اسلامي بانکداري، یوغوره بديل

 

سرچينه: سی ان ان وبپاڼه
ژباړه: حامد درانى*
هغه نړیوال بانکونه چې ټوله نړۍ يې د لوی مالي بحران سره لاس او ګریوان کړې ده د خپلو تیروتنو په غاړه اخيستلو سره فکر کوي چې ګواكي اسلامي بانکي او مالي سیستم د اوسنیو ټولو ستونزو د حل یواځينۍ لاره کیدای شي.
اسلامي مالي او بانکی سیستم خوا او شا ۷۰۰ ملیارده ډالر په لاس كې لري او دا سلنه د ۱۵ څخه تر۲۰ په سلو كې هر کال د لوړیدو په حال كې ده. همدا لامل دی چې د اسلامي مالي سیستم د زده کړې د غوښتنې یوه اوږده لړۍ پیل شوې چې آن تعلیمي ادارې او پوهنتونونه يې د ضرورت په پوره کولو كې پاتی راغلي دي.   
د موډیز(Moody’s) نړیوال مرکز چې د خدمتونو او موادو کیفیت ته نمرې ورکوي په یوه احصایه كې وايي چې نړیوال اسلامي مالي نظام همدا اوس په مارکیټ كې ۷۰۰ ملیارده پانګه لري او د نورو ۴ تریلونو ډالرو پورې د جذب ظرفیت لري.
اخلاقي بنسټونه هغه یواځينی قوت دی چې د اسلامي مالي نظام ملا يې ټینګه کړې ده، له همدې امله پانګه وال فکر کوې دا تر ټولو ګټه ور بانکي نظام دی.
پروفیسر حبیب احمد چې په انګلستان كې د درهام (Durham) د پوهنتون د نړیوالو چارو د څانګې مسئول دی وایي: همدا اوس د اسلامي مالي زده کړو غوښتنه ډیره زیاته شوې ده، آن تر دې چې مونږ پدې برخه كې د مراجعینو د غوښتنو په پوره کولو كې پاتې راغلي یو.
درهام پوهنتون په سږني اکتوبر كې د اسلامي بانکدارۍ او مالي سيستم په برخه كې د ماسترۍ په کچه درسونه پیلوي. لدې سره به دا پوهنتون د اروپا په کچه په هغه لیست كې ورګډ شي چې اسلامي بانکداري او مالي سیستم پكې تدريسيږي.
احمد وایي: اسلامي مالي او بانکداري نظام په ډیره چټکۍ سره په ټوله نړۍ كې د خپریدو او ودې په حال كې دی او هر کال پکې د ۱۵ څخه تر ۲۰ په سلو كې ډیروالی راځي.
د تیر کال راهیسې خلک د نړیوال مالي بحران وروسته د یو متبادل مالي سیستم په لټه كې وو چې اوس غوره بديل ورته اسلامي بانکداري نظام ګڼي.
اسلامي اقتصاد پوهان وایي که اسلامي اقتصادي او مالي اصول لا پخوا په سمه بڼه پیاده شوى وای نو نړۍ به له روانو مالي ستونزو سره نه وای مخ شوې.
ډیرى غیر اسلامي هیوادونه لکه انګلستان، فرانسه، جاپان، هانګ کانګ، سنګاپور…. د اسلامي اقتصادي او بانکي سیستم په دودولو كې ډیره علاقمندی ښیي د پلي كولو هڅې يې كوي.  
د اوسنې متداول بانکی سیستم او اسلامي بانكدارۍ په بنسټونو كې ډیر توپیرونه شته. د دې اصلي توپير دا دى چې اسلامي بانکونه نه سود اخلي او نه يې ورکوي. د قرض اخيستونکي او قرض ورکونکي پر ځای د پلورنکي او پیردونکي اصل پكې پلى كيږي.
د اسلامي بانكدارۍ متخصص، علي خورشید سی ان ان ته داسی وویل: اوسنى رايج مالي سیستم د اخيستونكي په زيان او خپله ګټه کار کوي یا په بله معنی یوه طرفه ګټې په نظر كې نیسي، ولې اسلامي مالي سیستم هڅه کوي چې د لوړو اخلاقو او اعتماد پر بنسټ د دواړو خواو ګټې په نظر كې ونیول شي.
هغه وايي: خلک فکر کوي چې اسلامي سیستم په دو طرفه اعتماد بنا دی، ولې زه باید ووایم چې د دې نظام اصلي بنسټ انصاف دی. دا سیستم د دواړو خواو په مینځ كې انصاف کوي او د دې انصاف بنسټ یواځې ایمانداري او اعتماد دى چې اسلام په کلکه پرې امر کړی دی.
خورشید وایي: په اخلاقي پانګونه او اسلامي مالیاتو كې ورته والی شتون لري. اسلامي اقتصادی نظام اجازه نه ورکوی تر څو نورو خلکو ته پکښی ضرر ورسیږي او یا چاپیریال ککړ شي او یا هم د کاروبار شریک  له مینځه ولاړ شي او یا لږ تر لږه ورته ضرر ورسيږي.     
په غرب كې ډیرى بانکونه لکه لایډز، ټی بی اس، اچ اس بی سی، ډچ بانک، سټی بانک او نور خپلو مشتریانو ته اسلامي بانکي خدمتونه وړاندې کوي تر څو د مسلمانو وګړو پانګه جذب کړي.  
كه څه هم په اوسني نړیوال مالي کړکیچ كې اسلامي بانکي نظام تر یو بریده ټکانونه خوړلي دي خو باید وویل شې چې په ډيره چټکه توګه يې ځان بیرته خپل ځای ته راوويست او آن پښی يې ډیر کلکې شوې.
احمد سی ان ان ته وویل: د اسلامي بانکونو د پايښت لامل دا دی چې دوی مورګیچ ضمانتونه (په بانکی ضمانتونو کور جوړول او پلورل) او د سود په اساس د قرض ورکولو څخه ډډه کوي چې همدا دوه لاملونه وو چې نړیوال مالي نظام يې له ستونزو سره مخ کړ.
لدې ټولو سره سره، اسلامي مالي سیستم یو لړ ستونزې هم لري، د دې سیستم منتقدین وایي یو لړ خدمتونه يې د عادي بانکي سیستم له میتودونو سره کوم توپیر نلري یعنی دوی هم د نورو په شان اخلاقي بنسټونه تر پښو لاندې کوي او کله کله د مشتریانو د جذب لپاره د خیالي ګټو لاس ته راوړلو شعارونه ورکوي.
خو بيا هم اروپايي بازار د اسلامي بانکدارۍ د ودې زياته غوښتنه کوي او د امریکا ازاد تجارتي بازار پدې لړ كې په دوهم نمبر كې راځی.
پروفسیر احمد وایي: په امریکايي دولت كې ځينې سخت قانونی تغیرات په هیواد كې د اسلامي بانکدارۍ د نظام د مخې خنډ دي ولې هغه زیاته کړه چې ګواکي داسې نښې نښانې شته چې په شمالي امریکا كې به د کانډا هیواد د اسلامي بانکداری په  مرکز واوړي.    
په امریکا كې د اسلامي مالي خدمتونو کمی ښایي د دې لامل وی چې د دې سیستم د زده کړی غوښتنه هم کمه ده ولې په انګلستان او نورو اروپايي هیوادونو كې، برعکس د زده کړو د مرکزونو کمی او د زده کونکو زیاتوالی ستونزه ده او لامل يې دا دی چې هلته اسلامي بانکي خدمتونه ډیر دی.
هغه ډیری زده کونکي چې د اسیايي او عربی هیوادونو څخه اروپا ته د زده کړې لپاره ځي، ډیر چانس لري تر څو د مخ په وده اسلامي بانکدارۍ پدې سیستم كې ښې دندی ترلاسه کړي.
احمد وایي: د پوهنتونو لپاره ګرانه ده تر څو په بانکي زده کړو كې غښتلي استادان پیدا کړي. د دې برخی ډیر متخصیصین په لوړو چوکیو کارونه کوي او ډیر معاشونه تر لاسه کوي.
په پای كې باید وویل شي چې كه خلک لږ ځیر شي نو وبه ګوري چې  اسلامي بانکي او مالي سیستم ډیرې اقتصادي ګټې لري نو بايد يوازې د یو مذهبي بنسټ په سترګه ورته ونه کتل شي بلكه دا په اصل كې د اخلاقي بنسټ لرونکی متبادل مالي سیستم دی.


*انجنير حامد درانى په كابل كې اصلاح آنلاين همكار دى.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

 
 

0 تبصره ها

اولتر از همه شما تبصره کنید!.

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید