حبيب الله زيار
حبیب الله زیار د حاجي پادشاه زوی د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ د وزیر ټټنګ د کلي اوسیدونکى چې په ۱۹۸۲
کال کې د هجرت په شپو او ورځو کې په کوزه پشتونخوا کې زیږیدلى دى.
په کال ۱۹۹۸ کې د حضرت صدیق اکبر رضى الله عنه د لیسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى. وروسته له فراغت د ننګرهار د ساینس او ټکنالوژۍ په اسلامي پوهنتون کې د عربي ژبې یو کلن پروګرام يې په ۱۹۹۹ کال کې بشپړ کړ او په همدې کال د کانکور د ازموینې له لارې د ننګرهار د صحي علومو انستتیوت ته بریالى شو چې د همدې انستتیوت د طبي ټکنالوژﺉ څخه په ۲۰۰۳ کال کې فارغ شو. له فراغت وروسته بیا پاکستان ته ولاړ او د یو کال په موده کې يې د کمپیوټر، معلوماتي ټکنالوژﺉ او انګلیسي ژبې اوږدمهالې او لنډ مهالې زده کړې تر سره کړې.
له ۲۰۰۴ ميلادي كاله تر اوسه يې د ننګرهار ولايت په بيلا بيلو دفاترو كې دنده تر سره كړې ده. د دندې تر څنګ یې د پاکستان د پرسټن پوهنتون څخه په اقتصاد او محاسبه کې ماسټري د روان کال په مارچ کې بشپړه کړه.
حبیب الله زیار دوه زامن لري، نعمان او عدنان
زیار د لیسې د وخت څخه د مطبوعاتو او رسنیو سره ځانګړي مینه لرله او د ننګر هار ورځپاڼې او مجلې له لارې يې یو څه مضامین خپاره شوي.
له هغه مهاله چی اصلاح انلاین پر لیکه شو، نو زیار ورسره له هماغه لومړي کال همکاري لري چې تر دی دمه په بیلابیلو برخو کې مختلفې دیني، سیاسي او اقتصادي لیکنې او سلایډونه ورته رالیږي.
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.