حضرت بهار
حضرت محمد بهار ۲۳ درويشت کاله وړاندې، افغانستان باندې د روسي يرغل پر مهال د پاکستان د کرمې ايجنسۍ په اژغرو نومې سيمه کې زيږيدلی. اوسمهال د خوست ولايت يعقوبيو ولسوالۍ کې اوسيږي
.
لومړنی زده کړې يې د يعقوبيو په عالي ليسه کې شروع او په ۱۳۸۳ کال کې يې له همدې ليسې څخه د دولسم ټولګي شهادت نامه واخسته. په ۱۹۸۳ کال کې په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون ژورناليزم پوهنځي کې شامل او په ۱۳۸۶ کال کې يې دغه پوهنځي په برياليتوب سره سرته ورسوه. ددې ترڅنګ په انګليسي او دري ژبو هم روانې خبري کولای شي.
له فراغت وروسته د ايرين راډيو سيمه ايز خبريال او د دې ترڅنګ يې په سيمه کې د پيکټ راډيو سيمه ايز مسؤل په توګه کار پيل کړ. يو کال يې دغه کارونه پر مخ يووړل او اوس د شيخ زايد پوهنتون په ژورناليزم پوهنځي کې د نامزد پوهيالي استاد پوه توګه کار کوي.
د يو کال راهيسي د اصلاح انلاين سره د همکار په صفت کار کوي. ډير وخت له انګليسي ژبې څخه پښتو ژبې ته ژباړې کوي.
No related posts.

6 تبصره ها
يره رسا صاحب په خوله دې برك شه
ځان ته مې ډير وخندل چې تر اوسه مې پرې سر خلاص نه شو او څو څو ځله مې هم لوستي وو
ما خو لا څه كوې چې د بهار او اصلاح آنلاين والا هم پام ندى
خو زما پام يو بل شي ته شو هغه دا چې ته راته ځوان ښكاريدې نو هغه چې ستا اتلس كلن ملګري دى او اوس هغه يو سل او شپږ ويشت كلن راوخوت نو ته هم يو سل او اووه ويشت كلن سپين ږيرى يې
ها ها ها ها
حامد صیب
بهار زما نږدې انډیوال دی ۱۸ کاله مو یوځای سره تیر کړی خو خدای اوس سره لیری کړی یو زه چرته او بهار چرته
ګرانه بهار په ۱۹۸۳ کال پیدا شوی خو د لیکلی دی چی ۱۸۸۳ او نو ته وګوره چی څو کلن کیږی یانی په نوولس سوه دری اتیا کي پیدا شوی او ده دلته لیکلی چی په اتلس سوه دری اتیا کې پیدا شوی یم نو ۱۲۶ کلن نه شو او په نړۍ کې تر اوسه دومره زوړ سړی شه؟
هیله ده چی سر به دی پری خلاص شوی وی کنه بیا نور په واضحو ټکو کی درته وایم
ياره رسا صاحب زما خو بيا هم سر پرې خلاص نه شو
نو پدې معرفي كې د سپين ږيري توب څه دي
هسي يې په خپله ژبه راته ووايه
دا د كاروان صاحب شعرونه پريږده
او هسي حاشيه روي مه كوه
هيله ده چې ځواب راكړې
مننه
سلام حامد جان
کاروان صیب وایی: خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه
پوی به شې او لوي به شې چې سترګې د یار څه مانا؟
چوپ شمه که ووایم چې دنګه یاره تا ښایم
خلک راته وایی چې کاروانه چنار څه مانا؟
خواږه د بهار صیب ژوند لیک سم ولوله په خپله به پوه شې چې …… او ولې
ستاسو رسا
ښاغلى رسا صاحب پوه نه شوو چې څنګه بهار د نړى زوړ سړى دى؟
كيداى شي وضاحت وكړې؟
Asalamulikum wr wb
Dear Bahar Borther Congratulation! Noble prize must be given to you cuz u have become the oldest man of the world,isnt it?