د قرآن عظيم الشان د عددي معجزاتو بېلګې

 

 ژباړه: منصف  نورلي 

قران د الله هغه ستر او سپيڅلى،شامل او کامل کتاب دى چې د ژوند ټول اړخونه دربر نيسي او تل  تر تله  به د انسانانو    دژوند  رهنما وى . 

 الله پاک د خپلو ثابتو سنتو په اساس هر امت  ته د هدايت  لپاره يو استازى استولى او دهغه لپاره يې اصول ا و قوانين ورکړي چي بنده ګان ورته راوبلي او دهغې په رڼاکې خپل ژوند  عيار کړي، پيغمبرانو ته به د الله جل جلا له   د کلام د اثبات په خاطر معجزات ورکول کيدل.  قران کريم  د الله پاک وروستىکتاب دى چې په ورستني او اخرني پيغمبر محمد(ص) باندې نازل شويدى. د الله  جل جلا له  دطرف نه راليږل شوي پيغام په حيث بايد هر کتاب دا ثابته کړي چې په واقعيت کې دالله جل جلا له وينا ده او بايد دهر وخت سره خپل ځان دالله جل جلا له دوينا په حيث ثابت کړي . پخوا د معجزاتو زمانه وه ، چې پدې اساس قرانکريم د معجزاتو معجزه ده، ١٤٠٠ کاله مخکي چې کله د ادبياتو زمانه وه قران پدې هکله نړۍ ته چيلينج ورکړ او پدې اساس د نړى  په مخ د عربي ژبې د اوچت ترينو او کامل ترينو ادبياتو اوسرمايې درلودونکې دى.  د ساينس او تکنالوژۍ  ننيو پرمختګونو او واقعيتونو دا ثابته کړې ده چې قران پاک د الله کتاب او وينا ده  چې لدې جملې څخه مونږ دلته صرف د قران عظيم الشان د عددى (Numeric)   معجزاتو مثالونه راوړو. 

لغت مانا د تکرار اندازه

الدنيا

دنيا

١١٥

الاخرت

اخرت

١١٥

الملايکه

ملايکه

٨٨

الشيطان

شيطان

٨٨

الحيات

ژوند

١٤٥

الموت

مرګ

١٤٥

الرجل

سړى

٢٤

المراة

ښځه

٢٤

الشهر

مياشت

١٢

اليوم

ورځ

٣٦٥

البحر

سيند

٣٢

البر

وچه

١٣

 
 
 

 

که چيرته دسيند او وچي ټول کلمات جمع کړو مجموعه يې  ٤٥کيږي.اوس که مونږه ساده محاسبه وکړو: ٣٢\٤٥×١٠٠=٧١٫١١١١١١١١١١١١١ نتيجه يې ٧١٫١١١١١١١١١١١١١ کيږي چې د سيندونه اندازه ده.  او١٣\٤٥×١٠٠=٢٨٫٨٨٨٨٨٨٨٨٨٨٩   نتيجه يي ٢٨٫٨٨٨٨٨٨٨٨٨٨٩ ده چې د وچې ټول اندازه ٨٨٨٨٨٨٨٨٨٨٩ .٢٨کيږي. د پورتنۍ ساده محاسبې څخه پوهيږو چې د وچې او بحر فيصدي په نړۍ کې همدومره ده.  دقرانکريم بله معجزه داده چې  هيڅکله به انسان د قران پاک  علم مکمل زده نکړي ،الله پاک  فرمايي: هيڅوک د قران د کلماتو قيمت نه شى پوره کولاى دا د خالق کلام دي . داد هداياتو  خزانه ده د هغه چا لپاره چې غواړى په دنيا اواخرت کې کامياب شى . 

د قران د عددي معجزاتو نمونې:

په قران کې د تکراد اندازه

معنى

لغات

١١٥ دنيا الدنيا
١١٥ اخرت الاخرت
٨٨ ملايکه الملايکه
٨٨ شيطانان الشياطين
١٤٥ ژوند الحيات
١٤٥ مرگ الموت
٥٠ گټه النفع
٥٠ تاوان الفساد
٣٦٨ خلک الناس
٣٦٨ پيغمبر الرسول
١١ شيطان الشيطان
١١ پناه د شيطان څخه الاستعاذه
٧٥ مصيبت المصيبه
٧٥ شکر الشکر
٧٣ خيرات الا نفاق
٧٣ قناعت القناعت
٤١ مسلمانان المسلمون
٤١ جهاد الجهاد
٦٠ جادو السحر
٦٠ برکات البرکات
٤٩ عقل العقل
٤٩ رڼا النور
٢٥ ژبه لسان
٢٥ نصيحت وعظ
١٦ جهر (په ښکاره سره) الجهر
١٦ جهر علنى
١١٤ سخته اشده
١٤٤ بردباره الصبر
٤ محمد محمد
٤ شريعت الشريعت
٢٤ سړى الرجل
٢٤ ښځه  النساء
١٢ مياشت الشهر
٣٦٥ ورځ  اليوم
٣٢ لمده البحر
١٣ وچه الالبر 

          

د بحر کلمه په قران کې ٣٢ ځله ذکر شوې او د وچې کلمه په قران کې ١٣ ځله ذکر شوې که جمع يې کړو نو ٤٥ کيږي  اوس يې فيصدي پيداکوو:٣٢\٤٥×١٠٠=٧١٫١١١١١١١١١١١١١او١٣\٤٥×١٠٠=٢٨٫٨٨٨٨٨٨٨٨٨٨٩   الله پاک په قران کې ١٤٠٠ کاله مخکې فرمايلي چې د اوبو  اندزه                                  ٧١٫١١١١١١١١١١١١١  ده ، او د وچې  اندازه  ٢٨٫٨٨٨٨٨٨٨٨٨٨٩ ده چې د دواړو مجموعه  %١٠٠ کيږي چې دا په ځمکه باندې د اوبو او وچې حقيقي اندازه ده .

نو څه فکر کوۍ چې ايا دابه تصادفي وي؟

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

2 تبصره ها

  1. Anonymous says:

    د د لوی الله (ج) د حکمتونو یوه بیلگه ده او د ی ته ورته په زرگونو داسی نوری هم شته چی یا بشر تر اوسه پری نه پوهیژی او یا هم په هغی باندی د پوهیدو په لاره کی دی او کله هم د الله کره تصادفی او اتفاقی نه دی.

  2. Anonymous says:

    هیسکله هم دا ارقام تصادفی نشی کیدای او دا موژ ته روشانه کوی چی دا کتاب یوه داسی معجره ده چی د لوی خدای جل جلاله له خوا لیژل شوی ده.
    دا چی زنی دا گمان کوی چی دا کتاب د الله د خوا نه بلکه د بشر له خوا نه جور شوی یو کتاب دی، بلکل صحیح خبره نده او د دی ارقامو له مخی هم د دی کتاب حقانیت ثابتیژی چی دا واقعاً د خدای جل جلاله کتاب دی.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید