په روژه کې دمني خرو ج، زکات او پیچکاري

 

پوښتنه :
جناب محترم مولوی صاحب
لمړی سوال :  زما ورور یو سرای رانیولی دی چی تقریباً (1000000) په لس لکه افغانی رانیولی دی، نوموړی سرای یی د کرایی یا ګروی لپاره رانیولی دی، محترم مولوی صاحب آیا ددغه سرای په قیمت کښی زکات شته او که د سرای په کرایه کښی زکات شته،  لطفا که دا موضوع راته روښانه کړی .
دوهم سوال:  محترم مولوی صاحب کچیری یو څوک له خپلی ښځی سره بازی کوی او شهوت غلبه پر وکړی جنوب شی یا یو مجرد قصداً خپل شهوت راوپاروی او خپل ځان جنوب کړی آیا په دغه دوو مسلو کښی پر نوموړو اشخاصو باندی کفاره شته او که یا، کچیری په دغه مورد لازم معلومات راته راکړی ځکه ډیرو ملګرو په دغه ارتباط پوښتنی راڅخه کړی دی .
دریم سوال:  کچیری یو څوک مریض وی د پیچکاری حکم څه دی (اعضلی پیچکاری) څه حکم لری او (وریدی پیچکاری) څه حکم لری.
ستاسو د جواب په هیله
مننه
عبدالظاهر زاهدی

ځواب :
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:
لومړی : هغه کور او یاهم سرای چې په کرایه ورکول کیږي او یاهم دګروي لپاره وي (پداسې حال کې چې کور یا زراعتي زمکه په ګرو ورکول جواز نه لري که څه هم زمونږ په هیواد کې رواج ده) په هغه زکات نشته او که چیرې ددې لپاره مو ساتلی وي چې خرڅ یې کړئ بیا دهغه سرای پر قیمت که نصاب ته ورسیږي نو بیا پر هغه زکات شته خو دکرایې لپاره چې وي پرهغه زکات نشته ، دجمهور علماؤ په نزد ، که قیمت يې هرڅومره وي ، خو کله چې په کرایه ورکړل شو او بیا دهغه دکرايې پیسې نصاب ته ورسیدې او یا ستاسو له نورو پیسو سره یوځای نصاب ته ورسیدې او کال پرې واوښټ بیا به یې زکات ورکوئ .
دویم : که څوک له خپلې میرمنې (ښځې) سره په نهار (ورځ) د روژې کې لوبې ، ښکلول او داسې نور څه (پرته له جماع څخه وکړي) او مني (اوبه) ترینه خارج شي ، دهغه روژه فاسده ده او که له ښځې هم اوبه په خوند خارجې شي دهغې روژه هم فاسده ده ولې کفاره پرې نشته بلکې یوه روژه قضايي به نیسي او الله ته به توبه اوباسي.
خویوازې دښځې ښکلول او یاهم له هغې سره لوبې کول چې د مني دخارج کیدو ویره نه وي کوم باک نه لری ، له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وایي :
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُقَبِّلُ وَيُبَاشِرُ وَهُوَ صَائِمٌ وَكَانَ أَمْلَكَكُمْ لأرْبِهِ “متفق علیه
[رسول الله صلی الله علیه وسلم به په روژه کې خپلې ښځې ښکلولې او لوبې یې ورسره کولې او هغه له هرچا دخپل شهوت په کنترول کې قوي ؤ]
خو څوک چې دا ویره لري چې ځان نه شي ساتلی او امکان لري جماع وکړي او یا مني ترینه خارج شي نو بیا به له خپلې میرمنې سره لوبې هم په نهار (ورځ) دروژې کې نه کوي .
همدا شان که چا دروژې په ورځ په بله شهواني طریقه (نظر یا استمناء چې دلاس په واسطه خپل شهوت رفع کوي) خپله غریزه پوره کړه او مني ترینه خارج شول ، هغه به هم قضايي راوړي او کفاره پرې نشته ، دجمهور علماؤ په نزد ، خو یوه ستره ګناه یې وکړه او الله جل جلاله ته به توبه اوباسي .
درییم : د ناروغ لپاره پیچکاري که هغه په رګ کې وي او که په غوښه کې جواز لري او روژه پرې نه ماتیږي ، په صحیح قول دعلماؤ سره ، خو که هغه پیچکاري مغذي (دتقویې او خوراک) لپاره وي او انسان پرې قوت اخلي نو هغه بیا روژه ماتوي او قضاء پرې لازمیږي .
والله أعلم.
وبالله التوفيق وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. په روژه کې د دخول نه پرته انزال روژه ماتوي؟
  2. د وخت جهاد ته د زکات ورکول
  3. په روژه کې خوشبويي لګول روا دي؟
  4. په روژه کی د استمنا حکم
  5. حامله يم روژه نشم نيولی څه وکړم؟
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید