحترم ضعيف صاحب کتاب د ګوانتانامو انخور می په ډیر په غور سره تر پایه کتلی او دامريکایانو ضلمونه يې ښه روښانه کړی
د کتاب د اوو عنوانو معلومیږي چی دا کتاب به هم په زړه پوری وی خکه مهمي ستونزی یې په ګوته کړی دی
خدای دی وکړی چې زموږ مشران د مدرسی او مکتب مشکل ته جدی پاملرنه وکړی