خلیل الرحمن حنیف

خلیل الرحمن حنیف د قاضي شیرآغا حنیف زوی په ۱۳۵۹هجري لمریز کال چې د (۱۹۸۰) زیږدیز سره سمون خوري د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د نوې ښاره په کلي کې زیږدلی. لمړی زده کړې یې د کلي له ملا پیل بیا په نیږدې ښوونځي کې ترسره کړې.
په کال ۱۹۹۳ کې د عبدالله ابن مسعود د قرآن او تجوید مدرسې ته شامل او په کال ۱۹۹۶ کې یې د قرآن د حفظ او تجوید شهادت نامه ترلاسه کړې.
وروسته له دې د وخت د شرایطو سره سم پیښور ته ستون شو او په کال ۱۹۹۷ کې یې د امام ابوحنیفه په عالي انیستیتیوت کې د زده کړې په موخه داخله واخیسته، چې په کال ۲۰۰۰ زیږدیز کې یې د همدې انیستیتیوت نه د عربي ژبې او دیني علومو غوره دیپلوم ترلاسه کړ.
په کال ۲۰۰۲ کې یې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهځۍ ته د کانکور د آزموینې لارې، لاره پیداکړه، چې په کال ۲۰۰۵ زیږدیز کې یې د همدې پوهنځۍ د فقه او قانون له برخې  ديپلوم ترلاسه کړ.
د تیرو وچکالیو له امله یې له وردګو غزني ته کډه شوی چې له ډیرې مودې را پدې خوا د غزني ولایت د ښار اړوند سیمه کې هستوګن دی.
وروسته له دې چې خپلې لوړې زده کړې یې تر یوه حده بشپړې کړې، د فرهنګ او فرهنګپالنې په بهیر کې د غزني ولایت د فرهنګیانو د ټولنې سره همغږی شو، چې له همدې ځایه یې د ژوند بهیر د ژورنالیزم څپو په مخه کړ، د لمړي ځل لپاره یې څو مسلسلې لیکنې د پیوند په اونیزه کې چې د فرهنګیانو د ټولنې په خوځښت او ملتیا تر یوه وخته چاپیده خپرې شوې.
د شرایطو سره سم په کال ۲۰۰۷ کې د پاملرنې نړیوالې مؤسسې سره په دنده بوخت شو چې تر نن ورځې د ارقامو او معلوماتو او راپور د مدیر په حیث دنده پرمخ بیایي.
خلیل الرحمن حنیف متاهل او د پنځو اولادونو (دری زامنو او دوه لورګانو) څښتن دی.
خليل الرحمن حنيف د ملي ژبو تر څنګ په عربي او انګلیسي ژبه هم روانې خبرې کولی شي، یو کتاب یې په بشپړه توګه له عربي ژبې ژباړلی چې د ختیځ ترکستان د مسلمانو وګړیو تاریخي انځور پکې نغښتی او نوم یې هم (د ترکستان شپې ) دی دا کتاب د ځواکمن ادیب دوکتور نجیب کیلاني ژباړل شوی اثر دی، چې لا تراوسه چاپ شوی نه دی خو د اصلاح آنلاین د کتابتون په برخه کې خپور شوی، او په نظر کې ده چې په نیږدې راتلونکي کې په چاپي بڼه هم ګرانو هیوادوالو ته ورسیږي.
بل کتاب چې اوس اوس تر ژباړې لاندې دی  (مع الأنبیاء فی القرآن) نومیږي چې د ښاغلي عفیف طباره پیاوړی اثر دی او د نبیانو کیسې یې په قرآني او مستنده بڼه پکې انځور کړې، کتاب تر کار لاندې دی چې تمه کیږي په نیږدې راتلونکي کې هغه هم به بشپړه توګه وژباړل شي.
خلیل الرحمن حنیف د ۲۰۰۹ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې له لمړیو را پدېخوا د اصلاح آنلاین سره اړیکې ساتلې، چې په دې ترڅ کې یې په لسګونو دیني، علمي او ادبي مضامین په آنلاین توګه خپلو مسلمانو وروڼو ته مخکې ایښي چې دا لړی لا دوام لري.

No related posts.

Subscribe / Share

د مضمون په اړه خپل نظر وليکئ!

Leave a Reply