Home » ساينس او روغتيا » اقتصاد »
د اسلامي بانكدارۍ كاروباري بنسټونه
ژیاړه: زاهد الله مصلح*
زما په اند (د اسلامي بانكدارۍ كاروباري بنسټونو) سره د زكات او صدقاتو يو ځاى كول سم كار نه دى. كاروباري اداره يو ډول فكر، صلاحيت او بوختيا ته اړتيا لري او خيراتي اداره بيخي د يوبل ډول فكر، صلاحيت او بوختياغوښتنه لري. ددې دواړو ادارو له يو ځاى كولو دا ويره راولاړيږي چې يا به خيراتي اړخ زيانمن كيږي او يا كاروباري اړخ. نو له همدې امله كه چيرې تاسې د زكات او صدقاتو تنظيم غواړئ، نو دهغې لپاره بيا يو بل ډول چمتووالى ونيسئ او يوه جلا اداره ورته جوړه كړئ…
د بانك په كار كې د زكات او صدقاتو د وصول (تر لاسه كولو) او لګښت له شاملولودا ګواښ هم رامنځته كيږي چي زكات وركوونكى به بيا له دې امله خپل زكات بانك ته وركوي چې په راتلونكي كې ترې په اسانۍ سره قرض واخيستلاى شي. او دا شى د هغه ذهنيت نه بالكل مخالف كار دى د كوم لاندې چې مسلمان بايد زكات وركړي.
د بانك لپاره مناسبه بڼه دا ده چې هغه بالكل د كاروباري موخو لپاره په كاروباري ليارو چارو پرمخ ولاړ شي، په لنډه توګه د هغه اصول بايد په لاندې ډول وي:
د بانكدارۍ اړين اصول !
ه1_بانك بايد خپله پانګه په دوه طريقو تر لاسه كړي:
الف: د ګډونوالو برخې (Shares)
ب: د سود نه اخيستونكو امانتونه (Deposits)
ه2_ بانك په درې ډوله كار تر سره كوي:
الف: مختلفو صنعتي اوتجارتي ادارو ته پانګه وركول،او دبرخې لرلو اصولو په رڼا كې د هغې له ګټې څخه په متناسب ډول خپله برخه لاسته راوړل.
ب: د يو بانك په صفت، ټول هغه روا بانكي خدمتونه تر سره كول چي نن يې ټول بانكونه تر سره كوي.
ج: اړو او محتاجو خلكو ته په ضمانت يا د جايداد په كفالت سره له سود څخه پرته قرض وركول.
ه3_ له لومړيو دوه موردو څخه چې كوم عايد لاسته راځي، هغه به د بانك د انتظامي لګښت څخه وروسته پر برخوالو او امانت دارو په متناسب ډول ويشل كيږي.
ه 4_ دې بانك كې د پيسو ايښودلو او ددې بانك دبرخو(Shares) اخيستلو لپاره درې ډوله انګيزې بسنه كوي:
يو له سود څخه د لريوالي هيله، دويم د حلالې ګټې لاسته راوړلو هيله او دريم د خپل مال د ساتنې ډاډ.
له ملي اصلاح اوونيزې څخه په مننه
*زاهد الله مصلح د اسلام اباد نړيوال پوهنتون د اقتصاد د پوهنڅي محصل دی.
No related posts.

0 تبصره ها
اولتر از همه شما تبصره کنید!.