Home » ساينس او روغتيا »
د Desktop پرښي کلیک مينو کې دControl Panel اضافه کول
ژباړه: خاکسار “وقار”
د ویندوز له ډیرو مهمو برخو څخه چی د کمپیوتر کار کوونکي ورسره ډير زیات کاراو بار لري، دControl panel ساحه ده.
د control panel په وسیله کولای شو چې د ویندوز زړه په لاس کې ولرو او هر ډول تنظیمات پکې تر سره كړو.
دا ځل یوه داسې عملیه تاسې ته در معرفي کوو چې د هغې په كارولو سره په ډیر چټك ډول سره یعنې یوازې د desktop په مینو د یو ښې کلیک له لارې control panel ته داخل شو.
د یادونې وړ ده چې دا عملیه یوازې په ویستا ویندوز کې د اجرا وړ ده.
د دی کار لپاره:
• له start مینو نه run ته ولاړشئ.
• هلته regedit ولیکئ او د enter کلید ته زور ورکړئ تر څو د راجستري پاڼه خلاصه شي
• تردې وروسته اوس لاندې مسیر ته ورشئ
HKEY_CLASSES_ROOT\Directory\Background\shell
• پر shell ښی کلیک وکړئ او New>Key انتخاب کړئ، نوم یی control panel ولیکئ.
• اوس پر control panel ښی کلیک وکړئ او بیا ځلی New>key انتخاب کړئ.
• دا ځل یې نوم command کیږدئ.
• اوس command انتخاب کړئ او د صفحې په بلې خواکې پر default باندې دوه ځله کلیک وکړئ.
• په خلاصه شوې پاڼه کې د value په برخه کې لاندې عبارت ولیکئ او ok یې کړئ.
rundll32.exe shell32.dll,Control_RunDLL
اوس نو control panel ستاسې د سیستم په دسکتاپ باندې د ښي کلیک پاڼه کې را پیداشوې دي.
No related posts.

1 تبصره ها
سلام
میشود خواهش کنم ترجمه دری این مطلب جالب را هم نشر کنید…
تشکر