رمضان د بيرته ګرځيدنې او توبې مياشت

 

ليکنه: دکتور عائض القرنی
ژباړه: خاکسار (وقار)

الحمد لله و الصلاة و السلام علی رسول الله و علی آله و صحبه و بعد:
پدغه مبارکه مياشت کې چې انسان تر ټوله ستره لاسته راوړنه لري هغه توبه، د خپل رب لورته ګرځيدنه او د نفس محاسبه ده.
د توبې دراوزې پرانستې دي، الهي پيرزوينې را اوري او ستر فضل يې هر سهار او ماښام زمونږ تر خوا دی، خو آيا شته داسې څوک د الله پرلور ګرځيدونکی، او د الهي مغفرت غوښتونکی؟
الله (ج) فرمايي:
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر : ۵۳)
ژباړه: (ای پيغمبره!) هغو بندګانو ته مې ووايه کومو کسانو چې پر خپلو ځانونو تيری کړی دی، چې د  الله له رحمت نه مه ناهيلي کيږئ، په يقيني ډول الله ټولې ګناوې بخښي، هغه بخښونکی او مهربان دی.
دا مياشت د توبې او بخښنې دفصل په څير ده، د تيريدنې او بيرته ګرځيدنې مياشت ده او تر ټولو نورو وختونو غوره او ارزښتمن وخت دی.
حضرت محمد (ص) فرمايي:
(الله (ج) خپل بلاکيف لاس د شپې لخوا غزوي چې د ورځې ګناهګار توبه وباسي او د ورځې لخوا يې غزوي تر څو د شپې ګناهګار توبه وباسي تر هغه پورې لمر له لويديځ څخه نه وي راختلی. [د امام مسلم نيشاپوري په روايت]
موږ ډير بد کړي خو د هغه تيريدنه لدې هم ډيره ده، زمونږ ګناهونه ستر دي خو د هغه رحمت ترې ډير ستر ، زمونږ خطاوې لويې دي خو د هغه بخښنه تر دې هم لويه.
الله (ج) فرمايي:
إِذْ تُصْعِدُونَ وَلاَ تَلْوُونَ عَلَى أحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمَّاً بِغَمٍّ لِّكَيْلاَ تَحْزَنُواْ عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلاَ مَا أَصَابَكُمْ وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ( ال عمران : ۱۵۳)
ژباړه: در په زړه کړئ هغه وخت چې تاسې به تيښته ځغليدئ، هيچاته مو بېرته د کتلو قدرې پام نه ؤ ، او پيغمبر (ص) له شا درپسې تاسې ته نارې وهلې په هغه وخت کې ستاسې ددې چارچلن بدله خدای دا درکړه چې تاسې يې د غم د پاسه پر غم اخته کړئ تر څو د راتلونکي لپاره دا درس واخلئ چې که څه شی ستاسې له لاسه ووځي يا کوم تکليف درته ورسيږي چې پر هغه خپه نشئ، الله ستاسې د ټولو کړنو څخه خبر دی.
بل ځای فرمايي:
وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ (ال عمران : ۱۳۵)
ژباړه: او کوم کسان چې داسې دي چې کله کومه د شرم ناروا چاره ورڅخه صادريږي يا کله د کومې ګناه په کولو هغوی پر خپل ځان تيری کوي، نو ورسره جوخت الله ورياديږی، او له هغه څخه هغوی د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي، ځکه چې له الله څخه پرته بل څوک دی چې ګناهونه وبخښلی شي؟ او هغوی له پوهې او ادراک سره په خپلو کړنو ټينګار نه کوي.
ګورئ! ټينګار يې ونکړ، پر ګناه کولو يې هميشه والی او مداومت ونکړ، سهوه يې وکړه خو د الله (ج) پر وړاندې يې پرې اعتراف وکړ، ګناه يې وکړه خو بخښنه يې وغوښته، بد يې وکړل خو پښيمانه شو، هماغه وو چې الله (ج) هم ورته بخښنه وکړه.
حضرت محمد (ص) فرمايي:
( د هغه چا پوزه دې په خاورو شي چې رمضان بيامومي او الله (ج) ورته بخښنه ونکړي) [د ترمذی او حاکم په روايت سره]
رمضان هغه فرصت ده چې بياځلي نه تکراريږي او داسې يو چانس ده چې هر وخت کې نه وي، نو آيا شته داسې څوک چې لدې زرينې موکې څخه ګټه پورته کړي؟؟
د کال ګناهونه، د کلونو ګناهونه او ټول ګناهونه په دغه مبارکه مياشت کې بخښل کيږي خو چې له کبيره ګناهونو ځان وساتي او خپل رب ته رښتينی اوسي.

په يو قدسی حديث کې الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته فرمايي:
(ای زما بندګانو! تاسې شپه او ورځ ګناه وکړی او زه ټول ګناهونه بخښم، نو له ما څخه د بخښنې غوښتنه وکړی تر څو مو وبخښم.) [د امام مسلم په روايت سره]
په يو بل قدسي حديث کې الله (ج) فرمايي:
( ای د آدم زويه! تا زه ياد نکړم او ما پورې دې هيلې ونه تړلې مګر هر هغه څه دې چې کړي ول ما وبخښل، ستا د ګناهونو شمېر ماته مهم نده) [رواه الترمذی]
ډيرو زمونږ همزولو او نورو وړو زړو تير رمضان له مونږ سره يو ځای روژه ونيوله ، ډيره موده لا نه وه اوښتې چې د خپل رب پر لور ولاړل او لدې دنيا څخه يې سترګې پټې کړې، خو مونږه تر دې رمضانه دغه ده راورسيدو، آيا ته څه فکر کوې چې بل رمضان به ژوندی يې؟
ګرانه وروره، درنې خورې! پوهيږې چې:
الله (ج) ته د اعمالو د قبلولو او د ګناهونو د بخښلو لپاره دوه معيارونه شته دي، لومړی په توبه کې رښتينولي او دويم پښيماني او بيرته ګناه ته نه ورګرځيدل.
وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ( الشورا: ۲۵)
ژباړه: الله هماغه ذات دی چې له خپلو بندګانو څخه توبه قبلوي او له ګناهونو څخه تيريږي، پداسې حال کې چې ستاسې ټولې کړنې هغه ته معلومي دي.
که څوک په رمضان کې توبه نه کوي نو څه وخت به يې کوي؟ او څوک چې پدغه مياشت کې د الله پرلور نه ورګرځي نو کله به ورګرځي؟
ځيني کسان بيا په رمضان کې ښه او سم روان وي خو چې رمضان څنګه پای ته ورسيده خپل پخواني حالت ته وروګرځي، څه يې چې په رمضان کې کړي وي وران يې کړي، کوم تړونونه چې يې له الله سره کړي وي تر پښو لاندې يې کړي او خپل ټول عمر همداسې په جوړولو او ويجاړولو کې تيروي…
پخواني د الله نيک بندګان به د رمضان پای ته رسيدو ته خپه وو او پر تيريدو به يې ژړل، دا ځکه چې زړونه يې همداسې پاک او د رب پر لور ورګرځيدونکي وو…

نورې دا ډول ليکنې:

  1. د رمضان هر اړخيز ارزښت
  2. د رمضان روژه: تاريخ او حكم يې
  3. رمضان ماه خيزش و سازندگي
  4. کار با سرمایه‌ی رمضان
  5. مسلمانان په رمضان کې!
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید