په روژه كې چټك ختمونه او د قاري چنده
پوښتنه:
قدرمن مولوي صاحب السلام عليكم
چون د روژې مباركه مياشت شروع شوي او ډيرو ځايونو كې د قرآن پاك ختمونه په تراويحو كې كيږي نو زه هم په همدي اړوند يوه پوښتنه لرم او هغه چي: اوس تقريبا په ډيرو ځايونو كې حافظان د تراويحو په ختم كې په ډيره بيړه او تيزۍ سره د قرآن تلاوت كوي چې حروف پكې په صحيح شكل نه ادا كوي . او په اكثره ځايونو كې د يوې شپې، دري شپو ، شپږو اويا زيات نه زيات د لس شپو ختم كيږي.
نو
ايا د شريعت له مخې داسې ختم كول روا دى؟
آيا په داسې ختمونو كې برخه اخيستل راو دى؟
او د ختم په اخره ورځ د قاري لپاره د چندې ټولول څه حكم لري؟
كه د قرآن او سنت په رڼا كې راته ځواب وواياست ډير به خوښ شم. حبيب الله له جلال آباد څخه
ځواب:
ورورجانه! وعليكم السلام
دا خو ډير نيك كار دى چې په د رمضان په مباركه مياشت كې په تراويحو كې د قرآن عظيم الشان ختم وشي او قرآن عظيم الشان ولوستل واوريدل شي وليدل شي او دا د خوښۍ ځاى دى چې اوس الحمد لله ډير زيات حافظان شته او ښه ښه حافظان ولى ځنې قاري صاحبان يې ډير په بيړه وايي چې داسې قرآن لوستل زما په فكر د قرائت په ډولونو( ترتيل ، تجويد، تحقيق او حدر) كې نه راځي (عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : اقْرَأْ الْقُرْآنَ فِي شَهْرٍ ، قُلْتُ : إِنِّي أَجِدُ قُوَّةً قَالَ : فَاقْرَأْهُ فِي عِشْرِينَ لَيْلَةً ، قُلْتُ : إِنِّي أَجِدُ قُوَّةً ، قَالَ : فَاقْرَأْهُ فِي خَمْسَ عَشْرَةَ قُلْتُ : إِنِّي أَجِدُ قُوَّةً ، قَالَ : فَاقْرَأْهُ فِي عَشْرٍ ، قُلْتُ : إِنِّي أَجِدُ قُوَّةً ، قَالَ : فَاقْرَأْهُ فِي سَبْعٍ وَلا تَزِدْ عَلَى ذَلِكَ(السنن الصغرى ج۱ص۳۲۰) وګوره رسول الله صلى الله عليه وسلم ابن عمر رضى الله عنهما څه فرمايلي دي: ورته فرمايي: چې قرآن كريم په يوه مياشت كې وايه هغه ورته وايي زه لدې زيات توان لرم رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وايي: په ۲۰شلو شپو كې يې ولوله هغه وايي : زما توان لدې زيات دى ورته فرمايي: په ۱۵ پنځلسو كې يې ولوله هغه وايي: زه لدې زيات ځواك لرم ورته فرمايي: په لسو كې يې ولوله هغه وايي: زه لدې زيات توان لرم ورته فرمايي: په اوو كې يې ولوله او پردې څه مه زياتوه. او په بل حديث كې دي چې څوك قرآن لدې دري شپو په كمه موده كې ولولي هغه له قرآن نه په هيڅ ندى پوه شوى (لَمْ يَفْقَهْ مَنْ قَرَأَ الْقُرْآنَ فِي أَقَلَّ مِنْ ثَلاثٍ) هغه به په څه ډول قرائت وايي په هغه ډول چې رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه و لوستى وو د هغوى قرآن لوستل داسې و چې هر چايې حروف شميرلى شو .
نو د داسې ختم چې سړى پرې نه پوهيږي چې ده مبارك څه وويل درست ندى په سنت برابر ندى قاري بايد خلك ديته دعوت كړي چې دا خو د الله تعالى كتاب دى بايد په حوصله او ترتيل ولوستل شي لكه څرنګه چې امر شوى دى (وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا)المزمل :۴ او دا امر لومړى پيغمبر صلى الله عليه وسلم او بيا امت ته دى .
او لكه څرنګه چې صحابه كرامو او پخوانيو علماؤ د قرآن په ختم پيسې ندې اخيستې نو اوس هم ندې پكار چې پرې واخيستل شي
محمد امان رسولي
نورې دا ډول ليکنې:
- آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
- د روژه ماتي اصول
- لس كلن ماشوم روژه ونيسي كه نه؟
- كه چا په هيره روژه خوړله ور په ياد يې كړم؟
- په پنځه كلنۍ كې روژه نيول ګناه ده؟

1 تبصره ها
السلام وعلیکم و رحمة الله و برکاته !
با اظهار سپاس از محترم مولوی صاحب و کارکنان جمعیت اصلاح و به امید موفقیت های هرچی بیشتر تان در راه رسانیدن حق به مردم.
سوال من اینست که بخش آواز تلاوت قرآن کریم از طریق بلند گو های مساجد چی حکم دارد ؟؟؟در حالیکه شنیدن قرآن واجب می باشد اما مردمی که در مساجد نیستند عموماً به آواز تلاوت گوش نمیدهند.