بهر ميشت افغان محصلين او روژه !
مسجد ته د كم عمر ماشومان د تراويح لمانځه لپاره راځي، خو زموږ ماسټران يې د وخت ضياع بولي او پدې توګه د تراويح له كولو ځان خلاصوي
محمد مدثر اسلامي*
د نړۍ په ټولو هېوادونو كې د روژې مباركې مياشتې په رارسېدو سره، مسلمانان ځانګړي ترتيبات نيسي. په عمومي ډول مسجدونه له لمونځ كوونكو ډكيږي، خيراتونه او صدقات تر پخوا ډېرېږي او تر ډېره حده هر څوك كوښښ كوي چې د خير په كارونو كې برخه واخلي.
ريښتيا خو دا ده چې ياد شوي لنډ مهاله بدلونونه د روژې له اهدافو او غوښتنو سره څنګ نه لګوي، ځكه د رمضان د مياشتې روژې د فرضېدو فلسفه او حكمت په مسلمان كې د الله جل جلاله څخه وېره (تقوا) پيدا كول دي. روژه له انسان نه غواړي څو په ټول ژوند كې د الله جل جلاله اوامر په سر سترګو ومني او د عملي كولو ممكنه هڅه يې وكړي او د الله جل جلاله له لوري له منع شويو څيزونو (نواهي) څخه ځان وژغوري. سره له دې چې د مسلمانانو تر منځ نوموړي بدلونونه – چې د روژې په مياشت پورې محدود دي- د روژې له اهدافو سره سر نه خوري، په خپل ځاي كې يو نېك كار ګڼل كېداى شي.
د حيدر اّباد ښار په هره سيمه يو يا دوه مسجدونه شته، خو بيا هم ګڼ شمېر افغان محصلين د درس ويلو په بهانه په مسجد كې لمونځ نه كوي. تر دې ډېر ځورونكى خبر لا دا دى چې له هغوى څخه ځينې له سره لمونځ نه كوي. يو څوك چې زه يې له نږدې پېژنم په تنه غټ پټ دى، هره ورځ د لامبو كولو لپاره ډېر لرې ډنډ (حوض) ته ځي چېرته چې هلكان او نجونې په يوه ډنډ كې د لامبو وهلو تمرين كوي، خو كله يې چې د لمانځه لپاره مسجد ته تلو راوبولم بيا څټ كوږ كړي او په يوه پلمه ځان ايسار كړي.
زړه مې پاك دى، روژه نه نيسم !
د روژې د مياشتې په رابره كېدو مې ګومان كاوه چې زما په ملګرو كې به هم څه بدلون ښكاره شي، خو زما د هيلو خلاف كار وشو. د روژې په دويمه ورځ يو روغ رمټ ځوان چې په هند كې د ماسټري دورې محصل دى په ښكاره ټولو ته وويل چې روژه نه نيسي. په حيرانتيا مې ترې د لامل پوښتنه وكړه ، هغه په ځواب كې راته وويل چې ناروغ يم ، نوموړى پداسې حال كې د ناروغۍ په پلمه روژه خوري چې هره ورځ څو ساعتونه د بدن جوړولو تمرين كوي ، نوموړى د دې ترڅنګ چې ناروغي پلمه كوي زياتوي چې روژه پرته له دې چې كوم ديني اساس او بنسټ ولري ، ډېر يوه كلتوري جشن ته ورته ده، چې لمانځل او نه لمانځل يې په خپله شخص پورې اړه لري. حال دا چې په قراّن كريم كې د روژې د فرضيت په اړه صريح حكم راغلى دى.
(يا ايها الذين امنو كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون) البقره183 .
دې ته ورته پېښه هغه مهال وشوه كله چې له يوه ملګري سره د جمعې لمانځه لپاره مسجد ته روان وم، ناڅاپه مې ملګري د لارې په سر د يوې وړوكې غرفې شاته سګرټ په لاس ولاړ يوه ځوان ته له لرې سلام وكړ. بيا هغه مخكې راغى او له موږ سره يې په لاس ستړي مشي وكړه. ملګري مې د سګرټ په ليدو ترې وپوښتل چې روژه نه نيسي. هغه وويل چې ناروغ دى او زياته يې كړه “خدا مهيربانست، مره ميبخشه”. وروسته زما د پوښتنې په ځواب كې ملګري راته وويل چې نوموړى افغان و. دا ځوان هم په بدن كې له پخوانيو دوو كم نه و.
د تراويح خو له چا سره غم نشته، هغه خو په اصطلاح لا ډېر وخت ضايع كوي! او بيا هغه خو سنت دي كه چا وكړه كور يې ودان او كه چا ونكړه دوه ځله يې كور ودان!
مسجد ته د كم عمر ماشومان د تراويح لمانځه لپاره راځي، خو زموږ ماسټران يې د وخت ضياع بولي او پدې توګه د تراويح له كولو ځان خلاصوي.
حيدر اّباد د هند د نورو ښارونو په پرتله د ډېرو مسلمانانو ځاى دى. پدې ښار كې زمونږ د هېواد د محصلينو دا حال دى په نورو ښارونو كې – چې مسلمانان پكې لږ دي او اسلامي مناسك په اجتماعي ډول نه ترسره كېږي- د افغان محصلينو حال الله ته ښه معلوم دى.
دا او څو نورې بېلګې يواځې د هغو كسانو دي چې سږكال له افغانستان څخه دې هېواد ته راغلي دي او زه ورسره اشنايي لرم، نور چې زه يې نه پېژنم او يا له موږ پخوا راغلي دي د هغوى كارنامې لا ناليكلې پاتې دي.
ياد شوي محصلين ولس سره په مرسته شويو پيسو په بهر هېوادونو كې پدې هيله زده كړه كوي چې په راتلونكي كې هېواد ته پرمختيا، ارامي او سوكالي راولي.
علمي كچه يې هم د ستايلو وړ ده !
زه خو وايم تندر دې په دغه پرمختګ ولګېږي چې د داسې خلكو په لاس هېواد ته راځي. دې محصلينو ډېرى شمېر په خپلو اړوندو تحصيلى څانګو كې وروسته پاتې او په هېڅ حساب دي. له انګليسى ژبې سره اشنايي- چې په نوموړو بورسونو كې د برياليتوب يواځينى شرط شمېرل كېږي- په نوموړو محصلينو كې د صفر په كچه ده. دا چې څنګه په بورسونو كې بريالي شوي هغه پوښتنه ده چې د لوړو زده كړو له وزارت يې بايد پوښتنه وشي. له داسې خلكو به په راتلونكي كې كړېدلى او ربړېدلى ولس څه هيله وكړي! د يادونې وړ ده چې د دې ډول محصلينو ډېرى د دې كار دليل دا ګڼي چې زړونه يې پاك دي همدا ورته بس دى، الله پاك يې بښي.
خو د الله پاك بنده ګان هم كم ندي !
له دې ټولو سره سره ډېر شمېر د پاك او سالم اسلامي فكر او احساس لرونكي ځوانان هم شته چې په ليدو يې د سړي زړه تازه كېږي، چې لله الحمد شمېر يې له پخوا يادو شوو بې كاره ځوانانو ډېر دى او پله يې پرې درنه ده.
په پاى كې له تاسې ټولو غواړم چې د زړه له كومې لومړۍ ډلې ته د هدايت او وروستۍ ډلې ته د لا ډېر توفيق او نېك او خالص عمل دعا وكړئ او د رمضان د مياشتې په ځانګړو دعاوو كې مو له هېواده لرې مساپر بچي او وروڼه هېر نه كړئ .
*محمد مدثر اسلامي د هند په حيدر اباد کې د اصلاح انلاين همکار او د ماسترۍ محصل دی.
No related posts.

7 تبصره ها
اسلامي صاحب السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
وروره دا وروستۍ غوښتنه دې پداسې انداز کې کړېده چې د زړه کاڼیز دیوال یې راونړاوه.
وروره حتماً به مو په دعاوو کې یادوو، هیڅکله مو له یاده نه وی وتلي او نه اوځۍ
خو ګوره ګرانه!
خپل میشت ورور مو هم پدې مساپرو ځانګړو رمضاني دعاوو کې هیر نه کړۍ
الله مو بریالي لره
لومړۍ د اصلاح انلاین ایدیتور ته!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
وروره هغه آیت شریف کې یوه د آمنو کلمه پاتې ده هیله ده چې تصحیح یې کړې
((یاایهاالذین آمنوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون (بقره/183).))
السلام علیکم و رحمته الله و برکاته
مدثر وروره! هیله ده چې روغ او جوړ به وې، الله تعالې دې تاسو ته اجرو درکړي چي د حیدر آباد حال او احوال موږ ته تل لیکې. موږ به انشاء الله تاسو او ټولو ورونو ته د ښه عمل توفیق دعا کوو خو تر ځاېه چې تاسو د الله تعالې د رضا لپاره تحصیل کوﺉ او په حقیقت کې مجاهدین ېې نو تاسو هم موږ ته دعا وکړﺉ.
په مینه او درښت
Assalam u Alaikum
Greetings from Hyderabad
Ahmed bro..it really hurts hearing that most of the Afghan youth don’t practice fasting all around the world..May Allah lead them to righ way
Dear Rasa bro..frist of all i hope every thing is going very well with you and may Allah give u tawfiq to perform good deads and le me ask u not to forget me in the prayers
Same thing happened when we went to Bochum on 2006..It was really disappointing
Dr. Saib..Very good to hear from you..I will take your advise into consideration in the future..and let me thank you for a good peice of advice
محترم او مساپر ورور مدثر اسلامي صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هیله ده چې سفر او روژه درباندې، په عبادت، اسانتیا او علمي بوختیاو کې تیریږي، خدای دې وکړي چې د بېرته راتلو پر مهال دې وطن ته درسره د علم درانه راوړې.
ورور جانه!
قلم دې ډېر خواږه لري، لیکنې دې ډېرې سلیسې او روانې دي، ما دې هغه پخوانی یونلیک هم لوستی وو، ډېر مې خوښ شوی وو، همغه وخت مې هم غوښتل چې پوښتنه دې وکړم او خپل نظریات درسره شریک کړم، خو وخت مې مخنیوی وکړ.
خبره داده چې، ناخوالې زښتې ډېرې دي، کومه کومه ستونزه نه ده چې زمونږ په اصطلاح موډیرېټ مسلمانان ترې بې برخې نه دي، مشوره مې داده چې که د یونلیکونو په دغه لړۍ کې د هغې ټولنې د مسلمانانو مثبت کلتور او عادات هم درسره په یونلیکونو کې راواخلی نو اغیزې به یې ډېرې ښې وي، د بېلګې په توګه هلته د جماعت اسلامي په نوم اسلامي حرکت شته، د تبلیغ اسلامي ډله شته، د ذاکر نایک معاصر عقلي اسلامي جریان هم په ډېره تیزﺉ په وده کې دی، نو فکر کوم چې د دوی فعالیتونه به حتماً لارویان لري که ددغو لارویانو خاطرې درسره ځای کړې او ورسره د هغو افغانانو چې ستا په شان په اسلامیت، عبادت او افغاني کلتور کې پټ دي درسره یاد کړې نو دا به یو مثبت نوښت وي، هیله ده چې زما احساس به مو درک کړی وي.
په دعاګانو کې مو مه هیروﺉ
ستا ورور
ډاکټر وحیدالله مصلح
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
اسلامي صیب هیله ده چی روژه به په خیر درباندی تیریږی .ولی نه دعاګانی به درته کوو پر موږ مو دعاګانی پور دي.
د ستا خبری په تایید غواړم زه هم یوه لنډه خاطره درته یادکړم.
کله چی د افغانستان څخه د لومړی ځل forthy Lucky ګروپ په ۲۰۰۵ کال جرمنی ته راغی په هغه ګروپ کی زه هم وم نو د بوخوم پوهنتون ته مو د ځان یو دریو شاګردانو د لمونڅه د اداکولو له پاره جینمازونه وړی و او د یو افغان څخه چی اسلامی ته یی ښه پیژنی ډاکټر هم دی د قبلی پوښتنه وکړه په ځواب کی یی راته وویل بابا ما ته خو قبله نه ده مالومه ورشه هاغه جرمنی پوښتنه وکړه په دی وخت کې یو محصل چی د شمالی ولایت وو را د بره شو ده وویل بری چی پرسان میکنی موږ ورته وویل چی د قبلی طرف په هکله مو پوښتنه وکړه.ده وویل لیونیان شودی ایا لیونیان خو به نه وی اروپا وګوره او لمونځه ځه بابا په اروپا لمونځونه چرته وو.
ګرانه اسلامي صیب زه اوس هم همدلته یم او همدا اوس روژه کې داسې افغانان چې په نږی راتلونکي کې به وزیران شي ولیدل چی زما په مخ کې روژه خوړله.
بس خدای دی ورته د قهر په نظر وګوري
Dear Brother Mudasir,
These things are not just happening in India with Afghan people it is hanppening everywhere in the world and it is just happening with Afghan people that they just fell into unhealthy conditions meanwhile Ramadan. Here in US we have so many Afghans that they are going to gem, swimming pool where women and men are swimming together if we ask from them about keeping fast then they make some excuses like Munaafiq people and they are Munaafiq people.