طب غوره علم دی خو…!
ليکنه: دوکتور سلمان بن فهد العوده
ژباړه: عبد الفتاح جواد
رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه مبارک حديث کې چې امام بخاري رحمة الله عليه روايت کړی دی، فرمايلي دي: ( ما أنزل الله داء الا أنزل له شفاء.. وفی رواية .. علمه من علمه و جهله من جهله). ژباړه : ( الله پاک هيڅ داسې مرض ندی پيدا کړی مګر دوا يې ورته پيدا کړې ده…بل روايت کې دي… چې چا پرې ځان پوه کړ نو پوه شو او چې چا پرې ځان پوه نه کړ نو هغه پرې ناپوه پاتې شو).
ما چې کله د طب په اړه دغه نبوي حديث ولوست، نو په ذهن کې مې يوه پوښتنه پيدا شوه چې دغه حديث په تيرو پيړيو کې په مسلمانانو څه اغيز درلود؟!.
دغه په حقيقت کې يوه محکمه نبوي څرګندونه ده د دې خبرې چې الله جل جلاله هرې ستونزې ته حل لاره پيدا کړې ده، او خلک هم کولی شي چې هغه وپيژني، استعمال يې کړي او پرمختيا ورکړي، له يوه داسې انسان سره لدې نه پورته ښيګڼه څه کيدای شي چې دی، ګران زوی يې، ګرانه ميرمن يې، محترم پلار او مور يې او نزدې ملګری يې مرضونو او آفتونو لاندې کړي وي او هغه پدې پوه شي چې په ماحول کې يې داسې وسيله موجوده ده، چې د مرض او دواء خالق او پيدا کوونکي الله جل جلاله په حکم او امر يې ستونزې ته د پای ټکی ږدي او ضرر ترې نه ليرې کوي.
دا په حقيقت کې مسلمانانو ته بلنه ده چې په ختيځ او لويديځ کې د نورو د تجاربو په اړه بحث او پلټنه وکړي، څرک يې ولګوي، کشف يې کړي، د لاسته راوړلو هڅه يې وکړي، زياتونې پرې وکړي او د يوه ګډ انساني تراث په توګه مثبت تعامل ورسره وکړي ځکه چې همدغه به په نتيجه کې د دين، نفس، عقل، پت او مال په ساتنه کې ونډه ولري.
په صحيح مسلم کې يو روايت دی صحابي فرمايي چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي دي، چې هغه وفرمايل: ( لقد هممت ان انهی عن الغيلة، فنظرت فی الروم و فارس، فاذا هم يغيلون اولادهم ، فلايضر اولادهم ذالک شيئا).
ژباړه : ( ما تصميم ونيوه چې خلک د خپلې ميرمنې سره (ماشوم ته د شيدو ورکولو په موده کې ) له جماع او کوروالي نه منع کړم ترڅو يې ماشومانو ته زيان ونلري، خو بيا مې چې د روم او فارس خلکو ته وکتل نو هغوی دغه کار کولو او ماشومانو ته يې زيان نه درلود، نو زه هم له خپل تصميم نه بيرته وګرځيدم) پيغمبر صلی الله عليه وسلم هم وايي چې ما د روم او فارس تجربه مطالعه کړه.
انساني ګټورې نړيوالې تجربې ګډه شتمني ده چې خلک ترې ګټه اخيستلی شي، هغه امت چې دغه راز نوراني حديث ځان سره لري چې هغه کيلي په لاس ورکوي او اجتهاد او کوښښ ترې غواړي بايد د نړۍ د امتونو پرمخ تللی امت واوسي.
زمونږ په اسلامي نړۍ کې په طب پوهنځيو کې په انګليسي ژبه طب تدريسيږي، او د ښه حالت او ښې مستوا درلودونکې مګر په شمير کې لږ داسې دي چې توان لري څو د طبي او علمي نويو پيدا شويو نظريو سره څنګ په څنګ ولاړ شي، که دغه پوهنځي مونږ د هغو ګڼو پوهنتونونو او سترو روغتونونو سره پرتله کړو چې په نړۍ کې شتون لري، ژورې څيړنې پکې کيږي ، سلګونو مليونه ډالر پکې لګول کيږي، تردې چې عصبي رشتې هم سره پيوندوي او داسې عمليې اجرا کوي چې د انسان سر ورته ګرځي، دغه علوم خو بايد مسلمانانو تر نورو ښه زده کړي وای او دوی پکې تر هرچا زيات وړاندې وای ځکه چې د قرآن کريم لومړني پنځه آيتونه چې په حراء غار کې نازل شوي دي د علم، لوستلو او ويلو نه خبره کوي ( اقرأ باسم ربک الذی خلق….).
ولې زمونږ اسلامي تمدنونه لدې نه غافله وو، تردې چې امام شافعي رحمة الله عليهد طب په اړه فرمايلي وو ( لا اعلم علما بعد الحلال والحرام أنبل من الطب الا ان اهل الکتاب قد غلبونا عليه) ما ته د حلالو او حرامو نه وروسته د طب په اندازه بل غوره علم نه ترسترګو کيږي خو هلته هم اهل کتابو له مونږ نه پکې ميدان ګټلی دی.
حرمله وايي( امام شافعي رحمة الله عليهبه پدې ډير افسوس کاوه چې مسلمانانو د طب علم له لاسه ورکړ او ويل به يې : د علم دريمه برخه يې ضايع کړه او هغه يې يهودو او نصاراوو ته ور وسپارله).
نو زمونږ پدې عصر او زمان کې ولې مسلمانان د طب، تکنالوژۍ او علم له قضاياوونه دومره لرې پاتې شول؟ او ولې يې د قران او حديثو د لوستلو پرمهال په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې دغه کرښې تعقيب نه کړې چې هغوی په ټولو علمي او عملي ډګرونو کې لکه زراعت، صناعت، طب ، انساني علوم او د ژوند علومواو نورو کې نوښت او تمدني کار ته هڅوي.
برازيلی ليکوال ( ګيلبيرټو پريری) په خپل کتاب ( په استوائي وسطونو کې نوې نړۍ ) کې ليکې: (( دغه کتاب به د برازيلي انسان په جوړولو کې د عربو د ونډې په ارزښت دليل ثابتوي )).
او مونږ په خپل تاريخ کې ماهره طبيبان او رسيدلي ليکوالان موندلی شو چې اروپا ترډيرې مودې به خپل علمي يون کې په هغوی تکيه لرله.
مګر دا خبره باوري ده چې د دوی حجم د هغو تاريخ ليکونکو، شاعرانو، څيړونکو، فقهاوو… او ان ولسي طبيبانو چې ځينې يې د درد او شکايت سم تشخيص نشي کولای په اندازه ندی، هغه هم په داسې حال کې چې ټکنالوژي ( نانو) هڅه کوي چې د هرمريض لپاره د هغه د شخصي ظروفو سره چې څومره شکر، کوليسترول، د وينې فشار او يا بله ستونزه لري، برابره دوا وټاکي.
دې کې هيڅ شک نشته چې د الهي هدايت او اسلامي علم نه په لرې کيدو سره يو ستر خلل او پراخه درز موجود دی، الله جل جلاله انسان پيدا کړی دی او په ځمکه کې ټول موجود څيزونه يې همده لپاره پيدا کړي دي( هوالذی خلق لکم مافی الارض جميعا) سورت بقره ۲۹ آيت.
ژباړه : ( الله جل جلاله هغه ذات دی چې ستاسې لپاره يې په ځمکه شته ټول شيان پيدا کړل).
بل ځای کې فرمايي : ( هو انشأکم من الارض واستعمرکم فيها ) سورت هود ۶۱ آيت ، ژباړه : ( الله جل جلاله تاسې لدې ځمکې نه پيدا کړئ او بيا يې د هغې د ابادولو لپاره پکې ميشت کړئ).
الله پاک انسان د عقل او علم په وسيله د ځمکې په چارو، صناعت، زراعت، رعايت او د هغې په ابادولو مسلط کړ، او ويې هڅوه چې د الله جل جلاله په کايناتو او ځمکه کې فکر او سوچ وکړي، څو درک کړي چې تمدنونه څه ډول جوړيږي او څه ډول له مينځه ځي، د هغو د لوړتيا او ځوړتيا اسباب او لاملونه معلوم کړي، او دغه څه ددې لامل شي چې انسان د روح، مادې او قوت په وسيله د خپل ژوند د خړوبولو، تازه کولواو پاللو لپاره کار او عمل وکړي.
نو هغه علم او پوهه چې انسان ، الله جل جلاله ته نزدې کوي، هر هغه نافع او صالح علم دی چې دنيا ابادوي، چارې يې سمبالوي او دين پکې اقامه کوي، او لکه امام ماوردي رحمة الله عليهچې وايي ( ما ادی الفرض و عمر الارض…) ګټور علم هغه دی چې فرض ادا او ځمکه اباده کړي، مونږ بايد دا هم ووايو چې تمدنونه هسکې درجې ته رسول دا د يوې معلومې او ټاکلې زمانې خبره نده بلکې دا يوه اوږده او مسلسله کاري پروسه غواړي.
علم له هيواد او قوم، رنګ او دين سره تړلی ندی بلکې دا انساني ګډ معاني او مفاهيم دي چې امتونه او نسلونه يې له يوبل نه اخلي او يوبل ته يې په ميراث پريږدي.
نو کاش! چې مونږ خو دا توان پيدا کړی وای چې د پرمخ تلليو علومو د کشف او يا له هغو نه د اقتباس له بهير سره څنګ په څنګ او اوږه په اوږه تللي وای.
No related posts.

2 تبصره ها
ښاغلي جواد صاحب
السلام عليكم
ډيره ډيره ډيره مننه
الله دې تاسې او ښاغلي العوده صاحب دواړو ته اجر دركړي
ډيره په زړه پورې ليكنه وه.
بايد پدې ډګر كې پوره كار وشي
Salaam fath ustad