Home » Ramadan »

د روژې په هكله څو پوښتنې

 
كه كوم څوك ناروغ وي او روژه ونشي نيولاى او په همدې حالت كې مړ شي، ورثه يې د ده پر ځاى روژه نيولاى شي او يا يې فديه وركولاى شي؟

سرچينه: اسلام آنلاين
ژباړه: زاهد جلالي*

پوښتنه:
د روژې په مياشت كې خلك ډير خوراك كوي، پدې اړوند د شريعت څه حكم دى، ايا دا په اسراف كې شميرل كيږي او كه څنګه؟
ځواب:
اصلا په روژه كې بايد خوراك نسبت نورو مياشتو ته لږ شي، خو په اسلامي هيوادونو كې برعكس خوراك ډيريږي، چې آن تر مكروه او حرام پورې رسي.
دومره خوراك چې ځان پرې له خطره وژغورو فرض دى، تر مړيدو مباح دى، له مړيدو ډير مكروه او لدې هم ډير حرام دى.
پوښتنه:
كه كوم څوك ناروغ وي او روژه ونشي نيولاى او په همدې حالت كې مړ شي، ورثه يې د ده پر ځاى روژه نيولاى شي او يا يې فديه وركولاى شي؟
ځواب:
ورثه د متوفي لپاره روژه نشي نيولاى او فديه يې هم نشي ور كولاى او پر متوفي دا روژې داسي ساقطيږي لكه څنګه چې حج ساقتيږي.
او كه وروسته له ناروغي جوړ شو او روژه بيا ترې پاتي شوه نو ورثه يې روژې نشي نيولاى خو فديه به وركوي او پدي وخت كې چې متوفي وصيت وكړي ښه به وي تر څو په ورثه يې واجب شي.
پوښتنه:
كه تراويح را څخه قضا شو نو قضايي يې ګرځولاى شم؟
ځواب:
حنفي او حنبلي امامان وايي چې تراويح قًضا نلري كه څوك يې قضايي راوګرځوي په نوافلو كې به ورته وشميرل شي.
پوښتنه:
كه څوك د روژې په اخره ورځ ومري، ورثه يي بايد د فطر زكات وركړي كه نه؟
ځواب:
كه له ماښام مخكې مړ شو د فطر زكات يې نشته او كه وروسته مړ شو نو د فطر زكات يي شته.


*زاهد جلالي د اسلام آباد د نړيوال پوهنتون محصل دى.

No related posts.

 
 
 

6 تبصره ها

  1. محمد فهیم says:

    دربعضی مساجد رواج بران است بعد ازچهارکعت تراویح دعا یا چند ایات از قران این عمل بدعت وخلاف سنت است اذکار جزو عبادات محسوب مي شود، و قاعده در عبادات چنين است که: هر نوع عمل و گفتاري که بعنوان عبادت انجام مي شود ممنوع است مگر آنکه جواز آن از سوي شرع (قرآن و احاديث صحيح) وارد شده باشد.
    بنابراين جايز نيست که اذکار و اورادي را قبل يا بعد از نماز خواند، مگر آنکه خواندن آن اذکار در محل و وقت خود مجوز شرعي داشته باشند. و با وجود آنکه پيامبر صلي الله عليه وسلم و اصحابش نماز شب و تراويح را به تنهايي يا بصورت جماعت مي خواندند، اما ديده نشده يا در هيچ حديث صحيحي وارد نشده که در زمان پيامبر صلي الله عليه وسلم و خلفاي راشدين بعد از هر دو يا چهار رکعت نماز تراويح اذکار خاصي را خوانده باشند، و همچنين هيچيک از علما و ائمه اربعه ذکر نکرده اند که خواندن اذکاري بعد از نماز تراويح جزو سنت باشد.
    شيخ محمد عبدري مشهور به ابن الحاج در کتابش “المدخل” گفته: «بر امام لازمست تا از آنچه که (بعضي از مردم) بعد از هر دو رکعت نماز تراويح ابداع کرده اند و صداي خود را (با خواندن آن اذکار) بالا مي برند، اجتناب کند.. چرا که همه آنها بدعت هستند، و همچنين نهي کند از اين گفته ي موذن که بعد از هر دو رکعت نماز تراويح مي گويد: ” الصلاة يرحمكم الله ” چرا که اين قول هم بدعت است، و بدعت در دين ممنوع است، و بهترين هدايت، روش محمد صلي الله عليه وسلم و سپس خلفاي بعد او و سپس صحابه رضوان الله عليهم أجمعين است، و از هيچيک از سلف ذکر نشده که چنين انجام داده باشد پس ما هم بر راه آنها خواهيم بود».‏ ” المدخل “(2 / 293 ، 294).‏
    و پيامبر صلي الله عليه وسلم فرمودند: «من أحدث في أمرنا ما ليس منه فهو ردّ». متفق عليه
    «هر کس چيزي را در دين ما ايجاد کند که جزو آن نيست ، مردود است واز او پذيرفته نمي شود.
    در روايت ديگر فرمودند: «من عملَ عملاً ليس عليه أمرنا فهو ردّ».
    «هرکس کاري کند که مطابق دين و سنت ما نباشد ،مردود است»

  2. اسدالله ذاهد says:

    داسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته -هیله مند یم چه روغ جوړ او بریالی اوسی الله ج دی دغه مبارکه میاشت دتولو مسلمانانو وروڼو د مغفرت سبب وګرځوی غواړم پوه شم چی (ایا کولای شم چی پدی سایډ کی برخه ولرم ؟)

  3. که په روژه کې څوک مړشي نو says:

    که په روژه کې څوک مړشي نو

    الاستفتاء . که په روژه کي یوتن مړشي نودقبرعذاب یې شته اوکنه ، یاپه بل تعبیر دغه مرګ يې فضيلة لري اوکنه ؟ بينوا تؤجروا

    الجواب حامدا ومصليا وبعد : دروژي دفضائلو څخه داهم ده چې که يوتن په روژه کې مړشې نوترقيامته به روژه نيونکی ګڼل کيږي ، یعني ترقيامته پوري به هر ه ورځ ديوي مقبولي روژي ثواب ورته ليکل کيږي ، اوپه دغه تن دحکمي شهيد اطلاق کيدلی شې ،لهذا دغه سي تن دقبر د عذا ب څخه خلاص دی ان شاء الله تعالی ، په ځینواثارو کي راغلي چې دروژي مبارکي په برکت په دغه مياشت کي دکافرانوڅخه هم دقبرعذاب پورته وي .

    البته : که نارينه ياښځه دلوږي یاتندي یابيماري څخه داسې حالت ته ورسيږي چې دمرګ ويره ياظن غالب یې شې اوبياهم روژه ماته نه کړي اومړشي نوګنهګار دی اودغه وړاندينی ثواب يې نشته ،

    لمافي الفتاوی الواحدية ص\۳۱۴- ۳۱۵ الظاهر ان الصائم اذامات في حالة الصوم يکتب صائما الي يوم القيامة لمافي الحديث عن عائشة رضي الله تعالی عنها قالت قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من مات صائما اوجب الله له الصيام الی يوم القيامة . رواه الديلمي ، وکان السلف يعجبهم الموت عندالصوم ، عن خيثمة قال کان يعجبهم ان يموت عندخيريعمله اماحج واماعمرة واما صيام رمضان . رواه ابونعيم الی قوله وعلی هذا يصدق عليه اسم الشهيد کمالايخفی الی قوله نعم يأثم لوسعی في قتل نفسه کمالوعرض له مرض شديد اوعطش شديد تيقن معه انه لولم يفطر يموت فحينئذ يجب عليه الافطار لئلايصير ساعيا في اهلاک نفسه ، في البحر مافيه خوف الهلاک بسبب الصوم فالافطار في مثله واجب لانه افضل ، کذافي البدائع وفي التوضيح والعزيمة اولی … هذاحکم الافطار في غير حالة الاکراه امافي حالة الاکراه فالافطار رخصة لاواجب لها في البحر اذاکان صحيحا مقيما واکره بقتل نفسه فانه يرخص له الفطر والصوم افضل الخ

  4. سراج الدین کلیوال says:

    دروژی په میاشت کې په امت باندی پنځه خصوصي انعامونه
    له حضرت اوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چي محمد (ص) وفرمایل : دروژی دمیاشتې په اړه زماامت ته په خصوصي توګه پنځه څیزونه ورکول شویدي چي لومړنی امتونوته نه ووورکول شوي
    ۱ : دروژه داردخولی بدبوي چي د(لوږی په وجه پیداکیږي ) دالله تعالی په نزدله مشکونه هم زیات غوره دی
    ۲ : دهغه لپاره دسمندرکبان هم دمغفرت دعاغواړي اودروژه ماتی تروخت پورې ورته دعاکوي
    ۳ : جنت هره ورځ دهغه لپاره ښائسته کولي شي ، بیاالله تعالی فرمایی : نژی ده چي زمابنده په (دنیاکی ) مشقتونه په خپل ځان تیرکړي اوستاطرف ته راشي
    ۴ : په دی میاشت کي سرکش شیطانان قیدکولي شي چي هغوی درمضان په میاشت کی دهغوبدیوپه طرف نه شي تلې دکوم په طرف چي له رمضان نه بغیرځي (دروژی په میاشت کی دشیطانانودقیدکیدوپه وجه هغوې روژه داران ګناهونوته نشي هڅولې لیکن دانسان نفس دګناه په کولوکی له شیطانانونه کم نه دی اودګناهونومزه هم سړی دګناهونوپه لاره روانوي مګربیاهم دګناهونوکمي اودعبادت کثرت هرشخص پخپلوسترګوویني
    ۵ : دروژې په اخري شپه کی روژه دارانوته بخښنه کولې شي اصحابوعرض وکړچی ایادمغفرت شپه دقدرشپه ده؟ هغه (ص) وفرمایل : نه بلکی دستوردادی چي مزدورته دکاردختمولوپه وخت مزدوري ورکولې شي (الترغیب والترهیب )
    دیوی روژی بدله : له حضرت ابومسعودغفاری ( رضی الله عنه ) څخه روایت دی چي مارسول الله (ص) ولیدچي دروژی دمیاشتې دسپوږمۍ په لیدوسره وفرمایل : که خلګوته دامعلومه شې چي دروژې مبارکی میاشتې څه حقیقت دی نوزماامت به ارزوکوله چي ټول کال دی روژه وي بیادخزاعه دقبیلې یوسړي عرض وکړچي ای دالله رسوله (ص)! مونږته دروژی دمیاشتې لپاره جنت داول دکال نه تراخردکال پوری ښکلې کولی شي کله چي دروژی لومړې ورځ وي نودالله تعالی دعرش لاندی نه یوه هوالږیږي چي دهغی په وجه دجنت دونوپاڼي خوځیږي او(ساز) جوړوي اوحورې داعرض کوي چي زموږ ربه په دی میاشت کی له خپلوبندګانوڅخه زموږلپاره څومیړونه مقررکړئ چي دهغوی نه موږخپلې سترګې یخې کړواوهغوی زموږنه خپلې سترګې یخې کړي (ددی نه بعد) هغه وفرمایل یوسړی هم داسی نه دی چي درمضان دمیاشتې روژی ونیسې لیکن داخبره ده چي دهغه واده به له داسې حورې سره وشي څنګه چي الله تعالی په قرآن کریم کی فرمایلی دي : ( حورمقصورات فی الخیام ) یعني هغه حورې چي په خیموکی وسیږي سوره رحمن ایت نمبر۲۷
    لدی ښځونه به دهرې ښځې په تن ۷۰ قسمه لباسونه وي چي دهریولباس رنګ به دبل نه بدل وي اوهغوی ته ۷۰ قسمه خوشبوورکول شوي وي چي دهغی نه دهریوعطربوي دبل عطر له بوي نه بدل وي اوددوی نه دهرې حوری لپاره به اویازره نوکرې او اویازره خادمان وي له هرخادم سره به یو دسروزو غټه پیاله وي چي په هغې کی به قسم قسم خوراکونه وي ( اوداخوراک به دومره مزیداره وي ) چي دهغی داخری کړۍ خوندبه داولې کړۍ نه زیات وي اودهغوی نه دهری ښځې لپاره له سرویاقوتوتختونه وي په هرتخت باندی به ۷۰ بسترې وي چي دهغوی استرونه به ډبل اوله وریښمنونه به وي اوپه هری بستری باندی به ۷۰ چوکۍ وي اوهغی دسرویاقوتوپه یوتخت باندی ناست وي دهغه په لاسونوکی به دوه کړۍ وي دابه درمضان دمیاشتې دهری روژی بدله وي که هرچاروژه نیولي وي اوروژه دارچي ددی نه علاوه کوم نوردثواب کارونه کړیدي دهغی ثواب ددی نه علاوه دی مذکوره ثواب صرف دروژی نیولودی (الترغیب والترهیب)
    بغیردعذرنه روژه نه نیول : له حضرت ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چي رسول الله (ص) فرمایلي دی چي : چاد(شرعی) اجازې اومرض د(مجبوری) نه بغیر دروژی میاشتې یوه روژه وخوړه ( که هغه ټول عمر) هم روژه ونیسې بیاهم دهغی قضانه شي اداکولې (مشکوت المصابیح)
    رحمت مغفرت ،اود دورخ نه خلاصون : په حدیث شریف کی دي چي روژه داسی میاست ده چي دهغی په اوله حصه کی دالله تعالی رحمت وریږي چي دهغی دوجی نه دانوارواواسرارر دظاهرولوقابلیت اواستعدادپیداکیږي اودکناهونودګندګۍ (سختیو) نه دوتلولاره پیداکیږي اوددی میاشتې مینځنۍ برخه دګناهونودمغفرت سبب ده اودروژی دمیاشتې اخرنۍ برخه کی له دورخ نه ازادي حاصلیږي (بیهقی )

  5. Anonymous says:

    په بښنه چي لما څخه خپره خپه ليکله شوي وه

  6. Anonymous says:

    ډير ښه!
    که چيرته هره پوښنه ځانته, ځانته خپه شوې واي ښه استفاده به تري شوې وه.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید