بدلون او په کې غوره بدلون

 

استاذ محمدزمان مزمل

بدلون يوه طبيعي پديده ده:
انسان ، ټولنه او نړۍ په ټول پيچلي ترکيب کې يو هم له هغه طبيعي بدلون نه مستثنی نه دي چې لوی اوپالونکی د  دې طبيعت وده او پرمختګ  له هغې سره غوټه کړی دی.
تاسې که يوه دانه تخم او يا هم د يوه نوي زيږيدلي ماشوم او که د دې طبيعي پديدو هره برخه په دې اړه تر دقيقې مطالعې لاندې ونيسي، وبه ګورې چې د بدلون عمليه په کې يا له داخل  او يا هم له بهر نه روانه ده چې کله يې د بشپړيدو وظيفه اجراء کوي  او بل ځل يې بيا د شړيدو دنده سرته رسوي، په هر صورت بدلون د هر مخلوق د ژوند سره تړلې پديده ده.
هر زړی چې د ځمکې په تل کې زرغونيږي هغه له نلغو او جرړو له مخې په يو بوټي يا دانه بدليږي او د توليد مثل عروج ته پورته کيږي او يا هم کرار کرار په بل قهقرايي بدلون کې يا په وچو لرګيو او يا هم په وچو خزلو بدليږي.، او دا عمليه چې په طبيعت کې هومره تکرار او پرله پسې روانه ده چې د طبيعت ټولې رنګينۍ او بدرنګې د همدغسې بدلون په تل کې يو بل ته ځای پريږدي.
په انساني لحاظ چې د بدلون عمليه راواخلې هغه همداسې طبيعي ابعاد لري چې فرد او ټولنه ېې دواړه د فطري تحول ښکار دي او همدغسې هر تحول کې ټول هغه څه ترلاسه کوي چې د طبيعت تقاضا ده.
لايزال خالق مخلوق په همدې تحول کې هوسا کړی دی او هغه په همدې بدلونونو کې نوې ساه اخلي ، نوي پړاو ته ننوځي او هغه رولونه چې په فطرت کې نغښتي دي د همدې بدلون په لړ کې پوره کوي.

وقدخلقکم  اطوارا:
په دې څرنګواليو او اطوارو کې مې پيدا کړي ياست.
«ماشوم ، ځوان ، بوډا او بيا ورپسې د مرګ تحولات»
داسې چې وګړې د بدلون په طبيعي عمليه کې قهرا بدليږي، همداسې ټولنې او پرګنې هم ديوه تدريجې بدلون برمته دي چې د پيړيو په لړ کې د هغو په ژبه ، عاداتو او روابطو کې ژور بدلون راځي ، آن د هغو ټولنو په منځ کې چې هلته په کې په دې اړه په هراړخيز ډول د کلچر او مذهب ژور قرنطين هم وي ، بيا هم په کې بدلون تر قرنطين ژور او زورور وی.
انساني ټولنې دبدلون په اړه يو طبيعي قابليت لري ولې هغه بدلون چې مثبت او مطلوب وي او هغه بدلون چې پر وخت او بې وخته د منلو او زغملو لامل غواړي ، په دې اړه ټولنې درې ګوني حالتونه لري:
اول د څپو او زور بدلون «قهري بدلون»
دوهم د منافعو او مصلحتونو بدلون« مصلحتي بدلون»
د قناعت او ارزښتونو بدلون « ايماني بدلون»
جابر نظامونه او امپراطورۍ معمولا د ځان سره د اول ډول ډير بدلونونه راوړي او د اوږدو پاتيدو په صورت کې د خلکو او پرګنو د يوې برخې د فطرت برخه ګرځي ، ولې ټولنه په خپل ژورتابه کې د هغو د منلو او زغملو سره نفرت لري ، د نظام او امپراطورۍ په تلو هر څه له سره پيل شي ، هومره دغو نظامونوايجاد کړي نه وي لکه په تلو يې چې هر څه ړنګ او بنګ شي.
همداسې د منافعو بدلون هم له اول نه ډير سطحي او د ګټو پورې تړلی بدلون وي لکه څوک چې د يوې بورې غنمو او يا هم د يوه ډالري معاش په خاطر مسيحي يا نيمه مسيحي شي ، دا بدلون هم په فطرت کې جرړې نلري او د زړه په سر سطحي روان وي.
دريم ډول بدلون هغه د ارزښتونو او قناعتونو بدلون دی ، هغه داسې يو بدلون دی چې د ټولنې د فطرت سره اړخ لګوي. اديان په کې آسماني اديان د همدغه بدلون په خاطر راغلي تر څو دغسې بدلون د پرګنو او د وګړيو په وجدان او ضمير کې شين او بيا يې ټولنه په چوکاټ کې قدم په قدم مخکې او لا مخکې روانه کړي.

غوره بدلون:
اسلام په آسماني اديانو کې وروستی دين په همدغه موخه راغلی چې انساني ټولنې په يو پراخ بدلون کې او د خپل فطرت په سلامت په هغه تسلسل کې وغورځوي چې د بشريت وروستی پړاو ورته ضرورت لري او په دې خاطر ورته ضرورت لري چې د ځمکې د سر پرګنې او ټولنې په خپلو کې د ضرورت له مخې نږدې او د تماس نوې بيلګې پيدا کوي . اسلام ديوه ښه بين المللي ماحول په موخه غواړي ديوه فطري بدلون اساس کيږدي ، هلته چې قرآن کريم وايي: « لا اکراه في الدين قد تبين الرشد من الغي‎»
د دين په منلو کې د زور خبره نشته ځکه ښه لار او بده لاره څرګنده شوې ده.
کوم بدلون چې اسلام په مخه اخستی دی هغه د دريو موخو په بناء مطرح دی چې دې موخو هغه ته د تقدس مقبول رنګ ورکړی او اسلام په همدې موخه د نورو ټولو اديانو په نسبت خپله برتري هم ثابته کړې ده هغه درې موخې دا دي:
اول داچې دا بدلون د ارزښتونو له موخې غواړي په دې کې د اسرارو او شکلياتو لپاره هيڅ ځای نشته.
اسلام د ايمانياتو په مطرح کيدو غواړي د وګړيو زړه ته لار پيدا کړي په دې کې د زور خبره هيڅ اثر نلري او هغه څوک چې قهرا د بل چا عقيده بدلوي ، هغه عقيده هيڅ مقبول رنګ نلري.
او چې څوک د دعوت د طبيعي کيدو او د عقيدې د آزادۍ مخه نيسي او خبره جګړې ته بيايي بيا هم ماتې د هغه چا په برخه ده چې په زور مسائل حل کوي ، هلته چې قرآن کريم د بدر ميدان ته راغليو چلنج ورکونکيو کفارو ته وايي:
« ليحيی من حی عن بينه و يهلک من هلک عن بينه»
دويمه موخه د قناعت موخه ده :
اسلام په ټولنه او وګړيو کې د بدلون عمليه د ارزښتونو په عنوانولو مطرح کوي، ولې بيا هم د مقابل لوري د قناعت تر سرحده يې بحث او مطرح کيدو ته دوام ورکوي.
قرآن کريم دغه د طرحه کيدو آسانه پروسس د خدای نعمت ګڼي او چانس بايلودنکيو ته په تکرار تکرار وايي:
ولقد يسرنا القرآن للذکر فهل من مدکر
د دې موخې لوی هدف دا دی چې په ټولنه کې دښه سلوک او ښه انسانيت خبره له پيله ښه پيل شي او د ټولنې د طبيعي ژوند يوه برخه شي ، جانبي غبرګونونه په کې د بلې طرحې ضرورت پيدا نکړي .
دريمه موخه دا چې اسلام دغه قناعتونه او دغه د ضمير ابتدايی ليکونه او فطري قابليتونه غواړي په يوه ژور حد کې د ايمان او باور نه سرفرازه کړي تر څو د دغسې بدل شوي انسانيت پيرزوينې او ورکړې هومره طبيعي او پريمانه وي چې چا ته په کې د تکليف او تکلف څه پاتې نه وي او داسې ښه بدلون او نيکمرغۍ ارزانه لاس ته راشي.
اسلام د دغه غوره بدلون په دغو درې ګونو پړاوونو کې هغه ستر وګړی او هغه ستره ټولنه ايجاد کړې چې تاريخ يې بياساری ونه ليد.
که هر څومره انسانيت اصلاح او بدل شي بل ابوبکر او بل عمر به هغسې څوک پيدا نکړي.
ډير انقلابونه به وشي او ډيری به په کې تقدس ته ورسيږي ، ولې بيا به هغه مدينه څوک له سره تکرار نکړي چې په کې د چپه شوي ابوسفيان رضی الله عنه کور هم د امنيت کور وګرځي
دا په ظاهر کې داسې يوه آسانه او هغسې د عنوان پورې تړلې پروسه ښکاري ولې حقيقت دا دی که څوک د حضرت عمر د مسلمانې ژوند د هغه د اسلام نه مخکې ژوند سره پرتله کړي ، بيا پوهيږي چې د دغه ژوندي او ژور بدلون ابعاد او اثرات واقعا د آسماني دين د معجزو خبره ده ، نظر ديته چې څوک د يوه تاريخ يوه برخه لولي.
په دغه ظرفيت د وګړيو ، قايدينو جوړولو او په دغه ظرفيت د مدينې د جوړولو او انساني کولو هنر او استعداد چې هغه د پيړيو پيړيو قوي  شوې امپراتورۍ په کې ړنګې شوې او د هغوی په تل کې اسلام د يوه تهذيب په ډول هومره وپنځيد او هومره عملي شو چې د بلا فتنو او  انقلابونو باوجود پرګنې په کې تر نن پورې مسلمانې او په خپل رنګ پاتې دي ، دا هم د همدغه بدلون يوه معجزه ده چې انسانان يې د تاريخ ديوې برخې په ډول لولي.
اسلام له ځان سره دفرد او ټولنې په رنګونو او عادتونو، اړيکو او په مجموع کې د ارزښتونو سره د انسانيت د بې پناه ژمنتوب په تل کې د دغسې يوه بدلون هدف لري چې هلته فرد او ټولنه په يو رنګين تناسب کې خپل خپل حقوق پوره واخلي او د قناعت او ايماندارۍ له انګيزې نه هر طرف په کې خپل خپل وجائب هم پوره کړي.
ارزښتونه عملي ژوند ته ويستل خپلې ښکلاوې او خپلې رنګينۍ لري ، او کله  چې دا ارزښتونه بيا د قناعت او هغې ايماندارۍ نه منبع واخلي چې اسلام يې قدم په قدم له انسان سره د ملګرې خبره روانه کړې ده، بيا نو هغه لاسته راوړنې لري چې بايد يو مسلمان د چا په دروازه کې ولاړ نه وي، او که دريږي هم بيا نه داسې چې کچکول په لاس وي بلکې ديوه مهربانه فاتح په درنښت چې په ځولۍ کې يې د هغو ارزښتونو او برکتونو پريماني وي چې انسان ورته ضرورت لري او هغه په خپله انساني معناوو کې رانغاړي.
که يوه انسان زمونږ د بدلون خبره له تاريخ وپوښتي يا هم د اسلام نه ژوره مطالعه وکړي ، اسلام به د همدغسې يوې انساني پيرزوينې په سيما کې ومومي ولې که څوک يې د اوسني مسلمان په ژوند کې ولټوي بيا به حتما باور وکړي چې مونږ د هغه سره د ټوکو خبره په مخکې اخيستې ده.
بيا هم که په اجتماعي لحاظ د مسلمانانو ژوند ته څوک ژور نظر واچوي وبه ګوري چې د مسلمانانو په اجتماعي ژوند کې ددغو ارزښتونو نه لږ څه هم چې پاتې دي هغوی ته يې په خپلو نورو سيالانو کې برتري ورکړې ده ،ولې په سياسي او اقتصادي لحاظ مسلمانان له ډيره اوږده تاريخ نه د داسې نظامونو او داسې حکمرانانو لاندې ژوند کوي چې که حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضی الله عنهما راژوندي شي نو ددغو حکمرانانو له اصلاح نه به يې هغسې پيل کوي لکه د مکې له سردارانو نه يې چې پيل کړل.
نن هم ډيرې نهضتونه او تحريکونه د دغه بدلون په اړه پيغام لري ، شعار لري ولې د ډيری نهضتونو مخکښان په کې يا له ارزښتونو سره نا آشنا دي يا يې قناعت له مطلوب ظرفيت نه کم دی یا خو يې له هغې ايماندارۍ نه په کې شروع نه ده کړې چې د دغسې بدلون لپاره په کار ده ، همدا وجه ده چې ډيری د رجالو په انحراف ديوې بدغونې تفرقې هاخوا نور هيڅ معنوی لاس ته راوړنه نلري.

نورې دا ډول ليکنې:

  1. اذان: د مسلمانانو د رابللو غوره لاره
 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

1 تبصره ها

  1. ایمل says:

    که هر څومره انسانيت اصلاح او بدل شي بل ابوبکر او بل عمر به هغسې څوک پيدا نکړي.
    ډير انقلابونه به وشي او ډيری به په کې تقدس ته ورسيږي ، ولې بيا به هغه مدينه څوک له سره تکرار نکړي چې په کې د چپه شوي ابوسفيان رضی الله عنه کور هم د امنيت کور وګرځي
    دا په ظاهر کې داسې يوه آسانه او هغسې د عنوان پورې تړلې پروسه ښکاري ولې حقيقت دا دی که څوک د حضرت عمر د مسلمانې ژوند د هغه د اسلام نه مخکې ژوند سره پرتله کړي ، بيا پوهيږي چې د دغه ژوندي او ژور بدلون ابعاد او اثرات واقعا د آسماني دين د معجزو خبره ده ، نظر ديته چې څوک د يوه تاريخ يوه برخه لولي.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید