Home » جوانان » د مهارتونو وده »
د مطالعې لپاره شل زرينې کرښې
ژباړه: وحيدالله بهرام*
دا هغه جملې دي چې په وار وار مو ويلې او يا مو هم له نورو څخه اوريدلې دي، ( د كتاب د لوستلو حوصله نلرم) (ستړى شوى يم) (دوه كرته مې ولوست، خو بيا مې هم زده نكړ) او…
ايا د زدكړې لپاره واقعاً لازمه ده چې يو مطلب په لس ګونو كرته ولوستل شي او په پرلپسې توګه تكرار شي؟ كه داسې وي نو ايا مطالعه واقعاً يو ستونزمن چار دى؟
زدكړه او مطالعه يو له بل سره جوختې اړيكې لري، د خپلې زدكړې د كچې د اچتولو په موخه لازمه ده چې اغيزمنه مطالعه وكړو. هيره د نشي چې مطالعه بيلابيل ډولونه لري، چې د موخې پربنسټ مطالعه ټاكل كيږي: لكه تفريحي مطالعه، زدكړيزه مطالعه، څيړنيزه مطالعه او …
د دې لپاره چې له مطالعې نه مو زياته ګټه اخيستې وي، لاندې ټكي په ياد ولرئ.
1. د مطالعې لپاره مهالويش جوړكړئ او په خپل مهالويش باندې ټينګ واوسئ.
2. د هر مطلب د مطالعې لپاره وخت وټاكئ، دغه ټاكنه تاسې په خپلو چارو كې ګړندي كوي.
3. د مطالعې لپاره ټاكلى اطاق چې د مناسبې رڼا او هوا لرونكى وي غوره كړئ
4. په عامه توګه د شپې ناوخته او سهار وختي ښه مطالعه كيږي، خو بيا هم دا په مطالعه كوونكي پورې اړه لري چې كوم وخت د ده لپاره مناسب دى.
5. هر مطلب مو چې حافظې ته سپارلو وروسته تر هغې بايد (۱۰) دقيقې دمه وكړئ.
6. يو بل ته ورته موضوعګانې پرلپسې مه لولئ.
7. پدې موخه چې مغز مو ښه كار وكړي، بايد خوب مو كم نكړئ.
8. مناسب خواړه وخورئ، په ياد ولرئ چې مخكې له مطالعې بايد له غوړو او درندو خوړو نه ځان وساتل شي.
9. په مينه او انګيزه سره مطالعه وكړئ نه په جبري ډول.
10. په ځان باور ولرئ او دغه جمله تل د خپل ځان سره تكرار وى.( زه كولاى شم)
11. په تمرين سره خپله حافظه پياوړې كړئ.
12. د مطالعې له مهمو توكو څخه قلم دى. ( تل د ځان سره ياداشت اخلئ)
13. بس ده چې هر درس يو ځل، مګر په دقيقه توګه ولولى. ( ښه ولولى نه زيات)
14. درسونه په منظمو فصلونو كې په پرلپسې ډول تكرار كړئ.
15. كومه موضوع مو چې مطالعه كوله په ښه پاملرنه سره يې مطالعه كوئ، او له ذهني ناارامتيا نه ځانونه وساتى.
16. پداسې توګه مطالعه وكړئ لكه چې د خپل ګران ملګري سره خبرې كوى.
17. له ياده ونه باسئ چې په درس بايد ځانونه پوه كړو، نه دا چې حفظ يې كړو.
18. كله چې خوشحاله وى او ذهن مو ارامه وو مطالعه وكړى، او كله چې ستړي شوى مطالعه بس كړئ.
19. د خپلې پوهې پربنسټ مهم ټكي په نښه كوى.
20. پر ځان اعتماد او د كاميابۍ هيله تاسې ته قوت دركوي ترڅو په ښه توګه مطالعه وكړى..
وحيد الله بهرام د كابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځۍ محصل او په كابل كې د اصلاح آنلاين همكار دى.
No related posts.

7 تبصره ها
مننه بهرام صاحب.
پاتې دې نه وي چې د استاد محمد نعیم جلیلي کتاب (د زده کړې او ازموینې لار ښود) په دې هکله ډېرګټور دی او ورونه کولای شئ له اصلاح افکار څخه یې تر لاسه کړي.
مننه. الله دي اجر درکی
السلام عليكم
وروره زياته مننه چي مهم موضوع دي ذكركري ده الله دي وكي چي پري عمل وكو
asalamu alaikum
thank u very much
برادر عزیزم
بسیار مضمون دلچسپ میباشد بخاطریکه اکثریت جوانان جامعه ما مطالعه را ترک نموده کوشش کنید که دیگر هم جوانان را برای مطالعه تشویق کنید
بسیار مطلبی زیباومفید، امروزه اکثریت جوانان به مطالعه متاسفانه علاقه مندی نداردن چنین مطالب میتواند که جوانان مارا به مطالعه تشویق کند.
جلالی
د عنوان په اړه:
که د کلیانې پر ځای کرښې لیکل شوي وای ښه به وو.
ښکلی مطلب دی الله دې اجر درکړي.
مننه